منځپانگې ته ورتلل

حسن موسی خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حسن موسی خان

محمد حسن موسی خان (زوکړه ۳۰ می ۱۸۶۳ – مړینه ۱۹۳۹) [۱] په استرالیا کي یو له لومړنیو "افغانانو" څخه وو، چي پر اوښانو یې هجرت وکړ. نوموړی په کراچۍ کي زیږیدلی وو او د پښتنو د ترین ښاخ سره یې تړاو درلود. موسی خان د خان بهادر مرادخان وراره وو، چا چي د سویلي آسیا څخه اسټرالیا ته د اوښانو لمړي کاروانونه رسول. [۲] هغه په آسټرالیا کي لومړنی احمدي مسلمان شخص ګڼل کېدی، او د ۱۸۹۹ کال په یوه پېچلې محکمه کي یې د منځګړي په توګه د ټاکل کیدو له امله د پام وړ شهرت ترلاسه کړ. یاده محکمه لویدیځي آسټرالیا ته د اوښانو د سوداګرۍ په اړه وه.

موسی خان په ښوونځۍ کي د مینسفیلډ سکالرشپ تر ګټلو وروسته په ۱۸۸۷ کال کي د بمبي پوهنتون د فرانک سوټر سکالرشپ ترلاسه کړ. نوموړی د ۱۸۸۹-۹۲ کلونو پوري په برتانوي هند کي د ښوونځۍ ښوونکی او سرښوونکی وو، [۳] چي وروسته په ۱۸۹۶ کال کي آسټرالیا ته ولاړ. [۴] موسی خان په څو ژبو پوهېدی چي پکښي د پښتو ترڅنګ انګلیسي، اردو ، فارسي ، سندي او همدارنګه عربي ژبي راتللې.

د موسی خان د لور د زیږون پر بنسټ چي د ۱۸۹۹ کال په نیمایي کي په "نرس بیسبي، کنګ سټریټ ان کولګارډي " کي زیږیدلې وه، موسی خان ښایي خپله مېرمن له هند څخه آسټرالیا ته بېولې وي.

موسی خان د ۱۹۰۴ او ۱۹۰۶ کلونو ترمنځ په پرت کي د کتاب پلورونکی په توګه دنده ترسره کول، چي په دې ترڅ کي یې په ۱۹۰۴ کال کي د پرت جومات بنسټ هم کېښود، او وروسته یې د خزانه ساتونکي او منشي په توګه دندي ترسره کړې. هغه د ۱۸۹۶ او ۱۹۲۷ کلونو ترمنځ په بېلابیلو رسمي مراسمو کي د "اوښانو" د استازی په نوم مشهوره وو، او په ۱۹۲۱ کال کي یې په کالګورلي او په ۱۹۳۲ کال کي یې د جنوبي آسټرالیا په اډیلیډ کي ژوند کاوه. موسی خان د خپل ژوند په اوږدو کي د ۱۹۱۱ او ۱۹۱۴ کلونو ترمنځ د هند ډیلي ته سفر وکړ، او ددې ترڅنګ یې په پرت کي د باتي کتابتون ته یو شمېر کتابونه ډالۍ کړل. [۴]

موسی خان د یو بل کندهاري پښتون محمد عالم سره په آسټرالیا کي د اسلام د خپرېدلو تاریخ نومی کتاب په لیکلو او سمون کي هم برخه واخیستل. [۳]

  1. . December 2018. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. 1 2 . 1932. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help) Full text (98pp) online here.
  3. 1 2 . 2010. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)