منځپانگې ته ورتلل

حدود العالم (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حدود العالم من المشرق الی المغرب (پښتو: د نړۍ پولي له ختیځ څخه تر لویدیځ پوري) د جغرافیې یو کتاب دی چي په لسمه پیړۍ کي د افغانستان د جوزجان ولایت اړوند د یو نامعلوم لیکوال لخوا لیکل سوی او خپور سوی دی.

دا کتاب په ۳۷۲ هجري کال کي د فارسي ژبې د یو نامعلوم لیکوال لخوا ولیکل سو، چي وروسته یې د روسیې د یو ختیځ پوه تومانسکي له لوري یوه نسخه وموندل سوه. تاریخپوهان د لیکوال په اړه یوازي دومره پوهیږي چي نوموړي د جوزجان د واکمن ابو الحارث محمد بن احمد فرقون له دربار سره اړیکه درلوده. [۱]

د کتاب فارسي متن په ۱۹۳۰ زیږدیز کال کي د ختیځ پوه واسیلي بارتولډ لخوا د سریزې سره یو ځای خپور سو، او په ۱۹۳۷ کال کي د مینورسکي لخوا انګلیسي ته وژباړل سو.

حدود العالم یو له هغه اثارو څخه ګڼل کیږي چي د افغان لرغونئ لفظ پکښي راغلی دی، او په دې توګه د افغان او افغانستان له تاریخ سره د یو ثبوت په توګه ډېر تړاو لري.

  1. يوسف الهادي (1419 هـ / 1999 م). حدود العالم من المشرق إلى المغرب (الأولى ed.). القاهرة: الدار الثقافية. p. 5.{{cite book}}: CS1 maint: year (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)