حبيب قادري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د حبيب ترټولو غوره هيله دا ده ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه واوړي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. د حبيب قادري نوم له سخت كار، زيار او پرله پسې هڅو سره يوځاى راځي. دغه زيار او پرله پسې هڅو نوموړى د نړيوال شهرت او نړيوالو برياليتوبونو تر پوړيو ورساوه. له تېرو لسو كلونو راسې د حبيب ښكلو، عشقي، تخيلي او صوقيانه سندرو خواره واره افغانان دې ته اړ اېستي، چې د حبيب سندرو او هنر ته خپلې غېږې پرانيزي.هغه په خپل هنري بهير كې ديوه بريمن هنرمند په څېره راڅرگند شو او له استاد مهوش، فيض قادري، ليلا فروهر( اېرانۍ)، شهره او نورو نوموتو سندرغاړو سره يې پريوه سټېج دهنر او سندرو اظهار وكړ. حبیب قادري ځکه ذلیل شو چې قادر نومیده، په افغانستان کې هغه څوک چې قادر بلل کیږي احمق او حسد بلل کیږي.

حبيب د خپل هنر او سندريزو حركاتو له امله دومره مشهور، او پر زړونو ته پرېوت ، چې په كنسرتونو او سندريزو محفلونو كې يې له سندرو او غزلو سره د خلكو په زړونو كې د نڅاوو مينه او ذوق راټوكيږي. حبيب قادري د كمونستي پېر د يوه لوړپوړي چارواكي سلطان عزيز قادري زوى دى. حبيب خپلې لومړنۍ زده كړې د كابل د كارته ْ پروان په "شيرينو" ښوونځي كې بشپړې كړې،خو كله،چې د ربړو اوځورونو وېره ور ولوېده، په 1361ل كال يې له كورنۍ سره يوځاى هند ته كډه وكړه. هلته نومړي كوښه وكړ، چې له موزيك سره تړلې مينه يې وده وكړي، لومړى يې له لويديز موزيك سره ځان روږدى كړ، وروسته يې بيا دتبلې پر زده كړه پيل وكړ.تبله د قادري د موزيكالو وسايو هغه برخه وه، چې د غږولو پرمهال به يې خوند او لذت ترې اخست.د قادري ددغه زړه راښكون انعكاس د نوموړي په لوړ نغمه ييز اهنگ كې رابرسېره كيږي.

كله، چې پر 1363ل كال لاس انجلس ته لاړ ، خپله لومړنۍ هيله يې غوړېدلې وليده او ډېر ژر په " كوستاميسا" سندريز ښوونځي كې شامل شو، څلور كاله وروسته حبيب له ښوونځي فارغ و او غوگتل يې په نورو څانگو كې هم زده كړه وكړي. پر 1367ل كال يې پرېكړه وكړه، چې له " اورنج كوسټ" كالج نه د ادارې او مالوماتي سستم په څانگه كې سند تر لاسه كړي.خو پر دې ټولو سربېره حبيب خپل احساسات پردي نه كړل ، بهرميشتي افغانان يې د خپل غږ او سندرو مخاطبان وگڼل او دغه مخاطبان يې تر ډېره بريده له خپلو سندرو او هنري هڅو خبر وساتل. حبيب غوښتل نوى افغان نسل له خپل هيوادني هنر ، دود او كولتور نه خبر وساتي او ددغه هنر او كولتور د خونديتابه لپاره يې وهڅوي، دحبيب قادري دغه هيله تر ډېره بريده بريالۍ وخته ، نوموړي دخپل هنر او موسيقۍ كړۍ پراخه كړه ، موسيقۍ ته يې نوى رنگ وركړ او په دغه رنگ كې يې نوى نسل هم ورسره رنگ كړ.

حبيب د لاس انجلس په موزيكل ښوونځي كې د لويديزې موسيقۍ د زده كړې ترڅنگ د افغان – هندو موسيقۍ پخواني ( كلاسيك) تړاو هم څاره، خو د نومړي موخه جوته وه او هغه دا، چې غوښتل يې له نړيوال معيار سره د خپلې افغاني موسيقۍ رېښې ونښلوي. وروسته يې د " حبيب غږ" په نوم د موسيقۍ د يوه مركز بنسټ كښېښود، خو د حبيب ترټولو غوره هيله دا وه ،چې افغاني موسيقي په يوه داسې بڼه كې سره واوډي، چې د نوي توكم لپاره زړه راښكونې او له ورځنيو هنري پرمختياوو سره سياله او همغاړې واوسي. كله، چې حبيب د " چادرگلنار" په نوم خپل لومړنى البوم خپور كړ، د مينه والو له تاوده هركلي سره مخ شو. دحبيب دوهم البوم تر خپريدا مخكې په شپږو هېوادونو كې پلورل شوى و.ددغه البوم ( جانومي) سندره، خو يې بيخي ژبه په ژبه گرځېده. "ساحل" د حبيب درېيم البوم و،چې دنوموړي په هنري وده، شهرت او شخصيت كې يې ستر رول ولوباوه.

حبيب پر بيلابېلو ستونزو سربېره هنر پرېنښود، حبيب هنر ته ژمن پاتې شو اوكله چې پر 1375 ل كال لا په خپل نړيوال هنري سير بوخت و، د گلونو دناوې په نوم ې يو بل سندريز البوم هم خپور شو. حبيب ددغه البوم په اړه يوه نادره خبره وكړه: " ددغه البوم د خپراوي پرېكړه مې ځكه وكړه، چې ځينې سندرې جادويي ځانگړنې لري او د سړي په واك كې نه وي، زما په اند دغه ډول سنمدرې بايد ژر ثبت شي". كله، چې حبيب پر 1375ل كال په نيويارك كې كنسرت وركړ، پر خپلو برياليتوبونو نور هم ډاډمن شو، دغه ډاډ حبيب ته دا ځواك وركړ، چې د (Golden dreams) ( زرين خوبونه) په نوم خپل څلورم البوم هم خپور كړي.تر دې وروسته په كاناډا كې دافغانانو فرهنگي ټولنې حبيب ته د د موسيقۍ د بلبل لقب وركړ. دغه لقب تردې مخكې احمدظاهر ته وركړل شوى و.

حبيب په لقبونو بسيا نه شو، خپل هنري فعاليتونه يې جاري وساتل او د " مهمان يار" په نوم يې د سندرو پنځم البوم هم خپريدو ته چمتو كړ، ددغه البوم د ډېرى سندرو كمپوز پخپله حبيب كړى و. حبيب د خپلو ثبتونو په لړ كې د ملگرو ونډه هم له ياده نه باسي: " زه د خپلو ملگرو په اړه ډېر څه نشم ويلاى، خو دومره به ووايم، چې له نږدې نهو كلونو راهيسې زمادهنري چارو مرستندويان دي، ماته وفادار دي". ملگري يې نه يوازې د يوه كوډگر غږ څښتن بولي ، بلكې د سندرو د يوه ښه ليكوال په توگه يې هم پېژني.حبيب وايي: " موږ په تجربو كې ستر شوي يو، همدا لامل دى، چې موسيقي مو بدلون مومي، خو ارزونه يې ثابته ده. زمالومړنى البوم له وروستنيو هغو سره توپير لري او زه كوښښ كوم يوازې خپل سبك پر مخ بوځم". حبيب قادري غواړي د صوفي شاعر " عشقري" په نوم د موسيقۍ ښونځى جوړ كړي او دغه ښوونځى وكولاى شي دافغانستان موسيقۍ ته يوه نوې او ژوندۍ اروا وروبښي.