حاجي محمد نوزادي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پوهنمل حاجي محمد نوزادي (د ۱۳۲۶ لېږديز لمريز کال د لړم مياشت) د افغانستان يو پښتو ژبی ليکوال، شاعر او ژباړن دی.

مخينه

حاجي محمد نوزادي د سيد محمد زوی د ۱۳۲۶ ل ل کال په لړم مياشت کې د هېلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د همدغې ولسوالۍ په ښوونخي کې پای ته رسولې او د کندهار ولايت په منځۍ کې د منځنيو زده کړو تر پای ته رسولو وروسته پر ۱۳۴۵ ل ل کال د کابل پوهنتون د طب پوهنځي زده کړيال شو. له همدغه پوهنځي څخه د زده کړو پر لومړي کال د کابل پولي تخنيک انستيتوت لپاره د استادانو د روزلو د پروگرام له مخې شوروي اتحاد ته ولېږل شو. هلته يې د مسکو دولتي پوهنتون د جيولوجۍ په پوهنځي کې لوړې زده کړې پای ته ورسولې او پر ۱۳۵۲ ل ل (۱۹۷۳ ز) کال هېواد ته راستون شو.

دندې

نوزادي په شوروي اتحاد کې د لوړو زده کړو تر پای ته رسولو او هېواد ته تر راسنېدو وروسته د کابل پولي تخنيک انستیتوت د جيولوجۍ او کانونو لټولو په ديپارتمنت کې د استاد په توگه وگومارل شو. پر ۱۳۵۵ ل ل کال د پوهنځي په همدغه څانگه کې د دوکتورا درجې د اخیستلو په موخه شوروي اتحاد ته ولاړ او پر ۱۳۵۷ ل ل کال هېواد ته تر راستنېدو وروسته د کانو او صنايعو وزارت د کانو د جیولوجۍ او سروې په څانگه کې د لوی سروال (عمومی ريس) پر څوکۍ وگومارل شو. هغه تر ۱۹۹۷ ز کاله د همدغه وزارت پر بېلابېلو پوړيو (پستونو) دندې ترسره کړې. حاجي محمد نوزادي د ۱۹۹۹ ز کال راهيسې په ډنمارک هېواد کې د کډوال په توگه ژوند کوي.

نوموړي د مسلکي تدريسي کتابونو تر څنگ يو زيات شمېر کتابونه له روسي ژبې څخه پښتو او دري ژبو ته راژباړلي او همدارنگه یې يو لړ مستند، علمي، تخنيکي او نور مالوماتي فېلمونه هم له روسي څخه پښتو ژبې ته راژباړلي او په خپل غږ کې يې دوبله کړي دي.

چاپ شوي نښيرونه يې

۱- ساختمانی جیولوجی (د تدریسی لکچرونو ټولگه).

۲- منطقوی جیولوجی (د تدریسی لکچرونو ټولگه).

۳- عمومی جیولوجی ((د تدریسی لکچرونو ټولگه).

۴- د وړانگو جنازې (شعري ټولگه)، د دانش خپرندويې ټولنې تخنيکی څانگه، د ۱۳۸۷ (۲۰۰۸ ) ز کال پېښور چاپ.

۵- بریتور آشنا (د شعرونو ټولگه)، مالي لگښت یی غلام حضرت حساس ورکړی دی.

۶- د څو گلونو بېلگه، د شعرونو هغه گډه ټولگه ده چی پخپله د نوزادي په گډون د څو تنو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ دی او د «سلام» فرهنگي ټولنې له خوا چاپ شوې ده.

۷- د کوه نور الماس له کومه راغی او چیرته ولاړ؟ (دا کتاب د محمد موسی نعیمی په مالي لگښت چاپ شوی او د په زړه پوری مالوماتي لیکنو غورچاڼ دی).

۸- انسانان ولی یو بل مچوی؟ (د انجینر عبدالاحد عزیزي په مالي لگښت چاپ او د په زړه پورې علمي، ادبي او مالوماتي لیکنو غورچاڼ دی).

۹- د ځان طبیب (د زړه د رگونو د ناروغیو په اړه د مالوماتي لیکنو ټولگه).

۱۰- د شعرونو یوه ټولگه چې چاپ ته د چمتو کېدو په حال کې ده.

ژباړې:

الف ـ له روسي ژبې څخه پښتو ته د کتابونو ژباړې:

۱- مور، د ماکسیم کورکي ناول.

۲- د شوروي اتحاد اخیرنی اساسي قانون، چی په ۱۹۷۶ ز کال کی نافذ شو.

۳- په شوروي اتحاد کې روغتیا ساتنه (مالوماتي کتاب).

۴- په شوروي اتحاد کې ښوونه او روزنه (مالوماتي کتاب).

۵- د شوروي اتحاد قضایي سیسټم (مالوماتي کتاب).

۶- د انسان د پیدایښت په تکاملي پړاوونو کې د کار رول (د فریدریک انگلس اثر).

۷- د ښځو د مسئلې په اړه (د درو تنو کلاسیکو پوهانو نظرونه).

ب ـ له دري څخه پښتو ژبې ته «د وزير فتح خان او د هغه د کورنۍ تاریخي رول په سدوزي دولت کې، اثر ژباړه. د کاندید اکاډیمیسن محمد اعظم سيستاني اثر چې په ۲۰۱۳ ز کال کې چاپ شوی دی.

ج ـ له ډنمارکي ژبې څخه پښتو ته «د مولس اوسیدونکو کیسې» په نامه کتاب ژباړه چې د ډنمارکي ټوکو یوه ټولگه ده.

د ـ له انگریزي ژبې څخه پښتو ته د «برَگ پړی» په نامه د یوه لنډ داستان ژباړه (انگریزی لیکوال کانندوئیل، د شرلیک هولمس په هکله د یاداښتونو له لړۍ څخه).


د شعر څو بېلگې

اخځونه

۱- پوهنمل حاجي محمد نوزادي، د وړانگو جنازې.

۲- https://larawbar.net/41151.html Archived 2019-10-03 at the Wayback Machine.