منځپانگې ته ورتلل

جېميني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جېميني يا جيميني (انګليسي ژبه: Gemini‎ چې پخوانی نوم يې بارد انګليسي ژبه: Bard‎ وو، يو خبري روباټ دی چې د گوگل شرکت له خوا رامنځته شوی دی. دا د خبرواترو روباټ د لامداانګليسي ژبه: LaMDA‎ ژبې په اساس رامنځته شوی دی او چټ جي پي ټي سيال گڼل کيږي. گوگل هيله لري چې ډېر ژر به د مصنوعي ځيرکتيا برخه کې يو نوی وېب پلټونکی وړاندې کړي چې د پوښتنې او ځواب په بڼه به په ډېر ښه ډول کار کوي، په داسې حال کې چې د مصنوعي ځيرکتيا برخه کې امريکايي شرکت چټ جي پي ټي په ډېرو محدودو لارښوونو تکيه کوي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

جېميني
Gemini (انگليسي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
خپرولو نېټه
۶ فېبروري ۲۰۲۳ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
څښتن
چلوونکی
کارول
جوړښت
پرمخ‌وړونکی
نور مالومات
وېب‌پاڼه
gemini.google.com (multiple languages (en) ژباړل) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

شاليد

[سمول]

د ۲۰۲۳ز کال په نومبر کې اوپن ای آی چټ جي پي ټي بازار ته وړاندې کړ چې د چټ جي پي ټي -۳ کورنۍ د لويوژب‎بېلگو لاندا (LLMs) پربنسټ چلېدونکی خبري بوټ دی.[۸] چټ جي پي ټي ډېر ژر په ټوله نړۍ کې لکه د يو ويروس خپور شو او د ټولې نړۍ پام يې ځانته راواړاوه.[۹] گوگل د چټ جي پي ټي له لوري ګوګل لټون ته د شوني گواښ څخه اندېښنه څرګنده کړه او څو بېلابېلې ډلې يې د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې په دندو وگومارل.[۱۰]

ويل کيږي چې د ګوګل او الفابيټ اصلي شرکت اجرائيوي مدير سوندر پيچای گوگل ته د چټ جي پي ټي له لوري د گواښ خبرداری ورکړی وو، خو وروسته هغه دا خبره نيويارک ټايمز سره مرکه کې رد کړه. [۱۱]

يوه نادره کړنه دا وه چې د گوگل بنسټگران او شريکان لاري پيج او سرگي بري چې په ۲۰۱۹ ز کال کې يې د الفابيټ شرکت اجرايوي رييسانو په توگه له خپلو دندو استعفا ورکړې وه، د چټ جي پي ټي راوتلو سره سم بياځلي په يوه بېړنۍ غونډه کې برخه واخيسته او په دې يې بحث وکړ چې څنگه د چټ جي پي ټي ځواب څنگه ووايي.[۱۲]

برن د ۲۰۲۳ ز کال د فېبرورۍ مياشت کې وروسته له څو کلونو يوځل بيا گوگل کوډ ته د لاسرسي غوښتنه وکړه.[۱۳]

گوگل په ۲۰۲۱ ز کال کې د لامدا يوه لومړنۍ بېلگه LLM چمتو کړه[۱۴] چې عامو خلکو ته خپره نه شوه.[۱۵] کله چې په يوه ټول اړخيزه غونډه کې وپوښتل شول چې ايا لامدا به د گوگل له لوري د چټ جي پي ټي سيالي وکړای شي، نو سوندر پيچای او د گوگل مصنوعي ځيرکتيا مشر جېف ډين وويل په داسې حال کې چې لامدا له چټ جي پي ټي سره ډېرې ورته وړتياوې لري او گوگل له اوپن ای آی څخه ډېر لوی دی، نو دا وخت نبايد موږ يو داسې اقدام ترسره کړو، چې د گوگل د شهرت له منځه تللو سبب وګرځي.[۱۶][۱۷] د ۲۰۲۳ ز کال د جنورۍ مياشت کې د گوگل برين خورلڼي شرکت ډيپ ماينډ اجرايوي رييس ډيميس هسابيس چټ جي پي ټي سره د سيالۍ لپاره د هغه د سيال په اړه اشاره وکړه[۱۸] او د گوگل کارمندانو ته يې لارښوونه وکړه چې د چټ جي پي ټي سيال پروژې چارې لا گړندۍ کړي. او په کلکه د "اپرينټيس بارډ" او نورو خبري بوټونو ازموينې ترسره کړي.[۱۹][۲۰] د فېبرورۍ مياشت کې سوندر پيچای د گوگل درې مياشتني عايد پانگوالو غوښتنې جريان کې د شرکت پانگوالو ته ډاډ ورکړ چې شرکت پلان لري چې د لامدا وړتياوې او غوښتنليکونه پراخه کړي.[۲۱]

خپرېدو نېټه

[سمول]

گوگل د ۲۰۲۳ ز کال د مارچ په ۲۱ مه د بارډ په لږې وړتيا لاسرسی پرانيست، چې د متحده ايالاتو او انگلستان کارنانو کولای شول چې تملړ کې يوځای شي. د مايکروسافټ بينگ چټ د چلند برعکس، بارډ يو خپلواک وېب کاريال دی چې يو ليکبکس او يوه خبرتيا لري چې شايد چټ بوټ ناسم يا ښکنځونکي مالومات راښکاره کړي چې د گوگل د اند استازيتوب نه کوي له هغې وروسته هرې پوښتنې ته درې ځوابونه وړاندې کيږي او له کارنانو غوښتنه کيږي چې د هر ځواب ګټورتوب اړوند خپل اند وليکي. د گوگل مرستيالانو سيسي هسياو او ايلي کولينز بارډ د گوگل لټونکي بشپړوونکی وباله او ويې ويل چې شرک تدا کار د ګټې ترلاسه کولو په موخه نه دی وړاندې کړی.[۲۲][۲۳][۲۴] په هغه کسانو کې چې مخکې لاسرسی ورکړلی شوی وو، ټول هغه کارنان وو چې په گوگل پيکسېل سوپر فينز وفادارۍ سيالۍ کې يې نومليکنه کړې وه[۲۵] ترڅنګ يې د پيکسېل او نېسټ ډيوايسېس او گوگل ون ملاتړي شامل وو.[۲۶] بلاخره د ۲۰۲۳ز کال د فېبرورۍ په ۲۶ مه خپور شو چې د نړۍ په گڼو ژبو د عامه کارنانو د لاسرسي وړ دی. گوگل د ۲۰۲۳ ز کال د جولای په ۱۳ مه نېټه اعلان وکړ چې د بارډ خبري باټ د نړۍ په ۴۶ ژبو د لاسرسي وړ دی. [۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ایندیپندنت فارسی (۱۸ کب ۱۴۰۱). "بارد، هوش مصنوعی جدید گوگل، رقیب چت جی‌پی‌تی می‌شود" (in پارسي). ایندیپندنت فارسی. بياځلي په ۲۰ کب ۱۴۰۱.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. Konrad, Alex; Cai, Kenrick (February 2, 2023). "Inside ChatGPT's Breakout Moment And The Race To Put AI To Work". Forbes. خوندي شوی له اصلي څخه په February 2, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  3. Vincent, James (December 5, 2022). "AI-generated answers temporarily banned on coding Q&A site Stack Overflow". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په January 17, 2023. بياځلي په December 5, 2022.
  4. Olson, Parmy (December 7, 2022). "Google Faces a Serious Threat From ChatGPT". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په December 7, 2022. بياځلي په February 6, 2023.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link)
  5. Grant, Nico; Metz, Cade (December 21, 2022). "A New Chat Bot Is a 'Code Red' for Google's Search Business". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په December 21, 2022. بياځلي په December 30, 2022.
  6. Grant, Nico (January 20, 2023). "Google Calls In Help From Larry Page and Sergey Brin for A.I. Fight". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په January 20, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  7. سرچينې تړی: https://samsungmagazine.eu/ru/2024/02/09/все,-что-вам-нужно-знать-о-Google-Gemini/.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Konrad, Alex; Cai, Kenrick (February 2, 2023). "Inside ChatGPT's Breakout Moment And The Race To Put AI To Work". Forbes. خوندي شوی له اصلي څخه په February 2, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  9. Olson, Parmy (December 7, 2022). "Google Faces a Serious Threat From ChatGPT". The Washington Post. ISSN 0190-8286. خوندي شوی له اصلي څخه په February 7, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  10. Grant, Nico; Metz, Cade (December 21, 2022). "A New Chat Bot Is a 'Code Red' for Google's Search Business". The New York Times. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په December 21, 2022. بياځلي په December 30, 2022.
  11. Newton, Casey (May 12, 2023). "How Google is making up for lost time". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په May 12, 2023. بياځلي په June 10, 2023.
  12. Grant, Nico (January 20, 2023). "Google Calls In Help From Larry Page and Sergey Brin for A.I. Fight". The New York Times. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په January 20, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  13. Nieva, Richard; Konrad, Alex (February 1, 2023). "Back At Google Again, Cofounder Sergey Brin Just Filed His First Code Request In Years". Forbes. خوندي شوی له اصلي څخه په February 1, 2023. بياځلي په December 31, 2023.
  14. Condon, Stephanie (May 18, 2021). "Google I/O 2021: Google unveils new conversational language model, LaMDA". ZDNET. خوندي شوی له اصلي څخه په May 18, 2021. بياځلي په June 12, 2022.
  15. Roth, Emma (March 5, 2023). "Meet the companies trying to keep up with ChatGPT". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په March 5, 2023. بياځلي په March 9, 2023.
  16. Kleinman, Zoe (February 1, 2023). "ChatGPT firm trials $20 monthly subscription fee". BBC News. خوندي شوی له اصلي څخه په February 1, 2023. بياځلي په April 10, 2023.
  17. Elias, Jennifer (December 13, 2022). "Google execs warn company's reputation could suffer if it moves too fast on AI-chat technology". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په December 13, 2022. بياځلي په February 6, 2023.
  18. Vincent, James (December 14, 2022). "Google won't launch ChatGPT rival because of 'reputational risk'". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په December 14, 2022. بياځلي په February 6, 2023.
  19. Cuthbertson, Anthony (January 16, 2023). "DeepMind's AI chatbot can do things that ChatGPT cannot, CEO claims". The Independent. خوندي شوی له اصلي څخه په January 16, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  20. Elias, Jennifer (January 31, 2023). "Google is asking employees to test potential ChatGPT competitors, including a chatbot called 'Apprentice Bard'". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په February 2, 2023. بياځلي په February 2, 2023.
  21. O'Brien, Matt (February 1, 2023). "Google has the next move as Microsoft embraces OpenAI buzz". Associated Press. خوندي شوی له اصلي څخه په February 1, 2023. بياځلي په February 6, 2023.
  22. Grant, Nico (March 21, 2023). "Google Releases Bard, Its Competitor in the Race to Create A.I. Chatbots". The New York Times. ISSN 0362-4331. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2023. بياځلي په March 21, 2023.
  23. Liedtke, Michael (March 21, 2023). "Google's artificially intelligent 'Bard' set for next stage". The Washington Post. ISSN 0190-8286. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2023. بياځلي په March 21, 2023.
  24. Vincent, James (March 21, 2023). "Google opens early access to its ChatGPT rival Bard — here are our first impressions". The Verge. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2023. بياځلي په March 21, 2023.
  25. Schroeder, Stan (March 21, 2023). "Google is giving early access to its AI assistant to Pixel Superfans". Mashable. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2023. بياځلي په March 21, 2023.
  26. Li, Abner (March 21, 2023). "Google tapping the Pixel and Nest brands to invite people to Bard". 9to5Google. خوندي شوی له اصلي څخه په March 21, 2023. بياځلي په June 10, 2023.