منځپانگې ته ورتلل

جېفري اېپسټين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جېفري اېپسټين[۱] چې ځينې يې جيفري اپسټين هم ليکي (په انګليسي ژبه: Jeffrey Apes Epstein‎) یو امریکایی میلیاردر او د پانګوال و، چې د نړۍ له مشهورو کسانو سیاستوالو، ساینسپوهانو، او هنرمندانو سره يې نږدې اړیکې لرلې، چې هغوی ته يې د جنسي اړيکو لپاره کوچني ماشومان چمتو کول او په بدل کې به يې له هغوی سياسي گټه پورته کوله.

جېفري اېپسټين
جېفري اېډوارډ اېپسټين
په ۲۰۰۶ز کې د جېفري يو انځور
په ۲۰۰۶ز کې د جېفري يو انځور
په ۲۰۰۶ز کې د جېفري يو انځور

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۰ جنوري ۱۹۵۳
نيويارک [۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه ۱۹۵۳ جنوري ۲۰
نيويارک [۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل ځان وژنه په دار ځړول
هديره ډيويډ ستوري هديره، پام بېج باغونه، نيويارک
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
دين عيسويت
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی، پانگوال، کار ورکوونکی
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه   ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه مالیه [۲]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پېژندنې لامل اېپسټين قضيه(جنسي اړيکو لپاره مشهورو کسانو ته د کم سنه ماشومانو چمتو کول)
ټوله شتمني 559120954 امريکايي ډالر (۳۰ جون ۲۰۱۹)[۳] 577672654 امريکايي ډالر (۱۰ اگست ۲۰۱۹)  ويکيډاټا کې (P2218) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
جېفري اېپسټين
جېفري اېپسټين

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

جېفري اېډوارډ اېپسټين (زېږون:۲۰ جنوري ۱۹۵۳، مړينه:۱۰ اګست ۲۰۱۹) يو امريکايی و، چې پر انساني قاچاق او ماشومانو د جنسي تيري جرمونو له مخې يې شهرت وموند. نوموړی په پيل کې د مالي تمويلوونکي په توگه مشهوره شوه، هغه په لومړيو کې په ډالټن ښوونځي کې د رياضياتو او فېزيک ښوونکی و[۴]، چې وروسته په ۱۹۷۶ ز کې له ښوونځي څخه گوښه شو، چې له گوښه کېدو وروسته د يو زده کوونکي د پلار له خوا د وال سټريټ بانک د پانگونې يو لوړپوړي شريک بېير ټارنز سره معرفي کړ، دې په څلورو کلونو کې دننه هلته شريک شو او تر ۱۹۸۲ پورې يې خپله کمپنۍ جي اېپسټين اېنډ کو جوړه کړه[۵]، هغه د اشرافو يو ټولنيزه ډله جوړه کړه او لږ تر لږه ۱۰۰۰ کم عمره نجونې، تنکي ځوانان او ځوانې مېرمنې يې راټولې کې چې د هغه او د هغه د ملگرو له خوا د مکرر جنسي تيري او جنسي تاوتريخوالي سره مخ شول.

ويل کېږي چې اېپسټين به د نړۍ مشهورو کسانو، سياستوالو، ميلياردرانو، چارواکو، ولسمشرانو... ته کوچنۍ نجونې او هلکان راوړل او هغوی به پر جنسي تېری کاوه.

اېپسټين څو ځله په بند محکوم شوی و؛ خو له لويو چارواکو سره د اړيکو او د هغوی د رازونو له کبله به بېرته خوشې کېده؛ خو بالاخره په ۲۰۱۹ز کال د اگست په ۱۰ مه نېټه هغه د امريکا د نيويارک د يو زندان خونه کې مړ وموندل شو[۶]، چې د زندان مسؤلينو دا ځان وژنه وبلله، چې د شننونکو له نظره دا ځان وژنه نه وه، بلکې پلان شوې مرموزه وژنه وه، ترڅو د هغه سياستوالو او ملياردرانو رازونه افشا‌ء نه کړي، کوم چې له اېپسټين سره ول.


اپستین د جنسي تیري قضیه

[سمول]

ژوند

[سمول]

جېفري اېډوارډ اپسټين په ۲۰ جنوري ۱۹۵۳ د نيويارک ښار په بروکلين کې زېږېدلی و.[۷][۸] د هغه مور پاولين "پاولار" سټولوفسکي (۱۹۱۸-۲۰۰۴ز) او پلار سيمور جورج اېپسټين (۱۹۱۶-۱۹۹۱ز) يهوديان وو او د هغه له زېږون څخه لږ دمخه په ۱۹۵۲ز کې يې واده کړی و.[۹] د هغې مور پاولين د ښوونځي د مرستيالې په توگه کار کاوه او يوه عادي مېرمن وه.[۹][۱۰][۱۱] د هغه پلار سيمور بيا د نيويارک ښار د پارکونو او چکرځايونو ادارې د ساتونکي (باغبان) په توگه دنده ترسره کوله.[۹][۱۱]

سیاسي او ټولنیز ژوند

[سمول]
  1. "جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۶ فېبرورۍ ۰۴مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ NL CR AUT پېژند: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola20261294580 — خپرېدونېټه: ۱۹ اپريل ۲۰۲۶
  3. https://finance.yahoo.com/news/jeffrey-epstein-559-million-worth-assets-itemized-210338498.html
  4. "جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۶ فېبرورۍ ۰۴مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  5. "جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۶ فېبرورۍ ۰۴مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. "جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل". بي بي سي پښتو. ۲۰۲۶ فېبرورۍ ۰۴مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  7. "New York, New York, U.S., Birth Index, 1910–1965". Ancestry.com (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په December 27, 2025. ترلاسه‌کېدو نېټه December 26, 2025.
  8. "Biography & Genealogy Master Index (BGMI)". Ancestry.com (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په December 27, 2025. ترلاسه‌کېدو نېټه December 26, 2025.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ ۹٫۲ Volscho, Thomas (July 13, 2019). "Jeffrey Epstein Dodged Questions About Sex With His Dalton Prep-School Students". The Daily Beast. خوندي شوی له اصلي څخه په July 14, 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه July 13, 2019.
  10. Daly, Michael (July 15, 2019). "Epstein's Coney Island Days: From Math Nerd to 'Arrogant' Prick". The Daily Beast. خوندي شوی له اصلي څخه په July 17, 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه July 15, 2019.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "Billionaire sex offender Jeffrey Epstein charged with sex trafficking". The Jerusalem Post. July 7, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په July 10, 2019. ترلاسه‌کېدو نېټه July 17, 2019.