جیو فزیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

جیو فزیک د طبیعي علومو یوه څېړنیزه موضوع ده چې د ځمکې او د ځمکې د شاوخوا چاپېریال پر فزیکي پروسو او فزیکي خواصو او د هغوی د تحلیل لپاره د کمي مېتودونو پر کارولو متمرکزه ده. جیو فزیک اصطلاح کله ناکله یوازې جامدې ځمکې ته کارول کېږي: د ځمکې شکل؛ د ځمکې جاذبوي او مقناطیسي میدانونه؛ د ځمکې جوړښت او داخلي ترکیب؛ د ځمکې ډینامیک او په تخته‌يي جوړښت، د مګما په تولید، اتشفشان او ډبرو جوړېدو کې د هغوی سطحه څرګندول. له دې سره سره، د معاصر جیو فزیک سازمانونه او ساینس‌پوهان څه ناڅه پراخ تعریف کاروي چې د اوبو څرخه لکه واوره او کنګل؛ د سمندرونو او اتومسفیر د سیالاتو ډینامیک؛ په یونوسفیر او مګنټوسفیر او لمریز-ځمکني فزیک کې مقناطیس؛ او د سپوږمۍ او نورو سیارو اړوندې ستونزې په کې شاملېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

که څه هم جیو فزیک په نولسمه پېړۍ کې د یوې جلا څانګې په توګه وپېژندل شو، خو ریښې یې لرغونې زمانې ته رسېږي. لومړنۍ مقناطیسي قطب نماوې له «لوډسټون» ډبرو څخه جوړې شوې، په داسې حال کې چې مدرنو مقناطیسي قطب نماوو د سمندري چلند په تاریخ کې مهم رول ادا کړ. د زلزلې لومړنۍ دستګاوې تر میلاد وروسته په ۱۳۲ کال کې جوړې شوې. ایزاک نیوټن د مد او جزر په اړه د میخانیک تیوري وکاروله؛ او د ځمکې د شکل، غلظت او جاذبوي میدانونو او د اوبو د څرخې د اندازه کولو لپاره وسایل جوړ شول. په شلمه پېړۍ کې له لرې څخه د جامدې ځمکې او سمندر د اکتشاف مېتودونه رامنځته شول او جیو فزیک د ځمکې د تخته‌يي جوړښت په تیورۍ کې بنسټیز رول ادا کړ.

جیو فزیک د ټولنیزو اړتیاوو لکه کاني سرچینو، د طبیعي ګواښونو کمولو او چاپېریال ساتنې لپاره کارول کېږي. په اکتشافي جیو فزیک کې د جیوفزیکي سروې ډېټا د تېلو د زېرمو او کاني ذخایرو د تحلیل، د ځمک‌لاندې اوبو د موندنې، د لرغون‌پوهنیزو اثارو د پیدا کولو، د کنګلونو او خاورو د ډبلوالي ټاکلو او د چاپېریالي اصلاح لپاره د سیمو د ارزولو لپاره کارول کېږي.[۸]

فزیکي پدیدې[سمول]

جیو فزیک یوه ډېره منځ رشته‌يي څېړنیزه موضوع ده او جیو فزیک پوهان د ځمکې د علومو په هره برخه کې ښکېل دي. دا برخه د جیو فزیک د جوړوونکو عناصرو په اړه د یوه څرګند لیدلوري د وړاندې کولو لپاره هغه پدیدې یا ښکارندې تشرېح کوي چې په فزیک کې څېړل کېږي او له ځمکې او چاپېریال سره د دغو پدیدو د اړیکو پر څرنګوالي تمرکز کوي. په جیو فزیک کې د فزیک اصول د ځمکې د داخلي څېړنې لپاره عملي کېږي. اړوندې برخې ته په کتو سره باید تصمیم ونیول شي چې کوم مېتود باید عملي شي. د بېلګې په توګه د ځمک‌لاندې اوبو د سروې لپاره الکتریکي مېتود ګټور دی. د کاني زېرمو لپاره جاذبوي یا مقناطیسي سروې‌ګانې کارولی شو. د تېلو او طبیعي ګاز لپاره باید جاذبوي او مقناطیسي سروې‌ګانې وشي تر څو د ډبرینو جوړښتونو په اړه تقریبي نظریې په لاس راشي. که د پام وړ جوړښت موجود وي، د ډبرینو جوړښتونو د دقیقې څېړنې لپاره باید زلزلیزې/ مقناطیسي-ټلوریکې سروې‌ګانې وشي.

جاذبه[سمول]

د سپوږمۍ او لمر جاذبوي کشش په هره قمري ورځ یا هرو ۲۴ ساعتونو او ۵۰ دقیقو کې دوه لوړ مد او جزرونه او دوه ټيټ مد او جزرونه رامنځته کوي. له دې امله د هر مد او جزر تر منځ ۱۲ ساعته او ۲۵ دقیقې واټن موجود دی.[۹]

د جاذبوي قوو له امله ډبرې پر ژورو ډبرو فشار واردوي او د ژوروالي په ډېرېدو سره یې غلظت ډېرېږي. د ځمکې په سطحه کې د جاذبوي شتاب او جاذبوي پتانشیل اندازه اخیستنه د کاني زېرمو د پلټنې لپاره کارېدای شي. د سطحي جاذبې میدان د تکتونیکي تختو د ډینامیک په اړه معلومات وړاندې کوي. د جیوئید په نامه د جیوپتانشیل سطحه د ځمکې د شکل یو تعریف دی. که سمندرونه په تعادل کې وای او شونې وای چې د لویو وچو (لکه ډېرو نریو کانالونو) له لارې پراخ شي، د نړیوالې سطحې جیوئید به سمندر وای.[۱۰][۱۱][۱۲]

مېتودونه[سمول]

ځمک‌مېچ[سمول]

د جیو فزیک اندازه اخیستنې عموماً په ځانګړو وختونو او ځایونو کې کېږي. د ځمکې د شکلي بدلون او جاذبې تر څنګ د موقعیت دقیقه اندازه اخیستنه د جیوډیسي یا ځمک‌سنجۍ په حوزه کې شاملېږي. که څه هم ځمک‌سنجي او جیو فزیک دوې جلا څانګې دي، خو دواړې دومره سره نږدې دي چې ډېری علمي سازمانونه لکه د امریکا د جیو فزیک اتحادیه، د کاناډا د جیو فزیک اتحادیه او د ځمک‌سنجۍ او جیو فزیک نړیواله اتحادیه دا دواړې څانګې سره ګډوي.[۱۳]

د جاذبې اندازه‌ګیرۍ د ځمک‌سنجۍ پر یوه برخه بدلې شوې، ځکه چې د ځمکې په سطحه کې اړوندو اندازه‌ګیریو ته د سي.ار.اېس سیستم اړتیا وه. په وچه کې د جاذبې اندازه‌ګیري په سطحه کې د ځای پر ځای شویو جاذبه سنجوونکو یا هیلیکوپټر الوتنو په مرسته ترسره کولای شو. له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته د ځمکې د جاذبې میدان د سپوږمکیو د حرکت په تحلیلولو سره اندازه کېږي. د سمندر سطحه د سپوږمکیو له لارې د راداري ارتفاع‌سنجۍ په مرسته اندازه کولی شو چې د لا ډېر دقیق جیوئیډ په جوړولو کې مرسته کوي. په ۲۰۰۲ کال کې ناسا ادارې د جاذبوي بیاموندنې او اقلیم ازمېښت (GRACE) چمتو کړ. په دې ازمېښت کې دوې غبرګې سپوږمکۍ د جي.پي.اېس او مایکرو وېو سیستم په مرسته د دوو سپومکیو تر منځ د واټن په اندازه کولو سره د ځمکې د جاذبوي میدان بدلونونه څرګندوي. د دغه ازمېښت په مرسته په پېژندل شويو جاذبوي بدلونونو کې هغه بدلونونه شاملېږي چې لامل یې د سمندري جریانونو بدلونونه؛ د ځمک‌لاندې اوبو کمښت؛ او د کنګلیزو تختو او طبیعي کنګلونو ویلې کېدل دي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سپوږمکۍ او فضايي څېړونکي[سمول]

په فضا کې موجودو سپوږمکیو نه یوازې په لیدل کېدونکو برخو کې، بلکې د الکترو مقناطیسي طیف په نورو برخو کې هم د ډېټا د راټولولو شونتیا برابره کړې ده. سیارې یې د قوو د میدانونو په مرسته مشخصولی شو: د هغوی جاذبه او هغه مقناطیسي میدانونه چې د جیو فزیک او فضایي فزیک په مرسته څېړل کېږي.[۱۸]

تاریخچه[سمول]

جیو فزیک د یوې جلا څانګې په توګه په نولسمه پېړۍ کې له فزیکي جغرافیې، ځمک‌پوهنې، ستور پوهنې، هوا پوهنې او فزیک څخه را پیدا شو. له دې سره سره، ډېری جیو فزیکي پدیدې – لکه د ځمکې مقناطیسي میدان او زلزلې – له لرغونې زمانې څخه څېړل شوې دي.[۱۹][۲۰]

لرغونې او کلاسیکې دورې[سمول]

تر میلاد شاوخوا ۲۴۰ کاله وړاندې «اراټوسټن» څرګنده کړه چې ځمکه ګرده ده او د ځمکې چاپېریال یې په ډېر دقت سره اندازه کړ. ده د جغرافیايي اوږدوالي او پلنوالي یو سیستم رامنځته کړ.[۲۱]

د معاصر علم پیل[سمول]

یو هغه اثر چې د دې برخې مدرن علم ورسره پیل شو، د «ویلیم ګیلبرټ» کتاب «ډي مکنټ» و چې په ۱۶۰۰ کال کې خپور شو. دا کتاب د مقناطیس په برخه کې د یو شمېر دقیقو ازمېښتونو راپور و. ګیلبرټ څرګنده کړه چې قطب نماوې د شمال پر لوري دي، له دې امله ځکه هم مقناطیسي ده.[۲۲]

په ۱۶۸۷ کال کې «ایزاک نیوټن» خپل اثر خپور کړ چې نه یوازې د کلاسیک میخانیک او جاذبې بنسټونه یې کېښودل، بلکې د مد او جزر په څېر بېلابېلې جیو فزیکي پدیدې یا ښکارندې یې هم تشرېح کړې.[۲۳]

لومړنی زلزله‌سنج، هغه وسیله چې د دوامدارو زلزلیزو فعالیتونو سوابق ثبتولی شي، په ۱۸۴۴ کال کې «جېمز فوربس» جوړه کړه.[۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. Sheriff 1991
  2. Sheriff 1991
  3. IUGG 2011
  4. AGU 2011
  5. Gutenberg, B., 1929, Lehrbuch der Geophysik. Leipzig. Berlin (Gebruder Borntraeger).
  6. Runcorn, S.K, (editor-in-chief), 1967, International dictionary of geophysics:. Pergamon, Oxford, 2 volumes, 1,728 pp., 730 fig
  7. Geophysics, 1970, Encyclopaedia Britannica, Vol.10, p. 202-202
  8. IUGG 2011
  9. Ross 1995, pp. 236–242
  10. Poirier 2000
  11. Telford, Geldart & Sheriff 1990
  12. Lowrie 2004
  13. National Research Council (U.S.). Committee on Geodesy 1985
  14. National Research Council (U.S.). Committee on Geodesy 1985
  15. Defense Mapping Agency 1984
  16. Torge 2001
  17. CSR 2011
  18. Muller & Sjogren 1968
  19. Hardy & Goodman 2005
  20. Schröder, W. (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "History of geophysics"]. Acta Geodaetica et Geophysica Hungarica 45 (2): 253–261. doi:10.1556/AGeod.45.2010.2.9. 
  21. Temple 2006, pp. 162–166
  22. Merrill, McElhinny & McFadden 1998
  23. Newton 1999 Section 3
  24. Dewey & Byerly 1969