جیمز برایانټ کونانټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جیمز برایانټ کونانټ
(انګلیسي: James Bryant Conant د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیمز برایانټ کونانټ
جیمز برایانټ کونانټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ مارچ ۱۸۹۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 11 فبروري 1978 (85 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمی اسناد د فلسفې ډاکتر   د (P512) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک ډیپلوماټ
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه کيميا   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی هروارد پوهنتون [۸]  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جیمز برایانټ کونانټ
جیمز برایانټ کونانټ

جیمز برایانټ کونانټ (زوکړه: د ۱۸۹۳ زکال د مارچ ۲۶مه – مړینه: د ۱۹۷۸ زکال د فبروري ۱۱ مه) امریکايي کیمیاه پوه، د هاروارډ پوهنتون تبدیل وړ رئیس او لویدیځ جرمني ته د متحده ایالاتو لومړنی سفیر و. کونانټ په ۱۹۱۶ زکال کې له هاروارډ پوهنتون څخه د کیمیا په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال هغه د متحده ایالاتو په پوخ کې د خدمت پر مهال د زهرجنو ګازونو په ځانګړې توګه د لوئیست ګاز د تولید اړوند کار وکړ. نوموړی په ۱۹۱۹ زکال کې د هاروارډ پوهنتون د کیمیا څانګې د مرستیال ښونکي او په ۱۹۲۹ زکال کې د شېلډون امري د عضوي کیمیا د پروفیسور/ښوونکی په توګه وټاکل شو. نوموړي د طبیعي محصولاتو په ځانګړې توګه د کلروفیل په فزیکي جوړښتونو څېړنه وکړه او یو له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د کیمیاوي تعادل ترمنځ پېچلې اړیکه او د کیمیاوي بهیرنو د غبرګون چټکتیا یې کشف کړه. نوموړي د اوکسي هیموګلوبین په بیوشیمي څېړنه وکړه او د متیموګلوبینمي ناروغیو اړوند یې داسې معلومات وړاندې کړل چې د کلروفیل د جوړښت په توضیح کې یې مرسته وکړه او همدارنګه یې د اسیدونو پر بنسټ کیمیا لپاره لار هواره کړه.

کونانټ په ۱۹۳۳ زکال کې د هاروارډ پوهنتون رئیس وټاکل شو چې د ټولګیو د طبقه بندۍ او د لاتین ټولګیو د شرایطو په ګډون یې د ګڼ شمېر نورو شرایطو په له منځه وړو د اصلاحي طرحې ترسره کولو ته مخه کړه. هغه ورزشي تحصیلي بورسونه لغو کړل او دې ترفیع یا اخراج داسې پالیسي یې وټاکله چې له مخې یې هغو پوهانو چې ترفیع نه شوه اخیستلی نور دلته نشو پاتې کېدلای. هغه د یوه ځانګړي تحصیلي بنسټ اړوند برابري غوښتونکی روزنیز لیدلوری درلود چې د تحصیلي استعداد د ازموینې (SAT) پر بنسټ یې پوهنتون ته د لار موندنې شرط او د ګډو روزنیزو ټولګیو جوړول یې ترویج کړل. د نوموړي د مشرۍ پر مهال د لومړي ځل لپاره ښځینه زده کړیالانو د هاروارډ پوهنتون د طب او حقوقو پوهنځیو ته لار ومونده.

کونانټ په ۱۹۴۰ زکال کې په څېړنیزې ملي دفاعي کمیټې کې وګمارل شو او په ۱۹۴۱ زکال کې د هغو رئیس شو. په دغه څوکۍ نوموړي د جګړې پر مهال په حیاتي څېړنیزو پروژو له دې ډلې د مصنوعي رابړ په پروژه او د منهتن په پروژه کې ونډه لرله چې له امله یې لومړی اټومي بم جوړ شو. د ۱۹۴۵ زکال د جولای په ۱۶مه نوموړی د لومړني اټومي بم د ټرینیټي ازمایښتي اټومي ازموینې اړوند د الاموګوردو بمبارد او د هغو د توپخانې د حدودو په ارزونه کې د نورو چارواکو په ډله کې شامل و او همدارنګه د هغې لنډ مهالې کیمټې غړیتوب یې درلود چې ولسمشر هری اس. ټرومن ته یې مشوره ورکړه، په جاپان اټومي بم وغورځوي. له جګړې وروسته نوموړي د څېړنو او پراختیا په ګډ پلاوي (JRDC) کې خدمت وکړ چې د مخ پر ودې دفاعي څېړنو د همغږۍ په موخه تاسیس شوی و؛ همدارنګه د اټومي انرژۍ د کمیسیون د با نفوذه سلاکارانو په کمېټه کې شامل شو چې له دغه ځایګي څخه نوموړي ولسمشر ته دا مشوره ورکړه څو د «هایدروجني بمونو» د پراختیا پروژه پیل نه کړي.

کونانټ په هاروارډ کې د خپلو وروستیو کلونو پر مهال د ساینس د فلسفې او تاریخ په برخه کې د ماسټرۍ کچې زده کوونکو ته تدریس کاوه او داسې کتابونه یې ولیکل چې په هغو کې یې غیرمتخصصو کسانو ته علمي لارې چارې په کې تشرېح کړې وې په ۱۹۵۳ زکال کې نوموړی له هاروارډ څخه تقاعد شو او د جرمني لپاره د متحده ایالاتو عالی کمېشنر وټاکل شو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې په جرمني کې د نظام په بېرته جوړېدو نظارت درلود او بیا ورپسې تر ۱۹۵۷ زکال پورې د لویدیځ جرمني لپاره سفیر و. متحده ایالاتو ته په راګرځېدو سره هغه، د دنن ورځې امریکايي عالي لیسې (The American High School Today؛ ۱۹۵۹ زکال)، په لرې پرتو سیمو کې له ګڼې ګوڼې ډک ځایونه (Slums and Suburbs؛ ۱۹۶۱ زکال) او د امریکايي ښوونکو روزنې (The Education of American Teachers؛ ۱۹۶۳) په نومونو باندې خپلو یو شمېر آثارو کې د امریکا په ښوونیز سیسټم نیوکې وکړې. له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې کونانټ چې د زړه له ناروغۍ رنځېده د زما د څو ژوندونو (My Several Lives ؛ ۱۹۷۰ زکال) تر نامه لاندې یې خپل ژوند لیک ولیکه. نوموړی په مخ پر زیاتېدوني ډول کمزوری شو او په ۱۹۷۷ زکال کې له یو لړ مغزي سکتو سره مخ شو چې بالاخره راتلونکی کال د ډېر عمر لرونکو کسانو د پالنې په مرکز کې ومړ.

د ژوندانه وروستی مهال[سمول]

کونانټ د ۱۹۵۷ زکال په فبروري میاشت کې له جرمني څخه متحده ایالاتو ته راوګرځېد او د نیویارک په پورته ختیځه برخه کې په یو اپارتمان کې استوګن شو. له ۱۹۵۷ زکال څخه تر ۱۹۶۵ زکال پورې د نیویارک کارنګي شرګت هغه ته یو میلیون ډالر ورکړل څو د ښوونې او روزنې په برخه کې څېړنې وکړي. په ۱۹۵۹ زکال کې نوموړي د نن ورځ د امریکايي عالي لیسې تر نامه لاندې راپور خپور کړ چې د کونانټ په راپور شهرت لري. دغه اثر یو له ډېرو پلورل کېدونو اثرونو څخه شو او له امله یې د کونانټ انځور د ۱۹۵۹ زکال د سپټمبر په ۱۴مه د ټایم مجلې په مخ پاڼه راڅرګند شو. په دغه راپور کې کونانټ د ګڼ شمېر اصلاحاتو غوښتنه کړې وه چې په یوه لوی بنسټ کې د عالي لیسو د ادغام غوښتنه په کې شامله وه چې په پراخه کچه درسي نصاب یې باید لری وای. د هغه څرګندونې د امریکايي روزنیز سیسټم د هغو منتقدینو له نیوکو سره مخ شوې چې د اروپايي ډول پر بنسټ روزنیز سیسټم ته هیله من و، خو بیا هم د هغو له امله په ټول هېواد کې یو لړ اصلاحات رامنځته شول. د لرې پرتو سیمو له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې (Slums and Suburbs) تر عنوان لاندې اثر چې په ۱۹۶۱زکال کې خپور شو د نژادي مسائلو اړوند ګڼ شمېر بحثونه یې راوپارول. د زده کوونکو د لېږد په وسایلو کې جلاتوب ته په پام (د تور پوستو موټر جلا وو) کونانټ له امریکایانو وغوښتل په «ډي فکټو ډول جلا ښوونځي هم ومني». د هغه دغه نظریه د مدني حقونو د ډلو له غبرګون سره مخ شوه او تر ۱۹۶۴ زکال پورې یې کونانټ اړ کړ څو اعتراف وکړي چې تېروتنه یې کړې ده. د امریکايي ښوونکو د روزنې تر عنوان لاندې کتاب کې (۱۹۶۳ زکال) کونانټ د ښوونکو په روزنې پراخه نیوکې وکړې. د هغه تر ټولو بحث پارونکې موضوع دا وه چې ښوونکي د ښوونکو د روزنې د پوهنتونو پر ځای له نورو خپلواکو بنسټونو څخه د ښوونکي توب سندونه ترلاسه کوي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ولسمشر لېنډون جانسون د ۱۹۶۳ زکال د ډسمبر په ۶مه کونانټ ته د ولسمشرۍ د آزادۍ مډال د ځانګړو نورو امتیازاتو په خوا کې ورکړ. نوموړی د دغه مډال ترلاسه کولو لپاره د ولسمشر جان اف کنډې له خوا ټاکل شوی و، خو د مډال ورکولو مراسم یې وځنډېدل چې بیا د کنډې له ترور وروسته د ۱۹۶۳ زکال نومبر میاشتې ته پاتې شول. د ۱۹۷۰ زکال په فبروري میاشت کې ولسمشر ریچارډ نېکسون د اټومي چارو په برخه کې د اټومي انرژۍ د کمیسیون د مخکښ جایزه کونانټ ته ورکړه. نوموړي له ۵۰ زیاتې افتخاري علمي درجې ترلاسه کړې او له مړینې وروسته یې په ۲۰۰۰ زکال کې د الفا چي سېګما د مشاهیرو تالار ته لار ومونده. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له ۱۹۶۵ زکال څخه تر ۱۹۶۹ زکال پورې کونانټ د زړه له ناروغۍ رنځېده او دغه مهال یې د زما څو ژوندونو تر نامه لاندې خپل ژوند لیک باندې کار وکړ. نوموړی په مخ پر زیاتوالي ډول کمزوری شو او په ۱۹۷۷ زکال کې یې یو لړ مغزي سکتې وکړې. نوموړی د ۱۹۷۸ زکال د فبروري په ۱۱مه د نیوهمپشایر په هانوور کې د ډېرعمر لرونکو په پالنځای کې ومړ. د نوموړی جسد وسوزول شو او ایرې یې په مونټ اوبرن هدیره کې د تایر ریچارډ په کورنۍ مقبره کې خښې کړای شوې. له نوموړي څخه یې ماشومان او ښځه پاتې شول. د نوموړي مقالې د هاروارډ پوهنتون په آرشیف کې ساتل کېږي. د دغو ترمنځ یو قهوه یي بند شوي پاکټ هم شتون درلود چې کونانټ په ۱۹۵۱ زکال کې ارشیف ته ورکړی و او هغو ته یې لارښوونه کړې وه چې دغه پاکټ به په ۲۱مه پېړۍ کې د هاروارډ رئیس پرانیزي. په ۲۰۰۷ زکال کې د هارواډ پوهنتون ۲۸م رئیس درو فاوست دغه پاکټ پرانیست چې دننه یې یو لیک و او په هغو کې کانانټ د راتلونکې اړوند خپلې هیلې او اندېښنې بیان کړې وې. هغه لیکلي و: «تاسو ... به د داسې عالي او مهم بنسټ مشر وۍ چې زه یې د ریاست افتخار لرم؛ زه ډاډه یم چې [هاروارډ] به د علمي آزادیو او د بدعتونو د زغملو دود وساتي». [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12489634x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6ww7jnn — subject named as: James Bryant Conant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/James-B-Conant — subject named as: James B. Conant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/conant-james-bryant — subject named as: James Bryant Conant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/15804 — subject named as: James Bryant Conant — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000001764 — subject named as: James B. Conant — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12489634x — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  8. https://www.britannica.com/biography/James-B-Conant
  9. "Time Magazine Cover: James Bryant Conant – September 14, 1959". Time magazine. د اصلي آرشيف څخه پر March 7, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 22, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hershberg 1993، صص. 726.
  11. Kistiakowsky او Westheimer 1979، ص. 225.
  12. Hershberg 1993، صص. 706–709.
  13. Hershberg 1993، صص. 714.
  14. Hershberg 1993، ص. 740.
  15. "Fraternity – Awards – Hall of Fame – Alpha Chi Sigma". Alpha Chi Sigma Fraternity. د لاسرسي‌نېټه April 24, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Nixon, Richard (فبروري 27, 1970). "Remarks on Presenting the Atomic Pioneers Award". The American Presidency Project, University of California at Santa Barbara. د اصلي آرشيف څخه پر فبروري 1, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 22, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Bartlett 1983، صص. 110–112.
  18. Hershberg 1993، صص. 735–736.
  19. "Papers of James Bryant Conant, 1862–1987 : an inventory". Harvard University. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 28, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه اپریل 29, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په February 12, 1978 باندې). [{{{url}}} James B. Conant Is Dead at 84; Harvard President for 20 Years]. The New York Times.
  21. "My Dear Sir: A Sealed Letter from the University Archives Reaches Drew Faust on the Occasion of Her Inauguration" (PDF). Harvard University Library Letters. 2 (5). Fall 2007 – Winter 2008. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 16, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hershberg 1993، ص. 754.
  23. Hershberg 1993، صص. 741–742.