جي اس ام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د جي اس ام نښان، چې د گرځند ټيليفونو د پرتليزې ښودنې او توکو لپاره کارول کيږي

جي اس ام ( په انگريزي: Global System for Mobile Communications, آر Groupe Spécial Mobile)چې مانا يې ده د گرځنده اړيکتياوو لپاره نړيوال غونډال، چې دا د گرځنده ټېليفونو لپاره یو نړيوال ستندرد دی چې د نړۍ د گرځنده ټيليفونو د بازار ۸۰ سلنه برخه جوړوي او د نړۍ په ۲۱۲ هيوادونو کې کابو ۳ ميليارده وکړي له دې ستندرد څخه گټه اخلي.