جوسیا هارلان
جوسیا هارلان چي د غور شهزاده یې هم باله (زوکړه ۱۲، ۱۷۹۹ - مړینه اکتوبر ۱۸۷۱) [۱] یو امریکایی پوه وو، چي افغانستان او پنجاب ته یې د واک لاسته راوړلو په موخه سفر وکړ. نوموړی د خپلو سفرونو په ترڅ کي په سیمه ییزو سیاستونو، ډلو ټپلو او پوځي عملیاتو کي په پراخه کچه ښکېل سو، او په افغانستان کي د پوځي مرستو او هلو ځلو په بدل کي ورته د غور د شهزاده لقب ورکړل سو.
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې لامل | |
| مړينې ځای | |
| مړينې لامل | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې |
د انګرېز لیکوال روډیارډ کیپلینګ مشهوره اثر " هغه سړی چې پاچا به وي" په غالب ګومان د هارلان پر کیسه باندي لیکل سوی دی.
افغانستان ته سفر
[سمول]جوسیا هارلان د متحده ایالاتو په پیلادلپیا کي پیدا سو، او د ځوانۍ په عمر د اروپا له لاري د هند شملا ته ولاړی. په شمله کي له څه وخت استوګني وروسته هارلان لودیانا ته چي د ستلج سیند پر غاړه د برتانوي ختیځ هند شرکت یوه سرحدي پوسته وه، ولاړ، او دا هغه سیمه ګڼل کېده چي په هغه وخت کي یې د سک امپراتورۍ او برتانوي هند ترمنځ پوله جوړوله. هارلان پریکړه وکړه ترڅو لمړی د پنجاب د مهاراجا ، رنجیت سنګ دربار ته ولاړ سي. [۷] رنجیت سنګ هم غوښتل ترڅو داسي یو لویدیځوال وګماري چي د هغه لپاره ګټور تمام سي. نوموړی پوهیدی چي د ختیځ هند کمپنۍ د هند د نیمي وچي ډیره برخه په واک کي لري، او تر هغه ځایه چي دده په ګټه وي باید له دغه کمپنۍ سره ښې اړیکي ولري. د لودیانا په ښار کي د ختیځ هند د کمپنۍ استازي کپتان کلاډ مارټین ویډ هارلان د یو مرموز شخصیت په توګه راپېژني، چي ښې جامې یې اغوستي وې، او د هند د نباتاتو او کلاسیکونو په اړه ډیر څه پوهیدی. هارلان په دې توګه پلان درلود چي د پنجاب نباتات تر څېړني لاندي ونیسي، کوم چي په لویدیځ کي نه وه پېژندل سوي، او د پنجاب د نباتاتو په اړه یو کتاب هم خپور کړي چي په ځانګړي ډول د ګلانو معلومات پکښي راغلي وي [۷].
هارلان د پنجاب ته د ننوتلو پر وخت واورېدل چي د افغانستان ګوښه سوی پاچا (شاه شجاع) په لودیانا کي په جلاوطنۍ کي ژوند کوي. هارلان د هغه سره د لیدني لپاره نوموړي ته یو لیک واستاوه او د کتلو غوښتنه یې ترې وکړه. هارلان وروسته پخپلو لیکنو کي یادونه وکړه چي د شجاع دربار " د ګونګیانو او نرښځیانو یوه بې غوږه ډله وه". [۷] څرنګه چي هارلان په پښتو او شجاع په انګلیسي نه پوهېده، نو دوی په هندي او فارسي ژبو خبري کولې. [۷] هارلان د "د شاه شجاع د چلند د فضل او وقار" ستاینه وکړه، خو وروسته یې دا هم وویل چي "د کلونو مایوسۍ د پخواني پاچا په مخ کي د خپګان او غم بڼه رسم کړې وه". [۷]
د افغانستان د بې ثباته سیاست په اړه هارلان وایي چي دغه هیواذ [۷] د دوو کورنیو، درانۍ او بارکزي ترمنځ د شخړي ډګر وو، او سربیره پردې د دراني او بارکزي کورنیو غړي د خپلمنځي شخړې لپاره هم هومره لیواله وه لکه څنګه چي دوی د سیالو کورنیو سره وه. [۷] دی وایي چي په افغانستان کي دا وخت ۷۲ بارکزيو ناسکه وروڼو واکمني کوله.
د شاه شجاع دراني په مالي ملاتړ سره هارلان د سیند په اوږدو کي لومړی پیښور ته او بیا کابل ته سفر ورکړ. کله چې هارلان افغانستان ته ننوت نو لومړی یې د جنګیالیو پښتنو قبیلو سره ولیدل او د دوی د پښتونولي ("د پښتنو لاره") قانون یې زده کړ چي له مخې یې هر ډول سپکاوی بد ګڼل کېده، او په ورته وخت کي یو سړی باید د ټولو سره مهربان او وفاداره وي. [۷] هارلام پریکړه وکړه ترڅو افغانستان ته د یو مسلمان درویش (مقدس سړي) په څیر ننوځي، او ځان داسي وښیي چي ګواکي له مکي څخه راستون سوی دی. [۷] شاه شجاع د خپلو سرتیرو سره یو ځای د نوموړي په تعقیب افغان خاوري ته داخل او د افغانستان د دوبي پلازمینه پیښور یې اشغال کړ، خو دې اشغال دوام ونکړ او یاده سیمه د شجاع پر ځای د سیکانو لاسونو ته ولوېدل.
هارلان د شاه شجاع د نامردۍ له امله بیرته پښېمانه او د بالا حصار په کلا کي یې د دوست محمد خان سره ولیدل. [۷] څرنګه چي دوست محمد خان یو دروند شخصیت وو، هارلان ته د پښتونولي دود دا ډاډ ورکړ چي هغه به ورسره د یو معزز میلمه په توګه چلند وکړي. هارلان د دوست محمد خان د ښو کړو وړو له امله د هغه هیلي څخه هم پښېمانه سو، چي د دوست محمد د نسکورولو په پار یې مخکي درلوده. [۷] هارلان داسي انګیرله چي لویدیځ له ختیځ څخه غوره دی، خو د دوست محمد سره لیدني د هغه فکر ته وننګاوه، ځکه چي هغه وموندله چي ختیځوال هم د لویدیځوالو په څیر هوښیار کیدی خلک لري، چي یو هم دغه افغان واکمن وو. [۷] کله چي دوست محمد له هارلان څخه وغوښتل چي د امریکا د حکومت سیسټم ورته تشریح کړي، هارلان د ولسمشر، کانګرس او ستري محکمې ترمنځ د واکونو د درې اړخیز ویش په اړه خبري ورته وکړې. امیر نوموړي ته وویل چي د امریکا سیسټم د افغان سیسټم څخه ډیر توپیر نه لري، ځکه چي د امیر، قبیلوي مشرانو او علماوو (اسلامي روحانیون چې د قاضیانو په توګه یېهم دنده ترسره کوله) ترمنځ د واکونو درې اړخیزه جلاوالي په افغانستان کي هم شتون درلود. [۷]
هارلان پخپلو یاداښتونو کي وایي چي په کابل ښار کي بیخي ډیر باغونه وه، چي د خوږو ګلونو او میوو څخه بیخي ډک وه. [۷] ده کابل د "ګلونو د ښکلا خوږه ټولګه" وبلله چي "د ښکلو ونو، د مڼو باغونو، د شفتالو او آلو بخارا ونو، د مختلفو ډولونو لکه تور، سپین او ارغواني توتانو پراخه شمیر، د سیکامور، لوړ چنار، خوږ بوی لرونکو او سره او سپین ونو، ژړونکي ونو، شنو څړځایونه، روانو ویالو" څخه مالامال وو. [۷]
په کابل کي د سفر پر مهال د هارلان لپاره یوه سخته شیبه هغه وخت رامنځته سوه کله چي حاجي خان چي د دوست محمد خان لپاره یې کار کاوه، د امیر د وژلو او شجاع د تخت ته د بیا راګرځولو پلان سره هغه ته ورغی. هارلان دې غدار شخص ته وویل چي دئ به هیڅکله دداسي غیرتمن افغان د وژلو هڅه ونکړي. [۷] تر یادي پیښي لږ موده وروسته په کابل کي د کولرا ناروغي راغله، او د کابل د فاضله اوبو له امله یې ډېر نفوس وواژه. [۷]
په کابل کي تر څه وخت تېرولو وروسته هارلان په پېښور د نواب جبار خان سره ولیدل، چي د دوست محمد خان ورور وو. جبار خان د دوست محمد د احتمالي سیال په توګه ناباوره شخص وو، او له همدې امله د شجاع شاه لپاره یو احتمالي متحد ګڼل کېدی. هارلان د جبار خان سره د پاته کېدو پر مهال وضعیت وارزاوه او پوه سو چي د دوست محمد خان د افغانستان څخه بهر نفوذ ته زیاته اړتیا لري. نوموړی تر دې وروسته پنجاب ته ولاړ، او د راستنیدو پر مهال یې دا ومنله چي شجاع به هیڅکله د افغانستان تخت ته ونه رسیږي، خو که روسان مرسته وکړي بیا امکان لري. [۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Frater, Alexander (25 April 2004). "A Yankee in the Great Game". The New York Times.
- ↑ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۶ اپريل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6xw75v3. سکالو پېژند: Josiah Harlan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: GeneaStar. GeneaStar person ID: harlanj0. سکالو پېژند: Josiah Harlan.
- ↑ ويل شوي په: Open Library. The Internet Archive OpenLibrary ID: OL796982A. سکالو پېژند: Josiah Harlan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. ليکوال: Aaron Swartz. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
- ↑ ويل شوي په: Faceted Application of Subject Terminology. فاسټ پېژند: 328488. سکالو پېژند: Josiah Harlan. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.
- ↑ ۷٫۰۰ ۷٫۰۱ ۷٫۰۲ ۷٫۰۳ ۷٫۰۴ ۷٫۰۵ ۷٫۰۶ ۷٫۰۷ ۷٫۰۸ ۷٫۰۹ ۷٫۱۰ ۷٫۱۱ ۷٫۱۲ ۷٫۱۳ ۷٫۱۴ ۷٫۱۵ ۷٫۱۶ ۷٫۱۷ Macintyre 2002.
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
