جورج اېس. بوټویل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج اېس. بوټویل
(انګلیسي: George S. Boutwell د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج اېس. بوټویل
جورج اېس. بوټویل

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ جنوري ۱۸۱۸[۱][۲][۳][۴]
مړینه 27 فبروري 1905 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ډیپلوماټ
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج اېس. بوټویل
جورج اېس. بوټویل

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جورج سیول بوټویل (په انګلیسي ژبه:  George Sewall Boutwell) (د ۱۸۱۸/جنوري/ ۲۸ نېټه زېږېدلی دی - د ۱۹۰۵/فبروري/ ۲۷ نېټه مړ شوی دی) یو امریکایي سیاستوال، حقوق پوه او د دولتي چارو ماهر و چې له میساچوسټ ایالت څخه و. نوموړی دمتحده ایالاتو د اتلسم ولسمشر یولیسیس ایس. ګرانټ د اقتصادي چارو د لومړي مرستیال، د میساچوسټ ایالت شلم والي، د میساچوسټ ایالت سناتور او استازي او د متحده ایالاتو د ولسمشر ابراهم لینکولن په حکومتولۍ کې د کورنیو عوایدو د چوپړتیاوو د لومړي کمېشنر (د امریکا د خزانې وزارت اړونده دولتي سازمان او اداره ده چې د امریکا متحده ایالاتو فدرال حکومت د عوایدو د چوپړتیاوو دنده پرمخ وړي) په توګه دندې ترسره کړې دي. دی د متحده ایالاتو د ولسمشر انډریو جانسن د احضار کونکو مشر و او د نوموړي ولسمشر د محاکمې په وخت کې څارنوال و.

بوټویل د تورپوستو د مریتوب د اصولو د منځه وړلو پلوی، په بنسټیزه توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند په جوړولو کې د مشرتابه او د بیا رغونې به دوره کې افریقایي نژادو ته د امریکایي تابعیت او د رایې ورکونې د حقونو د ورکړې لپاره د مبارزه کولو په پار مشهور دی. نوموړي د متحده ایالاتو د استازي په توګه، د متحده ایالاتو د اساسي قانون د څوارلسمو او پنځلسمو فقرو په جوړولو او تصویبولو کې بنسټیز رول درلود. ده د خزانې د وزیر په توګه، په امریکا کې د ولسمشر انډریو جانسن د استیضاحي محاکمې او داخلې جنګ له کبله د رامنځته شوې ګډوډۍ وروسته، د خزانې په وزارت کې اړین اصلاحات رامنځته کړل. د خزانې د بانډونو (Treasury bonds) د پېرودلو په پار د خزانې د سرو-زرو په پلورلو او د نغدو پیسو (greenbacks) په کارولو سره په متنازع ډول ملي پور راکم کړ، چې د دې بهیر په نتیجه کې د نغدو پیسو کمښت رامنځته شو. بوټویل او ولسمشر ګرانټ د ۱۸۶۹ز کال په سپتمبر کې د ۴۰۰۰۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د سروزرو په لېلامولو سره د سروزرو د مارکېټ د انحصارولو هڅه شنډه کړه. بوټویل د متحده ایالاتو د سناتور په توګه د ۱۸۷۵ز کال د مدني حقونو قانون (Civil Rights Act of 1875) ملاتړ وکړ.

په ۱۸۷۷ز کال کې ولسمشر رادرفورت ب. هېس د متحده ایالاتو د تعدیل شویو قوانینو (Revised Statutes of the United States) د تدوین کولو (Codify) لپاره د کمېشنر په توګه وګوماره او په ۱۸۸۰ز کال کې دفرانسې او امریکا د ادعاوو په کمېسون (French and American Claims Commission) کې د متحده ایالاتو د استازي دنده پر مخ وړله. نوموړي په نورو دېپلوماتیکو غونډو کې هم بین المللي حقوق تطبیق کړل. د شلمې زېږدیزې پېړۍ په پای کې نوموړي جمهوري غوښتونکی ګوند پرېښود، د فیلپین د تصاحب مخالفت یې وکړ او په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د ویلیم جینینګ براین (William Jennings Bryan) ملاتړ وکړ.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

جورج س. بوټویل د ۱۸۱۸ز کال د جنوري په ۲۸ نېټه د میساچوسټ ایالت په بروکلین سیمه کې زېږېدلی دی. د نوموړي د ژوند لیک/ اټوبایوګرافۍ په حواله، بوټویل په لیونیبرګ کې د خپلې کورنۍ په مزرعه کې رالوی شوی دی او تر اوولس کلنۍ پورې یې په دولتي ښونځیو کې زده کړې کړي دي. د دوبي په ګرمو میاشتو کې به یې په لوڅو پښو کار کاوه، غوا ګانې یې څرولې او شاه بلوط به یې راټولول. بوټویل په حساب، الجبر هندسه او لاتیني ګرامر کې زده کړې کړي. بوټویل له ۱۸۳۰ز کال څخه تر ۱۸۳۵ز کال پورې د سیمون هوډ سره، چې د خورما څخه د جوړو شویو خولو هټۍ يې درلوده، د مرستیال او منشي په توګه کار وکړ. بوټویل د خپلو زده کړو د بشپړولو په ترڅ کې د لږ وخت لپاره په پاونډ هیل کې د ښونکي دنده ترسره کړه. بوټویل د ۱۸۳۵ز کال په فبروري په میاشت کې له ابتدایي ښونځي فارغ شو.  [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

بوټویل له ۱۸۳۵ز کال څخه تر ۱۸۳۸ز کال پورې د میساچوسټ په ګروتن سیمه کې د منشي او هټۍ وال په توګه کار کاوه. نوموړي په ۱۸۳۶ز کال کې له مدافع وکیل براډفورد رسل څخه چې دفتر يې د هغه د هټۍ د پاسه و چې ده پکې کار کاوه، د حقوقو زده کړې پېل کړې. بوټویل تر ډېرو کلونو پورې د وکالت په ازموینه (Bar exam) کې ګډون و نه کړ یا یې عملي کار شروع نه کړ. په ۱۸۳۸ز کال کې د هټۍ مالک بوټویل ته په هټۍ کې د مشارکت وړاندیز وکړ. په داسې حال کې چې بوټویل په هټۍ کې کار کاوه، کالج ته د نه تګ د انتخاب د جبران لپاره یې د مطالعې او لیکلو  ځانګړې کړنلاره یا رژیم پیل کړ.  [۱۴][۱۵][۱۶]

بوټویل په ۱۹۳۹ز کال کې خپل حرفوي ټولنیز کار پېل کړ، هغه وخت چې د امریکا په انقلابي جنګ (دغه جنګ په ۱۷۸۳ز کې پای ته ورسېد.) کې د کونډو شویو ښځو سره د مرسته کونکي استازي په توګه ګمارل شوی و. ده واشینګټن ډي.سي ته سفر وکړ او د دانیل ویبسټر سره تر لیدو ورسته له نوموړي نه متاثره شو. بوټویل له یوې تورپوستې وینځې سره تر لیدو ورسته، چې تر ټولو کوچنی زوی یې په لویزیانا کې پلورل شوی و، د مریتوب په ضد مبارزه پېل کړه. [۱۷]

بوټویل د ۱۸۴۱ز کال د جولای میاشتې په اتمه نېټه د سارا اډیلیا تایر سره واده وکړ. سارا د ناتن هایلر لور وه، چې د نیوهامپشایر د  هالیس سیمې اوسېدونکی و. د دوی د واده ثمره دوه ماشومان: جورجیانا۰(د ۱۸۴۳/مې/ ۱۸ نېټه زېږېدلې) او فرانسیس (د ۱۸۴۷/فبروري/۲۶ نېټه زېږېدلی) وو. [۱۸]

سیاسي ژوند (۱۸۳۹-۱۸۶۱ز)[سمول]

بوټویل د یو دېموکرات او د مارتین وېن برن (Martin Van Buren) د ملاتړکونکي په توګه په سیاست کې دخیل شو. د خپل تجارتي شریک له خوا چې د پست رییس و، د ګروتن د پست دفتر د رئیس په توګه وګومارل شو. ټاکنیز سیاست ته د اعتدال ګوند له خوا د نوماند په توګه د بوټویل ننوتنه د دوی په بریا تمامه شوه، دی تر ډېرو کلونووپورې د نوموړې کمېټې غړی پاتې شو. دغې بریا نوموړی دې ته وهڅاوه چې د همدې ګوند په ټیکټ ایالتي ولسي جرګې ته نوماند شي، څرنګه چې دغه ګوند یو کوچنی د دریمې طبقې ګوند و، ځکه یې په لوی توپیر سره ټاکنې وبایللې. په ۱۸۴۰ز کال کې نوموړي د دېموکرات ګوند نوماندي ترلاسه کړه، د اعتدالې نظریو سره سره چې "ډېرو ته سپکاوی و" یې وېګ (Whig) ته په ډېر توپیر ټاکنې وبایللې. نوموړی بالاخره په دریمه هڅه کې بریالی شو، په ۱۸۴۱ز کال کې یې برحاله جان بوینټن ته ماتې ورکړه. ده په ۱۸۴۴ز کال کې له ماتې خوړلو نه وړاندې دوه ځله بیا ټاکنې وګټلې. که څه هم نوموړي په ۱۸۴۵ز کال کې هم ټاکنې وبایللې، دی د ۱۸۴۶ز کال په ټاکنو کې د ایالاتي ولسي جرګې ته را وګرځېده او له ۱۸۴۷ز کال څخه تر ۱۸۵۰ز کال پورې یې نوموړې جرګه کې دنده ترسره کړه. د بوټویل ټاکنیزو بریاوو، ځیني وختونه ان د ټول ایالت په سطح د بریالي ګوند وېګ په مقابل کې، د نوموړي پټې وړتیاوې راڅرګندې کړې او د دېموکرات ګوند د مشرتابه تر حلقې یې ورساوه. نوموړی په عدلیه او اقتصادي کمېټو کې کېناست، په دغو کمېټو کې ده د قانون جوړونې په برخه کې د بشپړو او دقیقو څېړنو په خاطر ډېر شهرت او ښه نوم وګاټه او د ازاد تجارت غوښتونکو ملاتړ یې وکړ، مالې منابعو ته یې لاسرسی محدود کړ او د زده کړو او نورو اصلاحاتو د مصارفو لپاره یې مالیات زیات کړل. نوموړي د مکسیکي-امریکایي جنګ (Mexican–American War) ملاتړ وکړ، (د نورو برعکس) نوموړي ورته د مریتوب اړوند کومې لویې مسئلې په سترګه نه کتل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

په داسې حال کې چې بوټویل د ایالتي استازو په جرګه (state House of Representatives) کې حضور درلود، درې ځله د متحده ایالاتو د استازو جرګې (United States House of Representatives) ته نوماند شو، چې ټاکنې یې په لوی توبیر خپل وېګ رقیبانو ته وبایللې. په ۱۸۴۸ز کال کې نوموړی د دېموکرات ګوند له خوا د ولایت مقام ته نوماندی لپاره په نظر کې نیول شوی و او د نوماندۍ په جرګه ګۍ (کنوانسیون) کې یې دریم مقام خپل کړی و. په ۱۸۴۹ز کال کې د وېګ ګوند د والي جورج ن. بریګز له خوا د ایالاتي بانکدارۍ د کمېشنر په توګه وګومارل شو، د دې دندې په موده کې نوموړي هغه بانکي اسناد (bank charters ) چې د تمدید وخت یې رارسېدلی و، ارزیابي کړل، د دغې دندې په بهیر کې ده د بانکدارۍ او اقتصاد په برخه کې ډېرې تجربې حاصلې کړې. [۲۶][۲۷][۲۸]

د میساچوسټ والي[سمول]

د ۱۸۴۰ز لسیزې په اوږدو کې د مریتوب له منځه وړلو (abolition of slavery) موضوع ډېره پراختیا پیدا کړه او د میساچوسټ ایالت په سیاست کې په یوه مهم ځواک بدله شوه. په مکزیکي-امریکایي جنګ کې ترلاسه شویو سیمو ته د مریتوب د غزولو په مقابل کې پاڅون او پارېدنې د آزادې خاورې ګوند (Free Soil Party) شهرت زیات کړ، مګر دوی او دېموکراتان د وېګ ګوند چې تر ۱۸۵۰ز کال پورې یې په ایالتي سیاست تسلط درلود، د راپرځولو لپاره په متحد کېدلو بریالي نه شول. په ۱۸۴۹ز کال کې بوټویل د دېموکرات ګوند لخوا د ولایت مقام لپاره نوماندي ترلاسه کړه، دا چې هېڅ نوماند ونشو کولای چې مطلق اکثریت رایې ترلاسه کړي، ولسي جرګې چې کنټرول یې د وېګ ګوند په لاس کې و، بریګز چې برحاله والي هم و، د والي په توګه وګوماره، دغه ټاکنیزې هلې ځلې د دې باعث شوې چې بوټویل د چارلز سامنر او هینري ویلسن سره چې د ازادې خاورې ګوند مشران وو، نژدې اړیکې پیدا کړي. دغو ګوندونو د دېموکرات ګوند سره د مریتوب ضد تګلارې (platform) په بنسټ د لږ وخت لپاره اتحاد وکړ. [۲۹][۳۰]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zc89kp — subject named as: George S. Boutwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/George-Sewall-Boutwell — subject named as: George Sewall Boutwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7087408 — subject named as: George Sewall Boutwell — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=boutwellg — subject named as: George S. Boutwell
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. Boutwell (1902), vol. 1, p. 1
  7. Appletons (1900)
  8. Boutwell (1902), pp. 2, 7, 19
  9. Boutwell (1902), vol. 1, p. 7
  10. Boutwell (1902), vol. 1, p. 20
  11. Boutwell (1902), vol. 1, pp. 18–19
  12. Boutwell (1902), vol. 1, pp. 31–32
  13. Boutwell (1902), vol. 1, pp. 24–32
  14. Boutwell (1902), vol. 1, p. 33
  15. Boutwell (1902), vol. 1, p. 40
  16. Boutwell (1902), vol. 1, p. 48
  17. Boutwell (1902), vol 1., pp. 50–54
  18. Boutwell (1902), vol. 1, p. xxiii
  19. Brown, p. 15
  20. Brown, p. 16
  21. Brown, p. 17
  22. Brown, pp. 19–23
  23. Brown, pp. 21–22
  24. Brown, p. 24
  25. Brown, pp. 22–23, 25
  26. Brown, pp. 22–25
  27. Brown, p. 25
  28. Brown, p. 26
  29. Hart, pp. 4:336–340, 473
  30. Brown, pp. 27–28