جهان خان (افغان جنرال)
ونگبڼه

سردار جهان خان چي په ساده توګه د جهان خان په نوم پیژندل کیږي، د احمد شاه بابا په واکمنۍ کي د افغانستان د جګړې وزیر او قوماندان ( سرلښکر ) وو.
احمد شاه بابا په ۱۷۴۷ کال کي د سیمه ییزو مشرانو په ملاتړ په کندهار کي د افغان پاچا په توګه د ټاکل کیدو وروسته د درانيانو امپراتوري جوړه کړه. په دې امپراتوري کي سردار جهان خان د پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل سو او د میر بازان او خان خانان په لقبونو سره یې ونازاوه.
جهان خان په خراسان او هند کي د افغانانو په بېلابیلو مبارزو کي برخه واخیسته، چي یوه پکښي د پانیپت مشهوره جګړه وه. نوموړی د ۱۷۷۰ کال د مارچ په ۱۴ مه د کولمو د ناروغۍ له امله مړ سو. [۱]