جمېز هویلز
جمېز هویلز ( په ۱۹۸۶م کال کې زېـږېدلی) د ویلز سیمې یو سوداګر او د معلوماتي ټیکنالوژۍ متخصص دی. خلک تر ډېره هویلز د هغه د لویې تېروتنې ( په ناپامۍ کې یې خپل هغه هارډ ډیسک وغورځاوه چې پکې شاوخوا ۷۵۰۰ بیټ کوین و او نن ورځ سلګونه میلیونه ډالر ترې جوړېدل) له امله پيژني. هویلز اوس مهال د یو داسې نوې ټیکنالوژي شرکت (سینیوګ کواین نومېـږي) جوړوي چې ټول تمرکز به یې د بلاکي ځنځیر د ستونزو په حل کولو او ډیجیټلي خونديتوب وي. [۱][۲][۳]
د ژوند پیل او مسلک
[سمول]هاویلز په ۱۹۸۵ یا ۱۹۸۶م کال کې زېږېدلی دی. هغه له کوچینوالي څخه د ټیکنالوژي تر اغېزې لاندې وو، ځکه مور یې د مایکرو (کوچني) چپنونو د تولیدولو په برخه کې کار کاوه. د ځوانۍ له پیل څخه هغه په لویه کچه د انټرنیټ کارول پیل کړي وو، تر دې چې په ۱۳ کلنۍ کې یې پخپله د کمپيوټرونو په جوړولو شروع وکړه، همداراز هاغه د بیټ کوین د جوړېدو پر لومړیو مرحلو کې د نپيسټر پروګرام کاروونکی و. هاویلز د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي، کله چې هغه د بومن (د اړیکو نیولو لپاره یو سیسټم و) په سیسټم کې کار کول پیل کړل نو هلته یې کوډګذاري ( د رمزونو پټه طریقه) هم زده کړه. هاویلز د ۲۰۰۸م کال په ډسمبر میاشت کې پخپله د بیټ کوین په اړه زده کړې پیل کړې او یوازې یوه میاشت وروسته یې دغه مفهوم په جدي توګه وڅېړه. د ۲۰۰۸م کال له مالي کړکېچ وروسته، هاویلز دودیزې پیسې (فزیکي اسعار) یو ډول درغلي وبلله او د بیټ کوین جوړونکي ( ناکاموتو) نظر یې غوره باله، همداراز هغه په ۲۰۰۹م کال کې د دې ټیکنالوژۍ له لومړنیو کاروونکو څخه وو. هویلز تر ۲۰۱۳م کال پورې، د نیوپورټ په ښار کې له خپلو درې ماشومانو او ملګرې (هافینا اېډي-ایوانز) سره اوسېده، خو وروسته دوی دواړه له یو بل جلا شول او اېډي ایوانز له ماشومانو سره یوځای لاړه. په ۲۰۲۱م کال کې، هاویلز له کوره دنده کوله او په ویلز کې یې د بېړني غبرګون د سیسټمونو ساتنه کوله. سربیره پر دې یو کال وروسته، هغه ځان د کریپټو کرنسۍ ( ډیجیتلي پیسې) او بلاکي ځنځیر د پروژو مدیر وباله.[۴][۵][۶][۷][۸][۹]
له بیټ کوین څخه ډک هارډیسک له لاسه ورکول
[سمول]په ۲۰۱۳م کال کې، هاویلز په تېروتنه کې خپل هغه هارډ ډیسک وغورځاوه چې نږدې ۷۵۰۰ بیټ کوین پکې وو؛ هغه دا بیټ کوینونه د ډيجيټلي پیسو د رامنځته کېدو په لومړیو وختونو کې د مایننګ له لارې لاسته راوړي وو. د هاویلز دغه هارډ ډیسک د کور د پاکولو پرمهال له هغه څخه په ناپامۍ کې کثافاتو ته غورځول شوی و، دغه کثافات بیا د نیوپورټ د کثافاتو لویې کندې ته غورځېدلي وو.[۱۰][۱۱][۱۲]
هاویلز څو ځله د نیوپورټ له ښاروالۍ څخه اجازه وغوښته چې د کثافاتو ډنډ وکیندي او هارډ ډیسک بېرته پیدا کړي، خو د چاپېریالي اندېښنو او د خوندیتوب د خطرونو له امله یې غوښتنې رد شوې.[۱۳][۱۴][۱۵]
وروستي فعالیتونه
[سمول]د بیټ کوین له دغه مشهور زیان وروسته، هاویلز د ډیجیټلي شتمنیو د امنیت ملاتړ کوونکی شو او د ډیجیټلي پیسو د سم مدیریت په اړه یې په مختلفو غونډو کې خبرې کړې دي. د دې سربیره هغه د معلوماتي ټکنالوژۍ په سوداګرۍ کې هم فعال دی، اوس مهال هاویلز د سینیوګ کواین په نوم د یو نوی شرکت په جوړولو کار پیل کړی، تر څو د بلاکي ځنځیر امنیتي ستونزې حل کړي. [۱۶][۳][۱۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Morris, Steven (2025-02-10). "Man who lost bitcoin fortune in Welsh tip explores purchase of entire landfill". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ "Bitcoin man sues Newport council over '£600m fortune lost in tip'". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2024-12-03. بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Hussey, Samuel (2025-08-08). "James lost $1.4 billion in Bitcoin to a landfill. Now, he has a new plan to get it back". Forbes Australia (in American English). بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ Morris, Steven (2025-02-10). "Man who lost bitcoin fortune in Welsh tip explores purchase of entire landfill". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ Morris, Steven (2025-02-10). "Man who lost bitcoin fortune in Welsh tip explores purchase of entire landfill". The Guardian (in بريتانوی انګلیسي). ISSN 0261-3077. بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ Humphries, Will (2021-01-14). "IT worker offers council £50m to let him search tip for bitcoin hard drive". The Times (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په 2024-11-23. بياځلي په 2024-11-23.
- ↑ "Bitcoin man sues Newport council over '£600m fortune lost in tip'". BBC News (in بريتانوی انګلیسي). 2024-12-03. بياځلي په 2025-08-09.
- ↑ Paul, James (2024-11-28). "Ex-Girlfriend Accidentally Disposed Rs 6,000 Cr Worth Bitcoin In Landfill Decade Ago; Man In Legal Battle To Dig Site". Mashable India (in Indian English). بياځلي په 2024-11-28.
- ↑ Barr, Kyle (2022-07-25). "Bitcoin Dumpster Guy Has a Wild Plan to Rescue Millions in Crypto From a Landfill". Gizmodo (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په 10 June 2023. بياځلي په 2024-11-24.
- ↑ Hussey, Samuel (2025-08-08). "James lost $1.4 billion in Bitcoin to a landfill. Now, he has a new plan to get it back". Forbes Australia (in American English). بياځلي په 2025-08-09.