جماران جنگي بېړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د جماران جنگي بېړۍ
ناوشکن جماران

د نور راکتونه
اساسی معلومات
هېواد ایران
عملي کونکي د ایران بحري ځواک
وزن ۱۴۲۰ تنونه
اوږدوالي ۹۴،۵ متره
سور ۱۰ متره
کار کونکي ۱۴۰
سرعت ۵۷ کیلومتره په ساعت کې

جماران (په پارسي کې:ناوشکن جماران) د ۱۴۲۰ تنونو د موج د کلاس لمړي ایرانی جنگي پېړۍ ده چې د هوایی هدفونو، اوبتلونو، جنگي بیړییو د منځه وړولو لپاره کارېږي. دغه جنگي بېړۍ په ۲۰۰۹ کال کې جوړه شوه او ایراني بحري ځواک د دغی جنگي بېړۍ څخه په رسمی ډول د ۲۰۱۰ کال راهیسی کار اخلي. د جماران جنگي بېړۍ د بندر عباس په لنگر گاه کې جوړه شوه.

وسلې

د جاماران جنگي بېړۍ د نور د بېړۍ ماتونکي راکتونه، د نصر د بېړۍ ماتونکي راکتونه، د بېړۍ ماتونکي توپ، ۲ تورپید انرازونه او یو هلیکوپتر لري.

د نور توغندۍ

د نور توغندۍ د بېړۍ ماتونکي یوه عصري ایراني توغندۍ ده. دغه توغندی چی د سوځولو (سوند) جامدو موادو څخه جوړه شوی ده ۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي. د نور توغندۍ په حقیقت کې د چینایی توغندۍ (C-802) کاپی دی او ایران دغه توغندۍ د لایسنس په اساس جوړوي.

د محرک سیستم

د جماران محرک سیستم د ډیزل محرکونو او جنراتورونو څخه تشکیل کېږي. د جماران د جنگي بېړۍ سرعت ۵۷ کیلومتره په ساعت کې ته رسېدېلای سی.

سرچینې