جعلي خبرونه په هند کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جعلي خبرونه په هند کې هغو غلطو یا ناسمو معلوماتو ته ویل کېږي چې په خوله او دودیزو رسنیو له لارې ویل کېږي او په دې وروستیو کې د ډیجیټالي وسایلو له لارې تر سره کېږي لکه ایډیټ شوې ویډیوګانې، میمونه، نا تایید شوي اعلانات او په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې. په دې هېواد کې د ټولنیزو رسنیو له خوا خپریدونکي جعلي خبرونه په یوه جدي ستونزه باندې اوښتې ده، چې کولای شو په دې برخه کې په ۲۰۱۸ کال کې د هغو ۲۰ کسانو د مړینې موضوع یاده کړو چې په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو د خپراوي له کبله خپل ځانونه له لاسه ورکړل. [۱][۲][۳][۴][۵]

شالید[سمول]

د رویټرز د ژورنالیزم د زده کړې د انستیتوت مشر، راسموس کلیس نیلسین فکر کوي چې: «د لویدیځ په پرتله د هند په څېر هېواد کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو ستونزه ډېره پیچلې او ګواښوونکې ده». هند کې د انټرنېټ په زیاتیدو سره د په ټولنیزو رسنیو کې جعلي خبرونو له لاسه رامنځته کېدونکې زیانونه مخ پر زیاتیدو دي، ځکه چې په دې هېواد کې په ۲۰۱۲ کال کې د انټرنېټ کاروونکو وګړو شمېر له ۱۳۷ میلیونو څخه په ۲۰۱۹ کال کې ۶۰۰ میلیونه وګړو ته رسیدلی. هند د واټساپ تر ټولو ستر بازار دی چې ۲۳۰ میلیونه کاروونکي لري او له همدې کبله د جعلي خبرونو د خپریدو لپاره دا یو له اصلي پلاټفارمونو څخه ګڼل کېږي. یوه تر ټولو اصولي ستونزه دا ده چې د توکو او معلوماتو تر لاسه کوونکي د خپلې بې خبرۍ له لاسه دوی ته په ټولنیزو رسنیو کې پر لیږل شویو معلوماتو باندې باور کوي. د جعلي خبرونو د خپریدو او اغیزو د مخنیوي لپاره ګڼ نوښتونه او لارې چارې په کار اچول شوي دي. جعلي خبرونه همداشان په فیسبوک او ټویټر کې هم خپریږي.   [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د رسنیو څېړنیزې ادارې CMS ویلي چې په هند کې د جعلي خبرونو د خپریدو یو علت «د رسنیو د تګلارې د تایید نشتوالی» دی. سربېره پر دې، د قانون پلي کوونکو چارواکو د «ساختګي مقالو لیکونکي» خبریالان او ژورنالیستان نیولي دي، په تیره بیا کله چې د هغوی مقالو جنجالونه را پورته کړي دي. [۱۵][۱۶]

په هند کې زیاتره جعلي خبرونه د سیاسي او مذهبي موضوعګانو اړوند خپریږي. د BJP، کانګریس او نورو سیاسي ګوندونو د معلوماتي ټیکنالوژۍ برخې د همدې ګوندونو د سیاسي مخالفینو او د هر هغه کمپاین په وړاندې چې د دغو ګوندونو پر خلاف وي، د جعلي خبرونو پر خپرولو باندې تورن شوي دي. د BJP ګوند د مذهبي لږکیو په نښه کولو سره د جعلي خبرونو پر خپریدو باندې تورن شوی دی. د RSS ګوند خپرنیز ارګان Organizer او د کانګریس ګوند خپرنیز ارګان National Herald هم د ګمراه کوونکو رپوټونو په خپرولو سره تورن پیژندل شوي دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

بېلګې[سمول]

کرونا وېروس[سمول]

د کرونا وېروس اړوند ناسم معلومات د ټولنیزو رسنیو د هغو پیغامونو په بڼه دي چې پکې نا تایید شوي د کورنۍ درملنې، جعلي مشورې او د توطیې تیوري ګانې شاملي دي. د کرونا وېروس په اړه د جعلي خبرونو د خپرولو په تور څه کم دوه کسه تر اوسه پورې نیول شوي دي. د ۲۰۲۰ کال د مارچ په اوومه د هند لومړي وزیر نرېندا مودي له خلکو وغوښت تر څو د کرونا وېروس په اړه اوازو باندې باور مه کوئ. د رسنیو معلوماتي دفتر د مارچ په ۲۴مه د امارو او ارقامو یوه څېړنه خپره کړه چې پکې لیکل شوي و چې په هند کې د بېړني مالي حالت د تپل کېدو په اړه خبرونه جعلي دي. له دې ډول خبرونو سره د مقابلې لپاره، د اپریل له ۱۴مې راهیسې څه باندې ۴۰۰ هندي ساینس پوهان په ګډه سره کار کوي تر څو د همدې وېروس په اړه ناسم معلومات رد کړي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په ۲۰۱۹ کال کې د تابعیت (تعدیل شوی) قانون[سمول]

د تابعیت د تعدیل شوي قانون (CAA) لاریونونو په ټولنیزو رسنیو کې د جعلي خبرونو او جعلي محتوی د توپان لامل وګرځید چې په ترڅ کې یې لاریونوال او د ډیلي پولیس په ورته توګه تر هدف لاندې ونیول. د واکمن BJP ګوند غړي ولیدل شول چې داسې ویډیوګانې یې خپرولې چې پکې په غلطه سره یې خلک له دې خبرول چې ګواکې د عليګړ مسلم پوهنتون محصلینو د هندوانو ضد شعارونه ورکوي. د هند سترې محکمې د هند له مرکزي حکومت څخه وغوښتل تر څو د تابعیت د تعدیل شوي قانون موخې، مقاصد او ګټې ټولو خلکو ته ورسوي تر څو کولای شي په دې اړه خپاره شوي جعلي خبرونه له منځه یوسي. د BJP ګوند مشرانو د ټلیفون یوه شمېره خپره کړه او له خلکو څخه یې وغوښتل چې له دې قانون څخه د ملاتړ ښودلو په خاطر دې دغې شمېرې ته یو میسکال ورکړي. خو دغه شمېره په ټویټر کې په پراخه کچه سره خپره شوه او د دې شمېرې په اړه یې داسې جعلي خبرونه خپاره کړل چې ګواکې دې شمېرې ته په زنګ وهلو سره به تاسې له فاحشه ښځو سره په اړیکه کې شئ او د نیټفلیکس په څیر پلاټفارمونو کې به وړیا ګډون تر لاسه کړئ.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د هند امنیتي او استخباراتي ادارو راپور ورکړی و چې دوی له پاکستان څخه شاوخوا ۵۰۰۰ د ټولنیزو رسنیو اداره کوونکي په ګوته کړي دي چې د تابعیت د تعدیل شوي قانون په اړه یې «جعلي او ناسم تبلیغات خپرول»، چې ځینو یې بیا په دې درشل کې «ډېرې ژورې جعلي ویډیوګانې» خپرولې. د ټولنیزو رسنیو پلټفارمونو د جعلي، پاروونکو او عامه خبرونو د کنترول لپاره میډیټران درلودل. [۳۴][۳۵]

زاړه انځورونه او ویډیوګانې به په ټولنیزو رسنیو کې ان د مشهورو شخصیتونو له خوا خپریدل او په دې سره به د لاریونونو اور ته لمن وهل کېده.  زاړه تصویرونه به همداشان د دې لپاره خپریدل تر څو وښیې چې لاریونوالو په ګڼو ځایونو کې پر تاوتریخوالې لاس پورې کړی دی. دې ته ورته، د پولیسو له خوا د زورزیاتي ځینې پخواني کلیپونه به هم خپریدل او په غلطه سره به یې دا پرې ثابتول چې ګواکې د CAA لاریونوال په دې ډول وهل ټکول کېږي. د BJP د ګوند د معلوماتي ټیکنالوژۍ د برخې مشر، امیټ مالویا هغه منحرف شوې ویډیوګانې هم خپرولي چې پکې د CAA ضد لاریونوال یې ناسم پیژندلي وو او د «زنداباد پاکستان» شعارونه او د هندو ټولنې په وړاندې یې مخرب شعارونه ورکول. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

د مالیزیا لومړي وزیر د همدې قانون د اړتیا په اړه خبرې وکړي خو له هندي تابعیت څخه یې د هندي مسلمانانو د ممکنه محرومیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. په مقابل کې د هند د بهرنیو چارو وزارت د هغه «ریښتینې ناسمې څرګندونې» رد کړي او ویې ویل چې دا کار به «هېڅ یو هندي که هغه په هر مذهب پورې تړلی وي له خپل تابعیت څخه محروم نه کړي». د بنګلور د پولیسو کمیشنر له خلکو وغوښتل چې د CAA په اړه جعلي خبرونو باندې باور و نه کړي، په داسې حال کې چې د اسام پولیسو بیا خلکو ته خبرداری ورکړ چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو مطالبو د خپرولو په اړه دې احتیاط وکړي. [۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

ټولټاکنې[سمول]

د هند د ۲۰۱۹ کال په عمومي ټولټاکنو کې جعلي خبرونه زښته ډېر وو. تر ټولټاکنو وړاندې د ټولنې په هره کچه کې ناسم معلومات خورا زیات وو. هان ځینو خلکو د هند دغو ټولټاکنو ته د «هند لومړني د واټساپ ټولټاکنو» نوم ورکړ، ځکه چې په دې ټولټاکنو کې واټساپ د زیاترو نوماندانو له خوا د تبلیغاتو د یوې وسیلې په توګه کاریده. لکه څرنګه چې VICE او AltNews لیکي: «ګوندونو د واټساپ اپلیکیشن  وسله وال کړی و» او په مقابل کې «ناسم معلومات وسله وال شوي وو». [۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

هند ۲۲ رسمي ژبې لري، چې له امله یې د فیسبوک لپاره دا ډېره ستونزمنه وه تر څو په دې ټولو ژبو کې شریک شوي معلومات وڅېړي، خو بیا یې هم د ۱۰ مواردو په اړه اړینې سرچینې را ټولې کړي دي او د سندي، اوډیا او کناډا په څير ژبې یې د ۲۰۱۹ کال تر مۍ میاشتې پورې هېڅ نه وي کتلي. سره له دې هم، فیسبوک په ورځ کې نږدې یو میلیون حسابونه پاکول چې په دې کې هغه حسابونه هم شامل و چې تر ټولټاکنو وړاندې یې ناسم او جعلي معلومات خپرول. [۵۱][۵۲][۵۳]

د پاکستان پر وړاندې جعلي خبرونه[سمول]

هغه څېړنه چې د اروپايي ټولنې د DisinfoLab له خوا په ۲۰۱۹ کال کې تر سره شوه په ډاګه شوه چې «په څه باندې ۶۵ هېوادونو کې څه کم ۲۶۵ د جعلي خبرونو سیمه ایزې وېبپاڼې د هند د نفوذي شبکو له خوا پر نړیوالو ادارو باندې د اغیزې اچولو او د پاکستان په اړه د عمومي برداشت د اغیزمنولو لپاره مدیریت کېږي».د «هند د سرګذشتونو» په نوم په یوه څېړنه کې ښودل کېږي چې تر ۲۰۲۰ کال پورې، په ۱۱۶ هېوادونو کې د هند پلوو دا ډول جعلي خبرونو وېبپاڼو شمېر ۷۵۰ ته رسیدلی وو. د جعلي خبرونو د خپروونکو ځینو مشهورو وېبپاڼو او انلاین سرچینو بېلګې دا دي: OpIndia او پسټ کارد نیوز.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Response to the Draft of The Information Technology [Intermediary Guidelines (Amendment) Rules] 2018" (PDF). Centre for Internet and Society. 31 January 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۲۰. UNESCO has made the following distinction الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Social media in India fans fake news". The Interpreter – Lowy Institute. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 25 March 2019 باندې). Disinformation is everywhere in India. The Hindu.
  4. Bengali, Shashank (4 February 2019). "How WhatsApp is battling misinformation in India, where 'fake news is part of our culture'". Los Angeles Times. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ""Lot Of Misinformation in India Spreads On WhatsApp": US Expert". NDTV. 15 September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "India's Disinformation War More Complex Than in West: Oxford Prof". The Quint. 6 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mohan, Shriya (26 April 2019). "Everybody needs a good lie". Business Line. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Perrigo, Billy (25 January 2019). "How Whatsapp Is Fueling Fake News Ahead of India's Elections". Time. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Disinformation Is Spreading on WhatsApp in India—And It's Getting Dangerous". Pulitzer Center. 5 September 2018. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Jain, Rishabh R. (9 April 2019). "In India's Election, Voters Feed on False Information". Bloomberg. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "WhatsApp FAQ – Contributing to the safety of elections in India". WhatsApp. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "WhatsApp in India: Scourge of violence-inciting fake news tough to tackle". Deutsche Welle. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 6 April 2019 باندې). WhatsApp: The 'black hole' of fake news in India's election. BBC News.
  14. (په 21 May 2019 باندې). Alarming lessons from Facebook's push to stop fake news in India. The Economic Times.
  15. E, Chiluwa, Innocent; A, Samoilenko, Sergei (28 June 2019). Handbook of Research on Deception, Fake News, and Misinformation Online. IGI Global. د کتاب پاڼې 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781522585374 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 2 April 2020 باندې). Under Modi, India's Press Is Not So Free Anymore. The New York Times.
  17. (په 1 April 2019 باندې). Massive crackdown on fake news! Facebook removes 687 pages linked to Congress IT cell. Financial Express
  18. Service, Tribune News. "BJP on backfoot on migrants issue and 'fake' news targeting minorities". The Tribune. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "From spreading fake news on JNU to garnering support for CAA through dubious claims, netizens are calling out BJP's IT Cell". Firstpost. 8 January 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 1 April 2019 باندې). Misinformation Is Endangering India's Election. The Atlantic.
  21. "The many lies about Kerala by the RSS' Organiser". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Claim that Shehla Rashid siphoned off funds collected for Kathua rape victim is fake news". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Purohit, Kunal (10 March 2020). "Misinformation, fake news spark India coronavirus fears". Al Jazeera. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Boiled Garlic Water For Treating Coronavirus? Not Really". Boomlive. 1 February 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Coronavirus update: Health worker arrested for spreading fake news". Business Today. 16 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Suffian, Mohammad (14 March 2020). "Odisha: 32-year-old held for spreading fake news on coronavirus on social media". India Today. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Stop Panicking: PM Modi is not declaring an emergency; Stay Away from Fake News". Mumbai Mirror. 24 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "PIB warns against fake news about imposing financial emergency in India". Inshorts - Stay Informed. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Dore, Bhavya (14 April 2020). "How 300 Indian scientists are fighting fake news about COVID-19". World Economic Forum. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Goel, Kritika (2019-12-18). "Here's Your Round-Up of All the Fake News Around CAA Protests". TheQuint (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 18 December 2019 باندې). Supreme Court asks Centre to consider publicising info about CAA to curb circulation of fake news. The Hindu.
  32. (په 18 December 2019 باندې). SC asks Centre to consider publicising info about CAA to curb circulation of fake news. Rajya Sabha TV.
  33. Chatterji, Rohini (2020-01-04). "BJP Resorts To Fake 'Lonely Woman' On Twitter To Drum Up Support For CAA". HuffPost (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۷ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Around 5,000 Pak social media handles spread fake news on CAA". Outlook India. IANS. 16 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  35. (په 16 December 2019 باندې). CAA protests: 15,000 social media mediators fight to root out fake news. Business Standard India.
  36. Chaudhuri, Pooja (2020-01-28). "Tarek Fatah, the unrelenting fake news peddler who targets Indian Muslims regularly". ThePrint (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Telangana BJP MP shares old video with 'communal' claim to question CAA protests". The News Minute (په انګلیسي ژبه کي). 2019-12-27. مؤرشف من الأصل في ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Mishra, Shweta (2019-12-21). "Fact Check: These viral images are NOT related to recent anti-CAA protests | Newsmobile" (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Chaudhuri, Pooja (2020-02-10). "Amit Malviya's fake news fountain: 16 pieces of misinformation spread by the BJP IT cell chief". Scroll.in (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Factually Inaccurate Remarks by Prime Minister of Malaysia on CAA". mea.gov.in. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "'Factually inaccurate': India rebuts Malaysian PM's remark on citizenship law". Hindustan Times. 21 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Poovanna, Sharan (18 December 2019). "Section 144 imposed in Bengaluru, other parts of Karnataka". Livemint. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Be cautious while posting on social media, Assam police tells people". India Today. Press Trust of India. 20 December 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  44. "Clip, flip and Photoshop: Anatomy of fakes in Indian elections". India Today. 28 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 1 April 2019 باندې). Misinformation Is Endangering India's Election. The Atlantic.
  46. "Junk news and misinformation prevalent in Indian election campaign". University of Oxford. 13 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په 2 April 2019 باندې). Despite being exposed, fake news thrives on social media ahead of.... Reuters.
  48. (په 6 April 2019 باندې). WhatsApp: The 'black hole' of fake news in India's election. BBC
  49. Gilbert, David (11 April 2019). "Modi's trolls are ready to wreak havoc on India's marathon election". Vice. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Sidharth, Arjun (18 May 2019). "How misinformation was weaponized in 2019 Lok Sabha election – A compilation". Alt News. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Languages Included in the Eighth Schedule of the Indian Constution Archived 4 June 2016 at the Wayback Machine.
  52. (په 21 May 2019 باندې). Alarming lessons from Facebook's push to stop fake news in India. The Economic Times.
  53. "Facebook removes 1 million abusive accounts a day to counter fake news in India". Firstpost. 9 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. (په 14 November 2019 باندې). 265 fake news websites in over 65 countries managed by Indian influence networks: study. The Hindu.
  55. (په 10 December 2020 باندې). The dead professor and the vast pro-India disinformation campaign. BBC.
  56. Kumar, Basant. "Fake news, lies, Muslim bashing, and Ravish Kumar: Inside OpIndia's harrowing world". Newslaundry. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Vij, Shivam (27 May 2020). "India's anti-Muslim fake news factories are following the anti-Semitic playbook". ThePrint. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. Surendran, Vivek (30 March 2018). "Postcard News editor arrested for spreading fake news, BJP leaders call for release". India Today. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Dutta, Amrita Nayak (2 May 2019). "Postcard, Indiatimes in Poynter list of 513 'fake news' websites". ThePrint. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)