جاکسوني دیموکراسي
جاکسوني دیموکراسي په متحده ایالاتو کې د ۱۹ مې پېړۍ سیاسي فلسفه وه چې له ۲۱ کلونو څخه زیات عمر لرونکو ګڼ شمېر سپین پوستو نارینه وو ته یې له مخې د رایو ورکولو حق ورکړل شو او یو شمېر فدرال بنسټونه بېرته ورغول شول. دغه پروګرام چې د متحده ایالاتو د اووم ولسمشر اندرو جاکسون او د هغه له ملاتړو یې سرچینه اخیسته، د یوه نسل لپاره په غالب سیاسي نړیوال لید واوښت. په خپله دغه اصطلاح (جاکسوني دیموکراسي) له ۱۸۳۰ مې ز لسیزې راوروسته دود شوه.[۱]
دغه دوره چې د یو شمېر تاریخ لیکونو او سیاست پوهانو له خوا د جاکسوني دورې (یا دویم ګوندي سیسټم) په نامه یادول کېږي، د ۱۸۲۸ ز کال له ټاکنو څخه چې جاکسون په کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو، تر هغه مهاله دوام درلود، کله چې په ۱۸۵۴ ز کال کې د کانزاس-نبراسکا قانون په تصویب سره د غلامۍ موضوع په بحث وړ موضوع وګرځېده او هم د امریکا د کورنۍ جګړې پر وړاندې سیاسي غبرګونونو په پام وړ ډول په امریکايي سیاستونو کې بدلون رامنځته کړ. دغه ډله وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو د ۱۸۲۴ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له اوږد مهال راهیسې واکمن دیموکراتیک – جمهوري غوښتونکی ګوند ووېشل شو، رامنځته شوه. د جاکسون ملاتړو، د نوي دیموکراتیک ګوند په جوړولو کار پیل کړ. د هغه سیاسي سیالانو جان کوینزي آدامز او هنری کلی ملي جمهوري غوښتونکی ګوند رامنځته کړ، چې وروسته د جاکسون ضد بلې سیاسي ډلې سره یوځای شو او ویګ ګوند یې جوړ کړ.
په ټولیز ډول، دغه دوره د هغې د دیموکراتیکې روحیې له مخې ځانګړې کېږي. دغه سیاسي لیدلوری، د اشرافو د انحصاري واکمنۍ د پای ته رسولو اړوند د جاکسون د مساوي سیاسي پالیسۍ پر بنسټ دی. په داسې حال کې چې د جاکسوني دورې له پیل کېدو وړاندې ګڼ شمېر سپین پوستو بالغو نارینه وو د رایو ورکولو حق درلود، خو په پایله کې جاکسونیانو دغه پرمختګ ولمانځه. جاکسوني دیموکراسي، د متحده ایالاتو د کانګرس د واکونو په بیه د ولسمشرۍ او اجرائیوي قوې واکونه پیاوړي کړل، په داسې حال کې چې په حکومت کې یې د پراخې عامه ونډې اخیستنې لپاره هڅې کولی. جاکسونیانو د ټاکل کېدونو (نه انتصابي) قاضیانو غوښتنه کوله او له همدې امله یې ګن شمېر ایالتي قوانین له سره ولیکل، څو خپل نوي ارزښتونه په کې عملي کړي. په ملي کچه هغوی له جغرافیايي پراختیا سره لېوالتیا لرله او هغه یې د ښکاره برخلیک په اډانه کې توجیه کول. په معمول ډول د دې اړوند چې د غلامانو پر سر له جګړې کولو ډډه وشي، د جاکسونیانو او ویګانو ترمنځ د نظر یووالي شتون درلود.[۲]
د جاکسون د دیموکراسي پراختیا په پراخه کچه تر اروپايي امریکایانو محدوده وه، د رایو ورکولو حقونو یوازې سپین پوستو بالغو نارینه وو ته ورکړل شول. د جاکسوني دیموکراسۍ په اوږد مهاله دوره کې، چې له ۱۸۲۹ ز کال څخه یې تر ۱۸۶۰ ز کال پورې دوام درلود، د افریقايي امریکایانو او بومي امریکایانو د حقونو په برخه کې ډېر لږ او یا هم هېڅ کار ترسره نه شو. [۳]
د دیموکراتیک ګوند جوړول
[سمول]جاکسوني دیموکراسي
[سمول]د جاکسوني دیموکراسي ارواه، هغه ګوند چې له ۱۸۳۰ مې ز لسیزې څخه تر ۱۸۵۰ ز لسیزې پورې یې په شاوخوا کې رامنځته شوی و، په خوځښت راوړ، دغه دوره یې رامنځته کړه چې ویګ ګوند یې اصلي سیال و. نوی دیموکراتیک ګوند د بې وزله بزګرانو، په ښار کې د استوګنو کاریګرو او آیرلنډي کاتولیکانو په ائتلاف واوښت. [۴][۵]
هغه مهال چې جاکسون په ولسمشر کوینسي آدامز باندې د فساد ادعا وکړه، دغه نوی ګوند ( تر ۱۸۳۴ زکال پورې یې د دیموکرات ګوند نوم نه و خپل کړی) چې د مارتین ون بورین له خوا په ۱۸۲۸ ز کال کې راغونډ شوی و، بریا ته لار ومونده. هغه ډول چې ماری بث نورسون د ۱۸۲۸ ز کال په اړه وايي:
جاکسونیانو باور درلود چې په پایله کې د خلکو ارادې بریالۍ شوې. یو وګړیز مخکښ خوځښت چې د دولتي ګوندونو د بډایه ائتلاف، سیاسي مشرانو او د ورځپانو د خبریالانو او مدیر مسئولانو له خوا یې ملاتړ کېده، ولسمشر وټاکه. دیموکراتان د هېواد په لومړي ډېر منظم ملي ګوند واوښتل.[۶]
اصلاحات
[سمول]جاکسون په دولت کې د وګړو د ونډې لرلو اړوند خپله ژمنه پرته له دې چې د هغو د لارو چارو په اړه سخت بحثونه ترسره کړي، پوره کړه. [۷]
په جاکسوني سیاستونو کې د متحده ایالاتو د بانک له منځه وړل، لویدیځ لوري ته پرمختګ او له سویل ختیځ څخه د سورپوستو امریکایانو اېستل و. جاکسون د دواړو لورو د مخالفینو لکه: هنري کلي او جان سي کالهون له خوا ظالم وبلل شو، چې همدغه چاره د ویګ ګوند د رامنځته کېدو لامل وګرخېده.
جاکسون د تاراج سیسټم رامنځته کړ، څو په دولت کې د خپلو مخالفو ګوندونو د چارواکو پر ځای خپل هغه ملاتړي چې په ټاکنیزو سیالیو کې یې له ده ملاتړ کړی و، وګوماري. په کانګرس باندې د هغه د مخالفینو د واکمنېدو له امله، جاکسون په کلکه سره د هغوی د ګامونو د مخه نیولو په برخه کې په خپل ویټو حق تکیه کوله.
له دغو ګامونو څخه یو تر ټولو مهم یې په ۱۸۳۰ ز کال کې د میسویل سړک ویټو کول و. دا د کلې د اقتصادي پروګرام برخه وه چې له لیکسنګټون څخه تر اوهایو سیند پورې یې د نښلېدونکي سړک لپاره له فدرال بودیجې څخه ګټنې ته اجازه ورکوله، چې په بشپړ ډول دغه سړک په کنټاکي ایالت کې جوړېده، هغه چې د کلې د زېږون ایالت و. د هغه لومړنی اعتراض د دغه پروژې په سیمه يیز ماهیت و. هغه استدلال وکړ چې دا د فدرال دولت دنده نه ده چې هغو پروژو ته چې ملي ماهیت نه لري، بودیجه برابره کړي. په کانګرس کې بحث د فدرالیزم د دوو متضادو نظریاتو منعکس کوونکی و. جاکسونیانو دغه اتحادیه د ځانګړې ایالتي تعاوني ډلې په توګه بلله، په داسې حال کې چې ویګانو بیا ټول ملت له ځانه جلا باله. [۸]
کارل لین استدلال کوي چې:«د ملي پورونو د آزادۍ خوندیتوب د جاکسوني دیموکراسي یو له اصلي عناصرو څخه و». د ملي پورونو ورکړې تر ټولو زیات لومړیتوب درلود، ځکه په نړیوالو مسایلو کې په ځان واکمنې، په کور دننه په با عزته او له بډایه پانکوالو څخه د تشې امریکا په رامنځته کولو کې یې له جفرسوني لیدلوري سره مرسته کوله چې پر باور یې یو اداره کوونکی کوچنی دولت نه شي کولای، مالي فساد وکړي او یا هم تادیاتوته زیان ورسوي. [۹][۱۰]
جاکسوني ولسمشران
[سمول]په جاکسون سربېره، د هغه دویم مرستیال ولسمشر او د جاکسوني دیموکراتیک ګوند یو له کلیدي تنظیم کوونکو مشرانو څخه مارتین ون بورین د ولمسشر په توګه خدمت وکړ. هغه مرسته وکړه چې د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنیزو مبارزو معاصر بنسټونه او کړنلارې جوړې شي. [۱۱]
ون بورن په ۱۸۴۰ ز کال کې د ویګي ویلیام هنري هریسون له خوا ماته وخوړه. هاریسون د ولسمشر په توګه له ۳۰ ورځو دندې ترسره کولو وروسته مړ شو او د هغه مرستیال جان ټایلر په چټکۍ سره له جاکسونیانو سره هوکړې ته ورسېد. جاکسوني جیمز. ک. پولک چې د جاکسون په تايید یې د ۱۸۴۴ ز کال کې ټاکنې وګټلې، د ټایلر ځای ناستی شو. فرانکلن پریس هم د جاکسون یو له ملاتړو و. جیمز بوچنن چې د جاکسون په اداره کې یې د روسیې د وزیر او د پولک د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، د جاکسوني سیاستونو پیروي وه نه کړه. په پایله کې اندرو جانسون چې د جاکسون له پیاوړو ملاتړو څخه و، په ۱۸۶۵ ز کال کې د ابراهام لینکولن له ترور وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر شو، خو له هغه مهال وروسته جاکسوني دیموکراسي د امریکايي سیاستونو له ډګرنه واېستل شوه. [۱۲]
سرچینې
[سمول]- ↑ The Providence (Rhode Island) Patriot 25 Aug 1839 stated: "The state of things in Kentucky..is quite as favorable to the cause of Jacksonian democracy." cited in "Jacksonian democracy", Oxford English Dictionary (2019)
- ↑ Engerman, pp. 15, 36. "These figures suggest that by 1820 more than half of adult white males were casting votes, except in those states that still retained property requirements or substantial tax requirements for the franchise – Virginia, Rhode Island (the two states that maintained property restrictions through 1840), and New York as well as Louisiana."
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lee Benson in 1957 dated the era from 1827 to 1853, with 1854 as the start of a new era. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Sean Wilentz, The Rise of American Democracy: Jefferson to Lincoln (2005).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Donald B. Cole, The Presidency of Andrew Jackson (1993)
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Carl Lane, "The elimination of the national debt in 1835 and the meaning of Jacksonian democracy." Essays in Economic & Business History 25 (2012) pp. 67-78.
- ↑ Sean Wilentz, "Politics, Irony, and the Rise of American Democracy." Journal of The Historical Society 6.4 (2006): 537-553, at p. 538, summarizing his book The rise of American democracy: Jefferson to Lincoln (2006).
- ↑ Mark R. Cheathem, The Coming of Democracy: Presidential Campaigning in the Age of Jackson (Johns Hopkins University Press, 2018).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).