جاپانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جاپانی د لوی کندهار د موسیقي ږغولو لپاره جوړه سوې آله ده. چاپانی د سندرې، دريې، ډول او داسې نورو آلو سره وهل کېږي، تر څو د ميوزک په خوند کي نور هم ښه والي راولي. دا موزيک په خاصه توګه په کندهار، هلمند، چمن، او کوټه کې ږغول کيږي.

نوم[سمول]

افغانان په تيره بيا کندهاريان د جاپاني موادو سره شوق لري، هغه لکه: جاپانی راډيو، تلويزون، موټر(ټويوټا)، او داسې نورو شوقيان وه. د کندهاريانو په نظر اصلي شيان ترډېره د جاپان څخه راتلل، نو د اصلي شيانو سره د چاپان نوم تړلې وو، نو د خلکو د خولې څخه چي همدغه يي لامل سو چي د همدې آلې نوم يي جاپانی کښيښود [سرچينه پکارده] .

چاپانی کاروونکي سندرغاړي[سمول]

١- ثاني عبيدالله جان
٢- توريالی شوقي
٣- نور مستانه
٤- اکبرشاه نيکزاد
٥- عبدالله برقی (Abdullah Barqi)

سرچینې[سمول]