جان پي کينيډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان پي کينيډي
جان پي کينيډي
جان پي کينيډي

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ اکتوبر ۱۷۹۵[۱][۲][۳][۴]
مړینه 18 اگسټ 1870 (75 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۵]
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د ۱۸۱۲م کال جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جان پي کينيډي
جان پي کينيډي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان پينډليټون کينيډي “John Pendleton Kennedy” (زوکړه: ۱۷۹۵ د اکتوبر ۲۵، مړينه: ۱۸۷۰ د اګسټ ۱۸) يو امريکايي ناول ليکونکی، وکيل او د ويګ ډلې سياستپوه و، چې د ولسمشر ميلارد فيلمور “President Millard Fillmore” د ادارې پر مهال د ۱۸۵۲ ز کال د جولای له ۲۶ څخه د ۱۸۵۳ د مارچ تر ۴ نېټې پورې يې د متحده ايالتونو د سمندري ځواک د وزير په توګه او د ماريلېنډ له څلورمې پارلماني سيمې څخه د متحده ايالتونو د استازي په توګه خدمت وکړ. نوموړي د دويمې دندې پر مهال د متحده ايالتونو د حکومت د ټيلګراف څېړنه، تصويب او پلي کول وهڅول. کينيډي چې يو وکيل و او د بالتيمور او اوهايو د رېل پټلۍ (Baltimore and Ohio Railroad) په اړه د لايحې د تصويب لپاره د شورا له استازو سره اړيکه نيونکی (lobbyist) او رئيس شو، څو دورې یې د مريلېنډ عمومي ټولنه “Maryland General Assembly” کې خدمت وکړ او په ۱۸۴۷ ز کال کې يې وياند شو.

کينيډي وروسته په مريلېنډ کې د غلامۍ د پای ته رسولو هڅه کې په خپلې مشرۍ سره مرسته وکړه، چې د يو نامتفق ايالت په توګه د تورپوستو د ازادۍ له اعلاميې څخه نه و اغېزمن شوی او د خپلو پولو دننه د غلامانو د ازادولو او د يادې چارې (غلامۍ) د پراختيا د ناقانونه کولو په موخه يې ايالتي قانون غوښته. [۶]

نوموړي د مذهبي زغم “religious tolerance” ملاتړ هم وکړ او د مريلېنډ د تاريخ په اړه يې خپلې زده کړې پراخه کړې. هغه د سينټ ماري د تاريخي ښار “Historic St. Mary’s City” (چې د مريلېنډ د استعمار بنسټ ايښودنې سيمه او امريکا کې د مذهبي ازادۍ د زوکړې ځای و) ، د سينټ ماري د مريلېنډ پوهنځي “St. Mary’s College of Maryland” (چې وروسته د سينټ ماري ښځينه دارالعلوم شو)، د پي باډي کتابتون “Peabody Library” (چې اوس د جانس هاپکېنس پوهنتون “Johns Hopkins University” يوه برخه ده) او د پي باډي د ټنګ ټکور او موسيقۍ ښوونځي “Peabody Conservatory of Music” (اوس د جانس هپکېنس پوهنتون يوه برخه ده) په ساتلو يا بنسټ ايښودلو کې مرسته وکړه.

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

جان پينډلټون کينيډي د ۱۷۹۵ ز کال د اکتوبر پر ۲۵ نېټه د مريلېنډ په بالتيمور کې زېږېدلی دی او د جان کينيډي په نوم د يو ايرلېنډي کډوال او سوداګر زوی دی. د نوموړي مور چې پخوانی نوم يې نانسي پينډلټون “Nancy Pendleton” و، د ويرجينيا کورنۍ له لومړنيو کورنيو “First Families” له نسب څخه وه. کمزورې پانګه اچونه د دې لامل شوه، چې پلار يې په ۱۸۰۹ ز کال ډېوالي توب (افلاس) اعلان کړ. جان پينډلټون کينيډي د لوئیدنې پر مهال خصوصي ښوونځيو کې ګډون وکړ او د هغه وخت لپاره په يو څه غوره ډول لوستی و. نوموړی په ۱۸۱۲ ز کال له بالتيمور کالج څخه فارغ شو. د هغه ورور انتوني کينيډي “Anthony Kennedy” په راتلونکي کې د متحده ايالتونو سناتور شو. [۷][۸]

د کينيډي ځانګړې تعليمي موسسې (کالج) زده کړې د ۱۸۱۲ ز کال جګړې له امله له خنډ سره مخ شوې. نوموړی په ۱۸۱۴ زکال له فوځ سره يو ځای شو او د د بالتيمور د پينځم سپکو وسله والو سپارو له متحد شرکت سره يې فوځي قدم وواهه. ياد شرکت «د بالتيمور پينځم:Baltimore 5th» په نوم هم پېژندل کېده، چې له شتمنو سوداګرو، وکيلانو او نورو مسلکيانو څخه جوړ فوځي واحد و. هغه د فوځي ژوند د تښتېدنو د ټوکې اندازه وليکله. لکه: کله يې چې خپل بوټان ورک کړل او د “dancing pumps” پر لور يې قدم وواهه. که څه هم جګړه سخته وه او کينيډي د بلېډنسبرګ په ويجاړونکې جګړه کې ځکه ګډون وکړ چې برتانيې د هېواد د ملي شورا نوې ماڼۍ ته ګواښ وکړ؛ د واشنګنټن ډي سي ايالت وزير جېمز مونرو “James Monroe” پينځم بالتيمور ته امر وکړ، چې د مخکينۍ کرښې له کيڼ اړخ څخه د يو ميل د څلورمې برخې په اندازه لرې تر لاس لاندې ځای ته شاتګ وکړي. وروسته له هغې چې برتانوي ځواکونه له پل څخه تېر شول، پينځم بالتيمور مخ پر وړاندې لاړه. جګړه سخته وه او د مخ پر وړاندې راتلونکو برتانوي افسرانو له ډلې نږدې هر يو يې وويشتل شو، مګر وروسته انګرېزانو کنګريف توغندي واورول. پينځم بالتيمور په لومړيو کې ټينګ ودرېد، مګر کله چې ښي خوا ته دوه کنډکونه وتښتېدل دوی هم مات شول. کينيډي خپل پلېټکښ ټوپک وغورځاوه او د جېمز ډبليو مککوللو “James W. Mcculloh” په نوم ټپي شوی ملګری سرتېری يې خوندي ځای ته ورساوه. کينيډي وروسته د “North Point” په جګړه کې هم وجنګېده، چې بالتيمور يې لکه د ملي شورا د مانۍ غوندې له سوځېدنې څخه وژغوره. د جګړې په وخت کې يوه بله اړيکه چې د نوموړي په وروستي سياسي او سوداګريز مسلک کې پرېکنده يا مهمه ثابت شوه، له جورج پي باډي “George Peabody” سره وه. جورج وروسته د بالتيمور او اوهايو د رېل پټلۍ په مالي تامين کې مرسته وکړه او د مورګان جرګې “House of Morgan” او همدرانګه پي باډي انسټيټيوټ “Peabody Institute” بنسټ يې کښود. [۹][۱۰]

کينيډي خپل اوړي د ويرجينيا په مارټينسبرګ “Martinsburg, Virginia” کې تېر کړل، چې نوموړي په کې د خپل خپلوان قاضي ايډمنډ پينډلټون “Judge Edmund Pendleton” تر لارښوونې لاندې قانون ولوست (د هېوادپال ايډمنډ پينډليټون اولاده، چې د ويرجينيا د استياف محکمه کې يې دنده درلوده). جان پي کينيډي به وروسته زياتره وخت په مارټينسبرګ کې د خپلې ځوانۍ د اوړي موسمونو پر بنسټ د سويلي کښتونو په اړه نرم ژوند ته اشاره وکړه. نوموړي وروسته د فلادلفيا له بډايه کاکا څخه يو څه ميراث پيسې تر لاسه کړې او په ۱۸۲۹ ز کال يې له اليزابيت ګری “Elizabeth Gray” سره واده وکړ، چې پلار يې ايډوارډ ګری “Edward Gray” د ايليکوټ له ژرندو (ميلونو) څخه ښکته پر پاټاپسکو سيند “Patapsco River” باندې د يو خپل کور په درلودلو سره يو شتمن ژرنده ګری (د ميل څښتن) و. د ايډوارډ ګری د پيسو سخا د دې لامله شوه، چې کينيډي د يوې لسيزې لپاره د قانون چاره پرېږدي او ليکل وکړي. [۱۱][۱۲]

ادبي ژوند[سمول]

که څه هم په ۱۸۱۶ ز کال يې د وکيلانو شورا ته لار پيداکړه، مګر د قانون په پرتله يې له ادبياتو او سياست سره ډېره مينه درلوده. نوموړی د بالتيمور ادبي ټولنې د پام يا توجه له مرکز “Delphian Club” سره يو ځای شو. د هغه لومړنۍ ادبي هڅه د سور کتاب “Red Book” په نوم يوه دوره يي دوه اونيزه وه، چې له ۱۸۱۹ څخه تر ۱۸۲۰ ز کال پورې په مستعار ډول د هغه د کوټي ملګري (پيټر هوفمېن کريوزPeter Hoffman Cruse:) په نوم چاپ شوه. کينيډي په ۱۸۳۲ زکال “Swallow Barn” يا “A Sojoun in the Old Dominion” خپور، چې ښايي همدا يې تر ټولو غوره او نامتو کار وي. [۱۳][۱۴][۱۵]

د کينيډي انډيوالان او شخصي ملګري جورج هنري کالورټ “George Henry Calvert”، جيمز فينېمور کووپر “James Fenimore Cooper”، چارلس ډيکېنس “Charles Dickens”، واشنګټن ايروېنګ ‘Washington Irving”، ايډګر الن پوی Edgar Allan Poe”، ويليم ګيلمور سېمس “William Gilmore Simms” او وليليم مېکپيس تېکيری “William Makepeace Thackeray” دي. د نوموړي د ۱۸۵۸ ز کال د سپټمبر د مياشتې ورځني يادښت کې راغلي، چې تېکيري له نوموړي څخه په “The Virginians” نومي څپرکي کې د مرستې غوښتنه وکړه او کينيډي هم د ياد څپرکي ته د نندرايز ليکل شويو انځورونو په ورکولو سره له هغه سره مرسته وکړه. [۱۶]

په داسې حال کې چې د ۱۸۳۳ ز کال په اکتوبر کې د بالتيمور په ګاونډ مونټ ويرمون “Mount Vernon” کې د بالتيمور له زړې لويې کليسا څخه لرې د “West Mulberry” پر ۱۱ سرګ باندې د بالتيمور د پېژندل شوي اديب، مدني مشر ملګري جان ايچ بي لاټروب “John H. B. Latrobe” په کور کې د خبرو اترو د مېز تر شا ناست و او له خپل بل ملګري جيمز ايچ ميلر “James H. Miller” سره يې يو څه رواني او خوشاله خبرې اترې کولې، دوی په ګډه د هغه وخت د پېژندل شوي هيله بخښونکي ليکوال ايډګر الن پو “Edgar Allan Poe” د “Ms. Found in a Bottle” مسوده باندې قضاوت وکړ چې د خپل تياره او وېروونکي فضا له امله د بلتيمور د يکشنبې مېلمه يا کتونکي “Baltimore Sunday Visitor” کې د چاپ وړ وه. نوموړي په ۱۸۵۳ ز کال توماس ويلېس وايټ “Thomas Willis White” ته د پو “Poe” په ورپېژندلو کې هم مرسته وکړه، چې د سويلي ادبي پيغام وړونکي “Southern Literary Messenger” [نشريه] مدير و. [۱۷]

له هېواد څه د باندې ژوند پر مهال د ويليم مېکپيس تېکېری ملګری شو او د “The Virginians” د دويم ټوک څلورم څپرکی يې وليکه يا په نښه کړ. دا هغه حقيقت و، چې د نوموړي د ننداريزو انځورونو د ستر کره والي يا دقت لپاره ځواب ويونکی دی. د نوموړي د کارونو له ډلې د “Horse Shoe Robinson” نومي کتاب د اتلسمې پېړۍ د خيالي کيسې تر ټولو غوره او لوړ مقام لرونکی کتبا دی. واشنګټن ايوري “Washington Ivory” د هغه يو لومړنی نقل ولوست او راپور يې ورکړ، چې دا د خپلو ځينو برخو په درلودلو سره دومره ډېره نازول شوې وه، چې هغه په لوړ غږ خپلو ملګرو ته ولوستله. کينيډي ځيني وختونه د “Mark Littleton” تر سرليک لاندې په ځانګړي ډول خپل سياسي طنزونه وليکل. [۱۸][۱۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/John-P-Kennedy — subject named as: John P. Kennedy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6k07dkb — subject named as: John P. Kennedy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7527138 — subject named as: John Pendleton Kennedy — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/kennedy-john-pendleton — subject named as: John Pendleton Kennedy
  5. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  6. "Immediate emancipation in Maryland. Proceedings of the Union State Central Committee, at a meeting held in Temperance Temple, Baltimore, Wednesday, December 16, 1863", 24 pages, Publisher: Cornell University Library (January 1, 1863), کينډۍ:ISBN, کينډۍ:ISBN
  7. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 218. کينډۍ:ISBN
  8. Hubbell, Jay B. The South in American Literature: 1607–1900. Durham, North Carolina: Duke University Press, 1954: 483.
  9. Pierre Berton (1981), Flames across the Border: The Canadian-American Tragedy, 1813—1814, Boston: Atlantic-Little, Brown, Chapter 11, "The Burning of Washington, August 1814", pp. 368—370.
  10. James D. Dilts, The Great Road: the Building of the Baltimore & Ohio, the Nation's First Railroad, 1828-1853 (Stanford University Press 1993) p. 243
  11. Dilts, p. 260
  12. Dilts p. 243
  13. Uhler, John Earle (December 1925). "The Delphian Club: A Contribution to the Literary History of Baltimore in the Early Nineteenth Century". Maryland Historical Magazine. 20 (4): 305–306. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hubbell, Jay B. The South in American Literature: 1607–1900. Durham, North Carolina: Duke University Press, 1954: 484.
  15. Hubbell, Jay B. The South in American Literature: 1607–1900. Durham, North Carolina: Duke University Press, 1954: 485.
  16. "John Pendleton Kennedy: Author, Statesman, Patriot", April 15, 2013, Amy Kimball, Materials Manager for Special Collections, The Sheridan Libraries http://blogs.library.jhu.edu/wordpress/2013/04/john-pendleton-kennedy-author-statesman-patriot/ Archived May 2, 2015, at the Wayback Machine.
  17. Meyers, Jeffrey. Edgar Allan Poe: His Life and Legacy. New York: Cooper Square Press, 1992: 70. کينډۍ:ISBN
  18. Ehrlich, Eugene and Gorton Carruth. The Oxford Illustrated Literary Guide to the United States. New York: Oxford University Press, 1982: 218. کينډۍ:ISBN
  19. Burstein, Andrew. Original Knickerbocker: The Life of Washington Irving. New York: Basic Books, 2007: 280. کينډۍ:ISBN