د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان اېف کېنیډي نړیوال هوایي ډګر
John F. Kennedy International Airport (انګليسي) 
ټوليز مالوماتعمومي مالومات | |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
څښتن | |
---|
چلوونکی | |
---|
اړين مالوماترسمي پرانیستنه |
- ۱۹۴۷

|
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۱٬۹۹۵ هېکتار  |
---|
نور اړين مالوماتبرخې |  لړۍ... |
---|
نور مالوماتوېبپاڼه | |
---|
کورډينېشن | |
---|

سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
جان ایف کینیډي نړیوال هوایی ډګر په متحده ایالاتو کي یو لوی نړیوال هوایی ډګر دی چي د نیویارک ښار او شاوخوا سیمو لپاره خدمات چمتو کوي. یاد هوایي ډګر د لانګ ټاپو د کوینز په سویل لویدیز څنډه کي د جمیکا خلیج سره موقعيت لري. جان اېف کینډي نړیوال هوایي ډګر د نیویارک هوایی ډګرونو په سیسټم کي د اوو هوایی ډګرونو ترټولو بوخت هغه دی، چي په متحده ایالاتو کې شپږم بوخت هوایی ډګر او په شمالي امریکا کي ترټولو بوخت نړیوال سوداګریز هوایی ډګر ګڼل کیږي.[۲] دغه هوايي ډګر 5200 جریبه ځمکخ په ځان کي رانغاړي، چي د نیویارک په میټرو پولیټین کي ترټولو لویه سیمه بلل سوې ده. په هوايي ډګر کي له 90 څخه ډیر هوایی شرکتونه د نړۍ شپږو لویو وچو ته مستقیمي الوتني ترسره کوي. [۳]
د کېنډي هوایی ډګر جمیکا ته څېرمه د کوینز په ګاونډ کي موقعیت لري، او ۱۶ ميل (۲۶ kم) د مین هټن سویل ختیځ ته پروت دی. په ډګر کي دننه پنځه مسافر وړونکي ترمینلونه او څلور ځغاستلیکي شتون لري. کینډي هوایي ډګر د امریکا د هوایي شرکتونو او ډیلټا هوایي لیکو لپاره مرکزي حیثیت لري، او همدارنګه د جیټ بلیو لپاره لومړنۍ عملیاتي اډه هم ده. [۴]
د کېنډي هوایي ډګر په 1948 کي د نیویارک نړیوال هوایی ډګر په نوم پرانستل سو [۵] [۶] او په عام ډول د Idlewild Airport په نوم پیژندل کیده، [۷] خو په 1963 کي د جان ایف کینیډي تر وژنې وروسته د هغه د درناوي په موخه د جان ایف کینډي نړیوال هوایي ډګر ونومول سو. [۸] [۹] [۱۰]
- ↑ سرچينې تړی: https://nameexplorer.urbanarchive.org/c/fbf9dce8-8dfe-418a-96dc-e1840dc84131. بياځلي سمون: ۲۸ فبروري ۲۰۲۴.
- ↑ . 2009. ;
- ↑ . April 3, 2007.
- ↑ . December 23, 2021. ;
- ↑ . October 3, 2023. ;
- ↑ . January 17, 2024. ;
- ↑ . Reading, Pennsylvania. August 4, 1949.
- ↑ . Melbourne, Australia. December 6, 1963.
- ↑ . Toledo, Ohio. December 25, 1963.
- ↑ . January 1, 1964.