منځپانگې ته ورتلل

ثمود (قوم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ثمود یا ثمودیان د اسلام څخه مخکې په عربستان کي یوه لرغونې قبیله یا عرب قوم وو، [۱] چې د عربي ټاپووزمې په شمال لویدیځه برخه کي استوګن وه. ددوی په اړه په معاصرو میسوپوتیمیا او کلاسیکو لیکونو کي هم یادونه سوې ده، چي پر بنسټ یې د اتمي مخکي تر زیږدیز پیړۍ څخه نیولې تر پنځمي پیړۍ پوري په یاده سیمه کي د رومیانو د مرستیالانو په توګه دنده ترسره کوله. دوی وروسته د اسلام څخه مخکي عربي شعرونو او د اسلامي دورې په سرچینو لکه قرآن او حدیث کي هم یاد سوي دي.

سموديان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

اسلامي سرچينې وايي چي ثمود د عربو يوه پخوانۍ قبيله وه چي په لرغونو زمانو کي له منځه تللې ده. [۲] ددوی یادونه په قرآن کریم کي شپاړس ځله سوې ده، او قوم یې د یو پخواني مشرک قوم په توګه ګڼل سوی دی، چي د خدای لخوا د رالېږل سوي پیغمبر صالح(ع) د حق پیغام یې ونه مانه، او اللهﷻ ورباندي عذاب نازل کړ. [۳] د اسلام پر بنسټ د عذاب ورته پیښي د عاد پر قوم، د لوط پر قوم او د نوح پر قوم باندي هم راغلي دي. کله چې صالح ثمود ته د یو خدای د عبادت بلنه ورکړه، ثمود دده د نبوت نښه ورڅخه وغوښتل، ترڅو دئ په پیغمبري ومني. صالح دوی ته یوه الهي معجزه د اوښ په بڼه وړاندي کړه، خو ثمود قوم یاده اوښه ټپي کړل، او خدای تر دې کرغېړن عمل وروسته د صالح د پیروانو پرته پر دوی باندي عذاب راوست. د ثمود قبیله په ځینو روایتونو کي د عربو په شمال لویدیځ کي په هیګرا په سیمه کي موقعیت درلود. [۴]

  1. Hoyland 2001.
  2. Retsö 2003.
  3. Mackintosh-Smith 2019.
  4. Firestone 2006.