تکړښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تکړښت

تکړښت یا سپورټ هر هغه تمرين يا فعاليت چې دخوښۍ، تفريح، وختتېری او د توجه د اړونې لپاره کېږي. هر هغه فعاليت چې لږ و ډېر تند جسماني زور يا حرکت ايجابوي. دغه فعاليت به يا عضوي بنسټ لري او يا به ځينې قاعدې ورته ايښول شوي وي. همدرانگه دغه فعاليت به يا د کورونو او کوچنيو ساحو څخه دباندې وي، لکه: فوټبال ، ښکار، وزلوبه... او يا به په همدغو ساحو کې وي لکه: باسکټبال، بولېنگ، سکواش، او نور.

د وديز تکړښتونه

د افغانستان دوديز تکړښتونه لکه:نښه ويشتل، توپ ډنډه ، ډبره غورځول، لوړخېزوهل، وزلوبه، ښکار، غونسی، ملي اتڼ، نېزه وهنه، غيږنيونه، خوسی او داسې نور.