توپ ډنډه
توپ ډنډه په افغانستان او پښتنخوا کې يوه سيمه ييزه دوديزه لوبه ده چې د دوه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي[۱] [۲]چې لوبډلمشر ته يې معمولاً مير وايي.
دا لوبه د دوه لوبډلو ترمنځ معمولاً پراخه ميدان کې ترسره کېږي، چې په سيالو لوبډلو کې يوه يې توپ وهنه کوي او بله يې توپ نيونه. په دې لوبه کې هر لوبغاړی درې ځله توپ وهلو اجازه لري پرته له ميره چې مير ته څلور ځله د توپ وهلو اجازه وي او معمولاً مير يا لوبډلمشر د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ميدان ته راوځي.
کله چې يو لوبغاړی خپل درې توپونه پای ته ورسوي، نو په سوځېدلې حسابېږي د دې لپاره چې بيا ژوندی شي، نو اړ دی چې ځان هغه ټاکلي ځای ته ورسوي چې تپه يا دمه ځای يې بولي او له هغه ځايه په همدې يا بل نوي توپ وهلو سره ځان د توپ وهنې تپې ته راورسوي، پرته له دې چې توپ نيونکې ډله يې په پنډوس وولي.
که چېرته د دې منډې په جريان کې د توپ وهنې له ډلې کوم لوبغاړی د منډې پرمهال د توپ نيونکې ډلې له خوا وويشتل شو، نو توپ نيونکې ډله ځانونه ژر تپو ته رسوي او د توپ وهونکي ډلې پاڼۍ پای ته رسېږي، خو که چېرته ونه ويشتل شي او ځانونه هم دواړو تپو ته څوک ونشي رسولی او د ټولو توپ وهنه پای ته ورسېږي، ټول لوبغاړي سوځېدلي حسابېږي او توپ وهنې پاڼۍ توپ نيونکې لوبډلې ته وراوړي.
د توپ ډنډې برخوال:
[سمول]- يو توپ يا پنډوس چې ژوبلوونکی نه اوسي (ځکه د منډې پرمهال د توپ نيونکي له خوا لوبغاړی پرې وېشتل کېږي.)
- ډنډه (لرگی) چې توپ وهنه پرې کېږي.
- دوه سيالې لوبډلې ( د لوبغاړو شمېر لازمې نه دی چې بايد څو اوسي، خو دواړه پلو مساوي وي)
- دوه دمه ځايونه (توپ وهنې تپه او ځان رسونې تپه)
- پراخه لوبغاړی (ميدان چې لوبه پکې ترسره شي)
سرچينې
[سمول]- ↑ يار, افغان (۲۰۲۵ جنورۍ ۲۳ مه). "د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست: ډېرې ملي او عنعنوي لوبې مو راژوندۍ کړې دي". هېواد ورځپاڼه. خوندي شوی له the original on 2025-04-15. ترلاسهکېدو نېټه 2025-04-14.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
نيازی, رفيع الله (نامالوم). "د ولس خبرې: دکرکټ دلوبې جوړښت". بي بي سي ناظر ټکی کام.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link)
