توماس هارت بنټون (سیاستوال)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس هارت بنټون (سیاستوال)
(انګلیسي: Thomas Hart Benton د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس هارت بنټون (سیاستوال)
توماس هارت بنټون (سیاستوال)

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴ مارچ ۱۷۸۲[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 10 اپرېل 1858 (76 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره سنت لویز   د (P119) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ډیموکرات-جمهوریت غوښتونکی ګوند
ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال [۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
لاسليک
توماس هارت بنټون (سیاستوال)
توماس هارت بنټون (سیاستوال)

توماس هارت بنټون (۱۴ مارچ ۱۷۸۲ – ۱۰ اپرېل ۱۸۵۸ زکال) چې مستعار نوم یې «زوړ بولیون» و، له میسوري څخه د متحده ایالاتو د سنا جرګې غړی و. د دیموکرات ګوند د غړي په توګه نوموړی لویدیځ لوري ته د متحده ایالاتو د پراختیا معمار او اتل و، هغه چاره چې د ښکاره برخلیک په توګه پېژندل کېږي. بنټون په سنا کې له ۱۸۲۱ زکال څخه تر ۱۸۵۱ زکال پورې خدمت وکړ او لومړنی سناتور و چې د پنځو دورو لپاره یې په سنا کې خدمت وکړ.

بنټون د شمالي کارولینا د اورنج سیمې په هارتزمېل کې وزېږېد. د شمالي کارولینا له پوهنتون څخه له فراغت وروسته یې د تنسي، ناشوېل ته څېرمه یو حقوقي مرکز او کرونده جوړه کړه. نوموړي د ۱۸۱۲ زکال په جګړه کې د جنرال اندروجاکسن د یاور په توګه خدمت وکړ او له جګړې وروسته د میسوري په سنت لوئیس کې استوګن شو. میسوري په ۱۸۲۱ زکال کې په ایالت واوښت او بنټون وکولای شول د متحده ایالت سنا ته د دغه ایالت له دوه څوکیو څخه یوه خپله کړي. له ۱۸۲۴ زکال وروسته دیموکراتیک – جمهوري غوښتونکی ګوند وپاشل شو؛ بنټون په سنا کې په دیموکراتیک رهبر واوښت او د ولسمشر جاکسون او ولسمشر مارتین ون بورن له پیاوړو ملاتړو څخه شو. نوموړي د بانک په جګړه (Bank War) کې د جاکسون ملاتړ وکړ او د ځمکو د تادیاتو د قانون وړاندیز یې وکړ چې د Specie Circular په نامه د جاکسون د اجرایوي فرمان الهام بخښونکی و.

د بنټون اصلي لیوالتیا لویدیځ لوري ته د متحده ایالاتو له پراختیا سره وه. هغه د تکزاس د جمهوریت د الحاق غوښتنه کوله هغه چاره چې په ۱۸۴۵ زکال کې ترسره شوه. هغه له بریتانویانو سره د اورېګان هېواد د وېش اړوند هڅه وکړه او د ۱۸۴۶ زکال له اورېګان هوکړې یې ملاتړ وکړ؛ هغه هوکړه چې له مخې یې دغه قلمرو د ۴۹ شمالي درجې په مدار سره ووېشل شو. نوموړي همدارنګه د کروندګرو د استوګن کولو قانون ولیکه چې له مخې یې هغو کډوالو ته چې له بزګرۍ سره یې لیوالتیا لرله ځمکه ورکړل شوه.

په داسې حال کې چې خپله یې غلامان لرل، خو د امریکا او مکسیکو له جګړې وروسته یې د غلامانو د ساتنې له ملاتړو بنسټونو سره مخالفت ته مخه کړه او د ۱۸۵۰ زکال له مصالحې سره یې چې هغه یې تر ډېره د غلامانو لرونکو د ګټو اړوند وبلله مخالفت وکړ. دغې چارې په میسوري کې د بنټون محبوبیت ته زیان واړوه او ایالتي مقننې قوې په ۱۸۵۱ زکال کې سنا ته د هغه بیاځلي ټاکل رد کړل. بنټون په ۱۸۵۲ زکال کې د متحده ایالاتو د استازو جرګې ته په ټاکنو کې بریالي شو خو له کانزاس – نبراسکا قانون سره د مخالفت له امله یې په ۱۸۵۴ زکال کې بیاځلي ټاکنې وبایللې. د بنټون زوم جان سي. فرومونټ د ۱۸۵۶ زکال ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند و خو بنټون جیمز بوکانن ته رایه ورکړه او په ۱۸۵۸ زکال کې تر خپلې مړینې پورې یو وفادار دیموکرات پاتې شو. [۸]

لومړی ژوند[سمول]

توماس هارت بنټون د شمالي کارولینا په هارتزمیل کې چې د ننی ورځې هیلزوو ته څېرمه یې موقعیت درلود وزېږېد. د هغه پلار جیسي بنټون چې شتمن وکیل او د ځمکو څښتن و په ۱۷۹۰ زکال کې ومړ. د هغه بابا ابنر بنټون (نږدې ۱۷۲۰ -۱۷۷۰ زکال) د انګلستان په ووستر کې زېږیدلی و او شمالي کارولینا ته را کډه شوی و. توماس ایچ. بنټون چې د شمالي کارولینا په پوهنتون کې؛ چېرې چې هغه د بشردوستانه ټولنې غړی و د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې، خو په ۱۷۹۹ زکال کې وروسته له هغه له ښوونځي وویستل شو کله یې چې له نورو زده کوونکو څخه د پیسو په غلا اعتراف وکړ. هغه مهال چې نوموړی د دغه پوهنتون څخه ویستل کېده مخ یې هغو زده کوونکو ته چې په ده یې ملنډې وهلې واړاوه او وه یې ویل، «په تاسو لعنت! زه خو اوس له دې ځایه ځم، خو زما په اړه به بیا واورۍ». هغه ښوونځی پرېښود څو د بنټون کورنۍ (خپلې کورنۍ) املاک مدیریت کړي، خو تاریخ پوهان باور لري چې بنټون له دغه پېښې څخه په لویوالي کې د خپلې وړتیا د ثابتولو په موخه د انګېزې په توګه ګټنه وکړه. [۹][۱۰][۱۱]

په لویدیځ کې له شته فرصتونو څخه اغېزمن شوي ځوان بنټون خپله کورنۍ د تنسي نشوېل ته څېرمه ۴۰ هکتاره (۱۶۰ کیلومتر مربع) ځمکې ته ولېږدوله. هغه په دغه ځای کې له ښوونځیو، کلیساو او ژرندو سره یوځای کرونده جوړه کړه. د یو مخکښ په توګه د هغه دغې تجربې په ده کې جفرسوني دیموکراسي ته باورمن کېدل القا کړل هغه چاره چې د هغه د سیاسي ژوند تر پایه یې دوام وموند.

نوموړي خپلو حقوقي زده کړو ته دوام ورکړ او په ۱۸۰۵ زکال کې د تنسي ایالت په وکیلانو کې ومنل شو او په ۱۸۰۹ زکال کې یې د ایالتي سناتور په توګه خدمت وکړ. هغه د تنسي د «لومړني وګړي» اندرو جاکسون پام ځان ته واړوه او په تنسي کې د ژوند کولو پر مهال د هغه تر سرپرستۍ لاندې و. [۱۲]

د ۱۸۱۲ زکال د جګړې په پیل سره جاکسون، بنټون د بریدمن په توګه خپل یاور وټاکه. بنټون مسئول و چې په واشنګټن ډي سي کې د پوځي چارواکو پر وړاندې د جاکسون استازولي او د هغه غوښتنې مطرح کړي؛ هغه له دغه ځایګي ناخوښه و ځکه چې نه یې شو کولای پوځي تجربه ترلاسه کړي. په ۱۸۱۳ زکال کې بنټون له جاکسون سره په پوله ئیزه جګړه کې مل شو هغه جګړه چې جاکسون په کې ټپي شو. [۱۳]

په ۱۸۱۵ زکال کې له جګړې وروسته بنټون خپل املاک د میسوري نوې افتتاح شوې سیمې ته انتقال کړل. د یو تنسي وګړي په توګه هغه د جاکسون تر سیوري لاندې و. په میسوري کې هغه په یو کوچني حوض کې د لوی کب په څېر و. هغه په سنت لوئیس کې میشت شو، هلته یې وکالت وکړ او د میسي سي پي سیند په لویدیځ سیمو کې یې د دویم مخکښ اخبار یا Missouri Enquirer مدیر مسئولیت وکړ.

په ۱۸۱۷ زکال کې د وکیل چارلس لوکاس پر ضد د یوې قضایي دوسیې په ترڅ کې دوی په یو بل باندې د دروغ ویلو تور پورې کړ. هغه مهال چې لوکاس له ده سره رایو ته ودرېد هغه یې د مالیاتو په نه ورکولو تورن کړ او څرګنده یې کړه چې باید د رایې ورکولو اجازه ترلاسه نه کړي. بنټون لوکاس په «سپي توب» تورن کړ او لوکاس هغه دوئل/ دوه په دوه سیالۍ ته راوباله. دوی په خونړۍ جزیره (Bloody Island) کې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ته راووتل لوکاس یې په ستوني کې وویشت او بنټون په زنګون کې زخمي شو. لوکاس له شدیدې وینې بهېدنې وروسته تسلیم او بنټون یې د دغې سیالۍ له بشپړولو پرته خوشی کړ. [۱۴]

د متحده ایالاتو په سنا کې دنده[سمول]

په سنا کې د کار پیل[سمول]

د میسوري روغې جوړې په ۱۸۲۰ زکال کې دغه قلمرو په ایالت واړوه او بنټون د دغه ایالت د لومړني سناتور په توګه وټاکل شو. د ۱۸۲۴ زکال ولسمشریزې ټاکڼې د جاکسون، جان کوئینسي ادامز، ویلیام اچ کرافورد او هنری کلې ترمنځ څلور اړخیزه سیالي وه. بنټون له کلې ملاتړ وکړ. جکسون تر نورو ډېرې رایې ترلاسه کړې خو اکثریت نه وې؛ په دې معنی چې ټاکنې د استازو جرګې واک ته پاتې شوې چې باید له دریو مخکښو نوماندانو یو وټاکي. کلې په ټاکنو کې څلورم کس و او همدارنګه د دغې جرګې رئیس و؛ کلې هڅه وکړه چې په ټاکنو کې د آدامز په ګټه مانور ترسره کړي. بنټون د کلې غوښتنه رد کړه او څرګنده یې کړه چې جاکسون د خلکو څرګنده ټاکنه ده. هغه مهال چې د میسوري یوازني استازي جان سکاټ بنټون ته لیک ولیکه او څرګنده یې کړه چې آدامز ته رایه ورکوي، خو بنټون له هغه وغوښتل چې دغه کار ونکړي او څرګنده یې کړه «دغه رایه چې تاسو ورکوۍ دا تاسو ته اړونده نه ده – دا د میسوري د خلکو رایه ده؛ هغوی د آدامز پر ضد دي. زه د هغوی په نامه په تاسو اعتراض کوم او ستاسو اخلاقي ځواک د دغې رایې په ورکولو کې رد کوم». بنټون په پیل کې له کرافورد ملاتړ وکړ، خو وروسته له هغه چې وه یې لیدل بریالی کېدلی نه شي له جکسون یې ملاتړ وکړ.  له دې سره سکاټ آدامز ته رایه ورکړه. آدامز ټاکنې وګټلې او کلې یې د بهرنیو چارو وزیر وټاکه. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Thomas-Hart-Benton-American-writer-and-politician — subject named as: Thomas Hart Benton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dr32qh — subject named as: Thomas Hart Benton (politician) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3101 — subject named as: Thomas Hart Benton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp02061486 — subject named as: Thomas Hart Benton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/benton-thomas-hart — subject named as: Thomas Hart Benton — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
  6. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015874873 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. "Congress slaveowners", The Washington Post, 2022-01-27, د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۲۲ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Archived copy". FamilySearch. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  10. "Benton Genealogy". 9 February 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Violette, Eugene (1918). History of Missouri. New York: D.C. Heath & Co. د کتاب پاڼې 275. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Morrow, 261.
  13. Meacham, Jon. American Lion: Andrew Jackson in the White House. New York: Random House, 2009 (29–30).
  14. Meigs, William (1904). The Life of Thomas Hart Benton (Ch. 8 "The Lucas Duels"). Philadelphia : J.B. Lippincott. د کتاب پاڼي 104–116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Wilentz 2005، صص. 45–49.
  16. Parton 1860، صص. 61–63.
  17. Wilentz 2005، صص. 47–49.