توماس ساس
توماس ساس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | بوډاپسټ [۲] |
مړینه | |
تابعیت | هنګري |
مذهب | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | هنګري ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سادرملنه |
کار ورکوونکی | د نيويارک پوهنتون |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
سمول |
توماس ساس (زوکړه: د ۱۹۲۰ زکال د اپرېل ۱۵ مه – مړینه: د ۲۰۱۲ زکال د سپټمبر ۸ مه) هنګري الاصله امریکايي ارواه پوه و. نوموړي د خپل مسلکي ژوند ډېری مهال د نیویارک په سیراکیوس ښارګوټي کې د نیویارک د اپ سټېټ طبي پوهنتون د ارواه پوهنې د ښوونکي په توګه خدمت وکړ. نوموړی چې د ټول ژوند لپاره د متحده ایالاتو د ارواه پوهنې د ټولنې غړی او همدارنګه د امریکا د اروايي څېړنو د ټولنې غړی و؛ د اروايي درمنلې د اخلاقي او علمي بنسټ د ټولنیز منتقد په توګه پېژندل کېده ځکه چې نوموړي په معاصره ټولنه کې طبابت او علم پالنه د ټولنیز کنټرول په موخه ګڼل. د اروايي ناروغۍ د افسانې (The Myth of Mental Illness؛ ۱۹۶۱ زکال) او د لیونتوب د جوړېدو (The Manufacture of Madness؛ ۱۹۷۰ زکال) تر نومونو لاندې د هغه اثارو د نوموړي د یو شمېر استدلالونو څرګندويي کوله. [۳]
ساس په خپل حرفوي ژوند کې استدلال کاوه چې اروايي ناروغۍ د انسان په ژوند کې د ستونزو استعاروي بڼه ده او اروايي ناروغۍ د جسمي ناروغیو په څېر «ناروغۍ» نه دي ځکه چې یوازې له څو هغو مغزي ناروغیو پرته چې د پېژندو وړ دي؛ نورې ټولې دغه ناروغۍ «نه بیولوژیکي یا کیمیاوي معاینات، نه نمونه ګیرۍ او نه هم کالبد سپړنه کولای شي هغه دې د رواني اختلال په توګه تائید کړي». [۴]
ساس د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې تل دا څرګندوله چې هغه د اروايي درملنې مخالف نه دی بلکې د اجباري اروايي درملنې مخالف دی. نوموړي د مدني ژمنتوب او غیر ارادي اروايي درملنې کلک مخالف و، خو په موافقو بالغو کسانو باندې یې د اروايي درملنې په ترسره کولو او په هغو باندې یې د اروايي طبابت په لارو چارو کارونې باور درلود او هغه یې عملي کولې.
ژوند
[سمول]ساس د ۱۹۲۰ زکال د اپرېل په پنځمه د هنګري په بوداپست کې د یهودي مور او پلار ګویلا او لیلی ساس په کورنۍ کې وزېږېد. په ۱۹۳۸ زکال کې ساس متحده ایالاتو ته ولاړ چېرې چې نوموړي په سینسیناتي پوهنتون کې د فزیک له څانګې د لیسانس سند ترلاسه کړ او بیا یې په ۱۹۴۴ زکال کې له همدغه پوهنتون څخه د دوکتورا سند هم واخیست. ساس د خپل اقامت شرایط په سینسیناتي عامه روغتون کې پوره کړل؛ له دغې وروسته د شیکاګو د اروايي څېړنو انستیتیوت ته ولاړ او بیا د پنځو کلونو لپاره د همدغه انستیتوت کارکوونکی و – یوازې ۲۴ میاشتې یې د متحده ایالاتو په سمندریز ځواک کې د خدمت کولو په موخه له دغې دندې ترخیص اخیستی و. [۵][۶]
ساس په ۱۹۶۲ زکال کې د نیویارک د ایالتي پوهنتون په طب پوهنځي کې د تدریس څوکۍ ترلاسه کړه. له دې وړاندې ساس په ۱۹۵۶ زکال کې له سني (SUNY) سره یوځای شوی و.[۷]
ساس دوه لورانې لرلې. د هغه مېرمن روزین په ۱۹۷۱ زکال کې مړه شوه. د ساس همکار جېف سکالر د هغې مړینه ځان وژنه توصیف کړې.[۸]
د اروايي درملنې اړوند د ساس لیدلوری د فریګیس کارینتي د لیکنو تر اغېز لاندې و.
مړینه
[سمول]ساس د ۲۰۱۲ زکال د سپټمبر په ۸مه په خپله خپل ژوند ته پای ټکی کېښود. هغه وړاندې را لوېدلی و او اړ و څو له دوامداره دردونو سره ژوند وکړي. ساس په خپلو لیکنو کې د ځان وژنې د حق اړوند استدلالونه کول. [۹]
د ساس د استدلالونو رامنځته کېدل
[سمول]په ۱۹۵۸ زکال کې ساس د لومړي ځل لپاره د کلمیبا د حقوقو په مجله کې د یوې قانوني اصطلاح په توګه په «اروايي ناروغۍ» باندې نیوکه وکړه. نوموړي په خپله مقاله کې استدلال وکړ چې اروايي ناروغي د ګناه کوونکي د ګناه په پرتله په دومره کچه لوی حقیقت نه دی څومره چې شیطان یې د ناروغ په مغز کې راوړي. [۱۰][۱۱]
په ۱۹۶۱ زکال کې ساس د متحده ایالاتو د سنا جرګې د یوې کمیټې پر وړاندې شهادت ورکړ او استدلال یې وکړ چې د اروايي روغتونونو څخه ګټنه د هغو کسانو د بندي کولو لپاره چې لیوني بلل کېږي د ناروغ او ډاکټر ترمنځ د عمومي اړیکې مفهوم نقض کوي او ډاکټر د بند په سرپرست او ساتونکي اړوي. [۱۲]
د ساس اصلي استدلالونه
[سمول]ساس په دې باوري شوی و چې رواني ستونزې استعاري ځانګړنې لري او له هغو څخه په اروايي درملنه کې ګټنه زیان اړونکې ده. نوموړي دا خپله دنده بلله چې په دغه برخه کې ټول هغه بنسټونه، مشروعیت بخښونکي چارواکي او هغه څه چې ده د هغوی پراخه واک باله او د اروايي ډاکټرانو، د اروايي درملنې د ټولو متخصصینو، د اروايي روغتیا د قوانینو، محاکمو او احکامو له خوا یې ملاتړ کېده؛ نامشروع وښيي. [۱۳]
د هغه اصلي استدلال په داسې توګه خلاصه کېدلای شي:
«د اروایي ناروغۍ افسانه»
[سمول]«اروايي ناروغي» یو عبارت دی، هغه استعاره چې د یو متخلف، آزار ورکوونکي او ټکان ورکوونکي عمل یا چلن ډول توصیف کوي هماغه ډول چې د پراخ طیف لرونکي عنوان شیزوفرني په څېر د «ناروغۍ» او یا هم «ستونزې» څرګندويي کوي. ساس لیکي: «که چېرې تاسو له خدای سره خبرې کوې، تاسو عبادت کوۍ؛ که چېرې خدای له تاسو سره خبرې کوي تاسو شیزوفرني لرۍ. که چېرې مړی له تاسو سره خبرې کوۍ تاسو یو روحاني یاست؛ که چېرې تاسو له مړي سره خبرې کوۍ تاسو په شیزوفرني اخته یاست». نوموړي زیاته کړې؛ په داسې حال کې چې وګړي په ځورونکي ډول چلن او فکر کوي دا کېدای شي د ناروغۍ بهیر ته ورته وي (درد، بدتره کېدل، او بېلابېلو مداخلاتو ته ځواب ویل)، دا په دې معنی نه ده چې هغوی واقعا یوه ناروغي لري. د ساس لپاره ناروغي یوازې هغه څه دي چې وګړي یې «لري» په داسې حال کې چې رفتار هماغه څه دی چې دوی یې «ترسره کوي». ناروغۍ «د انسان د بدن، زړه، ینې، ګردې او د مغز په فعالیت کې ستونزه ده» په داسې حال کې چې «هېڅ چلن او یا هم ناسم چلن ناروغي نه ده او کېدای شي ناروغي وي، خو ناروغۍ بیا په دې ډول نه دي». ساس د تېښتې هوس (drapetomania) د چلن د نمونې په توګه یادوي په داسې حال کې چې د ټولنې ډېری وګړي دا نه مني او په هغو د ناروغۍ نښه لګوي هغه چې په پراخه کچه یې یادونه کېږي. په همدې ترتیب ویل کېږي چې هغه ښځې چې د نارینه په اراده مخکې نه ځي هیسټري لري. نوموړي فکر کاوه چې اروايي درملنه په فعاله توګه د چلن او ناروغۍ ترمنځ توپیر د دې له امله پټوي چې وکولای شي له ښکېلو لورو سره مرسته یا هغو ته زیان ورسوي. هغه څرګندوي چې د یو چا په ناروغ بللو سره اروايي درملنه هڅه کوي څو د اخلاقي عواملو په توګه د هغو مسئولیت وه نه مني او وه شي کولای هغه په غوره توګه کنټرول کړي. [۱۴][۱۵]
د ساس له نظره هغه کسان چې ځان خپله اروايي ناروغ بولي او یا هم نور ورته دا کلمه کاروي غوره حالت یې دا دی چې وویل شي «په ژوند کې ستونزه لري». د «اروايي ناروغۍ» یا «اروايي اختلال» تشخیص د «علمي طبقه بندۍ» په توګه انتقالېږي او هغه یوازې د اروايي ډاکټرانو د ځانګړو لارو چارو څخه د ملاتړیز قضاوت «سپکاوي کوونکي قضاوت» په توګه پاتې کېږي. د هغه د دغه فکر له مخې شیزوفرني د یوې موجودې ناروغۍ نوم ته نه بدلېږي بلکې د اروايي او ټولنیز شدېدې نارضایتۍ په قضاوت اوړي. ساس، شیزوفرني «د اروايي درملنې سپېڅلې نمونه» بولي ځکه هغه کسان چې دا نښان لري له ډېر مهال راهیسې چې لاهم دوام لري د اروايي درملنې نظریاتو، درملنې، ناوړه استفادې او همدارنګه اصلاحاتو ته توجیه وړاندې کوي.
د ساس په خبره د ګډوډ اروايي حالت لرونکو یا شیزوفرنیک وګړو څېره د اروايي درملنې د کارپوهانو او مراجعو پر وړاندې د الهیات پوهانو او د هغو د مراجعو پر وړاند د بدعت کوونکي یا کفر ویونکي په څېر ده. د ساس په خبره په اروايي درملنه کې د «ناروغۍ» اصطلاح باید د هغو د تحت الفظي معنی له مخې د طبابت د نورو څانګو له مخې درک شي. د دې لپاره چې د یوې ناروغۍ موجودیت واقعي وي هغه باید د علمي اړخه د لاسري، اندازه ګیري او یا هم ازموینې قابلیت ولري. دویم دا چې د ناروغۍ په توګه تائید شي یعنې په مالیکولي یا حجروي کچه باندې باید زیان اړونه له ځان څخه وښيي.
یوه واقعي ناروغي باید د جسد سپړنې پر مهال د مېز پر سر (نه دا چې یوازې په ژوندیو کسانو کې) څرګنده شي او له خپل پتالوژیک تعریف سره سر وخوري؛ نه دا چې د امریکا د ارواه پوهانو د ټولنې د غړو په رایه د هغو موجودیت بیان شي. ساس استدلال کوي چې «اروايي ناروغي» په رښتیا سره په ژوند کې یوه ستونزه ده؛ دا تر ډېره د ناروغیو «په څېر دي» هغه چې طبي استعاره د درک وړ ګرځوي، خو هغه هېڅکله د یو توصیف یا دقیقې توضېح په توګه نه تائید کوي. ارواه پوهنه علم ته ورته څانګه ده چې په تېرو سلو کلونو کې د اختراع شوو طبي کلماتو څخه ګټنه کوي او له طبابت تقلید کوي. دا څرګنده ده چې د زړه ماتوالی او د زړه سکته یا د پسرلي تبه یا مکروبي تبه دواړه جلا منطقي کټګوریو ته اړوندېږي خو له هغو سره ورته چلن بیا د دغې طبقه بندۍ ستونزه ده. اروايي درملنه کوونکي د «اروايي ډاکټرانو» ځای ناستي دي هغه کشیشان چې له معماګانو، معضلاتو او معنوي ځورونو – د «ژوندانه له ستونزو» - سره سروکار لري او د تل لپاره خلک په هغو ځوروي.
د اروايي درملنې اصلي لارې چارې ارزونه، درملیزه درملنه، خبرې اترې یا وینا کول او بندي کول دي. اروايي درملنه تر هغه بریده چې کولای شي دغه ستونزې د «اروايي ناروغیو»، خپلې لارې چارې «د اروايي درملنې» او خپل مراجعین – په ځانګړې توګه هغه چې په خپله اراده دغه درملنه نه غواړي – د هغو ناروغانو په څېر ښيي چې ګویا له طبي پلوه ناروغ دي؛ دا د درواغو تجسم کول دي او په دې بنسټ د آزادۍ او کرامت لپاره ګواښ دی. اروايي درملنه چې د دولتونو له خوا د اروايي روغتیا د بېلابېلو قوانینو پر مټ یې ملاتړ کېږي د ساس په وینا په یو معاصر سیکولار دین اوښتې ده. دا د ټولنیز کنټرول د سیسټم یو پیچلی ډول دی چې هم له وحشیانه زور او هم له ظریفو تلفیقاتو ګټنه کوي او ځان د منطقي توب، سیستماتیک والي او بالاخره د علمي توب تر ادعا لاندې پټوي.
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : 119100347 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 119100347 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Knoll, James (13 September 2012). "In Memoriam – Thomas Stephen Szasz, MD". Psychiatric Times. Archived from the original on 15 June 2015. نه اخيستل شوی 26 July 2014.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
و|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
و|archive-url=
specified (help) - ↑ Szasz, Thomas (2008). Psychiatry: the science of lies. Syracuse University Press. pp. 2–5. ISBN 978-0815609100. Archived from the original on 2016-05-16. نه اخيستل شوی 2015-06-20.
- ↑ "Thomas Stephen Szasz biography – psychiatrist, libertarian, renegade to psychiatry". FTR books. October 19, 1951. Archived from the original on August 15, 2002. نه اخيستل شوی September 26, 2011.
- ↑ "Introduction". Szasz. Archived from the original on September 27, 2011. نه اخيستل شوی September 26, 2011.
- ↑ Oliver, Jeffrey (Summer 2006). "The Myth of Thomas Szasz". The New Atlantis. 13 (13): 68–84. PMID 17152134. Archived from the original on 2009-12-06. نه اخيستل شوی 2009-12-03.
- ↑ "Thomas Stephen Szasz April 15, 1920 to September 8, 2012". szasz.com. Archived from the original on 14 December 2019. نه اخيستل شوی 2 December 2019.
- ↑ "Thomas Stephen Szasz April 15, 1920 to September 8, 2012". szasz.com. Archived from the original on 14 December 2019. نه اخيستل شوی 2 December 2019.
- ↑ Oliver, Jeffrey (Summer 2006). "The Myth of Thomas Szasz". The New Atlantis. 13 (13): 68–84. PMID 17152134. Archived from the original on 2009-12-06. نه اخيستل شوی 2009-12-03.
- ↑ Szasz, Thomas (February 1958). "Psychiatry, Ethics, and the Criminal Law". Columbia Law Review. 58 (2): 183–198. doi:10.2307/1119827. JSTOR 1119827. Archived from the original on 2019-03-27. نه اخيستل شوی 2020-07-14.
- ↑ Oliver, Jeffrey (Summer 2006). "The Myth of Thomas Szasz". The New Atlantis. 13 (13): 68–84. PMID 17152134. Archived from the original on 2009-12-06. نه اخيستل شوی 2009-12-03.
- ↑ Phillips, James; et al. (January 13, 2012). "The Six Most Essential Questions in Psychiatric Diagnosis: A Pluralogue. Part 1: Conceptual and Definitional Issues in Psychiatric Diagnosis". Philosophy, Ethics, and Humanities in Medicine. 7 (3): 3. doi:10.1186/1747-5341-7-3. PMC 3305603. PMID 22243994.
- ↑ Szasz, Thomas Stephen (1973). The second sin. Anchor Press. ISBN 978-0385045131.
- ↑ Psychiatry REVEALED!! پر يوټيوب باندې
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د خاصيت کارولو پاڼې P27
- د خاصيت کارولو پاڼې P103
- د خاصيت کارولو پاڼې P101
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- مخونه چې متغير تکراري سرچينې لري