تور سپټمبر (۱۹۷۰)
په نوم د |
---|
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای |
برخه د | |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
تور سپټمبر چي د اردن د کورنۍ جګړې په نوم هم یادیږي، د اردن د پاچا حسین په مشرۍ او د فلسطین د آزادۍ سازمان ترمنځ چي مشري یې یاسر عرفات کوله، یوه وسله واله شخړه وه. ددې جګړې اصلي پړاو د ۱۹۷۰ کال د سپټمبر د ۱۶ او ۲۷ نېټو ترمنځ پېښ سو، په داسي حال کي چي د جګړې ځینو پیښو د ۱۹۷۱ کال د جولای تر ۱۷ مي پوري دوام وکړ.
د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د فلسطین د فدایانو ډلي چریکان اردن هیواد ته کډوال سول او د اسراییلو له لوري پر نیول سوي لویدیځي تړانګي باندي یې خپل بریدونه پیل کړل. د دوی مرکزي دفتر د اردن په سرحدي ښار کرامه کي وو، کوم چي اسراییلو په ۱۹۶۸ کال کي د جګړې پر مهال په نښه کړ، او په دې توګه یې یو شمېر نور عربان هم وپارول ترڅو له یادو چریکانو څخه ملاتړ اعلان کړي. د فلسطیني فدایانو ځواک د اسراییلو سره په دې زور ازموینه کي نور هم زیات سو، او د 1970 کال په لومړیو کي ددوی کیڼ اړخو ډلو د اردن د هاشمي پاچاهۍ د نسکورولو هڅو ته لاس واچاوه، چي دې عمل د 1970 کال په جون کي د تاوتریخوالي جوړولو ته لاره پرانیستل. حسین په لمړي سر کي له دوی سره نرم چلند کاوه، خو په اردن کي ددوی پرله پسې فعالیتونو حالت نور هم خراب کړ، او د ۱۹۷۰ کال د سپتمبر په ۶مه یې پر اسراییلو باندي د فشار راوړلو لپاره د ډاوسن فیلډ الوتکه وتښتول. دوی یوازي په دې بسنه ونکړه، بلکي د اردن په زرقا ښار کي یې درې نوري بهرنۍ الوتکي هم کښته کولو ته مجبوره او وروسته د نړیوالو مطبوعاتو په وړاندي والوزولې. د حسین د صبر کاسه د یادي کړني له کبله نوره ډکه سوه او د اردن پوځ ته یې د پوځي اقدام امر وکړ. [۱]
د ۱۹۷۰ کال د سپتمبر په ۱۷مه د اردن پوځ هغه ښارونه بشپړ کلابند کړل، کوم چي د فلسطین د آزادۍ سازمان پکښي د پام وړ حضور درلود، او ددې ترڅنګ یې د عمان ذو اربید ښارونه او د فدایانو ټولي هغه پوستې په نښه کړې چي د فلسطیني کډوالو له کمپونو څخه یې فعالیت کاوه. د کلابندۍ په بله ورځ د سوریې ۱۰۰۰۰ پوځیانو چي د فلسطین د آزادۍ پوځ (PLA) نښي یې درلودې، د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د اربید په لور نظامي پرمختګ پیل کړ. د اردن پوځ ددې کار په مقابل کي پر سوري پوځ باندي یرغل پیل او هغوی یې بیرته شاتګ ته اړ ایستل، خو د نورو عربي هېوادونو او په ځانګړې توګه عراق د فشار زیاتوالي له امله حسین دې ته اړ سو ترڅو مرګ ژوبله ودروي. نوموړي د اکتوبر په ۱۳مه له عرفات سره د جګړې درولو په پار یو تړون لاسلیک کړ، او په دې توګه یې ویني تویولو ته د پای ټکئ کښېښود. د اردن پوځ سره ددې چي د تړون غړی بلل کېدی، خو بیا یې هم د ۱۹۷۱ کال په جنوري کي دوهم برید ته لاس واچاوه، او فدایان یې یو په یو له ښارونو څخه وشړل، څو چي په اخر کي ۲۰۰۰ کسان د جولای په ۲۳مه د اجلون د برید په جریان کي له کلابندۍ وروسته تسلیم او شخړه په رسمي ډول پای ته ورسیده. [۱]
تر جګړې پای ته رسېدو وروسته حسین فلسطیني فدایانو ته اجازه ورکړه ترڅو د سوریې له لاري لبنان ته کډه سي. د تور سپټمبر د پيښي له امله زرګونه فلسطینیان مړه، زخمیان او نورو هیوادونو ته کډوال سول، او اسراییلو او حسین په اردن کي ددوی شتون ته سخت ګوزار ورکړ.
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Shlaim 2008.
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P138 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P580 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP242