تلپاتې پرمختیايي ۱۶ موخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تلپاتې پرمختیايي ۱۶ موخه (SDG 16 يا نړيواله ۱۶ موخه) د «سولې، عدالت او پياوړو بنسټونو په اړه ده». په ۲۰۱۵ کې د ملګرو ملتونو له خوا د تلپاتې پرمختیايي ۱۷ موخو له ډلې څخه يوه يې پورتنۍ ده، چې رسمي الفاظ يې: «د تلپاتې پرمختیا لپاره سوله لرونکی (باثباته) او مشمول ټولنو ته وده ورکوي، ټولو لپاره عدالت ته لاسرسی چمتو کوي او په ټولو کچو کې ګټور، مسوول او مشمول بنسټونه جوړوي». دغه موخه ۱۲ نښې لري چې تر ۲۰۳۰ ز کال پورې بايد تر لاسه شي. د نښو پر وړاندې پرمختګ به د ۲۳ شاخصونو په مټ اندازه کېږي. [۱]

دغه موخه لس «د پایلې نښې» لري: تاوتريخوالی کمول؛ ماشومان له ناوړه ګټې اخیستنې، استثمار، قاچاق او زورزیاتي څخه ساتل؛ د قانون د پلي کولو وده او عدالت ته د برابر لاسرسي ټینګښت؛ له سازمان شویو جرمونو او له ناقانونه مالي او وسلو د جریاناتو په وړاندې مبارزه، په پام وړ کچې سره د فساد او بډې راکمول؛ د اغېزمنو، ځواب ویونکو او رڼو ادارو جوړول؛ د ځواب ویونکو، ټول ګډونو او استازي کوونکو تصمیمونو نیول؛ په نړیواله حکومتولۍ کې د ګډون پیاوړتیا؛ د نړیوال حقوقي هویت وړاندې کول؛ معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي تضمین او د بنسټیزو ازادیو ساتنه. د نښو د تر لاسه کولو وسیلې هم دوه دي: د تاوتريخوالي د مخنيوي او د جرم او ترهګرۍ پر وړاندې د مقابلې په موخه د ملي بنسټونو پياوړي کول او د تبعیض ضد قوانينو او کړنلارو پياوړتیا او پلي کول. [۲]

د تاوتریخوالې د جرم کمول، جنسي قاچاق، اجباري کار او د ماشوم ناوړه کارونه روښانه نړيوالې موخې دي. نړيواله ټولنه سولې او عدالت ته ارزښت ورکوي او د پياوړو قضايي سيستمونو غوښتنه کوي، څو وکولای شي قوانين پياوړي کړي او د يوې نسبتاً سوله ییزې او عادلې ټولنې لپاره کار وکړي.

تلپاتې پرمختیايي موخې د ۱۷ نړيوالو موخو يوه ټولګه ده، چې ملګرو ملتونو تنظيم کړې ده. پراخه موخې يې يو له بل سره تړلي دي، که څه هم هره يوه يې د تر لاسه کولو خپلې نښې لري. تلپاتې پرمختیايي موخې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ پراخې مسئلې په ځان کې را نغاړي. په دې کې بېوزلې، لوږه، روغتیا، ښوونه او روزنه، اقلیمي بدلون، د جنسیت برابري، د اوبو رسوونه، حفظ الصحه، انرژي، ښار جوړونه، چاپېریال او ټولنیز عدالت شامل دي. تلپاتې پرمختیايي موخې په سوله ییزو او پراخو ټولنو کې پرمختګ ته د لاسرسي لرلو پر اهمیت، عدالت ته لاسرسی لرل او د قانون ټینګښت او د اغېزناکو، ځواب ویونکو او پراخو اداراتو جوړول دي.[۳][۴]

موخې، مقياسونه او پرمختګ[سمول]

تلپاتې پرمختیايي ۱۶ موخه دولس نښې او ۲۴ شاخصونه لري. درې نښې يې تر ۲۰۳۰ پورې خپله برنامه مشخص کوي. په لاندې ډول د عنوانونو په لنډې او اوږدې بڼې يا نسخې سره د ټولو موخو يو لېست دی. [۵][۶]

د 16.4.1, 16.4.2, 16.6.2, 16.7.1, 16.7.2, 16.b.1 شاخصونو لپاره تر اوسه هيڅ معلومات نشته. د نورو ټولو شاخصونو لپاره د پرمختګ د عيني کولو په موخه معلومات او نړيوالې نقشې د لاسرسي وړ دي. [۷][۸]

۱.۱۶ نښه: تاوتریخوالی هر چېرې له منځه یوسئ[سمول]

اوږد عنوان: «په اغېزناک ډول د تاوتريخوالي ټولې بڼې او ورپورې اړوند د مړينې ارقام په هر ځای کې له منځه يوسئ».

دا موخه څلور شاخصونه لري: [۹]

  • ۱.۱.۱۶ شاخص: د جنس او عمر له مخې په ۱۰۰۰۰۰ وګړو کې د قصدي انساني وژنې د قربانيانو شمېر.
  • ۲.۱.۱۶ شاخص: د جنس، عمر او سبب له مخې په ۱۰۰۰۰۰ وګړو کې د شخړې اړوند مړينې.
  • ۳.۱.۱۶ شاخص: په تېرو ۱۲ مياشتو کې د فزيکي، رواني او جنسي تاوتريخوالي له مخې د نفوسو تناسب.
  • ۴.۱.۱۶ شاخص: د هغو وګړو تناسب چې د استوګنې په سيمه کې په یوازې سر خوندي ګرځېدنه احساسوي.

د عزت پر بنسټ تاوتريخوالی (HBV) يوازې د قتل يا تاوتريخوالي په توګه نه ډلبندي کېږي؛ بلکې پر مذهبي باورونو د کلک اعتقاد د لرلو په معنی هم ده چې په نمونه يي ډول د کورنۍ د يو نارينه غړي په مټ تر سره کېږي. ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د عزت له مخې له تاوتريخوالي سره اړوند په کلني ډول ۵۰۰۰ ښځې وژل کېږي. که څه هم د دې ډول جرمونو د کمزوري مدیریت له امله اصلي شمېر له دې څو برابره لوړ دی. زیاتره ادارات د دا شان شمېرو په راپور ورکولو کې لېوالتيا نه ښيي، ځکه دا کېدای شي د هغوی نړيوال شهرت اغېزمن کړي يا د هغوی د کورنۍ د حيثيت ساتنې په موخه ورته بډې ورکړل شوي وي. ۵.۱۶ نښه ښیې چې د بډې ورکولو مفهوم ورو ورو کمېږي خو ۲.۱۶ نښه بیا د رپوټ شوو جرمونو کمښت بیانوي. [۱۰]

په کویټ کې يوه تر سره شوې سروې د ډيموګرافيکي ځانګړنو (عمر، جنس، زده کړې) او ټولنيزو شاخصونو (مدني حالت، دين) سره په ګډه کې د HBV جرمونو لپاره ملاتړ او مخالفت دواړه اندازه کړل. دغې سروې د فاحشه ښځو یا د ښځو له جنسیتي ارزښتونو څخه د سرغړونې په برخه کې د عامه خلکو د لوړې کچې تصدیق په ګوته کړ. په دې برخه کې یوه له پیاوړو ځانګړنو څخه له سیاسي اسلام سره د هغو سمون لرل دي. د ناموسي وژنو د ۱۷۲ قضیو په څېړنه کې، څه باندې نیمايي یې په هغو هېوادونو کې رامنځته شوي وي چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي او د دې پېښو ۹۱ سلنه عاملان هم مسلمانان و.[۱۱]

يونيسيف او همدارنګه ۳.۱.۱۶ شاخص، زورزیاتی په دریو ډلبندیو وېشي: فزيکي، رواني او جنسي. د ماشومانو د ساتنې سازمان یا Save the Children چې يو نادولتي سازمان دی، په بولیوا کې یې له هغو تنکیو ځوانانو سره مرسته کوله چې هغوی لږ تر لږه د لاندنیو ماډولونو په یوه ډلبندي کې راتلل:

  • لومړی ماډول: د ځان عزت، شخصي ځواکمنتيا او رهبري
  • دويم ماډول: جنسي او د بيازېږېدنې روغتيا
  • درېيم ماډول: تشبثي مهارتونه او اقتصادي پياوړتيا
  • څلورم ماډول: بنسټيزې وړتیاووې، رياضي او لیک لوست

یاد پروګرام د ښځو د بریا په اړه مثبته اغېزه درلوده؛ البته چې په کورنۍ کې د واک پر سر دعوو او د عاید اړوند فشار په کمښت کې یې پرمختګونه هم درلودل. سربېره پر دې، دغه پروګرام د دې لامل وګرځېد تر څو په بولیوا کې د نجونو پر وړاندې زورزیاتی کمښت ومومي. [۱۲]

۲.۱۶ موخه: ماشومان له ناوړه ګټې اخيستنې، استثمار، قاچاق او تاوتريخوالي څخه وژغورئ[سمول]

اوږد عنوان: «ناوړه ګټه اخېستنه، استثمار، قاچاق او د ماشوم پر وړاندې د تاوتريخوالي ټولې بڼې او شکنجه پای ته ورسوئ».[۱۳]

دا نښه دری شاخصونه لري:

  • ۱.۲.۱۶ شاخص: له ۱ – ۱۷ کلنۍ پورې هغه ماشومان چې په تېره میاشت کې یې د خپلو پالونکو له خوا فزیکي سزا یا رواني تیری تجربه کړی وي.
  • ۲.۲.۱۶ شاخص: په ۱۰۰۰۰۰ وګړو کې د جنس، عمر او د استثمار د ډول له مخې د انساني قاچاق د قربانیانو شمېر.
  • ۳.۲.۱۶ شاخص: د ۱۸ – ۲۹ کلونو عمر پورې د نارينه او ښځينه وو تناسب کوم چې تر ۱۸ کلنۍ پورې يې جنسي تاوتريخوالی تجربه کړی دی.

یوه نښه دا ده چې د جنسي قاچاق، اجباري کار او د ماشومانو پر وړاندې هر ډول زورزیاتی او شکنجه باید پای ومومي. که څه هم د «راپور شوو جرمونو» پر شاخص باندې تکیه کول د همدې موخې څارنه او تر لاسه کول ګواښونکی کوي. د بېلګې به ډول: ۸۴ سلنه هېوادونه کوچنيانو ته د تیري د سزا اړوند هېڅ يا نيمګړي معلومات لري. د لاسرسي وړ معلوماتو له مخې دا روښانه ده، چې د کوچنيانو د ساتونکو له خوا د هغوی پر وړاندې تاوتريخوالی لا اوس هم عام دی. نږدې په ۱۰ کې ۸ کوچنيان چې له ۱ تر ۱۴ کلونو عمر لري، په باقاعده ډول (د عايد په پام کې نيولو پرته) د تاوتريخوالي د پيښو قرباني شوي دي. نړيوالې وبا د ماشوم ساتنې او د رواني روغتیا د خدماتو ننګونې د هغوی د لومړیتوب پر ځای را برسېره کړي. په نړۍ کې اوسنیو تکراریدونکو پېښو ته په کتو سره، هېڅ یو هېواد د دې جوګه نه دی چې هر ډول زورزیاتی له منځه یوسي او د ۲۰۳۰ کال د اجنډا لپاره د تلپاته پرمختیايي ژمنو رواني روغتیا او هوساینې ته وده ورکړي.  [۱۴][۱۵][۱۶]

تر ۲۰۱۷ پورې ملګري ملتونه کولای شي د قاچاق د قربانیانو په اړه تر سره شوې پرمختګ باندې رپوټ ورکړي. د هلکانو او نارينه وو په پرتله زياتې نجونې او ښځې قرباني شوې وې، چې تر اوسه پورې د ښځو او نجونو ونډې ډېر کم کمښت درلودلی (همداشان د ښځو پر وړاندې زورزیاتی ووینئ). په ۲۰۰۴ ز کال کې، ٪۸۴ قربانيان ښځې وې او تر ۲۰۱۴ ز کال پورې دا شمېره ٪۷۱ ته راولوېده. د جنسي ګټې اخېستنې شمېرې را کمې شوي دي، خو په مقابل کې یې اجباري کار زیاتوالی موندلی.[۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. "Goal 16". United Nations Department of Economics and Social Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  3. United Nations (2015) Resolution adopted by the General Assembly on 25 September 2015, Transforming our world: the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/70/1)
  4. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  5. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  6. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 16) SDG-Tracker.org, website (2018)
  7. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 16) SDG-Tracker.org, website (2018)
  8. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 16) SDG-Tracker.org, website (2018)
  9. Ritchie, Roser, Mispy, Ortiz-Ospina. "Measuring progress towards the Sustainable Development Goals." (SDG 16) SDG-Tracker.org, website (2018)
  10. Gengler, Justin J.; Alkazemi, Mariam F.; Alsharekh, Alanoud (November 17, 2018). "Who Supports Honor-Based Violence in the Middle East? Findings From a National Survey of Kuwait". Journal of Interpersonal Violence. 36 (11–12): NP6013–NP6039. doi:10.1177/0886260518812067. PMID 30449232. S2CID 53948129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gengler, Justin J.; Alkazemi, Mariam F.; Alsharekh, Alanoud (November 17, 2018). "Who Supports Honor-Based Violence in the Middle East? Findings From a National Survey of Kuwait". Journal of Interpersonal Violence. 36 (11–12): NP6013–NP6039. doi:10.1177/0886260518812067. PMID 30449232. S2CID 53948129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Gulesci, Selim; Puente- Beccar, Manuela; Ubfal, Diego (August 5, 2021). "Can youth empowerment programs reduce violence against girls during the COVID-19 pandemic?". Journal of Environmental Pathology and Toxicology. 153 (5): 327–339. doi:10.1016/j.jdeveco.2021.102716. PMC 8536542 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 102716. S2CID 239459961 Check |s2cid= value (مساعدة). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  14. "SDG16 Data Initiative 2017 Global Report". SDG16 Report. 16 November 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ جولای ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. M'jid, Najat Maalla (September 10, 2020). "Hidden scars: the impact of violence and the COVID-19 pandemic on children's mental health". Child and Adolescent Psychiatry and Mental Health. 33: 33. doi:10.1186/s13034-020-00340-8. PMC 7483042. PMID 32934663. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Progress for Every Child in the SDG Era" (PDF). UNICEF. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)