منځپانگې ته ورتلل

تخت باهي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تخت باهي يا تخت بهي د خيبر پښتونخوا ايالت په مردان کې يوه لرغونې بودايي څله‌ځی(خانقا) ده چې د هندو پارتي دورې پورې اړه لري. دا ځای په گندهارا کې تر ټولو ارزښتمن بودايي لرغونځی گڼل کيږي.[۱] دا څله‌ځی په لومړۍ زېږديزه پېړۍ کې جوړ شوی وو[۲] او تر اوومې زېږديزې پېړۍ پورې کارول کېده.[۳]د لرغونپېژندونکو په وينا دا ځای په ځانگړي ډول د هغه دورې د بودايي څله‌ځايونو د معمارۍ استازيتوب کوي.[۱] تخت باهي په ۱۹۸۰ ز کال[۲][۴]د يونېسکو نړيوالو ميراثځايونو نوملړ کې داخل شو او يونېسکو دا د استثنايي ښه ساتل شوي په توگه ونوماوه.[۱] تخت بهايي په خپل وخت کې د بودايي مذهب درس ځی او عبادت ځی و.[۵]

تخت باهي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
تاريخي اثار
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۱۹۸۰ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
میراثونه
(iv) (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
د پېژندنې شمیره
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۱۹′۱۵″شمال ۷۱°۵۶′۴۵″ختیځ / 34.3208°شمال 71.9458°ختيځ / 34.3208; 71.9458 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

نوم ريښه

[سمول]

تخت باهي يا تخت بهي چې اوسمهال هم ورته همدا نوم اخيستل کيږي، د ځايي خلکو په وينا د چينې اوبه لرونکي تخت په مانا ده، خو که د نوم دوهمه ريښه باهي وگورې نوم د بهي او بهېدلو په مانا ده چې کره پښتو ويوکی دی او د اوبو جريان ښودلو لپاره کارول کيږي، يانې هغه تخت چې ترڅنگ يې اوبه بهيږي.

پېښليک

[سمول]

لرغونپوهانو د دې کنډوالو جوړولو تاريخ په څلورو برخو وېشلی دی چې له لومړۍ مخزېږديزې پېړۍ پيليږي.[۶] د څله‌ځی (خانقا) ودانۍ شايد د لومړۍ زېږديزې پېړۍ پرمهال جوړه شوې اوسي.[۳] يوه ليکنه دا ثابتوي چې دا د گوندوپارېس (۲۰-۴۶ زېږديز کال) نوم لري.[۴] له گوندوپارېس وروسته دا سيمه د لومړني کوشاني پاچا کوجولا کادپيزېس تر ولکې لاندې راغله.[۴] د جوړولو دوهمه دوره چې په تخت باهي کې د سټوپا، محکمې او غونډې تالار جوړول شامل وو، د درېيمې او څلورمې پېړۍ په جريان کې رامنځته شوي. د جوړولو درېيمه دوره چې د وروستۍ کوشاني کورنۍ واکمن کيدارا سره تړاو لري، په څلورمه او پنځه زېږديزه پېړۍ کې رامنځته شوي.

دا سيمه د پينځمې زېږديزې پېړۍ منځ کې هونيانو ونيوله چې د کوشانيانو واکمني يې پای ته ورسوله، هون تورامانا او بيا د هغه زوی ميهيراکولا د گندهارا سيمې ډېر اوسېدونکي ووژل او ډېری بودايي څله‌ځايونه يې وېجاړ کړل او تاريخي شواهد ښيي چې تخت باهي هم د هونيانو دوره کې وېجاړ او زيانمن شوی دی خو داسې ښکاري چې دا ودانۍ تر اوومې زېږديزې پېړۍ پورې کارول کېده.[۴][۷] د دې کنډوالو په اړه لومړۍ اوسمهاله حواله په ۱۸۳۶ ز کال کې يو فرانسوي افسر ورکړله چې د مزدوراباد په نوم کلي کې يې د بودا پاتې شونو ته اشاره وکړه.[۶] د دې ځای کيندنې او پلټنې په ۱۸۶۴ ز کال کې پيل شوې.[۶] د پام وړ شمېر لرغوني توکي يې په برېتانيايي موزيم کې ليدلی شئ.[۸] په ۱۹۲۰ ز کال کې د دې ځای د پام وړ بيارغونه وشوه.[۱]

موقعيت:

[سمول]

دا کنډوالې د خيبر پښتونخوا ايالت د مردان ولسوالۍ نه ۱۵ کيلومتر (۴۹٬۰۰۰ فوټه) مترو په واټن کې پرتې دي.[۲] دې کنډوالو ته نږدې پروت يو کوچنی کلابند ښار چې د ورته دورې تاريخ لرونکی دی،[۳] اوس هم تخت بهي يا تخت باهي دی.[۶] دا کوچنۍ غونډۍ کابو ۱۵۰ متر (۵۰۰ فوټه) پورته د کلي له بازار نه ۲ kم (۶٬۵۶۱ فوټه ۸ انچه) لرې موقعيت لري.[۴]دا سيمې د جوارو، غنمو، گنيو او سبزيجاتو د کرلو له مخې مشهوره ده، پخوا يې د ليدونکو او گرځندويانو شمېر لږ وو، خو اوس د سړک او موټرو تمځی په جوړېدو سره يې د ليدونکو شمېر کې گڼوالی راغلی دی.

د گندهارا په زړه کې د تخت باهي موقعيت

د تخت باهي انځورونه

[سمول]

هنري کارونه

[سمول]

د تخت باهي د زينه پورته کوونکي پژۍ چې په يوناني لباس کې جوړه شوې ده، اوسمهال په برېتانيايي موزيم کې اېښودل شوې.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ UNESCO Advisory Body Evaluation of Takht Bhai
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Takht-i-Bahi, UNESCO Office, Islamabad, Pakistan, 2002
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ "Buddhist Ruins of Takht-i-Bahi and Neighbouring City Remains at Sahr-i-Bahlol". UNESCO World Heritage Centre (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-09.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ Khaliq, Fazal (1 June 2015). "Takht-i-Bhai: A Buddhist monastery in Mardan". DAWN.COM. بياځلي په 8 November 2015.
  5. "د تخت بهايي زاړه اثار د بده مت مذهب مننونکو لپاره څومره ارزښت لري؟". www.voadeewanews.com. ۲۰۲۱ فېبرورۍ ۲۱مه.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ۶٫۳ UNESCO Periodic Report
  7. [۱] Short Guide To Takht-i-bahi by Shakur, M.a.
  8. "Collection". The British Museum (in انګليسي). بياځلي په 2021-09-09.
  9. Yi, Joy Lidu (January 2020). The Global Connections of Gandhāran Art (in انګليسي). p. 70.