تبليغي ډله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له تبليغي جماعت نه مخ گرځېدلی)

د دعوت او تبليغ جماعت يو دیني خوځښت دی.

دا حرکت په 1927ء کال کي د مولانا محمد الياس کاندهلوي رحمة الله علیه په واسطه جوړ شو ، تبليغي جماعت خلک په قران کريم او نبوي احاديثو عمل کولو ته رابلي دوۍ د خپلو ملاتړو هيڅ کوم رسمي راجستر نلري. تبليغي جماعت دا وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره ډله ده، تبليغي جماعت د نړۍ په 150-200 هيوادو کي 12-150ميليونه ملاتړكوونكى او غړي لري د امريكا په متحده ايالاتو کي 50000 فعاله غړي لري، تبليغي جماعت د خپلو غړو لپاره شپږ نمبري ټاکلي دي دوئ خپلوهغو غړو ته چي علما نه وي په دغو شپږو نمبرو کي د وعظ توصيه کوي ددې جماعت يو فعاله غړى هغه څوک ده چي په دې جماعت کي يې څلور مياشتي وخت لګولى وي د تبليغي جماعت اوسنى امير مولانا محمد سعد د مولانا محمد الياس لمسى ده.

د دعوت او تبلیغ تائید دعلماو لخوا: اکثره خلک داسي فکر کوي چي تبلیغي نظام د عوامو په لاس کي دي او د علماؤ هیڅ همکاري نسته ورسره حتی تأئید یې لا هم نه کوي، خو دغه خبره سل فیصده غلطه ده. ټول علماء دیوبند چي هغوي اوسنی دعوت تبلیغ نظام لیدلي دي د هغه تائید یې کړي دي او هغه یې د امت مسلمه لپاره مؤثره بللي دي. موږ چي کوم علماء کرام یادوو د هغو تائید تبلیغ ثبوت زموږ سره سته. کنې په زرهاؤ علماء سته چي د تبلیغ تائید کوي، ځکه د هغو هیڅ ډول ثبوت زموږ سره نسته نو ځکه د هغوي نومونه مو نه دي ذکر کړي. لاندي هغه علماء دي: ۱.حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رحمه الله) ۲.شیخ العرب والعجم مولانا حسین احمد مدني (رحمه الله) ۳. مفتي کفایت الله دهلوي (رحمه الله) ۴.مولانا عبدالقادر رائپوري (رحمه الله) ۵. شیخ الحدیث مولانا زکریا کاندهلوي (رحمه الله) ۶. مفتي اعظم محمد شفیع عثماني (رحمه الله) ۷. مفتي اعظم مولانا حسن ګنګوهي (رحمه الله) ۸. مولانا ابوالحسن ندوي (رحمه الله) ۹. محدث مولانا منظور نعماني (رحمه الله) ۱۰. مولانا عمر پالنپوري (رحمه الله) ۱۱. شیخ الحدیث مولانا شیخ حسن جان مدني (رحمه الله) ۱۲. شیخ الحدیث ډاکټر شیر علي شاه (رحمه الله) ۱۳. مولانا محمد امیر بجلي ګهر (رحمه الله) ۱۵. مولانا شیهد یوسف لدهیانوي (رحمه الله) ۱۶. شیخ حماد (مدینه) رحمه الله ۱۷. مفتي اعظم افغانستان مولانا عبدالعلی دیوبندي (رحمه الله) (ژوندي علماء) ۱۸. شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله ۱۹.مفتي اعظم محمد رفیع عثماني حفظه الله ۲۰.شیخ الحدیث ډاکټر عبدالرزاق اسکنر حفظه الله ۲۱. شیخ الحدیث مفتي سعید احمد پالنپوري (اوسني شیخ الحدیث دارالعلوم دیوبند) حفظه الله ۲۲. مولانا ارشد مدني حفظه الله ۲۳. مولانا مکي الحجازي حفظه الله ۲۴. مفتي زرولي خان صاحب حفظه الله ۲۵. متکلم اسلام مولانا محمد الیاس ګهمن حفظه الله.

تړلې لیکنې[سمول]

دعوت اسلامي دعوت

سرچینې[سمول]