تبعیض

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تبعیض هغه عمل دی چې د خلکو تر منځ د ډلو، طبقو یا نورو کتګوریو پر بنسټ چې دوی ورسره تړاو لري، بې بنسټه توپیرونه رامنځته کوي. د خلکو سره ممکن د نژاد، جنس، عمر، مذهب یا جنسي تمایل او د نورو ځانګړتیاوو پر بنسټ تبعیض وشي. تبعیض په ځانګړې توګه هغه وخت رامنځته کېږي، چې ځینې ډلې یا وګړي د نورو ډلو یا وګړو په پرتله له ناوړه چلند سره مخامخ شي او دا چلند په ځینو ډلو یا ټولنیزو کتګوریو کې د دوی د حقیقي یا انګېرل شوي غړیتوب پر بنسټ را منځ ته شي. تبعیض د یوې ډلې غړي د هغو فرصتونو یا امتیازاتو نه ایساروي چې د بلې ډلې غړو ته د لاس رسي وړ وي.  [۱][۲][۳][۴]

تبعیضي دودونه، سیاستونه، نظرونه، کړنې او قوانین د نړۍ په ټولو برخو کې په ډېرو هېوادونو او بنسټونو کې شته، په هغو سیمو کې هم شته، چې تبعیض ته زیاتره په سپکه سترګه کتل کېږي. په ځینو ځایونو کې هڅې لکه سهمیه د هغو کسانو په ګټه کارول شوي ،چې ګمان کېږي، د تبعیض اوسني یا پخوانی قربانیان وي. دا هڅې زیاتره د تناقض سره مخ شوې او کله ناکله د معکوس تبعیض په نوم هم بلل کېږي. 

رېښه[سمول]

په انګلیسي ژبه کې د تبعیض اصطلاح، د ۱۷مې پېړۍ په پیل کې راڅرګنده شوه. دا اصطلاح د لاتیني کلیمې discriminat نه، چې د 'ترمنځ توپیر' په معنا ده، د discriminare له فعل نه، د discrimen نه، چې د 'توپیر' معنا، او همدا رنګه د discernere د فعل نه اخیستل شوې. د "تبعیض" اصطلاح د امریکا د کورنۍ جګړې راهیسې په عمومي ډول په امریکایی انګلیسي کې د یو فرد سره یوازې د ده د نژاد پر بنسټ د تعصبي چلند په معنا تحول وکړ، وروسته بیا په ټولنه کې په نامناسبه ډله یا کټګورۍ کې د غړیتوب له امله عمومي شوه. مخکې له دې چې د دې کلیمې مفهوم تقریباً عمومي شي، د درک، سلیقې او کمال لپاره مترادفه کلیمه وه، لکه: په "سلیقه او ټاکنه یا  taste and discrimination " کې چې په عمومي توګه د ستاینې وړ ځانګړتیا په معنا ده او په " تبعیض کول" یا "discriminate against "  کې په عامه ټوکه د خوار ګڼلو په معنا وه.    [۵][۶][۷][۸]

تعریفونه[سمول]

د اخلاقو علم پوهانو د قاعدوي تعریف په کارولو سره تبعیض تعریف کړی. د دې قاعدوي کړنلارې له مخې، تبعیض په ناسم ډول د تپل شوي ناسم چلند یا درېځ په توګه تعریف شوی. دا هم یو مقایسوي تعریف دی. د یوه فرد سره د تبعیض پر وخت کې نباید په رښتیا هغه ته زیان ورسول شي. د دوی سره د نورو په پرتله یوازې باید د یوه فردي استدلال له امله بد چلند وشي. که یو څوک وغواړي چې د یتیم ماشومانو سره مرسته وکړي، خو د توکمپالنې چلند له امله د مثال په توګه د تورپوستو ماشومانو سره وغواړي لږ مرسته وکړي، نو دوی په تبعیضي بڼه عمل کوي، سره له دې هغه خلک چې ورسره تبعیض کوي، په حقیقت کې له مرستې نه ګټه پورته کوي. سربېره پر دې، تبعیض د ظلم په سرچینه بدلېږي. دا عمل دې ته ورته دی چې یو څوک دومره "بېل" په نظر کې و نیول شي چې، د هغه پر وړاندې د غیر انساني چلند او سپکاوي لامل شي. د تبعیض قاعدوي تعریف له توصیفي تعریف سره توپیر لري - په قاعدوي تعریف کې، تبعیض د تعریف له مخې ناوړه عمل ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې په توصیفي تعریف کې تبعیض د شرایطو سره سم یوازې په اخلاقي ډول ناوړه عمل دی.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو په درېځ کې دا وینا شامله ده: "تبعیضي چلندونه ډېرې بڼې لري، خو ټولې د یو څه محرومیت یا رد بڼه لري." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نړیوال بنسټونه، په ټوله نړۍ کې د تبعیض پای ته رسولو لپاره کار کوي.   [۱۴]

د تبعیض ډولونه[سمول]

عمر[سمول]

عمر پالنه یا د عمر تبعیض د یو چا د عمر پر بنسټ تبعیض او ډلبندي ده. دا د باورونو، معیارونو او ارزښتونو یوه ټولګه ده چې د یوه کس پروړاندې عمر د تبعیض یا ټيت کتنې د توجیې لپاره کارول کېږي. عمرپالنه زیاتره د زړو خلکو، یا ځوانانو او ماشومانو ته متوجه ده.   [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په متحده ایالاتو کې د عمر د تبعیض شتون په ګومارنه کې تر سترګو کېږي. جوانا لاهي، د تګزاس اې او اېم د دولتي او عامه خدمتونو د بوش ښوونځي پروفیسور وموندله چې، له ۴۰ سلنې نه ډېر شرکتونه د زړو کار غوښتونکو په پرتله ډېر د ځوانو بالغ کارغوښتونکو سره مرکه کوي. په اروپا کې، د ګنټ پوهنتون څېړونکو ستیجن بروت، جنیفر نورګا، یانیک توی او ماریک وان هېک په بلجیم کې مقایسوي نسبتونه اندازه کړ. دوی وموندل چې د عمر تبعیض، د هغه فعالیت له مخې نامتجانس دی چې پخوانیو نوماندانو د خپل تعلیم وروسته په اضافي کلونو کې په غاړه اخیستی وي. له دوی سره په بلجیم کې یوازې په هغه حالت کې تبعیض کېږي، چې د وزګاری یا نااړونده دندې ډېر کلونه ولري.   [۱۹][۲۰]

د انګلستان د کنټ پوهنتون په یوه ټول پوښتنه کې، ۲۹ سلنه ځواب ویونکو څرګنده کړه چې ،دوی د عمر تبعیض نه ځورېدلي دي. دا د جنسي یا نژادي تبعیض په پرتله لوړ نسبت دی. په پوهنتون کې د ټولنیزې ارواپوهنې پروفیسور ډومینیک آبرامز دې پایلې ته ورسېد چې عمرپالنه، د تعصب ترټولو لوړه بڼه ده چې د برېتانیې په نفوس کې تجربه شوې ده.  [۲۱]

پرګنې[سمول]

د یونیسف او د بشري حقونو د څار د ادارې پر بنسټ، پرګنیز تبعیض په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۵۰ مېلیونه خلک تر اغېزې لاندې راولي او په ځانګړې توګه د آسیا په ځينو برخو (هند، سریلانکا، بنګلدیش، پاکستان، نیپال، جاپان) او افریقا کې پراخ دی. تر ۲۰۱۱ ز کال پورې، په هند کې ۲۰۰ میلیونه طبقه بندي یا جدول بندي شوې پرګنی (په خوا د "نجسانو" په نوم یادېدې) وې.  [۲۲][۲۳][۲۴]

معلولیت[سمول]

د معلولینو په وړاندې تبعیض او د هغو خلکو غوره والی معلول نه دي، د پیاوړتیاپالنې یا د معلولیت د تبعیض په نامه  یادېږي. د معلولیت تبعیض، چې د نامعلولو کسانو "عادي ژوند" د معیار په توګه په نظر کې نیسي، په عامه او خصوصي ځایونو او خدمتونو، تعلیمي چاپېریالونو او ټولنیزو خدمتونو کې ترسره کېږي، چې د "عادي" خلکو لپاره جوړ شوي، څو ډوله معلولیت لرونکي کسان له دې نه محروم دي. څېړنو ښودلې  ده چې: معلولین نه یوازې کار ته اړتیا لري، ترڅو د اجورې د ترلاسته کولو فرصت ولري، بلکې د رواني روغتیا او هوساینې ساتلو لپارهم کار ته اړتیا لري. کار د یوه کس لپاره یو شمېر لومړنۍ اړتیاوې، لکه ټولیزه موخه، ټولنیزه اړیکه، حالت او فعالیت پوره کوي. یو معلول کس زیاتره په ټولنیزه توګه ګوښه وي او کار د هغوی د انزوا د کمولو یوه لاره ده.  [۲۵]

په متحده ایالاتو کې، د معلولو امریکایانو قانون، ودانیو او خدمتونو دواړو ته د لاسرسي مساوي شرایط برابروي او په نورو هېوادونو کې هم ورته قوانینو را منځ ته شوي دي، لکه: په بريتانیا کې د ۲۰۱۰ ز کال د برابرۍ قانون.

سرچینې[سمول]

  1. "What drives discrimination and how do we stop it?". www.amnesty.org (په انګلیسي ژبه کي). Amnesty International. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. Discrimination occurs when a person is unable to enjoy his or her human rights or other legal rights on an equal basis with others because of an unjustified distinction made in policy, law or treatment. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Discrimination: What it is, and how to cope". American Psychological Association. 2019-10-31. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. Discrimination is the unfair or prejudicial treatment of people and groups based on characteristics such as race, gender, age or sexual orientation. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "discrimination, definition". Cambridge Dictionaries Online. Cambridge University. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Introduction to sociology. 7th ed. New York: W. W. Norton & Company Inc, 2009. p. 334.
  5. "Definition of discrimination; Origin". Oxford Dictionaries. Oxford University. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 14, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Introduction to sociology (Print) (الطبعة 7th). New York: W. W. Norton & Company Inc. 2009. د کتاب پاڼې 324. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Simpson, J.A., المحرر (1989). The Oxford Dictionary. IV (الطبعة 2nd). د کتاب پاڼې 758. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19861216-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Richard Tardif, المحرر (1985). The Macquarie Concise Thesaurus — Australia's National Thesaurus. The Macquarie Library. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-94975797-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Altman, Andrew (2020), "Discrimination", in Zalta, Edward N. (المحرر), Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Summer 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰, [A]s a reasonable first approximation, we can say that discrimination consists of acts, practices, or policies that impose a relative disadvantage on persons based on their membership in a salient social group. [...] [W]e can refine the first-approximation account of discrimination and say that the moralized concept of discrimination is properly applied to acts, practices or policies that meet two conditions: a) they wrongfully impose a relative disadvantage or deprivation on persons based on their membership in some salient social group, and b) the wrongfulness rests (in part) on the fact that the imposition of the disadvantage is on account of the group membership of the victims. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Lippert-Rasmussen, Kasper (2006). "Private Discrimination: A Prioritarian, Desert-Accommodating Account". San Diego Law Review. 43: 817–856. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Horta, Oscar (2010). "Discrimination in Terms of Moral Exclusion". Theoria. 76 (4): 314–332. doi:10.1111/j.1755-2567.2010.01080.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thompson, Neil (2016). Anti-Discriminatory Practice: Equality, Diversity and Social Justice (په انګلیسي ژبه کي). Palgrave Macmillan. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-58666-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. Altman, Andrew (2020), "Discrimination", in Zalta, Edward N. (المحرر), Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Summer 2020), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۲۹ ډيسمبر ۲۰۲۰ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "United Nations CyberSchoolBus: What is discrimination?". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Definition of Ageism". Oxford Dictionaries. Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر May 14, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Kirkpatrick, George R.; Katsiaficas, George N.; Kirkpatrick, Robert George; Mary Lou Emery (1987). Introduction to critical sociology. Ardent Media. د کتاب پاڼې 261. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8290-1595-9. د لاسرسي‌نېټه January 28, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wilkinson J and Ferraro K, "Thirty Years of Ageism Research". In Nelson T (ed). Ageism: Stereotyping and Prejudice Against Older Persons. Massachusetts Institute of Technology, 2002
  18. "Young and Oppressed". youthrights.org. Retrieved April 11, 2012. Archived July 28, 2011, at the Wayback Machine.
  19. Lahey, J. (2005) Do Older Workers Face Discrimination? Boston College. Archived April 14, 2012, at the Wayback Machine.
  20. Baert, S., Norga, J., Thuy, Y., Van Hecke, M. (In press) Getting Grey Hairs in the Labour Market: An Alternative Experiment on Age Discrimination Journal of Economic Psychology.
  21. (2006) How Ageist is Britain? London: Age Concern. Archived October 27, 2005, at the Wayback Machine.
  22. "Discrimination". UNICEF. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۱۱ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Global Caste Discrimination". Human Rights Watch. د اصلي آرشيف څخه پر November 15, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 26, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "India: Official Dalit population exceeds 200 million". International Dalit Solidarity Network. May 29, 2013. د لاسرسي‌نېټه July 30, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Vornholt, Katharina; Sjir Uitdewilligen; Frans J.N. Nijhuis (December 2013). "Factors Affecting the Acceptance of People with Disabilities at Work: A Literature Review". Journal of Occupational Rehabilitation. 23 (4): 463–75. doi:10.1007/s10926-013-9426-0. PMID 23400588. S2CID 10038886. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)