تانبه:مېنځپانگه/تانبه/تاريخ او پېښې
د روژې د مياشتې فتوحات
هغه (غزاګانې) جنګونه چې مسلمانانو د روژې په میاشت کې کړي دي👇 بدر غزا : 17روژه (دوهمه هجري) د نبي علیه السلام په مشرۍ کې د اسلام لومړی جنګ وو چې 313 نفرو صحابه کرامو مشرکینو ته ماتې ورکړه په دغه جنګ کې د مجاهدینو مرستې ته ملایکې هم را نزول شوي. د مکې فتحه : روژه (8 هجري) د نبي علیه السلام په مشرۍ کې صحابه کرامو له قلیل جنګ وروسته کفارو ته ماتې ورکړه نیول شویو کسانو لپاره نبي علیه السلام د عام معافۍ اعلان وکړو. البويب جګړه: روژه (13 هجري) د حضرت مثنٰی بن حارثه په مشرۍ کې د فارس مجوسیانو ماتې وخوړه. قادسي جګړه : روژه (15 هجري) د حضرتِ سعد بن ابي وقاصؓ په قومنده کې له خونړي جنګ وروسته مجوسیانو ماتې وخوړه. جنګِ رهوډس :روژه(53 هجري) د جناده بن ابې امیه په مشرۍ کې مجاهدینو له رومیانو څخه د (بحرِ متوسط) جزیره فتحه کړه. معرکه ملاذکرد : روژه (463هجري) د الب ارسلان سلجوقي په مشرۍ کې اوسنۍ ترکیه کې مسلمانانو بازنطیني عیسایانو ته ماتې ورکړه.
روژه (12هجري) د طارق ابنِ زیاد په مشرۍ کې له عیسایانو سره له خونړي جنګ وروسته هسپانیه اوسنۍ (اسپین)فتحه شو. د عموريه فتحه : روژه (223هجري) د یوې مظلومې مسلمانې خور په فریاد عباسي خلیفه معتصم باالله له تعرض وروسته عموریه فتحه کړه. جنګِ شقحب : روژه (702هجري) د ناصر محمد قلاوون په مشرۍ کې د شیخ الاسلام ابنِ تیمیه په ګډون شام ته نیږدې شقحب سیمه کې مسلمانانو تاتاري لښکر ته تاریخي ماتې ورکړه. سرقوسه فتحه : روژه (264هجري) د جعفر بن محمد په مشرۍ کې د نهه میاشتو اوږدې محاصرې وروسته مسلمانان په (جزیرة السقلیه)باندې قابض شول. فتحِ هند او پاکستان : روژه (94هجري) د محمد بن قاسم الثقفي لخوا د اوسنی هِند او سِیند سیمې فتحه شوې ۔ جنګِ بلاط الشُهداء : روژه (114هجري) د عبدالرحمٰن الغافقي په مشرۍ کې فرانس فتحه کولو لپاره له عیسایانو سره د خونړۍ جګړې وروسته اسلامي لښکر ماتې وخوړه. جنګِ حارم : روژه (559هجري) د سلطان نورالدین زنګي په مشرۍ کې اسلامي لښکر په اوسني (ادلب) سیمه باندې قابض شو. جنګِ زلاقه : روژه (479هجري) د یوسف بن تاشفین په مشرۍ کې اسلامي لښکر د یورپ کفري اتحاد ته ماتې وکړه. د قبرس فتحه: روژه (829هجري) مملوکي سلطان اشرف برسبایي په مشرۍ کې د قبرص جزیره دوهم ځل فتحه شوه له دې مخکې حضرت امیرِ معاویه فتحه کړې وه. بوسنيا فتحه : روژه (791هجري) دعثماني خلافت مشر سلطان مراد الاول په مشرۍ کې مسلمانان په سربیا، بلغاریه، پولینډ، او المانیا هیوادونو باندې قابض شول. عين جالوت جګړه: روژه (658هجري) د سیف الدین قطز په مشرۍ کې د منګول تاتاریانو ظالم لښکر لومړی ځل ماتې وخوړه. حطين جګړه : روژه (584هجري) د سلطان صلاح الدین ایوبي په مشرۍ کې د حطین له فتحې وروسته اسلامي لښکر د بیت المقدس طرف ته پرمختګ وکړو او بیت المقدس هم فتحه شو . |