منځپانگې ته ورتلل

تانبه:درملګري/غوره ليکنه/۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

درملیز قانون (کتاب) د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا د درملني قانون ( القانون في الطب ; لاتیني Canon Medicinae ) د طب یوه پوهنغونډه (کتاب) ده چې په پنځو کتابونو کې دافغانستان دمشهوره عالم، فیلسوف اودکتور ابوعلی ابن سینا لخوا تالیف شوې ده او په 1025 زیږدیز کال کې بشپړ سوه . مخینه[سرچينه سمول] القانون شاید یو له خورا مشهور او اغیزمنو لومړنیو کتابونو څخه وي، چې په وروستیو تخلیقاتو اغیزه کوي. دا د اسلامي نړۍ د معاصر طبي پوهې اوپه منځنیو اسلامي پېړیو کي دافغانستان دپوهنیز بهیر یو عمومي درک موږ ته وړاندي کوي . په 12 پیړۍ کې له عربي څخه لاتیني ته ددې کتاب ژباړي دمنځنۍ پیړۍ د درملو په پراختیا خورا اغیزه وکړه اواسلامي نړۍ نن ورځ هم ددغه افغان عالم منندویه ده . القانون د عصري دورې په لومړیو کې د اروپا په پوهنتونونو کې د تدریس لپاره معیاري درسي کتاب وګڼل سو. یاد کتاب په منځنۍ اروپا او اسلامي نړۍ کې د درملو معیارونه ټاکل او په اروپا کې د 18 پیړۍ په اوږدو کې دمعیاري طبي کتاب په توګه کارول کیدی. دالقانون کتاب لمړی برخه ابن سینا په 403هجری اوپاته برخي یې تر 415 هجری قمری پوري خپرې کړې.