تارتاري سترواکي
تارتاري سترواکي يا تارتاري امپراتوري (انګليسي ژبه: Tartarian Empire) د جعلي پېښليک او توطيې د تيوريو يوه ټولگه ده چې د دې تيورۍ له مخې په تېرو کې يو لرغوني تمدن شتون درلود چې د وخت په تېرېدو دا تمدن له منځه تللی او د خاورو لاندې شوی دی، دا مفکوره له روسي ملتپانې نه سرچينه اخلي.
تارتاري د منځنۍ اسيا او سيبېريا لپاره يو عمومي نوم دی. د سازش تيوري ادعا کوي چې تارتاريان يا د تارتاريانو سترواکي له پرمختللې ټېکنالوژۍ سره يو ورک شوی تمدن دی، دوی د اسيا تاريخ کې د تارتاريانو مستند شوي حسابونه له پامه غورځوي.[۱]
د سازش تيورۍ په عصري ليدلورو کې ادعاشوي تارتاريان سترواکي د مرکزي افغانستان څخه تر شمالي کزاخستان او همدارنگه د منگوليا، چين او د روسيې لرې ختيځ سيمو پورې غځېدلې سيمه گڼل کېږي.
| عمومي مالومات |
|---|
شاليد
[سمول]د لويې تارتاريا تيوري د يوې ځپل شوې ورکې شوې ځمکې يا تمدن په توگه په روسيه کې رامنځته شوې ده چې اړخونه يې لومړی د اناتولي فومينکو په نوې کرونولوژۍ کې د ۱۹۷۰ لسيزې په نيمايي او د ۱۹۸۰ لسيزې په لومړيو کې راڅرگند شول، او بيا د نيکولای ليواشوف د نژادي پټ تاريخ له خوا مشهوره شوه. په روسيه کې دا تيوري د ملتپالنې له کبله مشهوره ده، تارتاريا د روسيې لپاره د اصلي نوم په توگه وړانديزېږي، چې په لوېديځ کې په بشپړ ډول له پامه غورځول شوې ده.[۲][۳] د روسيې ځمکپېژندنې ټولنې هم د سازش تيورۍ په پام کې نيولو پرته له دې فرصت نه کار اخيستی او په خپله ټولگه کې د تارتاريا ډېرې نخشې خپرې کړې دي. [۴] له شاوخوا ۲۰۱۶ ز راهيسې د تارتاريا ورکې شوې سترواکۍ په اړه د سازش تيوري په اينټرنېټ کې ډېره مشهوره شوې ده، چې له خپلې اصلي روسي ملتپالنې څخه راجلاشوې ده.[۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dunning, Brian (February 2021). "Skeptoid #765: Tartaria and the Mud Flood". Skeptoid. بياځلي په 16 September 2021.
- ↑ Gorshenina 2014، مم. 462—463.
- ↑ Gorshenina 2019، م. 94.
- ↑ "Vsya pravda o Tartarii" Вся правда о Тартарии [The whole truth about Tartary]. Русское географическое общество (in روسي). 5 October 2020. بياځلي په 14 May 2022.
- ↑ Adams, Josie (14 January 2022). "Inside the wild architecture conspiracy theory gaining traction online". The Spinoff. بياځلي په 22 January 2022.