ب ام و

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ب ام و
بە ئەڵمانی: Bayerische Motoren Werke AG
Industryautomotive industry، Manufacture of motor vehicles، aviation engineering، activities of holding companies
بنسټ ايښودنه۷ی مارچ ۱۹۱۶
Short nameBMW Group
Named afterبایرن
Founded byCamillo Castiglioni، Karl Rapp، Franz Josef Popp، Gustav Otto
Chief executive officerOliver Zipse
ChairpersonNorbert Reithofer
Board memberKarl-Heinz Sonne، Helmut Panke
Motto textThe Ultimate Driving Machine
هېوادجرمني
Legal formAktiengesellschaft
خاوندStefan Quandt، Susanne Klatten، BlackRock
Partnership withClemson University International Center for Automotive Research
Headquarters locationMunich
Stock exchangeFrankfurt Stock Exchange، Nasdaq
Award receivedInnovation Prize of the German Economy
Product or material produced or service providedموټر، motorcycle، برېښنايي موټر
IPv4 routing prefix160.46.0.0/15، 160.48.0.0/14
Phone number+49-89-382-0، +49-89-1250-16000
Fax number+49-89-382-7025858
Email addressmailto:corporate.website@bmwgroup.com، mailto:datenschutz@bmw.de، mailto:kundenbetreuung@bmw.de
رسمي وېبځیhttps://www.bmw.com
Described at URLhttp://www.fundinguniverse.com/company-histories/bayerische-motoren-werke-ag-history/
Privacy policy URLhttps://www.bmwgroup.com/en/general/data_privacy.html، https://www.bmwgroup.com/de/general/data_privacy.html
Supervisory board memberReinhard Hüttl
WMI codeWBA
MAC Address Block Large ID0001A9

بایریشه موتورن ورک اګ (په جرمني ژبه: Bayerische Motoren Werke AG) چې اختصار ډول یې ب ام و (BMW) دی د لوکسو موټرونو او موټرسایکلونو څو ملیتي شرکت دی چې مرکز یې د جرمني د مونیخ په بایرن کې موقعیت لري. دغه شرکت په ۱۹۱۶ زکال کې د الوتکو د ماشینونو د تولید کوونکي شرکت په توګه تاسیس شو چې له ۱۹۱۷ زکال څخه یې تر ۱۹۱۸ زکال پورې او بیا ځلي له ۱۹۳۳ زکال څخه تر ۱۹۴۵ زکال پورې یې د الوتکو ماشینونه تولید کړل.

د دغې کمپنۍ موټر د BMW (ب ام و)،Mini  (میني) او Rolls-Royce (رولزرویس) او موټرسایکلونه یې د BMW Motorrad (ب ام و موټوراډ) په برانډونو بازار ته وړاندې کېږي. په ۲۰۱۷ زکال کې ب ام و د ۲ میلیونه ۲۷۹ زره او ۵۰۳ موټرو د تولید له امله د نړۍ د زیاتو موټر تولیدونکو شرکتونو په نوملړ کې څوارلسم ځایګی خپل کړ. دغه شرکت د موټري سپورټ په ځانګړې توګه په touring cars، sports cars او Isle of Man TT د موټرو زغلونې په سیالیو کې پام وړ مخینه لري. [۱]

د ب ام و مرکزي دفتر په مونیخ کې موقعیت لري او خپل نقلیه وسایط په جرمني، برازیل، چین، هند، مکسیکو، هالنډ، سویلي افریقا، بریتانیا او متحده ایالاتو کې تولید کوي. په ۱۹۵۹ زکال کې د هربرت او هارلد کوانډت په نامه د دوه وروڼو له خوا په دغه شرکت کې د پانګونې له امله دغه شرکت له سقوط څخه وژغورل شو او له همدې امله د کوانډت کورنۍ د دغه شرکت اوږد مهاله لوی سهم لرونکی دی (نور اسهام یې عمومي اسهامو ته اړوند دي).

تاریخچه[سمول]

اوټو پلوګ ماشین فابریک (Otto Flugmaschinenfabrik) شرکت په ۱۹۱۰ زکال کې د ګوستوف اوتو له خوا په بایرن کې تاسیس شو. دغه شرکت د ۱۹۱۶ زکال د مارچ په اوومه د بایریشه پلوګزیګ ویرکه اګ (Bayerische Flugzeugwerke AG) په نامه بیاځلي تنظیم شو. دغه شرکت وروسته په ۱۹۲۲ زکال کې خپل نوم بایریشه موتورن ورک اګ ته واړوه. له دې سره د ب ام و نوم ۱۹۱۳ زکال ته اړوندېږي هغه مهال چې د دغه نوم اصلي کارونکې کمپنۍ د کارل راپ له خوا (په پیل کې د Rapp Motorenwerke GmbH په نوم) تاسیس شوه. د Rapp Motorenwerke's انجن تولیدونکي شرکت پانګه او نوم په ۱۹۲۲ زکال کې بایریشه پلوګزیګ ویرکه ته انتقال شو او په همدغه کال کې یې دغه نوم ځانته غوره کړ. د BMW لومړنی تولید د BMW IIIa په نامه د شپږ کسیزې الوتکې ماشین و چې د ۱۹۱۷ زکال په پسرلي کې د انجینر مکس فریز له خوا طراحي شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته BMW د موټرسایکلونو د ماشینونو، کرنیزو وسایلو، کورنیو وسایلو او د ریل پټلۍ د برېکونو په تولید سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړ. دغه شرکت خپل لومړنی موټرسایکل په ۱۹۲۳ زکال کې د BMW R 32 په نوم تولید کړ. [۲]

BMW په ۱۹۲۸ زکال کې هغه مهال د موټرو په جوړونکي شرکت واوښت چې Fahrzeugfabrik Eisenach هغه وپېره او د Dixi marque د جواز له مخې یې اسټین ۷ موټر تولید کړل. لومړنی هغه موټر چې د BMW په نوم وپلورل شو یو تغیر لرونکی ډیکسي و چې BMW 3/15 ورته ویل کېدل او د Automobilwerk Eisenach موټر جوړلو د شرکت له خوا د BMW له پېرلو وروسته وپلورل شو. په ۱۹۳۰ مه لسیزه کې BMW خپل تولیدات د سپورټ موټرو او لویو لوکسو موټرو په جوړولو سره پراخ کړل. [۳]

تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د طیارو ماشینونه، موټرسایکلونه او اتوموبیلونه/موټرونه د BMW اصلي محصولات و. د جګړې پر مهال BMW د خپل مدیر فرانتس یوزف پاپ د خوښې پر خلاف د ۴۰۰۰۰ غلامو کارګرو په لرلو د الوتکو د ماشینونو په جوړولو تمرکز وکړ. دغه کارګر تر ډېره پورې د اجباري کار د کمپونو بندیان و چې تر ټولو مخکښ یې داخائو و. د موټرسایکلو تولید جلا دوام درولود خو د موټرو تولید په مطلقه توګه ودرول شو. [۴]

د جګړې پر مهال د BMW کارخونه په شدید ډول بمبار شوه او له جګړې وروسته د لویدیځ جرمني ټولې کارخونې د موټرو او طیارو له تولید څخه منع شوې. له دې سره هم دغه شرکت د دیګونو، هرکارې (تخم پزۍ) او بایسکلونو په جوړولو لاس پورې کړ. په ۱۹۴۸ زکال کې BMW بیاځلي د موټرسایکلو تولید پیل کړ. په ۱۹۵۲ زکال کې یې په بایرن کې د BMW 501 لوکس موټر په جوړولو سره بیاځلي د موټرو په تولید هم لاس پورې کړ. د دغه شرکت د موټرو تولید په ۱۹۵۵ زکال کې د ارزانه کوچنیو ایسیټا موټر جوړولو په جواز اخیستو سره پراختیا وکړه. د لوکسو موټرو لږ پلور او د کوچنیو موټرو لږ ګټه د دې لامل وګرځېده چې BMW له شدیدو مالي ستونزو سره مخ شو او په ۱۹۵۹ زکال کې نږدې و چې د هغو د سیال ډایمیلر بنز له خوا وپېرل شي.

په BMW کې د هربت کوانډت او هارلډ کوانډت له خوا په پریمانه کچه پانګونه د دې لامل وګرځېده چې دغه شرکت د یو جلا بنسټ په توګه بقا وکړي. د دغو دوه وروڼو پلار ګونتر ګوانډت یو مشهور جرمنی صنعتګر و. کوانډت په ۱۹۳۳ زکال کې له نازي ګوند سره یوځای شو او د وسلو او بټریو په جرمنۍ ورماخت کمپنۍ کې یې پریمانه پانګه ترلاسه کړې وه. د هغه لږ تر لږه دریو شرکتونو په پراخه کچه له غلامو کارګرانو ګټنه کوله چې د کارګرانو شمېر یې په ټولیزه توګه ۵۰۰۰۰ تنو ته رسېد. هغه ته د اړوندې بټرۍ جوړولو یوې کمپنۍ د اجباري کار ځانګړی کمپ درلود چې آن د اعدام لرګي یې هم لرل. ژوند کولو ته د دغو کارګرانو تمه یوازې شپږ میاشتې وه. په داسې حال کې چې کوانډت او BMW د جګړې پر مهال له یو بل سره مستقیمه اړیکه نه لرله خو د نازیانو د واکمنۍ پر مهال د هغه د پلار له خوا راغونډې شوې شتمنۍ کوانډت ته د BMW د پېرلو توان ورکړ. [۵][۶][۷]

BMW 700 موټر بریالی و او د شرکت له بېرته په پښو درېدو سره یې مرسته وکړه. په ۱۹۶۲ زکال کې د BMW د کامپکټ څوکیو/باډۍ لرونکو نویو موټرو تولید د سپورټ موټرو په نړۍ کې د BMW د شهرت موندلو پیل و. د ۱۹۶۰مې لسیزې پر مهال BMW په خپلو تولیداتو کې د چت او لوکسو چوکیو کارولو سره خپل کار ته پراختیا ورکړه. د BMW 5 Series منځنۍ کچې څوکیو لرونکی موټر په ۱۹۷۲ زکال کې معرفي شو له هغو وروسته BMW 3 Series کامپکټ څوکیو لرونکی موټر په ۱۹۷۵ زکال کې، BMW 6 Series د لوکس چت په لرلو په ۱۹۷۶ زکال کې او BMW 7 Series د لویو لوکسو چوکیو لرونکي موټر په ۱۹۷۸ زکال کې معرفي شو.

BMW M برخې خپل لومړی د سړکو موټر چې یو منځنۍ کچه ماشین لرونکی غوره موټر و په ۱۹۷۸ زکال کې یې وړاندې کړ. په دې پسې وروسته په ۱۹۸۴ زکال کې BMW M5  او په ۱۹۸۶ زکال کې BMW M3  یې بازار ته وړاندې کړل. همدارنګه په ۱۷۸۶ زکال کې BMW خپل لومړنی V12 ماشین لرونکی 750i لوکسو څوکیو لرونکی موټر هم معرفي کړ.

دغې کمپنۍ په ۱۹۹۴ زکال کې روور ګروپ (Rover Group) هم وپیره خو دغه پېرل یې بریالي نه شول او د BMW لپاره په لویه کچه د مالي زیان لامل وګرځېد. په ۲۰۰۰ زکال کې BMW د روور ډېری برانډونه وپلورل او یوازې میني یې ځانته وساته.

په ۱۹۹۸ زکال کې BMW همدارنګه د رولز رایس برانډ حقوق هم د Vickers Plc څخه ترلاسه کړل.

د BMW لومړنی مډرن ډېر تولید شوی توربو لرونکی پټرولی ماشین په ۲۰۰۶ زکال کې نندارې ته وړاندې شو، (له ۱۹۷۳ زکال څخه تر ۱۹۷۵ زکال پورې BMW د BMW 2002 turbo موټرونو لپاره یوازې ۱۶۷۲ دانې توربو لرونکي M10  ماشینونه تولید کړي و)؛ چې بیا له ۲۰۱۰مې لسیزې وروسته په ډېری ماشینونو کې له توربو سیسټم څخه ګټه اخیستنه پیل شوه. د BMW لومړنی هایبرډ موټر په ۲۰۱۰ زکال کې BMW ActiveHybrid 7 و، همدارنګه د BMW لومړنی ډېر تولید شوی برېښنايي موټر BMW i3  دی چې په ۲۰۱۳ زکال کې یې وړاندې کړ. [۸][۹]

د ۲۰۲۱ زکال په جنوري میاشت کې BMW اعلان وکړ چې د موټرو تولید یې په ۲۰۲۰ زکال کې د کویډ -۱۹ وبا او د هغو د محدودیتونو له امله ۸.۴ سلنه کم شوی. له دې سره د ۲۰۲۰ زکال په لومړیو میاشتو کې BMW د خپلو پېرودونکو په تقاضا کې د ۳.۲ سلنه زیاتوالي شاهد و. [۱۰]

د ۲۰۲۲ زکال د جنوري په ۱۸ مه نېټه BMW د M760Li xDrive نوی محدود ماډل د «وروستي V12» په نامه معرفي کړ چې وروستی BMW موټر دی چې V-12 ماشین یې په کې کارولی. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. "World Motor Vehicle Production: OICA Correspondents Survey" (PDF). OICA. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "BMW name, meaning, and history". bmw.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Odin, L.C. World in Motion 1939 - The whole of the year's automobile production. Belvedere Publishing, 2015. ASIN: B00ZLN91ZG.
  4. "Horsepower under the hood and skeletons in the closet: BMW celebrates 100 years | DW | 04.03.2016". Deutsche Welle. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "BMW and the Holocaust". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Varta Battery Factories". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. BMW's Quandt Family to Investigate Wealth Amassed in Third Reich Der Spiegel. 2007.
  8. BMW Group (ed.): BMW 2002 turbo Archived 2023-04-25 at the Wayback Machine., retrieved 26 August 2020
  9. BMW (ed.): BMW 1602 Elektro Archived 2022-04-28 at the Wayback Machine., retrieved 26 August 2020
  10. Reuters Staff (په 2021-01-12 باندې). BMW sales fall 8.4% in 2020 as coronavirus takes toll. Reuters.
  11. Silvestro, Brian (18 January 2022). "BMW Waves Goodbye to the V-12 With a Final Edition M760Li". Road & Track. Hearst Communications. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)