بې اکسیجني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سمندري بې اکسیجنۍ پېښې یا د بې اکسیجنۍ پېښې هغه دورې څرګندوي چې په هغو کې د ځمکې پراخ سمندرونه د منحل شوي اکسیجن له کمښت سره مخ کېدل او په پایله کې یې اوبه زهري او یوکسینک کېدې. [یعنې هغه حالت چې هم اکسیجن نه وي او هم د سلفایډ کچه لوړه وي]. که څه هم د اکسیجن د کمښت پېښې میلیونونه کاله کېږي چې نه دي پېښې شوې، خو جیولوژیکي سوابق ښیې چې په تېرو وختونو کې څو څو ځله پېښې شوې دي. د اکسیجن د کمښت پیښې له ګڼو ډله‌يیزو انقراضاتو سره هم‌مهاله پېښې شوې دي چې له دغو انقراضونو سره یې مرسته کړې وي. په دغو ډله‌ييزو انقراضاتو کې هغه موارد شامل دي چې جیولوژستان یې د ډبرو په عمر ټاکلو کې د وخت د ښودونکو په توګه کاروي. د کریټاسیوس له منځنۍ دورې راهیسې پراخ او بېلابېل تور شیلونه یا ډبرې موجودې دي چې د اکسیجن د کمښت پېښې ښيي، خو له ډله‌يیزو انقراضاتو سره تړاو نه لري. ډېری جیولوژستان په دې باور دي چې د سمندري اکسیجن د کمښت پېښې په شدت سره د سمندر له دوران، د اقلیمي تودوخې او د ګلخانه‌يي ګازونو د خپرېدو له لوړې کچې سره تړاو لري. څېړونکو د "یوکسینیک [چې هم اکسیجن نه وي او هم د سلفایډ کچه لوړه وي] لپاره د مرکزي بهرني محرک" په توګه د تقویه شوي کاربن ډای اکسایډ خوشې کول وړاندیز کړي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

بریتانوي سمندر پوه او اتوموسفیري ساینس پوه «انډریو واټسن» ویلي دي چې که څه هم «هولوسین» دوره ډېری هغه پروسې بیانوي چې په تېر کې یې د اکسیجن د کمښت په پېښو کې برخه اخیستې ده، خو په بشپړه توګه د سمندر د اکسیجن کمښت به "زرګونه کاله وخت ونیسي تر څو وده وکړي."[۷]

پېښېدنه[سمول]

د سمندري اکسیجن د کمښت پېښې ډېری وختونه د ډېر ګرم اقلیم په دورو کې پېښېږي او مشخصه یې د کاربن ډای اکسایډ لوړه کچه او د سطحې متوسطه تودوخه ده چې ښايي تر ۲۵ سانتي ګراد (۷۷ فارنهایټ) ډېره وي. د کوارټېنري دورې او اوسنۍ دورې توپیر یوازې ۱۳ سانتي ګراد (۵۵ فارنهایټ) درجې دی. په کاربن ډای اکسایډ کې دا ډول زیاتوالی ښايي د ډېر سوځېدونکي طبیعي ګاز (میتان) د ډېر انتشار په ځواب کې وي. د میتان لوړې اندازې معمولاً د ځمکې په قشر کې په ثابتو قاره‌يي سطحو کې د میتان هایډرېټ مرکباتو او د میتان او اوبو له جامدو رسوبي مرکباتو څخه په جوړو زېرمو کې چې یخ ته ډېرې ورته دي، موجودې وي. دا چې د میتان هایډرېټونه بې ثباته دي، تر ټيټې تودوخې او لوړو فشارونو پرته ساینس پوهانو د ټکټونیکي پېښو له امله ځینې کوچنۍ پېښې لیدلې دي. څېړنو ښودلې ده چې په لویه کچه د طبیعي ګازونو وتنه ښايي یو لوی اقلیمي محرک وي، میتان په خپله یو ګلخانه‌يي ګاز دی چې د کاربن ډای اکسایډ په پرتله څو ځله ډېر قوي دی. د اکسیجن کمښت د هیرنټین (وروستي اورډووېشین) د یخ د دوران په جریان کې هم پراخ و.[۸][۹][۱۰]

د سمندري اکسیجن د کمښت پېښې تر ډېره مخکې له مخکې له ګرمو کریټاسیوس او جوراسیک دورو راهیسې پېژندل شوې دي او دا هغه مهال دی چې ډېرې بېلګې مستندې شوې دي، خو پخوانۍ بېلګې ښيي چې دا پېښې په وروستیو تریاسیک، پرمیان، دیونین (کیلواسیر پېښه)، اورډوویشین او کامبرین دورو کې رامنځته شوې دي.[۱۱][۱۲]

د پالیوسین – ایوسین د تودوخې تر ټولو لوړه درجه چې د تودوخې د نړیوال زیاتوالي او په ځینو شیلف سمندرونو کې د عضوي بډایه طبقو په ذخیره کولو سره مشخصه شوې ده، د سمندري اکسیجن د کمښت له پېښو سره ډېر ورته‌والی لري.

د سمندري اکسیجن د کمښت پېښو تر پوره بیارغېدنې وړاندې د څه کم یو میلیون کلونو لپاره دوام درلود.

پایلې[سمول]

د سمندري اکسیجن د کمښت پېښو ډېرې مهمې پایلې لرلې دي. داسې انګېرل کېږي چې دغه پېښې په پیالوزویک او میزوزویک کې د سمندري ژوندیو موجوداتو په ډله‌ییز انقراض کې ښکېلې وې. د تورسیان او سینومانین-تورونین د اکسیجن د کمښت پېښې د اکثرو سمندري ژوندیو موجوداتو د تورسیانو او سینومانین - تورونین د انقراض له پېښو سره تړاو لري. د احتمالي اتوموسفیر پر اغېزو سربېره ډېری سمندري ژوندي موجودات چې ډېر ژور اوسېږي، له هغه سمندر سره جوړجاړی نه شي کولی چېرې چې اکسیجن یوازې د سطحې طبقو ته نفوذ کوي.[۱۳]

له اقتصادي پلوه د سمندري اکسیجن د کمښت د پېښو یوه مهمه پایله دا ده چې دغه حالت په ډېرو میزوزویک سمندرونو کې د نړۍ د پټرولیم او طبیعي ګاز د لا ډېرو زېرمو په تولید کې مرسته کړې ده. د سمندري اکسیجن د کمښت د یوې پېښې په جریان کې د عضوي موادو را ټولېدنه او ساتنه تر نورمالې کچې ډېره وه چې په ټوله نړۍ کې یې د نفتي سرچینو د ډبرو تولید ته زمینه برابره کړه. د تېلو د سرچینې شاوخوا ۷۰ سلنه ډبرې د عمر له پلوه میزوزیک دي او نورې ۱۵ سلنه د ګرم پالیوجین اړوند دي: په سړو دورو کې ډېر کم داسې وو چې له ځايي مقیاس پرته په نورو شیانو کې د منشاء ډبرو د تولید لپاره شرایط مناسب وي.

اتومسفیري اغېزې[سمول]

هغه ماډل چې په ۲۰۰۵ کال کې «لي کومپ»، «الکساندر پاولوف» او «مایکل ارټر» تشرېح کړ، وړاندیز کوي چې د سمندري اکسیجن د کمښت پېښې ښايي د هغو لاندې او ژورو اوبو د لوړېدو له امله مشخصې شوې وي چې ډېر زهري هایدروجن سلفایډ ګاز ولري چې بیا وروسته اتوموسفیر ته خوشی کېږي. دا پدیده ښايي نباتات او حیوانات مسموم کړي او د ډله‌ییز انقراض لامل شي. پر دې سربېره دا وړاندیز هم شوی چې هایدروجن سلفایډ په پورتني اتوموسفیر کې ډېرېږي او د اوزون پر لایه برید کوي چې هلته معمولاً د لمر د وژونکو ماورای بنفش وړانګو مخه نیول کېږي. د اوزون د تخریب له امله به د ماورای بنفش وړانګو زیاتوالی د نباتاتو او حیواناتو له منځه تلل ډېر کړي. فوسیلي سپورونه چې د ځمکې له پوړونو څخه د پرمیان – تریاسیک د انقراض پېښې ثبتوي، له ماورای بنفش وړانګو سره مطابقت لرونکې نیمګړتیاوې ښيي. دا شواهد ښيي چې د شنه سلفر د باکتریا د فوسیلي ژوندیو موجوداتو له شاخص سره یوځای دا پروسه ښايي د ډله‌ییز انقراض او د نورو انقراضاتو په پېښو کې رول ولري. داسې ښکاري چې د دغو ډله‌ییزو انقراضاتو محرک د سمندر ګرمېدل دي چې لامل یې په هر میلیون کې شاوخوا ۱۰۰۰ برخو ته د کاربن ډای اکسایډ د کچې لوړېدل دي.[۱۴]

د سمندر کیمیاوي اغېزې[سمول]

اټکل کېږي چې د اکسیجن د کچو کمېدل به د سمندري اوبو د ریډوکس حساسو فلزاتو د غلظت د ډېرېدو لامل شي. د کم اکسیجن تر شرایطو لاندې د سمندر د تل په رسوباتو کې د اوسپنې – منګنیز اکسي هایدروکسایډونو د کمولو انحلال به دا فلزات او اړوند کم‌پيدا فلزات ازاد کړي. په دغه ډول رسوباتو کې د سلفېټ کمښت ښايي د باریم په څېر نور فلزات ازاد کړي. کله چې هغه ژورې اوبه قاره‌يي طبقو ته ننوځي چې د درنو فلزاتو بډایه اکسیجن نه لري او هلته د اکسیجن د کچو له زیاتوالي سره مخ شي، په دې حالت کې ښايي ځینې فلزات رسوب وکړي او ځايي بایوټا زهري شي. د سیلورین د منځني پریډولي پېښې په وروستیو کې د اوسپنې، مس، ارسینیک، المونیم، سرپ، باریم، مولیبډینیم او منګنیز په کچو کې د کمو اوبو د رسوب او مایکروپلانکټون زیاتوالی لیدل کېږي. دا د کیتینوزونونو او نورو مایکروپلانکټون د ډولونو د خرابوالي په کچه کې له پام وړ زیاتوالي سره تړاو لري چې ښايي لامل یې فلزي زهري‌والي وي.[۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Timothy W. Lyons; Ariel D. Anbar; Silke Severmann; Clint Scott; Benjamin C. Gill (January 19, 2009). "Tracking Euxinia in the Ancient Ocean: A Multiproxy Perspective and Proterozoic Case Study". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 37 (1): 507–53. Bibcode:2009AREPS..37..507L. doi:10.1146/annurev.earth.36.031207.124233. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wignall, Paul B.; Richard J. Twitchett (24 May 1996). "Oceanic Anoxia and the End Permian Mass Extinction". Science. 272 (5265): 1155–1158. Bibcode:1996Sci...272.1155W. doi:10.1126/science.272.5265.1155. PMID 8662450. S2CID 35032406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wignall, Paul B.; Richard J. Twitchett (24 May 1996). "Oceanic Anoxia and the End Permian Mass Extinction". Science. 272 (5265): 1155–1158. Bibcode:1996Sci...272.1155W. doi:10.1126/science.272.5265.1155. PMID 8662450. S2CID 35032406. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. OHKOUCHI, Naohiko; KURODA, Junichiro; TAIRA, Asahiko (2015-07-21). "The origin of Cretaceous black shales: a change in the surface ocean ecosystem and its triggers". Proceedings of the Japan Academy. Series B, Physical and Biological Sciences. 91 (7): 273–291. Bibcode:2015PJAB...91..273O. doi:10.2183/pjab.91.273. ISSN 0386-2208. PMC 4631894. PMID 26194853. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Katja M Meyer; Lee R Kump (January 9, 2008). "Oceanic euxinia in Earth history: Causes and consequences". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 36: 251–288. Bibcode:2008AREPS..36..251M. doi:10.1146/annurev.earth.36.031207.124256. د لاسرسي‌نېټه April 11, 2014. The central external trigger for euxinia is proposed to be enhanced volcanism (release of volcanic کينډۍ:CO2), although other external forcings of the climate system could be imagined (changing solar luminosity, changes in continental configuration affecting ocean circulation and the stability of ice sheets. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Jurikova, Hana; Gutjahr, Marcus; Wallmann, Klaus; Flögel, Sascha; Liebetrau, Volker; Posenato, Renato; Angiolini, Lucia; Garbelli, Claudio; Brand, Uwe; Wiedenbeck, Michael; Eisenhauer, Anton (November 2020). "Permian–Triassic mass extinction pulses driven by major marine carbon cycle perturbations". Nature Geoscience (په انګلیسي ژبه کي). 13 (11): 745–750. Bibcode:2020NatGe..13..745J. doi:10.1038/s41561-020-00646-4. ISSN 1752-0908. S2CID 224783993. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Watson, Andrew J. (2016-12-22). "Oceans on the edge of anoxia". Science (په انګلیسي ژبه کي). 354 (6319): 1529–1530. Bibcode:2016Sci...354.1529W. doi:10.1126/science.aaj2321. hdl:10871/25100. ISSN 0036-8075. PMID 28008026. S2CID 206653923. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "What would 3 degrees mean?". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۸. [At plus] Six degrees [i.e rise of 6 degrees Celsius] * At the end of the Permian period, 251 million years ago, up to 95% of species became extinct as a result of a super-greenhouse event, resulting in a temperature rise of six degrees, perhaps because of an even bigger methane belch that happened 200 million years later in the Eocene and also: *Five degrees of warming occurred during the Paleocene-Eocene Thermal Maximum, 55 million years ago: during that event, breadfruit trees grew on the coast of Greenland, while the Arctic Ocean saw water temperatures of 20C within 200km of the North Pole itself. There was no ice at either pole; forests were probably growing in central Antarctica. * The Eocene greenhouse event was probably caused by methane hydrates (an ice-like combination of methane and water) bursting into the atmosphere from the seabed in an immense “ocean burp”, sparking a surge in global temperatures. Today vast amounts of these same methane hydrates still sit on subsea continental shelves. * The early Eocene greenhouse took at least 10,000 years to come about. Today we could accomplish the same feat in less than a century. (emphasis, links added) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "What would 3 degrees mean?". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ جولای ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۸. [At plus] Six degrees [i.e rise of 6 degrees Celsius] * At the end of the Permian period, 251 million years ago, up to 95% of species became extinct as a result of a super-greenhouse event, resulting in a temperature rise of six degrees, perhaps because of an even bigger methane belch that happened 200 million years later in the Eocene and also: *Five degrees of warming occurred during the Paleocene-Eocene Thermal Maximum, 55 million years ago: during that event, breadfruit trees grew on the coast of Greenland, while the Arctic Ocean saw water temperatures of 20C within 200km of the North Pole itself. There was no ice at either pole; forests were probably growing in central Antarctica. * The Eocene greenhouse event was probably caused by methane hydrates (an ice-like combination of methane and water) bursting into the atmosphere from the seabed in an immense “ocean burp”, sparking a surge in global temperatures. Today vast amounts of these same methane hydrates still sit on subsea continental shelves. * The early Eocene greenhouse took at least 10,000 years to come about. Today we could accomplish the same feat in less than a century. (emphasis, links added) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Mark Lynas (May 1, 2007). "Six Steps to Hell: The Facts on Global Warming". د اصلي آرشيف څخه پر May 2, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جولای ۲۰۰۸. With extreme weather continuing to bite – hurricanes may increase in power by half a category above today’s top-level Category Five – world food supplies will be critically endangered. :And: The Eocene greenhouse event fascinates scientists not just because of its effects, which also saw a major mass-extinction in the seas, but also because of its likely cause: methane hydrates. This unlikely substance, a sort of ice-like combination of methane and water that is only stable at low temperatures and high pressure, may have burst into the atmosphere from the seabed in an immense “ocean burp”, sparking a surge in global temperatures (methane is even more powerful as a greenhouse gas than carbon dioxide). Today vast amounts of these same methane hydrates still sit on sub-sea continental shelves. As the oceans warm, they could be released once more in a terrifying echo of that methane belch of 55 million years ago. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gronstal, A. L. (2008-04-24). "Gasping for Breath in the Jurassic Era". www.space.com. Imaginova. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اپرېل ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اپرېل ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pearce, C. R.; Cohen, A. S.; Coe, A. L.; Burton, K. W. (March 2008). "Molybdenum isotope evidence for global ocean anoxia coupled with perturbations to the carbon cycle during the Early Jurassic". Geology. 36 (3): 231–234. Bibcode:2008Geo....36..231P. doi:10.1130/G24446A.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Meyer, K. M.; Kump, L. R. (2008). "Oceanic Euxinia in Earth History: Causes and Consequences". Annual Review of Earth and Planetary Sciences. 36: 251–288. Bibcode:2008AREPS..36..251M. doi:10.1146/annurev.earth.36.031207.124256. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Ward, Peter D. "Impact from the Deep". Scientific American. 2006 (October): 64–71. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ سپټمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite conference
  16. Vandenbroucke, T. R. A.; Emsbo, P.; Munnecke, A.; Nuns, N.; Duponchel, L.; Lepot, K.; Quijada, M.; Paris, F.; Servais, T.; Kiessling, W. (2015-08-25). "Metal-induced malformations in early Palaeozoic plankton are harbingers of mass extinction". Nature Communications. 6: 7966. Bibcode:2015NatCo...6.7966V. doi:10.1038/ncomms8966. PMC 4560756. PMID 26305681. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)