منځپانگې ته ورتلل

بېنيټو جیورېز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېنيټو جیورېز
Benito Pablo Juárez García  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
بېنيټو جیورېز
بېنيټو جیورېز

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۱ مارچ ۱۸۰۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 18 جولای 1872 (66 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
مکسیکو ښار [۹]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
د مړینې لامل د زړه حمله (ناروغي)   ويکيډاټا کې (P509) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت مکسيکو   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک قانونپوه ،  قاضي ،  سياستوال   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه اسپانيايي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
بېنيټو جیورېز
بېنيټو جیورېز

بنېټو پابلو جیورېز ګارسیا (په اسپانیوي ژبه: [beˈnito ˈpaβlo ˈxwaɾes gaɾˈsi.a]  (اورېدل)؛ د ۱۸۰۶ کال د مارچ په ۲۱ زېږېدلی او د ۱۸۷۲ کال د جولای په ۱۸ مړ شوی، یو مکسیکویي سیاستوال او لېبرال وکیل و چې له ۱۸۵۸ کال څخه يې تر خپلې مړینې پورې (په ۱۸۷۲ کال کې دفتر کې)  د مکسیکو د ۲۶ ولسمشر په توګه خدمت وکړ.  هغه یو زاپوتیک او لومړنی ولسمشر و چې د مکسیکو لرغونی/اصلي اوسېدونکی و.  

په اواخاکا کې په یوه بېوزله کلیواله کورنۍ کې زېږېدلی او په نوې ځوانۍ کې یتیم شو، جیورز د خپل تره له خوا ساتل کېده او بالاخره په ۱۲ کلنۍ کې د اواخاکا ښار ته کډه شو چېرته چې د هغه خور ژوند کاوه. د یوه عامي فرانسېسکان له خوا يې لومړنۍ مرسته ترلاسه کړه چې د ديني علومو په یوه مدرسه کې شامل شو، وروسته یې د علومو او هنر په خپلواکه مؤسسه کې زده‌کړې پیل کړې. د قاضي په توګه تر منصوب کېدو وروسته يې په ۳۰ کلنۍ کې له مارګاریتا مازا سره چې د اروپايي ميراث لرونکې وتلې ټولنزې کورنۍ څخه وه د اواخاکا په ښار کې واده وکړ. هغه د مؤسسې/انسټیټیوټ له دورې راهیسې  د ښار او اواکساکا ایالت په لېبرال سیاست کې فعال و، د لېبرال جنرال انتونیولوپزډې سانتااننا (Antonio López de Santa Anna) تر ګوښه کېدو وروسته يې ملي/هېوادنی شهرت تر لاسه کړ. هغه د ولسمشرانو خوان الوارېز او اېګناسیو کومن فورټ تر لاس لاندې د لېبرال سموونو یوه برخه و. په ۱۸۵۸ کال کې د کومونفورټ او خوارېز له استعفا سره د سترې محکمې د رییس په توګه د مکسیکو د اساسي قانون رییس شو. هغه د سموونو په جګړه کې د محافظه کارانو پر ضد د بریالۍ مبارزې مشري وکړه او د جمهوري مشرتابه لپاره د فرانسې د لاسوهنې او محافظه کارانو پر ضد بریا ته ورسېده. هغه په طبعي مړينه د ولسمشرۍ په مقام کې ومړ. [۱۰]

خوارز د خپل ژوند په بهیر کې یو بحث پاروونکی شخصیت و چې په سرسختۍ او بریا سره یې له ۱۸۵۸ کال څخه د خپلې مړینې تر نېټې (۱۸۷۲ کال) پورې ولسمشري پر غاړه لرله. د سموونو/اصلاحاتو د جګړې په بهیر کې (۱۸۵۸- ۱۸۶۰) يې د ولسمشر په توګه د جګړې مهال د اړتیاوو پر بنسټ فوق العاده ځواکونه لرل. هغه د محافظه کارانو له ماتې سره ټاکنې په لار واچولې، خو د مکسیکو د کنګرې او ايالتونو د واک پر پرتله د ولسمشر د واک د پیاوړي کولو لپاره د لېبرال د ۱۸۵۷ کال په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو تر وړاندیز مخکې نه. هغه په ۱۸۶۱ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د فرانسې د لاس‌‌وهنې په بهیر (۱۸۶۲- ۱۸۶۷) کې يې خپله دوره تمدید کړه. هغه په ۱۸۷۱ کال کې بیاځلي د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خو د نورو لېبرالیانو له خوا له پام‌وړ ننګونو سره مخ و. د سموونو د جګړې په بهیر کې (۱۸۵۸-۱۸۶۰) او د فرانسې تر مداخلې وروسته هغه مهال چې ولسمشر په کورني تبعید کې و، د مکسیکویي لېبرالیانو ملاتړ یې ترلاسه کړ. خوارز لېبرالیزم له مکسیکي ناسیونالیزم سره غوټه کړ. هغه د امپراتور ماکسیمیلیان پر ځای چې فرانسویانو د مکسیکي محافظه کارانو د ملاتړ له لارې واک ته رسولی و، د مکسیکو ایالت د مشروع مشر په توګه خپل مشرتوب اعلام کړ. هغه په ۱۸۶۷ کال کې د فرانسویانو له ګوښه کېدو سره بشپړ واک تر لاسه کړ. د فرانسوي او مکسیکويي محافظه کارۍ له ماتې سره د خوارز ډېری لېبرالي همکاران د هغه په سیاسي سیالانو بدل شول چې د واک دوام یې له ننګونو سره مخ کړ. د خپلې ولسمشرۍ په ټوله دوره کې يې د بحث وړ ګامونه پورته کړل، چې له ډلې يې په ۱۸۵۹ کال کې له متحده ایالاتو سره تړون یادولی شو چې د ټوحي‌یون‌ټېپک (Tehuantepec) تنګي له لارې يې هغوی ته د ترانزیت حق ورکړ. د تمدید فرمان په ۱۸۶۵ کال کې له فرانسویانو سره د جګړې په بهیر کې د هغه د واک دوره اوږده کړه، په ۱۸۶۷ کال کې د امپراتور ماکسیميلیان اعدام هغه ته اجازه ورکړه چې تبعید شي، هغه په ۱۸۷۱ کال کې د مکسیکو د کنګرې او ايالتونو د واک پر پرتله د ولسمشر د واک د پیاوړي کولو لپاره د لېبرال د ۱۸۵۷ کال په اساسي قانون کې د بدلون راوستلو له وړاندیز سره بیاځلي ولسمشر شو. لېبرال جنرال او د هغه همکار اواکساکان پورفیریو دیاز په ۱۸۷۱ کال کې د هغه د بیاځلي نوماندۍ پر وړاندې نابریالی پاڅون وکړ. په ۱۸۷۲ کال کې یوازې د هغه مړینې د نوموړي واک ته د پای ټکی کېښود، خو د هغه د ميراث په اړه په چټکتیا سره افسانې جوړول پیل شول.  [۱۱][۱۲][۱۳]

تر مړینې وروسته يې خوارز په مکسیکو کې د مکسیکي ناسوسیالیزم او د بهیرنۍ لاس وهنې پر وړاندې د مقاومت د وتلي سمبول په توګه د بحث وړ و. د ډېری لېبرالیانو په څېر هغه متحده ایالاتو ته د مکسیکو د پراختیا د بېلګې په نظر کتل، په مقابل کې يې محافظه کارانو اروپا د پرمختګ بېلګه بلله. هغه له متحده ایالاتو سره د کاري اړيکې ارزښت درک کړ او د سموونو د جګړې په بهیر کې يې د خپل دولت رسمی‌توب خوندي کړ، حال دا چې محافظه کاران د اروپايي قدروتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي وو. هغه پر کاتولیک کلیسا د مدني قدرت د غوره‌والي په ګډون ځانګړو اوصولو لکه؛ قانون ته درناوی او د سیاسي شخصیت لرې کولو او پوځ ته پابند و. خوارز د ملي دولت د پياوړي کولو په لټه کې و او پر ایالتونو يې خپل مرکزي واک ټينګ کړ، چې ټول رادیکال/سخت دریځي لېبرالیان او ایالتي لېبرالیان له دې موضعې سره مخالف وو. د اروپا د یرغل په شړلو کې د خوارز بریا، د خوارز د تصدۍ د دورې لاتیني امریکایانو «د خپلواکۍ لپاره دویمه جګړه، د اروپايي ځواکونو لپاره دویمه ماته او د فتحې دویم بدلون» باله. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د هغه تر مړینې وروسته د اواخاکا ښار د هغه په ویاړ له خپل رسمي نوم سره د «ډي خوارز» کلیمه زیاته کړه او بېلابېل ځایونو او مؤسسات هم د هغه په نوم ونومول شول. د هغه د زېږېدلو ورځ (د مارچ ۲۱) په ټوله مکسیکو کې د عام هېوادني جشن په توګه له ملي رخصتۍ سره نمانځل کېږي. هغه یوازینی مکسکويي وګړی دی چې له دغه ویاړ څخه برخمند دی. 

لومړنی ژوند او زده‌کړې

[سمول]

خوارز د اواخکا د سېن پابلوګويلاتایو په یوه غرنۍ سیمه کې د خامو خښتو په یوه کور کې زېږېدلی چې له هغه مهال راهیسې د هغه په نوم نومول شوې او اوس د سېراخوارز په نوم پېژندل کېږي. د هغه مور او پلار برګيدا ګارسیا او مارسلینو خوارز دواړه زاپوتیک بزګران وو. هغه یوه مشره خور لرله. کله چې خوارز درې کلن و مور او پلار يې دواړه د شکرې ناروغۍ له امله مړه شول. څه موده وروسته يې نیکه او انا هم مړه شول، له دې امله یې وروسته تره لوی کړ. هغه خپل مور او پلار"indios de la raza primitiva del país,"  وبلل چې معنا يې "هندیان د هېواد له لرغوني نژاد څخه" ده. [۱۹][۲۰]

هغه تر ۱۲ کلنۍ پورې د غنمو په کروندو کې کار کاوه او شپون و. د هغه خور د کار کولو لپاره د اواخاکا ښار ته لاړه او په هم‌هغه کال نوموړی ښار ته لاړ تر څو په ښوونځي کې شامل شي. هلته هغه د انتونیو مازا په کور کې د کورني خدمت‌کار په توګه کار ترلاسه کړ چې خور يې هلته اشپزه/پخوونکې وه، هغه مهال هغه یوازې په زاپوتیک ژبه خبرې کولی شوی.  [۲۱]

په دغه حساس وخت کې د انتونیو سالانووا په نوم یو عامي فرانسیسکان او صحاف چې د زده‌کړې لپاره د ځوان د لېوالتیا او ځېرک ذهن تر اغېز لاندې راغلی و له خوارزم سره مرسته وکړه. سالانووا د ښار اکاډمۍ ته د هغه د ننوتلو تیارۍ ونیوه تر څو وکولی شي هغه ته تعلیم ورکړي او یو کشیش شي. د هغه لومړنۍ زده‌کړې نيمګړې وې،  خو هغه ډېر زر د لاتيني ژبې زده‌کول پیل کړل او د انتصاب لپاره يې خپلې ثانوي زده‌کړې په داسې حال کې چې لا ډېر کوچنی و بشپړې کړې. خو خوارز وپوهېده چې د کشیش کېدو لپاره هېڅ احضار نه لري، په ۱۸۲۷ کال کې يې د علومو او هنر په انسټيټیوټ/مؤسسه کې د حقوقو په برخه کې زده‌کړې پیل کړې. دا په اواخکا کې د لېبرال ژوند د روښان‌فکرۍ مرکز و، هغه په ۱۸۳۴ کال کې د حقوقو له سند سره فارغ شو. [۲۲]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118640046  — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12026848h — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Benito-Juarez — سکالو پېژند: Benito Juarez — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6513xrw — سکالو پېژند: Benito Juárez — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1615 — سکالو پېژند: Benito Juarez — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/juarez-garcia-benito — سکالو پېژند: Benito Juárez García — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29343 — سکالو پېژند: Benito Pablo Juárez — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=29416 — سکالو پېژند: Benito Pablo Juárez — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  9. سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Хуарес Бенито Пабло — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. Krauze, Enrique, Mexico: Biography of Power, New York: Harper Collins, 1997, p. 162.
  11. Stevens, "Benito Juárez", pp. 333–335.
  12. Hamnett, "Benito Juárez", pp. 718–721.
  13. Hamnett, "Benito Juárez", Encyclopedia of Mexico, 718
  14. Stevens, "Benito Juárez", 333.
  15. Hamnett, Juárez, 238–239.
  16. Charles A. Weeks, The Juárez Myth in Mexico. Tuscaloosa: University of Alabama Press 1987.
  17. Hamnett, "Benito Juárez" p. 721.
  18. Hamnett, Juárez, p. xii.
  19. Stacy, Lee, ed. (2002). Mexico and the United States. Vol. 1. Marshall Cavendish. p. 435. ISBN 978-0-7614-7402-9.
  20. "Juárez, Benito, on his early years". Historical Text Archive. ترلاسه‌کېدو نېټه 2009-03-23.
  21. "Juárez' Birthday". Sistema Internet de la Presidencia. خوندي شوی له the original on 22 February 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 2009-03-23.
  22. Stevens, "Benito Juárez", 333.