منځپانگې ته ورتلل

بیټ کوین کور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیټ کوین کور یو وړیا او د پرانیستې سرچینې لرونکی سافټویر دی چې د بیټ کوین د یوې غوټې (نوډ) په توګه کار کوي، د همدې غوټو ټولګه د بیټ کوین جال جوړوي. دا سافټویر د بیټ کوین یوه داسې بټوه هم برابروي چې ورکړې په بشپړه توګه پخپله کره کوي. بیټ کوین کور د بیټ کوین د بنسټیزې بېلګې په توګه هم پېژندل کېږي. په پیل کې دا سافټویر د ساتوشي ناکاموتو له لوري د بیټ کوین تر نوم لاندې خپور شو، خو وروسته یې نوم بیټ کوین کور کېښودل شو، تر څو له خپله جال څخه جلا وپېژندل شي. دا سافټویر د ساتوشي پېرېدونکی په نوم هم یادېږي. بیټ کوین کور د راکړې ورکړې د کره‌ کولو انجن لري او د یو بشپړ نوډ په توګه د بیټ کوین له جال سره نښلېږي. د ۲۰۱۳م کال د علمي څېړنو له مخې، د بیټ کوین د جال د پیغامونو د خپرېدو کچه ښيي چې نوي بلاکونه شاوخوا په ۴۰ ثانیو کې د جال ۹۵ سلنه غوټو ته رسېږي او منځنی ځنډ یې ۱۲.۶  ثانیو ته رسېږي، چې دا د بیټ کوین کور په څېر د اغېزمنو نوډي سافټویرونو ارزښت څرګندوي.[۱][۲][۳][۴]

دا سافټویر ټول بلاکي ځنځیر کره کوي، یعنې هغه لړۍ چې د بیټ کوین ټولې راکړې ورکړې پکې شاملې دي. د دغه سافټویر ټول معلومات په یوه لوی وېشل شوې ډیټابیس کې ساتل کېږي چې د ۲۰۲۴م کال تر اکټوبر پورې یې حجم له ۶۰۸.۹ ګېګابایټو ډېر شوی و. همداراز مخکې له دې چې څوک د دې شبکې بشپړه برخه شي، باید دا ټول معلومات ښکته یا همغږی کړي. بیټ کوین کور یوه لیکدودیزه ژبه هم لري چې له فورت پروګرامینګ ژبې الهام اخلي او د راکړو ورکړو تعریف او د هغوی د شرطونو ټاکل پکې شوني دي.[۵][۶]

د بیټ کوین د پېرېدونکي سافټویر لومړي جوړوونکي ویلي دي چې هغه دا سافټویر لومړی د دې لپاره ولیکه، څو خپله ډاډ ترلاسه کړي چې د پویڼت ټو پویڼت برېښنايي نغدو پیسو مفکوره رښتیا عملي کېدای شي او دا چې د حل‌ لارو یو علمي لیک هم پرې لیکل کېدای شي. د بیټ کوین کور اوسنی مخکښ پراختیا ور کوونکی ( ډیویلپر) ولاديمير جي فان دير لېن دی، ده د ۲۰۱۴م کال د اپرېل په ۸مه نېټه دا دنده پیل کړه. له ده وړاندې ګېوين اندرسن د دې سافټویر د ساتنې مشر و، خو وروسته یې دا دنده پرېښوده، ځکه غوښتل یې چې د بیټ کوین د ټکنالوژۍ پر ستراتېژیک پرمختګ کار وکړي. په ۲۰۱۵م کال کې، بیټ کوین کور د بیټ کوین اېکس ‌ټي سره په سیالي کې شو، بیټ کوین اېکس ټي د دغه پلټفارم یو سیال پېرېدونکی و او د بلاک د کچې د لوړېدو غوښتنه یې کوله.[۷][۸]

د بیټ کوین کور د پراختیا مالي ملاتړ د بېلابېلو شرکتونو او صنعتي بنسټونو په غاړه دی. په ۲۰۱۹م کال کې، د ماساچوسټس د ټکنالوژۍ انسټیټیوټ د رسنیو لابراتوار اعلان وکړ چې ۹۰۰ زره ډالره بسپنه به د ډیجېټلي پیسو د نوښت لپاره وکارول شي، چې ډېره برخه به یې د بیټ کوین کور پراختیاکوونکو ته ورسېږي.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Antonopoulos, Andreas (2017). "3". Mastering Bitcoin: Programming the Open Blockchain (2nd ed.). O'Reilly Media. ISBN 978-1491954386. Bitcoin Core is the reference implementation of the bitcoin system, meaning that it is the authoritative reference on how each part of the technology should be implemented. Bitcoin Core implements all aspects of bitcoin, including wallets, a transaction and block validation engine, and a full network node in the peer-to-peer bitcoin network.
  2. "Bitcoin Core version 0.9.0 released". Bitcoin Core. 19 March 2014. بياځلي په 21 October 2018.
  3. Antonopoulos, Andreas M. (2014). Mastering Bitcoin: Unlocking Digital Cryptocurrencies. O'Reilly Media, Inc. pp. 31–32. ISBN 978-1491902646. بياځلي په 6 November 2016.
  4. کينډۍ:Cite conference
  5. “Bitcoin Blockchain Size.” n.d. Ycharts.com. https://ycharts.com/indicators/bitcoin_blockchain_size. ‌
  6. Antonopoulos, Andreas (29 May 2013). "Bitcoin is a money platform with many APIs". Radar. O'Reilly. بياځلي په 19 November 2016.
  7. Preukschat, Alex; Josep Busquet (2015). Bitcoin: The Hunt of Satoshi Nakamoto. Europe Comics. p. 87. ISBN 9791032800201. بياځلي په 16 November 2016.
  8. Bustillos, Maria (25 August 2015). "Inside the Fight Over Bitcoin's Future". New Yorker. بياځلي په 29 June 2020.
  9. Mochari, Ilan (29 March 2016). "MIT Announces $900,000 Bitcoin Developer Fund". Inc. بياځلي په 21 October 2018.