منځپانگې ته ورتلل

بیټ کوین ساتوشي ویژن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بیټ کوین ساتوشي ویژن (بی ایس وي هم ورته ویل کېـږي) یو ډول ډیجیټلي پیسه (کریپټوکرنسي) ده چې د بیټ کوین کېش څخه د جلا کېدو په ترڅ کې رامنځته شوه. دغه ډیجیټلي پیسه د ۲۰۱۸م کال د نومبر په میاشت کې د ګریګ سټیون رایټ په مشرۍ د ځينو کسانو لخوا جوړه شوه. ګریګ سټیون رایټ له ۲۰۱۵م کال راهیسې ادعا کوي چې دی هماغه ساتوشي ناکاموتو دی کوم چې د اصلي بیټ کوین جوړوونکی بلل کېږي.[۱][۲][۳]

تاریخچه

[سمول]

په ۲۰۱۸م کال کې د بیټ کوین ساتوشي ویژن او بیټ کوین کېش بېلېدل

[سمول]

د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۱۵مه، د بیټ کوین کېش شبکه د سختې بېلېدنې له امله په دوو سیالو څانګو ووېشل شوه، چې یو طرف بیټ کوین کېش او بل طرف بیټ کوین ساتوشي ویژن ونومول شوه. په همدې ورځ د یو بیټ کوین کېش بیه ۲۸۹ ډالره او د بیټ کوین ساتوشي ویژن بیه شاوخوا ۹۶.۵۰ ډالره وه. خو یوازې یوه ورځ مخکې ( د نومبر په ۱۴مه نېټه) د یوه بیټ کوین کېش بیه ۴۲۵.۰۱ ډالره وه. [۴][۵][۶]

د بیټ کوین کېش شبکې د جلاکېدو اصلي لامل په دغه شبکه کې د دوو سيالو ډلو تر منځ اختلافات ( کورنۍ جګړه هم ورته ویل کېده) وو. د لومړۍ ډلې ملاتړکوونکي کسان د بیټ مین شرکت مشر( جیانوو) او د دغه شرکت یو بل مهم کس (راجرور) وو. دغه ډلې د بیټ کوین بلاکونو د اندازې د کنټرول کولو لپاره یو سافټویر (بیټ کوین ABC  بلل کېده) ته وده ورکړه تر څو د یو بلاک اندازه ۳۲ مېګابایټه پاتې شي. بل لورته د دوی سیالې ډلې ( مشري یې کریګ سټیون رایټ او میلیاردر کالوین اېیر کوله) د داسې سافټویر (بیټ کوین ایس وي بلل کېده) په جوړولو کار پیل کړی وو چې د بیټ کوین د یو بلاک اندازه یې ۱۲۸ مېګابایټو ته پورته کوله. [۷][۸]

په ۲۰۱۹م کال کې له بایننس څخه د بیټ کوین ایس وي لرې کېدل

[سمول]

د ۲۰۱۹م کال د اپرېل په میاشت کې، د دوو ډلو تر منځ په لویه کچه انلاین لفظي شخړې پیل شوې، یو لورته هغه کسان وو چې د کریګ سټیون رایټ ادعا یې منله چې ګوندې دی هماغه ساتوشي ناکاموتو دی ، خو بل لورته نورو کسانو دا ادعا نه منله او خبره په پای کې انلاین لفظي شخړو ته لاړه. د همدې شخړو له امله، د ډیجیټلي یا انټرنیټي پیسو د تبادلې سترې شبکې (بایننس) له خپلو لیستونو بیټ کوین ایس وي لرې کړه. دوی وویل: په بایننس کې موږ ټولې هغه ډیجیټلي شتمنۍ چې لیست کړې مو دي په دوامداره توګه د ارزونې لاندې راولو، تر څو ډاډ ترلاسه کړو چې دغه ټولې ډیجیټلي شتمنۍ زموږ د ټاکل شویو لوړو معیارونو سره سمون لري. کچیرته کومه ډیجیټلي پیسه یا ټوکن نور دغه معیارونه پوره نه کړي یا د بازار شرایط بدل شي، نو موږ دغه ډیجیټلي پیسه تر ژورې ارزونې لاندې راولو او ښايي له لېسته یې هم وباسو. موږ باور لرو چې دا چاره زموږ د ټولو کاروونکو په خوندیتوب کې مهم رول لري. [۹]

د ارزونې پر مهال موږ بېلابېل مهم فکتورونه په پام کې نیسو، چې ځینې یې دا دي: د پروژې پر وړاندې د ټیم ژمنتیا، د پراختیايي فعالیت کچه او کیفیت، د شبکې او تړونونو ثبات، د عامه اړیکو او معلوماتو کچه، زموږ د دوراني څېړنو غوښتنو ته د دوی د ځواب ورکولو چټکتیا، د غیراخلاقي یا له درغلۍ ډکو کړنو د ثبوتونو وړاندې کول او په پای کې د سالم او دوامداره کریپټو چاپېریال لپاره یوځای کار کول او ونډه اخیستل دي.[۱۰]

په ۲۰۲۱م کال کې پر دغه شبکه برید

[سمول]

د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د بیټ کوین ایس وي شبکې ۵۱ سلنه برخه له برید سره مخ شوه، په دغه شبکه تر دې وړاندې هم د جون او جولای میاشتو کې ورته بریدونه ترسره شوي وو. په اصل کې دا ډول بریدونه هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د ډیجیټلي پیسو ماینران ( محاسبه کوونکي) د یوې شبکې له نیمايي څخه زیاته محاسبوي وړتیا تر خپل واک لاندې راولي؛ د دغو بریدونو له لارې بریدکوونکي کولای شي چې خپلې ډیجیټلي سکې دوه ځله مصرف کړي ځکه دا ډول بریدونه په شبکه کې د ډیجیټلي پیسو راکړه ورکړه د یو څه وخت لپاره ودروي. د دغو بریدونو په اړه ادم جمېز ( د اوکیکس د څېړنو څانګې ایډیتر دی) څرګندونه کوي چې په ټوله کې دا ډول برید د ډیجیټلي پیسو په بیو کې کوم خاص توپیر نه راولي خو ممکن له دې پیښې وروسته خلک پر بیټ کوین ایس وي شبکې دومره باور ونکړي. [۱۱]

د ۲۰۲۴م کال د سترې محکمې پرېکړه

[سمول]

د ۲۰۲۴م کال د مارچ په میاشت کې د بریټانیا د سترې محمکې قاضي جمېز میلور د سټوین ادعا ناسمه وبلله او پرېکړه یې وکړه چې سټیون رایټ د اصلي بیټ کوین بنسټ ايښودونکی (ساتوشي ناکاموتو) نه دی.  [۱۲][۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Ossinger, Joanna. "Crypto Coin Bitcoin SV Appears to Have Faced a '51% Attack'". Bloomberg. بياځلي په 19 September 2024.
  2. Roberts, Jeff. "End of the road for Craig 'Fake Satoshi' Wright, who conned the media with claim he invented Bitcoin". Fortune. بياځلي په 19 September 2024.
  3. "Bitcoin vs Bitcoin SV: difference explained". CNBC. 12 January 2023. بياځلي په 19 September 2024.
  4. Kharif, Olga (17 November 2018). "Bitcoin Cash Clash Is Costing Billions With No End in Sight". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 November 2018. بياځلي په 18 November 2018.
  5. Kharif, Olga (23 November 2018). "Bitcoin Cash Wars End With No Relief for Biggest Cryptocurrency". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 August 2019. بياځلي په 7 December 2018.
  6. Kharif, Olga (15 November 2018). "Bitcoin Cash Fork Hits Investors' Pocketbooks as Two Coins Slip". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 November 2018. بياځلي په 18 November 2018.
  7. Huang, Zheping (15 November 2018). "Bitcoin cash "hard fork": everything you need to know about the latest cryptocurrency civil war". South China Morning Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 18 November 2018. بياځلي په 18 November 2018.
  8. Kharif, Olga (17 November 2018). "Bitcoin Cash Clash Is Costing Billions With No End in Sight". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 17 November 2018. بياځلي په 18 November 2018.
  9. Jemima, Kelly (15 April 2019). "Binance delists Craig Wright's "Bitcoin Satoshi's Vision"". Financial Times. بياځلي په 25 September 2024.
  10. Jemima, Kelly (15 April 2019). "Binance delists Craig Wright's "Bitcoin Satoshi's Vision"". Financial Times. بياځلي په 25 September 2024.
  11. Ossinger, Joanna. "Crypto Coin Bitcoin SV Appears to Have Faced a '51% Attack'". Bloomberg. بياځلي په 19 September 2024.
  12. Kharif, Olga (23 November 2018). "Bitcoin Cash Wars End With No Relief for Biggest Cryptocurrency". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 August 2019. بياځلي په 7 December 2018.
  13. Tobin, Sam (2024-03-14). "Self-proclaimed bitcoin inventor is not 'Satoshi Nakamoto', UK judge rules". Reuters. بياځلي په 2024-09-07.