بیل ګیټ
بیل ګیټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | سیاتل [۱۲] |
تابعیت | |
قد | 1.77 متر [۱۳] |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
طبی کیفیت | د رنګ ړوندوالی (د رنګونو سترګې نیول يا د رنګونو تر منځ توپير نه کول) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | مايکروسافټ |
ټوله شتمني | 89800000000 امريکايي ډالر (۲۷ جولای ۲۰۱۷)[۱۴] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
درېيم بيل ګيټس (زیږیدنې نېټه: اکتوبر ۲۸، ۱۹۵۵ ز کال) یو امریکایي سوداګر، د سافټ ویر جوړونکی، پانګه اچوونکی، لیکوال او خير خوا انسان دی. هغه د خپل ماشومتوب له ملګري پاول الین سره يو ځای د مايکروسافټ شريک بنسټ ايښودونکی دی. ګيټس په مایکروسافټ کې د خپل مسلک په جریان کې، د دې تر څنګه چې د ۲۰۱۴ ز کال د مۍ تر میاشتې پورې ترټولو لوی انفرادي ونډه اخیستونکی هم و، د ریس، اجرايوي ریس او د سافټ وير لوی طراح جوړونکي په توګه یي دنده تر سره کړې ده. هغه د ۱۹۷۰ ز کال او ۱۹۸۰ ز کال لسیزو د مایکرو کمپیوټر انقلاب لوی متشبث و.[۱۵][۱۶][۱۵]
ګیټس په ۱۹۷۵ ز کال د واشنګټن په سېټل کې زیږیدلی او لوی شوی دی. هغه او الين د نوې مکسیکو په البوکرکیو کې د مایکروسافټ بنسټ کېښود. او دا د نړۍ تر تولولوی د شخصي کمپیوټر سافټ ویر شرکت شو. ګيټس په ۲۰۰۰ ز کال جنوري میاشت کې له دندې ګوښه کېدو پورې د شرکت د مشر او اجرايوي ريس په توګه دنده تر سره کړه. سټيف بالمر یي ځای ناستی شو. خو ګيټس د مديره پلاوي مشر او د سافټ وير ستر طراح پاتی شو. هغه د ۱۹۹۰ ز کال لسیزې په وروستیو کې، د خپلو سوداګریزو فنونو له امله چی د سیالی ضد ګنل کيدل، تر نیوکې لاندې راغلی و. دا موضوع د ډیرو محکمو حکمونو لخوا تایید شوی وه. د ۲۰۰۸ ز کال په جون کې، ګیټس په مایکروسافټ کې نیم وخت کارکاوه، او په میلندا ګیټس بنسټ کې بشپړوخت دنده تر سره کوله. دا هغه خصوصي خيريه بنسټ و، چی ګيټس او پخوانۍ ميرمنې یي ميلندا ګيټس په ۲۰۰۰ ز کال کې تاسیس کړی و. ګيټس د ۲۰۱۴ ز کال په فبروري کې د مایکروسافټ بورډ د ریس په توګه له دندې ګوښه شو، او د نوي ټاکل شوي اجراييوي ستیا نادیلا ملاتړ په موخه یې د ټیکنالوژۍ سلاکار په توګه دنده په غاړه واخیستله. هغه د ۲۰۲۰ ز کال په مارچ کې، په مایکروسافټ او برکشایر هیتاوې کې د مدیریت دنده پریښوده. ترڅو په خپلو خيريه کارونو لکه: د اقلیم بدلون، نړیواله روغتیا او پراختیا او تعلیم باندې تمرکز وکړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
ګېټس له ۱۹۸۷ ز کال راهيسې د فوربیس مجلې د نړۍ تر ټولو شتمنو کسانو په لیست کې شامل شوی دی. له ۱۹۹۵ ز کال څخه تر ۲۰۱۷ ز کال پورې، ګيټس هر کال پرته له ۲۰۱۰ ز کال څخه تر۲۰۱۳ ز کال پورې د نړۍ ترټولو شتمن کس لقب په فوربيس کی خپل کړ. هغه د ۲۰۱۷ ز کال په اکتوبر کې، د امازون بنسټ اېښودونکی او اجرايوي ريس جیف بیزوس څخه مخکې شو، بيزوس په هغه وخت کی ۹۰.۶ ملیارد ډالر درلودل او ګیټس ۸۹, ۹ ملیارد ډالر درلودل. ګيټس د ۲۰۲۲ ز کال اپریل پورې، ۱۳۲ ملیارد ډالرو څښتن شو، چې هغه یې په نړۍ کې څلورم شتمن کس جوړ کړ.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
ګيټس وروسته په خپل مسلک کې او په ۲۰۰۸ ز کال کې په مایکروسافټ کې د ورځني کارونو پريښودو راهيسې، ډیرې سوداګرۍ او بشر دوستانه هڅې تعقیب کړې. هغه د څو شرکتونو بنسټ ایښودونکی او ریس دی، چی لاندې شرکتونه په کې شامل دي. ګيټس د بیل او میلنډا ګیټس بنسټ له لارې مختلفو خیریه موسسو او ساینسي څیړنیزو پروګرامونو ته د پام وړ پېسې ورکړې، چې راپور یې د نړۍ ترټولو لوی خصوصي خیریه بنسټ بولي. هغه د دې بنسټ له لارې، په ۲۱ پیړۍ کی د واکسین کمپاین مشري وکړه چې په افریقا کې د شدید پولیو ویروس له منځه وړلو کې د پام وړ مرسته وکړه. په ۲۰۱۰ ز کال کې، ګیټس او وارين بوفیت د ګيفينګ پلج (ورکولو ژمنه) په نوم بنسټ تاسیس کړ. چې له مخې به یې دوی او نور میلیاردران ژمنه کوي چې لږ تر لږه د خپلې شتمنۍ نیمایي برخه به بشر دوستۍ ته ورکړي.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
د ژوند لومړي کلونه
[سمول]بیل ګیټس د ۱۹۵۵ ز کال د اکتوبر په ۲۸ نیټه د واشنګټن په سیټل ښار کې زیږیدلی دی. هغه د ويليم ايچ ګيټس (۱۹۲۵ ز کال-۲۰۲۰ ز کال) او ماری مکسويل ګيټس (۱۹۲۹ ز کال-۱۹۹۴ ز کال) زوی دی. ګيټس په نسب انګلیسی، المانی او آیرش/سکاټ-آیرلینډی دی. د هغه پلار یو مشهور وکیل و، او مور یې د فرسټ انټرسټیټ بنک سیسټم او د متحده ایالاتو د مديره پلاوي برخه کې دنده ترسره کوله. د ګېټس نيکه جې ډبليو مکسوېل د یو ملي بانک مشر و. ګیټس یوه مشره خور کریسټي (کرستیان) او کوچنۍ خور لیبي لري. د هغه نوم په کورنۍ کې څلورم دی، مګر د "ټري" (یعنې درې) يا د دریم ويليم ګيټس په نوم پیژندل کیږي. ځکه چی پلار یې د دوهم ګيټس لقب لري. کله چی ګيټس اوه کلن وه نو دا کورنۍ د سیټل په سانډ پوينټ سیمه کې په یوه کور کې اوسېده، چې د نادر طوفان له امله زیانمن شوی و.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]
ګيټس د ژوند په پیل کې ولیدل چې مور او پلار یې غواړي چې هغه د حقوق (قانون) مسلک تعقیب کړي. کله چې هغه ځوان و، د هغه کورنۍ په منظمه توګه د کانګریګیشنل مسیحي کلیساګانو په کلیسا کې ګډون کاوه، چې د پروټیسټنټ اصلاح شوی مذهب دی. ګیټس د خپل عمر په پرتله کوچنۍ و، او د ماشوم په توګه ځورول شوی و. کورنۍ یې سیالۍ وهڅوله؛ یو لیدونکي راپور ورکړ چې "دا مهمه نه ده چې دا د زړه جرات، سخته توپ وهنه یا لامبو وهل وي؛ د ګټلو لپاره تل انعام و۔۔۔ او د بایللو لپاره تل جريمه شتون درلوده".[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]
هغه په ۱۳ کلنۍ کې، په خصوصي لیکسایډ پریپ ښوونځي کې شامل شو، چیرته چې ګيټس خپل لومړۍ سافټویر پروګرام ولیکه. کله چې هغه په اتم ټولګي کې و، په ښوونځي کې د مېندو انجمن د لیکسایډ د ښوونځي له خرڅولو څخه د زده کونکو لپاره د ټيلي ټايپ ۳۳ ماډل ( ای سي ار) ترمينل او د کمپيوټر وخت بلاک یې په عمومی بریښنایی کمپيوټر کی واخيست. ګيټس د عمومي برېښنايي سیستم برنامه کولو سره علاقه وښوده. هغه د ریاضي له ټولګیو څخه د خپلې علاقې د تعقیب کولو لپاره معاف شو. ګيټس خپل لومړۍ کمپیوټري پروګرام هم په دې ماشین کې ولیکه، د ټیک-ټیک-ټو پلي کول چې کاروونکو ته اجازه ورکوي چې د کمپیوټر په وړاندې لوبې وکړي. ګیټس ماشین ته او دا چي دا ماشين تل څنګه د سافټ ویر کوډ په سمه توګه اجرا کوي حيران پاتی کیده. وروسته له هغه چې د مور انجمن بسپنه (پيسې) پای ته ورسیدي, ۔۔ ګیټس او نورو زده کونکو خپل وخت په کوچنيو کمپيوټرونو کي د (ډي يي س) او (پي ډي پي) سيسټمونو کي پلټني ته ورکړی و. د دې سیستومونو له جملې څخه یو هم (پي ډي پي ۱۰) و، چی د کمپيوټر مرکز شرکت پورې اړه لري. چی ګيټس، پاول الين، ريک ويلنډ او د ګيټس تر ټولو ښه ملګری او د سوداګرې شريک کنت ايوانس وروسته له هغه منع کړل چی دوی د عامل په سیستم کې د پروګرام نويسي له غلطيو څخه ګته پورته کوله تر څو د کمپيوټر وړيا وخت ترلاسه کړي.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۴][۴۶][۴۷]
څلورو زده کونکو د پیسو د ګټلو په موخه د لیکسایډ پروګرامرز کلب جوړ کړ. د بنديز په پای کې، دوی په کی د اضافي کمپيوټر وخت په بدل کی د پروګرام نويسي غلطي د پيدا کولو وړانديز وکړ. ګيټس د دې پرځای چې د تيلي ټايپ له لارې له لرې سیسټم څخه کار واخلي، د کمپيوټر مرکز شرکت دفترونو ته لاړ او د سرچينی کوډ یې د مختلفو برنامو لپاره چې په سیسیتم کی روان و لکه: فورترن, لسپ او د ماشین ژبه۔۔مطالعه کړ. کله چې شرکت له سوداګرۍ څخه بهر شو۔۔ نو له کمپيوټر مرکز شرکت سره يې توافق تر ۱۹۷۰ز کال پوری دوام وموند.
راتلونکی کال، د لیکسایډ ښوونکي ګیټس او ایوانس د کمپيوټر وخت او نورو امتيازاتو چمتو کولو په بدل کې د ښوونځي د ټولګي مهالویش سیسټم د اتومات کولو لپاره نوم ليکنه وکړه. دوی په ډیرې لیوالتیا سره کار وکړ، ترڅو برنامه د راتلونکي (څلورم) کال لپاره چمتو کړي. د دوی د دريم کال په پای کې، ایوانس د غره د ختلو په پیښه کې ووژل شو، کومه ورځ چې ګیټس د هغه د ژوند ترټولو غمجنې ورځې په توګه بیان کړې. ګیټس بیا الين ته مخه کړه تر څو د لیکسایډ لپاره د سیسټم په پای ته رسيدو کې ورسره مرسته وکړي. [۴۸]
ګيټس په ۱۷ کلنۍ کې له الين سره یو ځای د ټراف-فو-ديتا په نوم یوه اختراع وکړه، تر څو د ۸۰۰۸ انټل پروسسر په اساس د تګ او راتګ شميرونکي (ترافيک کونټر) جوړ کړي. ګيټس په ۱۹۷۲ کال کې، د استازو په مجلس کې د کانګرس د کارمند په توګه دنده ترسره کوله. کله چې هغه په ۱۹۷۳ ز کال کې د لیکسایډ ښوونځي څخه فارغ شو, يو ملي او قدرمن ساينس پو و. ګيټس د علمي استعداد په ازموينه کې له ۱۶۰۰ نمرو څخه یې ۱۵۹۰ نمرې تر لاسه کړې. او په ۱۹۷۳ ز کال د مني په موسم کې د هاردورد په کالج کې یې ثبت نام وکړ. هغه د قانون څخه مخکې مسايلو تخصص غوره کړ، خو د ریاضیاتو او د کمپیوټر ساینس د فراغت کورسونه یې ونيول. ګيټس په هارورډ کې، خپل ملګری سره سټيف بالمر چی زده کوونکی وه وکتل. ګیټس دوه کاله وروسته هارورډ پریښود، خو بالمر پاتې شو او په عالي درجه فارغ شو. کلونه وروسته، بالمر د مایکروسافټ د اجرائيوي رئیس په توګه د ګیټس ځای ناستی شو او له ۲۰۰۰ ز کال څخه تر ۲۰۱۴ ز کال پورې د هغه استعفا تر وخته یې دا موقف ساتلی و.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۳]
ګیټس د پینکیک تنظيم لپاره یو الګوریتم رامنځته کړ، چې د پروفيسور هري ليويس له خوا د رياضياتو ترکيبي ټولګی کې د یو لړ ناحل شوي ستونزو د حل په توګه وړاندې شوی و. او د هغه حل د ۳۰ کلونو لپاره ترټولو ګړندۍ نسخې په توګه ریکارډ درلود، او د هغې ځای ناستی یوازې ۲٪ ګړندی دی. د ګيټس حل رسمي شوی دی. او د هاردوارد کمپيوټر ساينس پوه کرستوس پاپاديميتريو په همکاری سره خپور شوی دی.[۵۸][۵۹][۶۰][۶۱]
ګیټس د پاول الين سره په اړيکه کې پاتې شو، د ۱۹۷۴ ز کال په دوبي کې په هاني ويل کې سره يو ځای شول. په ۱۹۷۵ ز کال کی د ۸۸۰۰ مټس نجم د ۸۰۸۰ انټل پر بنسپ خپور شو. ګيټس او الين دا فرصت وموند چی د خپل کمپيوټر سافټ وير شرکت پيل کړي. ګيټس په همدې کال له هارورد څخه بهر شو. کله چې د ګيټس مور او پلار وليدل چی څومره دی غواړي تر څو خپل شرکت پيل کړي نو د ده ملاتړ يې وکړ. هغه د هارورد د پرېښودو پریکړه داسی څرګنده کړه: "که هر څه سم مخ ته نه تلۍ، زه به تل بیرته ښوونځي ته تللې وم. خو زه په رسمي توګه رخصت وم." [۶۲][۶۳][۶۴][۶۵]
سرچینې
[سمول]- ↑ پیوستون : 119081199 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://www.imdb.com/name/nm0309540/bio
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w64q88mq — subject named as: Bill Gates — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1349328 — subject named as: Bill Gates (2) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?150983 — subject named as: Bill Gates — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gates-bill — subject named as: Bill Gates
- ↑ subject named as: Bill Gates — abART person ID: https://cs.isabart.org/person/78935
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=gatesw — subject named as: Bill Gates
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=william+henry;n=gates;oc=1 — subject named as: Bill Gates
- ↑ Salzburgwiki ID: https://www.sn.at/wiki/index.php?curid=185705 — subject named as: Bill Gates
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/17482 — subject named as: Bill Gates
- ↑ پیوستون : 119081199 — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0309540/ — د نشر نېټه: ۹ جنوري ۲۰۲۱
- ↑ https://www.forbes.com/profile/bill-gates/?list=rtb
- ↑ ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Manes 1994، م. 11.
- ↑ "Bill Gates (American computer programmer, businessman, and philanthropist)". Archived from the original on March 28, 2013. Retrieved March 20, 2013.
- ↑ Sheridan, Patrick (May 2, 2014). "Bill Gates no longer Microsoft's biggest shareholder". CNN Money. Archived from the original on August 20, 2014. Retrieved August 22, 2014.
- ↑ Einstein, David (January 13, 2000). "Gates steps down as Microsoft CEO". Forbes. Archived from the original on January 26, 2016. Retrieved January 21, 2016.
- ↑ "Microsoft Chairman Gates to leave day-to-day role". money.cnn.com. Archived from the original on January 30, 2016. Retrieved January 21, 2016.
- ↑ . Bill Gates steps down as chairman, will assist new CEO as 'technology advisor'.
- ↑ (په March 13, 2020 باندې). Bill Gates leaves Microsoft board. CNBC.
- ↑ "Amazon CEO Jeff Bezos Is The Richest Person In The World-Again". Forbes. Archived from the original on March 11, 2018.
- ↑ "Why Putin Isn't on 'Forbes' Billionaires List". Newsweek. Archived from the original on October 20, 2017.
- ↑ (په January 19, 2010 باندې). The Next Bill Gates. Forbes.
- ↑ "Billionaires #2 Bill Gates". Forbes. March 5, 2019. Retrieved April 5, 2020.
- ↑ . Bloomberg Billionaires Index: Bill Gates. Bloomberg
- ↑ "The $600 billion challenge". Fortune. Archived from the original on March 16, 2017. Retrieved April 16, 2017.
- ↑ Barry, Michele; Oswald, Lucas Oliver (September 16, 2020). "How polio eradication in Africa can inform the global COVID-19 response". Scope (په انګليسي). Retrieved April 20, 2021.
- ↑ (په August 24, 2020 باندې). Africa Celebrates the End of the Wild Poliovirus (but Not the End of All Polio). The New York Times.
- ↑ Neate, Rupert (August 15, 2017). "Bill Gates gives $4.6bn to charity in biggest donation since 2000". The Guardian (په انګليسي). London. Retrieved April 10, 2018.
- ↑ "Bill Gates (American computer programmer, businessman, and philanthropist)". Archived from the original on March 28, 2013. Retrieved March 20, 2013.
- ↑ "Microsoft founder Bill Gates has Yorkshire roots". The Telegraph. June 23, 2020.
- ↑ (په June 11, 1994 باندې). Mary Gates, 64; Helped Her Son Start Microsoft. The New York Times.
- ↑ Lange, Greg; Stein, Alan (February 14, 1999). "Tornado with 100-m.p.h. winds hits Seattle and Juanita on September 28, 1962". HistoryLink. Retrieved December 18, 2018.
- ↑ (په December 31, 2000 باندې). Alter Egos.
- ↑ Manes 1994، م. 15.
- ↑ Lesinski, Jeanne M (2008). Bill Gates: Entrepreneur and Philanthropist. Twenty First Century Books. p. 12. ISBN 978-1-58013-570-2. Retrieved March 10, 2011.
- ↑ Lowe, Janet (2001). Bill Gates Speaks: Insight from the World's Greatest Entrepreneur. Wiley. ISBN 978-0-471-40169-8. Retrieved March 10, 2011.
- ↑ Berkowitz, Edward D (2006). Something Happened: A Political and Cultural Overview of the Seventies. Columbia University Press. p. 228. ISBN 978-0-231-12494-2. Retrieved March 10, 2011.
- ↑ (په December 31, 2000 باندې). Alter Egos.
- ↑ کينډۍ:Cite episode
- ↑ Manes 1994، م. 47.
- ↑ "Bill Gates | American computer programmer, businessman, and philanthropist". Encyclopædia Britannica (په انګليسي). Retrieved December 7, 2018.
- ↑ ۴۴٫۰ ۴۴٫۱ Manes 1994، م. 24.
- ↑ Soundaian, S. (June 10, 2019). New Dimensions of Management (په انګليسي). MJP Publisher.
- ↑ Gates 1996، م. 12.
- ↑ Manes 1994، م. 34.
- ↑ (په December 31, 2000 باندې). Alter Egos.
- ↑ Hitt, Michael; Ireland, R. Duane; Hoskisson, Robert (2012). Strategic Management: Concepts and Cases: Competitiveness and Globalization. p. 263. ISBN 978-1-111-82587-4. Archived from the original on September 15, 2015. Retrieved October 25, 2015.
- ↑ Mejia, Zameena (April 29, 2018). "The No. 1 thing Bill Gates wishes he'd done in college". CNBC (په انګليسي). Retrieved April 3, 2020.
- ↑ "Timeline: Bill Gates: 1973; from google (bill gates major in harvard) result 3". NPR. Archived from the original on October 5, 2015.
- ↑ "The new – and improved? – SAT". The Week. Archived from the original on May 10, 2006. Retrieved May 23, 2006.
- ↑ ۵۳٫۰ ۵۳٫۱ Gates 1996، م. 15.
- ↑ Schuman, Michael A. (2008). Bill Gates: Computer Mogul and Philanthropist. Enslow Publishers, Inc. p. 34. ISBN 978-0-7660-2693-3.
- ↑ Sims, Marcie (2018). Capitol Hill Pages: Young Witnesses to 200 Years of History. McFarland. p. 196. ISBN 978-1-4766-6972-4.
- ↑ "National Merit Scholarship Corporation – Scholars You May Know". nationalmerit.org. Archived from the original on February 28, 2016. Retrieved October 25, 2015.
- ↑ Gates 1996، م. 14.
- ↑ Gates, William; Papadimitriou, Christos (1979). "Bounds for sorting by prefix reversal". Discrete Mathematics. 27: 47–57. doi:10.1016/0012-365X(79)90068-2.
- ↑ Kestenbaum, David (July 4, 2008). "Before Microsoft, Gates Solved A Pancake Problem". National Public Radio. Archived from the original on September 19, 2011.
- ↑ "UT Dallas Team Bests Young Bill Gates With Improved Answer to So-Called Pancake Problem in Mathematics". University of Texas at Dallas. September 17, 2008. Archived from the original on August 26, 2010.
- ↑ Kestenbaum, David (July 4, 2008). "Before Microsoft, Gates Solved A Pancake Problem". National Public Radio. Archived from the original on September 19, 2011.
- ↑ The History of Microsoft – 1976 Archived February 11, 2017, at the Wayback Machine.: Bill Gates explaining that his departure from Harvard was reversible if Microsoft had failed.
- ↑ Wallace 1993، م. 59.
- ↑ Gates 1996، م. 18.
- ↑ Gates 1996، م. 19.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د ويکيډاټا تيروتنې
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- د خاصيت کارولو پاڼې P2048
- د خاصيت کارولو پاڼې P463
- د خاصيت کارولو پاڼې P1050
- د خاصيت کارولو پاڼې P108
- د خاصيت کارولو پاڼې P2218
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- د خاصيت کارولو پاڼې P935
- د خاصيت کارولو پاڼې P227
- په ويکيډاټا کې غير پښتو نښانونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه