بټ کنېکټ
بټ کنېکټ ( د بټ کنېکټ په بڼه لیکل کېـږي او د سوداګرۍ نښه یې بي سي سي ده) له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د پرانیستې سرچینې یوه ډیجيتلي پیسه وه، دغه پیسه د لوړعاید پانګونې له یوه پروګرام سره تړلې وه، کوم چې د پونزي درغلۍ یوه بڼه بلل کېده. کله چې د دې پلټفارم مدیرانو د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۱۶مه د عاید ترلاسه کولو پلټفارم وتاړه، نو د دې سکې ارزښت تر ۹۲ سلنه سخت سقوط سره مخ شو، همداراز دغه شرکت د بي سي سي په بڼه د کاروونکو پانګې بېرته ورکړي، خو بیا هم د خلکو باور له منځه لاړ او د دې سکې ارزښت له نږدې ۵۲۵ ډالرو څخه ۱ ډالر ته راښکته شو.[۱][۲][۳]
تاریخچه
[سمول]د بټ کنېکټ ډيجیټلي پیسې په ۲۰۱۶م کال کې بازار ته وړاندې شوې، دغه پلټفارم کاروونکو ته دا امکان ورکاوه چې د بټ کنېکټ د سکې ارزښت پور ورکړي او په بدل کې یې ګټه ترلاسه کړي. د دې شرکت تر ټولو مهم پروګرام د پور ورکولو هغه پلټفارم و چې کاروونکو پکې خپل بیټ کوین د بټ کنېکټ له سکې سره تبادله کول. کاروونکو کولی شول د سکې هماغه شېبه ییز ارزښت د یوې ټاکلې مودې لپاره وتړي، او هره ورځ محاسبه کېدونکې ګټه ترلاسه کړي. د ګټې ورکړه د یوه تش په نوم سوداګریز روبوټ له لارې ټاکل کېده. همدا سوداګریز روبوټ د بټ کنېکټ د سیستم تر ټولو جنجالي برخه وه. د بي سي سي سکې رواني شتون (لیکویډیټي) دا ممکنه کوله چې کاروونکي خپلې ګټې بېرته په بیټ کوین واړوي.[۴]
د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۷مه، د برېتانیې حکومت بټ کنېکټ ته خبر ورکړ، چې په دوو میاشتو کې باید خپل قانوني اعتبار ثابت کړي.[۵]
د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۳مه، د ټېکساس ایالت د اسهامو بورډ د بټ کنېکټ شرکت ته د فعالیت د بندولو امر ورکړ او دا پلټفارم یې د پونزي درغلۍ په نوم یاد کړ، دغه بورډ وویل چې په دې پلټفارم کې د کاروونکو د عاید روڼتیا نه وه موجوده او خلک په غلطو څرګندونو تېر ایستل کېدل. همدارنګه د ټېکساس د اسهامو بورډ او د شمالي کارولاینا د ایالت د اسهامو څانګې خبرداری ورکړ چې بټ کنېکټ په دغو ایالتونو کې د اسهامو د پلور لپاره ثبت نه دی.
د ۲۰۱۸م کال د جنوري په ۱۷مه، بټ کنېکټ وتړل شو او د بي سي سي سکې بیه سمدستي ۹۲ سلنه راولوېده، همداراز بټ کنېکټ شرکت اعلان وکړ چې پورونه به بېرته ورکړي.[۶][۷]
د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۳۱مه، د محکمې له خوا یو لنډ مهاله امر صادر شو چې د بټ کنېکټ شتمنۍ کنګل کړي، دا امر د فبرورۍ تر ۱۳مې پورې نافذ و. خو بټ کنېکټ د یوه قانوني بنسټ په توګه په اصل کې هېڅکله په رسمي ډول شتون نه درلود، نو دا څرګنده نه ده چې بټ کنېکټ کومې شتمنۍ درلودې. د یوې ادعا له مخې د بټ کنېکټ د هند څانګې مشر دیویش دارجي ( د بټ کنېکټ له جوړونکي یو درجه ښکته و) د ۲۰۱۸م کال د اګسټ په ۱۸مه نېټه په نوي ډيلي کې ونیول شو. داسې شکونه موجود و چې هغه د تورو پیسو د سپینولو له جرمې کړیو سره تړاو درلود، د پیسو سپینول د هندي روپۍ د بدلون له پرېکړې وروسته شوې و. په ۲۰۱۹م کال کې، دارجي د ورته یوې بلې درغلۍ ( ریګل کواین نومېده) په تړاو ونیول شو او بیا په ضمانت خوشې شو.[۸][۹][۱۰]
نیوکې او سقوط
[سمول]پر بټ کنېکټ د پونزي درغلۍ شک او ګومان کېده. ځکه چې دغه پلټفارم د بازارموندنې څو پړاوه لرونکی جوړښت درلود او غیر ممکنه لوړې ګټې (یعنې هره ورځ یو سلنه مرکبه ګټه) یې ورکولې. د بټ کنېکټ ګټه د بیټ کوین له بې ثباته ارزښت سره ډېره بدلېده، ځکه چې د دې ارزښت ورسره تړلی و. په هغه وخت کې د بټ کنېکټ سکه د نړۍ د شلو بریالیو کریپټو توکنونو څخه وه، خو کله چې سوداګرو پر دغه پلټفارم باور له لاسه ورکړ، نو د دغه سکې بیه سخته راولوېده. د بي سي سي بیه د ای سي او وروسته له ۰،۱۷ ډالرو څخه د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې ۴۶۳ ډالرو ته لوړه شوه، خو د ۲۰۱۹م کال د مارچ تر ۱۱مې پورې یې بیه بیرته ۰،۴۰ ډالرو ته راکمه شوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
قانوني ستونزې
[سمول]د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۱۶مه، بټ کنېکټ اعلان وکړ چې د خپلو ډیجیټلي پیسو د تبادلې او د پور ورکولو عملیات به وتړي، ځکه د ټېکساس او شمالي کارولاینا چارواکو پر دې شرکت د فعالیت د بندولو امر صادر کړی و، د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ په ۳۱مه، د متحده ایالاتو د کینټکي ولایت د لویدیځې ولسوالۍ یوې محکمې لنډ مهاله امر صادر کړ چې د بټ کنېکټ شتمنۍ کنګل کړي، همداراز د کریپټو بټو او سوداګرۍ د حسابونو پته او همدارنګه د هغو کسانو هویتونه افشا کړي چې بټ کنېکټ په تېرو ۹۰ ورځو کې ورته ډیجیټلي پیسې ليـږلي وې. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
د ۲۰۲۱م کال په سپټمبر کې، د متحده ایالاتو د اسهامو او تبادلو کمیسیون پر بټ کنېکټ، ساتیش کومبهاني ( د دې پلټفار بنسټګر و) او ګلین ارکارو ( له ۲۰۱۷م کال تر ۲۰۱۸م کال پورې په متحده ایالاتو کې د دې پلټفارم مشر و) قضایي دعوې وکړې. ارکارو د راتلونکي پیسو په نوم یو شرکت هم جوړ کړی و، چې موخه یې د بټ کنېکټ د پور ورکولو پروګرام ته د کاروونکو را جذبول و. د اسهامو او تبادلې کمیسیون ادعا وکړه چې بټ کنېکټ د متحده ایالاتو د پانګه والو سره ټولټال ۲.۴ میلیارده ډالره درغلي کړې ده.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
په ورته وخت کې، د امریکا د عدليې وزارت پر ارکارو جنايي قضیې پېل کړې، د ۲۰۲۱م کال د سپټمبر پر لومړۍ نېټې ارکارو د عدلیې وزارت لخوا پر ده لګېدلي جنايي تورونه ومنل او اعتراف یې وکړ، په دې جرمونو کې د موبایل/ انټرنیټ د درغلۍ پلان او جنايي ضبط شامل و. د امریکا د عدلیې وزارت د کمبهاني پر ضد هم د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې د څو فدرالي تورونو ( د پیسو سپینولو او درغلۍ) مقدمه جوړه کړه.[۲۸][۲۹]
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ پر ۱۲مه، د سان ډیاګو فدرالي محکمې امر وکړ چې ارکارو باید شاوخوا ۸۰۰ قربانیانو ته د ویش لپاره ۱۷ میلیون ډالر تادیه کړي. ارکارو موافقه وکړه چې د ۲۴ میلیون ډالرو څخه زیاته شتمنۍ یې ضبط شي، چې راتلونکي کې هم د قربانیانو د تاوان ورکولو لپاره کارېدلی شي.[۳۰][۳۱]
انټرنېټي مېم (ټوکه)
[سمول]د ۲۰۱۷م کال د اکټوبر پر ۲۸مه، بټ کنېکټ د ټایلېنډ په پټایا کې خپله لومړۍ کلنۍ غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې، د نیویارک ښار یوه پانګه وال، کارلوس ماتوس، په ویب سایټ د خپلې شدیدې ستاینې او وړاندېز په وخت کې څو ځله په لوړ غږ سره د بټ کنېکټ په نوم چیغې وکړې، دا کار ډېر ژر په انټرنېټي ټوکې بدل شو. دا انټرنېټي ټوکه او د بټ کنېکټ د مشکوکو کړنو راپورونه د جان اولیور او کیګن مایکل کی لخوا د تېرې اوونۍ شپې په پروګرام کې وړاندې شول.[۳۲][۳۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ Mix (January 17, 2018). "How BitConnect pulled the biggest exit scheme in cryptocurrency". The Next Web (in American English). خوندي شوی له اصلي څخه په January 31, 2018. بياځلي په January 30, 2018.
- ↑ Wieczner, Jen (January 17, 2018). "Bitcoin Crashes to Below $10,000 as Cryptocurrency Scams Scare Investors". Fortune. خوندي شوی له اصلي څخه په January 27, 2018. بياځلي په February 10, 2018.
- ↑ "Seeking Victims in Bitconnect Investigation" (in American English). Federal Bureau of Investigation. خوندي شوی له اصلي څخه په July 4, 2022. بياځلي په January 4, 2021.
- ↑ "Complaint against BitConnect, Satish Kumbhani, Glenn Arcaro, et al". U.S. Securities and Exchange Commission. 2021-05-28. بياځلي په 2025-09-16.

- ↑ Tepper, Fitz. "Bitconnect, which has been accused of running a Ponzi scheme, shuts down". TechCrunch (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په January 18, 2018. بياځلي په January 18, 2018.
- ↑ Williams, Sean. "BitConnect, Alleged Crypto Ponzi Scheme, Shutters Its Lending and Exchange Services and Plunges 92%". The Motley Fool (in انګليسي). خوندي شوی له اصلي څخه په January 18, 2018. بياځلي په January 18, 2018.

- ↑ Osborne, Charlie. "Alleged head of BitConnect cryptocurrency scam arrested in Dubai - ZDNet". ZDNet. خوندي شوی له اصلي څخه په November 8, 2018. بياځلي په October 27, 2018.

- ↑ Kharif, Olga (January 16, 2018). "BitConnect Closes Exchange as States Warn of Unregulated Sales". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په January 17, 2018. بياځلي په January 17, 2018.