منځپانگې ته ورتلل

بټفینکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بټفینکس د ډیجيتلي پیسو د راکړې ورکړې پلټفارم دی، دا پلټفارم د ای فانیکس شرکت په ملکیت کې دی او په برتانوي ورجن ټاپوګانو کې ثبت شوې ده. دا پلټفارم په ۲۰۱۲م کال کې جوړ شو، په پیل کې یې د پوینټ ټو پوینټ ( همتا پر همتا ) نیټورک په وسیله یوازې د بیټ کوین تبادلې کولې، خو وروسته یې د نورو ډیجیټلي پیسو تبادله کول هم پیل کړل. د بټفینکس پلټفارم د هغو لومړنیو مسلکي پلټفارمونو څخه و چې د کریپټوکارنسۍ د سوداګرۍ لپاره جوړ شول. بټفینکس د نړۍ د ډیجیټلي پیسو دوهم لویه تبادله کوونکی پلټفارم دی، ځکه اټکل کېـږي چې شاوخوا ۱.۶ میلیونه کاروونکي او شاوخوا ۴۰۳ زره بیټ کوین لري.  [۱][۲][۳][۴][۵]

تاریخچه

[سمول]

لومړنی پړاو ( ۲۰۱۲م کال)

[سمول]

بټفینکس د ۲۰۱۲م کال د ډسمبر په میاشت کې د پوینټ ټو پوینټ تبادلې په توګه جوړ شو چې کاروونکو ته یې د ډیجیټل شتمنیو د سوداګرۍ خدمتونه وړاندې کول. په پیل کې دغه پلټفارم د بیټ کوین لپاره پوینټ ټو پوينټ د پور خدمات وړاندې کول، خو وروسته یې د نورو ډیجیټلي پیسو ملاتړ هم وکړ. [۶]

رافایل نیکول (په پاريس کې د معلوماتي ټیکنالوژۍ یو تخنیکر و) د خپلې یوې پخوانۍ پروژۍ ( بتکوینیکا) تر بشپړ کولو وروسته د بټفینکس پر پلټفارم کار کول پیل کړل، هغه تر ۲۰۱۷م کال پورې د دې پلټفارم د پرختیا ورکوونکي ( ډیويلپر) په توګه کار کاوه. د بټفینکس د جوړېدو اصلي موخه د لوړ حجم د سوداګرۍ وړاندیز کول و، په دې کې د ساده او مشتقه محصولاتو بشپړ ملاتړ شامل و. همداراز دغه پلټفارم د تبادلې د سوداګرۍ، د مارجن سوداګرۍ، د پور ورکړې، د خارجي صرافۍ بازارنو او د مشتقه وسایلو د سوداګرۍ لپاره جوړ شوی و.  [۷]

نوې همکاري او امنیتي ستونزې ( له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پورې)

[سمول]

په ۲۰۱۵م کال کې، بټفینکس د پال الوټو له یو شرکت ( بیټګو) سره شریک شو، څو داسې ډیجیټلي بټوې رامنځته کړې چې خلک پکې خپلې ډیجيټلي پیسې وساتي. بیټګو د بیټ کوین د غلا پر وړاندې بیمه هم درلوده. د ۲۰۱۵م کال په مۍ میاشت کې، پر بټفینکس سایبري وشو، د دغه برید له امله ۱۵۰۰ بیټ کوین ( نږدې ۴۰۰ زره امریکايي ډالر ارزښت یې درلوده) د دې پلټفارم د کاروونکو څخه وتښتول شول. د ۲۰۱۶م کال په جون کې، د امریکا د اجناسو د راتلونکو معاملو کمېسیون پر بټفینکس ۷۵ زره ډالره جریمه ولګوله، ځکه ناقانونه تمویلې شوې معاملې یې وړاندې کولې او د راتلونکو معاملو د کمېشنر په توګه ثبت شوې نه و، چې دا پخپله د اجناسو د تبادلې له قانون څخه سرغړونه ده.[۸][۹][۱۰][۱۱]

د دغه پلټفارم هک کېدل (۲۰۱۶م کال)

[سمول]

د ۲۰۱۶م کال په اګست کې، بټفینکس اعلان وکړ چې په دغه پلټفارم کې یوه لویه امنیتي پېښه رامنځته شوې، له دې پیښې وروسته د بیټ کوین بیه شاوخوا ۲۰ سلنه راولوېده. همداراز بټفینکس د دې پیښې په اړه تر خبر کولو وروسته د بیټ کوین ټولې راکړې ورکړې او د بیټ کوین ایستل ودرول. په دغه هک کې، چې د بیټ کوین د تبادلې دوهمه ستره امنیتي ستونزه وه، ۱۱۹۷۵۶ بیټ کوین ( هغه مهال یې ارزښت شاوخوا ۷۲ میلیونه ډالره وه) غلا شول. دا بیټ کوینونه د کاروونکو له مختلفو ډیجیټلي بټو څخه غلا شوې وه، خو په ورته وخت کې بټفینکس ویل چې د هکرانو د نیولو هڅې روانې دي. د دغه هک له امله د بټفینکس د ټولو کاروونکو حسابونو (حتی د هغو کسانو چې حسابونه یې هک شوي هم نه و) ته ۳۶ سلنه زیان ورسېد، خو په بدل کې یې د بي ایف ایکس ټوکنونه ترلاسه کړل. همداراز هغه کاروونکو چې بي ایف ایکس ټوکنونه له ځان سره ساتلي وو، د ۲۰۱۷م کال په اپریل کې بشپړ تاوان ورکړل شو. تر دغه پیښې وروسته، د امریکايي ډالرو د تادیاتو او ایستلو لارې محدودې شوې. سربیره پر دې چې بټفینکس د بیټګو څو لاسلیکه امنیت هم کاراوه، دغه هک ترسره شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د امریکا د عدلیې وزارت د غلا شویو بیټ کوینونو ډېره برخه بېرته ترلاسه کړه. د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې، د نیویارک یوه جوړه ( ایلیا لیختنشتاین او د هغه مېرمن هیتر ار مورګن) د فدرالي محکمې لخوا د غلا شويو بیټ کوینونو د سپینولو پر تور ونیول شول، هغه مهال د دغو بیټ کوینونو ارزښت شاوخوا ۳.۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و. د عدلیې چارواکو په وینا، دوی د پیسو سپینولو او په امریکا کې د درغلیو په توطیه تورن وو. مورګن او  لیختنشتاین د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ په ۸ مه نېټه د منهټن په سیمه کې ونیول شو. همداراز د محکمې د اسنادو له مخې، دوی دواړه د ۲۰۲۳م کال د اګست پر ۳مه په واشنګټن ډي ‌سي کې اعتراف اورېدنې ته حاضر شول. دوی د معلوماتي اسنادو په اساس تورن شوي وو، دغه اسناد د فدرالي څارنوالانو لخوا د اعتراف د رضایت په صورت کې کارول کېږي. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د دوی تر نیول کېدو وروسته، حکومت شاوخوا  ۴۷۵ میلیونه ډالر ضبط کړل چې له همدې برید سره یې تړاو درلود. د ۲۰۲۳م کال په اګست کې، لیختنشتاین د غلا شويو رمزي پيسو د سپینولو دسیسې په تور خپل جرم ومانه. مورګن هم پر دوو تورونو ( د پیسو سپینولو دسیسه او د امریکا د حکومت د دوکه کولو دسیسه) اعتراف وکړ. د همدې کال تر پای پورې د غلا شويو بیټ کوینونو ارزښت ۴.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېد. لیختنشتاین همداراز ومنله چې دی په ۲۰۱۶م کال د بټفینکس د سایبري برید اصلي هیکر و. د ۲۰۲۴م کال په نومبر کې، لیختنشتاین د پیسو سپینولو له امله په پنځه کاله بند محکوم شو، بل لورته مورګن بیا د درغلۍ د دسیسې په تور په ۱۸ میاشتنې بند محکومه شوه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۱۶م کال د سایبري برید په اړه د امریکا د عوایدو ادارې کمېشنر، چارلس رېټیګ وویل: دا هم یو تر ټولو ستر مالي ضبط و چې فدرالي حکومت ترسره کړ. سربیره پردې  بټفینکس د امریکا د کورني امنیت له وزارت سره همکاري وکړه څو هغه نږدې ۳۱۵ زره امریکايي ډالر او کریپټوکارنسي بېرته ترلاسه کړي چې د ۲۰۱۶م کال د امنیتي سرغړونې پر مهال غلا شوې وې. دا پیسې به د بټفینکس پر هغه کاروونکو ووېشل شي چې د ایف ایکس ټوکنونه (دا ډیجیټلي سکې هغو کسانو ته ورکړل شوې وې چې د هک له امله یې مالي زیان لیدلی و) لري. د دې پلټفارم کاروونکو اندېښنه درلوده چې ممکن د دوی پیسې له منځه تللې وي، خو دغه ورکې شوې پیسې خوندي او ضبط شوې وي. په دغه موده کې بټفینکس ته د بانکي خدمتونو ترلاسه کول ورځ تر بلې ستونزمن کېدل. څېړنې ښيي چې د ۲۰۱۷م کال په وروستیو کې د بټفینکس پر پلټفارم د بیټ کوین په بیې کې لاسوهنه د بیټ کوین د بیې د لوړېدو یو لوی لامل و. په ۲۰۱۹م کال کې د ای فانیکس شرکت د اونس سېډ لېو په نوم کریپټوکارنسي خپره کړه. کله چې متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د غلا شویو شتمنیو ډېره برخه بېرته ترلاسه شوې ده، د اونس سېډ لېو پیسو ارزښت تر ۵۰ سلنې زیات لوړ شو. بل لورته بټفینکس ژمنه وکړه چې د شتمنیو له بېرته ترلاسه کېدو وروسته به د ۱۸ میاشتو په موده کې به د لېو ټول ټوکنونه بېرته واخلي او له منځه به یې یوسي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

بانکي بدلونونه (له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې)

[سمول]

د ۲۰۱۷م کال د اپرېل په میاشت کې، بټفینکس اعلان وکړ چې د امریکايي ډالرو د ایستلو په بهیر کې له ځنډ سره مخ دی، ځکه وېلز فارګو د دې تبادلې د بانکي لېږدونو خدمتونه بند کړل. د وېلز فارګو له پرېکون لږ وروسته، بټفینکس وویل چې د دوی اړوند تایواني بانک له دوی سره خپل ټولې نړیوالې بانکي لېږدونې بندې کړي. تر دې وروسته بټفینکس په بېلابېلو هېوادونو کې خپلې پیسې ساتلي، خو کاروونکو ته یې معلومات نه و چې دا پیسې چېرته ساتل کېـږي. راپورونه ښيي چې د پورټو ریکو په سان خوان ښار کې د نوبل نړیوال بانک له ۲۰۱۷م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې د بټفینکس د ډالري تبادلو ځینې بانکي چارې سمبالولې. همداراز ویل کېږي چې دا بانکي اړیکه د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې هغه مهال پای ته ورسېده چې نوبل بانک له مالي ستونزو سره مخ شو.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

د ۲۰۱۸م کال د مارچ په میاشت کې، د برتانوي ورجن ټاپوګانو کې ثبت شوي بټفینکس تایید کړه چې غواړي د خپلې اصلي سرور زېربنا د سویس زوګ ښار ته ولېـږدوي. د بټفینکس د ستراتېژۍ مشر فیل پاټر د ۲۰۱۸م کال د جون په ۲۲ مه له دغه پلټفارم ووت. د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په ۱۵ مه، بټفینکس وویل چې څو ورځې وړاندې یې د پروسس د ستونزو له امله د ځینو کاروونکو لپاره د دولتي اسعارو زېرمې په لنډمهاله ډول درولي دي. د اکتوبر په ۷ مه، دغه شرکت وویل: بټفینکس له مالي پلوه نه دی مات شوی. [۴۴][۴۵]

د ټېتر د پلټنو پېل (۲۰۱۹م کال)

[سمول]

ټېتر يوه باثباته ډيجېټلي پيسه ده چې ارزښت يې د امريکايي ډالر سره تړلی دی. دغه پیسه د اي فینکس ( دغه شرکت د بټفینکس مالک هم دی) شرکت ملکيت دی. ټېتر د ۲۰۱۴م کال په جولای کې د رییل کوین تر نوم لاندې پیل شوه او په نومبر کې یې نوم ټېتر ته واوښت. د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ تر مياشتې پورې، ټېتر د بیټ کوین او اېتېريوم وروسته درېيمه لويه ډيجېټلي پيسه بلل کېده. ټېتر او بټفینکس د هول ‌پنچ په نوم د يوې خوندي، پوینټ ټو پوینټ بڼې لرونکې اړیکې د پراختیا ملاتړ کوي، دغه پلټفارم د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې خپل کوډ د ټولو لپاره پرانيستی کړ. پاولو اردوينو، چې د بټفینکس د ټکنالوژۍ مشر او د ټېتر اجرایه رییس دی، وويل چې دا ټکنالوژي د اړيکو په ډګر کې د بیټ کوین په څېر ارزښت لري.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

د ۲۰۱۹م کال په اپرېل کې، د نيويارک د ايالت لوی څارنوالې لېټېشيا جېمز تر پلټنو وروسته بټفینکس تورن کړ چې د ټېتر د زېرمو څخه د پاناما د تاديې له يو شرکت کرېپټو کپېټل کارپ سره د ۸۵۰ ميليونه ډالرو د تاوان د پټولو لپاره کار اخيستل شوی دی. رېجي فاولر، چې د کرېپټو کپېټل سره د اړيکو لرلو تور پرې لګېدلی و، د ۲۰۱۹م کال د اپرېل په ۳۰مه د ناقانونه پيسو لېږدولو د سوداګرۍ د چلولو په تور تورن وپېژندل شو. ويل کېږي چې هغه شاوخوا ۸۵۰ ميليونه ډالر يو ناڅرګند پېرېدونکي ته بېرته ور نه کړل. پلټونکو د هغه له دفتره ۱۴ زره ډالر جعلي پيسې هم ونيولې. د دعوې له مخې، بټفینکس د عادي بانکي اړيکو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی و، له همدې امله يې له يو ميليارد ډالرو څخه زياتې پيسې د پاناما د تاديې له شرکت کرېپټو کپېټل کارپ سره کېښودې، حال دا چې هېڅ رسمي تړون ورسره نه و لاسليک شوی. جېمز ادعا وکړه چې بټفینکس په ۲۰۱۸م کال کې پوهېده يا يې شک کاوه چې کرېپټو کپېټل پيسې وړې دي، خو پانګه ‌والو ته يې د دې تاوان په اړه هېڅ معلومات ورنه کړل.[۵۰][۵۱][۵۲]

د بټفینکس د ۲۰۱۷م کال د راپور شمېرې ښيي چې د شرکت ناخالصه ګټه ۳۳۳.۵ ميليونه ډالر، لګښتونه ۶.۸ ميليونه ډالر، خالصه ګټه ۳۲۶ ميليونه ډالر او وېشل شوې ګټې ۲۴۶ ميليونه ډالر وه.[۵۳]

پېرودنې او پانګونې ( له ۲۰۲۰م کال څخه تر ۲۰۲۵م کال پورې)

[سمول]

د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر په ۱۵مه اعلان وشو چې بټفینکس به د امريکا د توکو د راتلونکو تبادلو کمېسيون ته ۱.۵ ميليونه ډالر جريمه ورکړي، ځکه له امريکايانو سره يې د ډيجېټلي شتمنيو په برخه کې ناقانونه او رسمي بازار څخه بهر راکړې ورکړې کړې وې. په همدې کال کې، بټفینکس د بټفینکس پې په نوم د تاديې نوې بڼه پيل کړه، چې له لارې يې انلاين سوداګر کولی شي ډيجېټلي پيسې ومني. په ۲۰۲۱م کال کې بټفینکس، کراکن او کوو کوېن د هند د ډيجېټلي پيسو بازار ته هم ننوتل. د ۲۰۲۲م کال په سپتمبر کې، بټفینکس د څو نورو سترو تبادله کوونکو پلټفارمونو سره يو ځای د اېتېريوم د سافټویري بدلون (مرج) پر مهال د اېتېريوم ټوکنونو ټولې زېرمي او اېستنې لنډمهاله ودرولې. د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې، بټفینکس د ازادۍ منشور خپور کړ، چې پکې د پرانیستو سرچینو سافټویرونو او د ازاد بازار د اقتصادي اندونو ملاتړ شوی و.[۵۴][۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "Company Overview of iFinex Inc. (BVI)". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په July 1, 2018. بياځلي په June 30, 2018.
  2. Shekhtman, Lonnie (August 3, 2016). "Bitcoin security breaches raise questions about digital currency's future". Christian Science Monitor. خوندي شوی له اصلي څخه په May 28, 2017.
  3. "Bitfinex Defends Crypto Despite Multiple Crises in 2022". Financial and Business News. 2022-12-20. بياځلي په 2025-10-15.
  4. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  5. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  6. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  7. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  8. "Bitcoin security breaches raise questions about digital currency's future". Christian Science Monitor. خوندي شوی له اصلي څخه په June 12, 2018. بياځلي په February 6, 2023.
  9. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  10. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  11. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  12. Tsang, Amie (August 3, 2016). "Bitcoin Plunges After Hacking of Exchange in Hong Kong". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په May 18, 2017.
  13. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  14. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  15. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  16. Baldwin, Clare (August 6, 2016). "Bitfinex exchange customers to get 36 percent haircut, debt token". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په March 16, 2019. بياځلي په June 20, 2018.
  17. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  18. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  19. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  20. Lyngaas, Sean (February 8, 2022). "Feds arrest a New York couple and seize $3.6 billion in stolen cryptocurrency". CNN News. p. 1. خوندي شوی له اصلي څخه په February 14, 2022. بياځلي په February 9, 2022.
  21. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  22. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  23. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  24. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  25. Dan Mangan, Eamon Javers (2023-08-03). "Bitcoin launderer pleads guilty, admits to massive Bitfinex hack". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په September 26, 2023. بياځلي په 2023-09-26.
  26. Dan Mangan, Eamon Javers (2023-08-03). "Bitcoin launderer pleads guilty, admits to massive Bitfinex hack". CNBC. خوندي شوی له اصلي څخه په September 26, 2023. بياځلي په 2023-09-26.
  27. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  28. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  29. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  30. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  31. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  32. Kaminska, Izabella (April 26, 2019). "We all become MF Global eventually, Tether edition". Financial Times. خوندي شوی له اصلي څخه په April 27, 2019. بياځلي په May 20, 2019.
  33. Lee, Timothy B. (April 29, 2019). "The leading "stablecoin" is no longer backed by $1 for every coin". Ars Technica. خوندي شوی له اصلي څخه په May 10, 2019. بياځلي په May 20, 2019.
  34. Vigna, Paul (May 17, 2019). "Lack of Banking Options a Big Problem for Crypto Businesses". Wall Street Journal. خوندي شوی له اصلي څخه په May 21, 2019. بياځلي په May 20, 2019.
  35. Popper, Nathaniel (June 13, 2018). "Bitcoin's Price Was Artificially Inflated Last Year, Researchers Say". New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په June 13, 2018. بياځلي په June 13, 2018.
  36. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  37. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  38. Popper, Nathaniel (November 21, 2017). "Warning Signs About Another Giant Bitcoin Exchange". The New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په November 22, 2017. بياځلي په November 23, 2017.
  39. "Tether Theft Isn't the First Controversy for Cryptocurrency Firm". Bloomberg.com. November 21, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په November 22, 2017. بياځلي په November 23, 2017.
  40. Nathaniel, Popper (November 21, 2017). "Warning Signs About Another Giant Bitcoin Exchange". New York Times. خوندي شوی له اصلي څخه په November 22, 2017. بياځلي په June 4, 2018.
  41. Katz, Lilly (May 31, 2018). "Bittrex Gets Bank Agreement to Help You Buy Bitcoin With Dollars". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په May 31, 2018. بياځلي په June 4, 2018.
  42. Leising, Matthew; Rivera, Yalixa (October 1, 2018). "Puerto Rico's Noble Bank Seeks Sale Amid Crypto Slide". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په October 3, 2018. بياځلي په October 18, 2018.
  43. "Tether Theft Isn't the First Controversy for Cryptocurrency Firm". Bloomberg.com. November 21, 2017. خوندي شوی له اصلي څخه په November 22, 2017. بياځلي په November 23, 2017.
  44. Irrera, Anna (June 22, 2018). "Bitfinex chief strategy officer departs". Reuters. خوندي شوی له اصلي څخه په June 24, 2018. بياځلي په June 23, 2018.
  45. Kharif, Olga; Leising, Matthew (October 17, 2018). "Bitcoin Trades at $300 Premium on Controversial Crypto Exchange". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په October 18, 2018. بياځلي په October 18, 2018.
  46. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  47. "Open-source wants to eat the internet". POLITICO. 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-05.
  48. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  49. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  50. Larson, Erik; Leising, Matthew; Kharif, Olga (April 26, 2019). "Crypto Market Roiled by New Allegations Against Tether, Bitfinex". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په October 14, 2020. بياځلي په May 5, 2019.
  51. Robinson, Matt; Kharif, Olga; Leising, Matthew (May 3, 2019). "Ex-NFL Owner Said to Be Tied to $850 Million Crypto Mystery". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په May 5, 2019. بياځلي په May 5, 2019.
  52. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  53. Kharif, Olga (May 9, 2019). "Beleaguered Bitfinex Says Its Crypto Exchange Turns 97% Profit". Bloomberg. خوندي شوی له اصلي څخه په May 11, 2019. بياځلي په May 11, 2019.
  54. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  55. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  56. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  57. "Open-source wants to eat the internet". POLITICO. 2023-05-22. بياځلي په 2023-06-05.
  58. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.
  59. "As banks buy up bitcoins, who else are the 'Bitcoin whales'?". BBC Home. 2024-03-01. بياځلي په 2024-03-14.