منځپانگې ته ورتلل

بيندوسارا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بيندوسارا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۳۲۰ "م.ز" پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۰۲۷۳ "م.ز" پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
دنده
sovereign (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
Ājīvika (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځایناستی د
ځایناستی

بندوسارا (زوکړه ۳۲۰ مخکي تر زیږد _ مړینه ۲۷۳ مخکي تر زیږد) ) په لرغوني هند کي د مګدا واکمني دوهم موریایي امپراتور وو. د لرغوني یوناني-رومي لیکوالانو نوموړي ته "امیتروچاتس" نوم ورکړی دی، او دا نوم په احتمالي توګه د سنسکرت لقب " امیتراګاتا " ("د دښمنانو وژونکی") څخه اخیستل سوی دی.

بندوسارا که څه هم د موریا د واکمنۍ بنسټ ایښودونکي چندراګوپتا زوی او د یادي واکمنۍ د ترټولو مشهور واکمن اشوکا پلار وو، خو د هغه ژوند د مخکنیو دوو امپراتورانو د ژوند په څیر مستند سوی نه دی، بلکي په اړه یې ډېر معلومات د هغه تر مړیني څو سوه کاله وروسته د لیکل سوو افسانوي کیسو څخه منځته راغلي دي. د یادو افسانو پر بنسټ بندوسارا د خپل پلار لخوا رامینځته سوې امپراتوري ډېره پیاوړې کړه.