منځپانگې ته ورتلل

بيستون ډبرليک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بیستون کتیبه يا بيستون ډبرليک په نړۍ کې تر ټولو لويه لیکنه ده، چې د ایران لومړنی پېژندل شوی متني لرغونی اثر ګڼل کيږي چې د هخامنشیانو ټولواکمني د لومړي داريوش د واکمنۍ پرمهال په ۵۲۰ مخزېږديز کې په مېخي ليکدود ليکل شوې ده[۱][۲] چې د ایران[۳][۴] له کرمانشاه ښار څخه ۳۰ کیلومتره لرې د هرسين ولسوالي[۵][۶] په بیستون سيمه[۷][۸] کې موقعیت لري. د بسټون کتیبه د کینیفورم او لرغونې فارسي ژبې په تشریح کولو کې یو له خورا مهم فکتورونو څخه دی ، ځکه چې دا په ۳ ورته نسخو (مترادف) کې په ایلامي ، اکاډین او لرغوني فارسي ژبو او کینیفورم کې لیکل شوی. دا ډبرليک رسماً په ۱۹۳۲ ز کال د ايران ملي ميراث ځی په توګه ثبت شو[۹][۱۰] او په ۲۰۰۶ ز کال د یونیسکو د نړیوال میراث ځای برخه وګڼل شو.[۱۱]

په بېستون ډبرليک کې د پښتو څرک

[سمول]

پښتو د بېستون په ډبرليکونو کښل شوې او پوهاند حبيبي د څېړنې او ژباړنې له مخې د پښتنو د خلجي گړدود (لهجه) سره ډېر لږ توپير لري

نئ ارنکه اهم نه ئي اړېکی وم
نئ درومنه اهم نه ئ دوره جن وم
نئ زړوه که ره اهم نه ئ رورکړونی وم

لنډه دا چې نه يم دروغجن، او تيری کونکی نه يم - او نه د بل تېری په ځان زغملی شم [۱۲]

بيستون ډبرليک
سنگ‌نبشته بیستون (پارسي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
په نوم د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
فزیکي ځای
ليکدود
ځای
اداري سیمه
هېواد
پېرودونکی
تاريخي اثار
د تاريخي‌ اثارو ډلبندي
د ميراث ډول
د ميراثېدو کال
۲۰۰۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
میراثونه
(ii) (en) ژباړل — (iii) (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د پېژندنې شمیره
نور اړين مالومات
برخې
برخه د
ساختماني توکي
جوړښت
د معماري سټایل
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۳′۲۵″شمال ۴۷°۲۶′۰۹″ختیځ / 34.39036°شمال 47.43589°ختيځ / 34.39036; 47.43589 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د ډبرليک په اړه لنډي څرگندوني

[سمول]

د هخامنشيانو دريم پاچا داريوش د خپلي واکمنۍ پېښ ليک د بيستون په ډبرليک کي ليکلی دی. د دې ډبرليک اوږدوالۍ په ټوليزه توګه شل متره او پنځوس سانتي او سور يې اوه متره او اتيا سانتي دی . دا ډبر ليک په دريو برخو وېشل شوی دی:

  1. تر ټولو زياته برخه يې نهه (۹) متره او اتيا(۸۰) سانتي اوږدوالی لري او سور يې درې (۳) متره او دريشپېته(۶۳) سانتي دی، چي ٤١٤ څلورسوه څوارلس کرښې ليکنه لري او دا برخه په يوشمېر ايراني خپرونو کي د پخواني پارسي ليک په نوم ياديږي.
  2. د همدې لوئ ډبرليک ښئ لور ته د انځورونو او ليکنو برخه شته چي د ايلامي ډبرليک په نوم ياديږي. دا برخه پنځه متره او شپېته سانتي متره اوږدوالی لري او سور يې درې متره او اويا سانتي متره ته رسيږي
  3. درېيمه برخه کيڼ لور ته ليکل شوېده چي اوږدوالی يې پنځه متره او اوه شپېته سانتي متره رسيږي او سور يې درې متره او دريشپېته سانتي متره دی .دا برخه هم په ايراني خپرونو کي د پخواني ايراني ليک په نوم ياديږي چي ټوله ٥٩٣ پنځه سوه درېنوي کرښې لري.
  4. د اکدي يا بابلي ليک په نوم د دې ډبر ليک يوه بله برخه شته چي د ايلامي ليک بر سر ښي لوري ته ليکل شوېده . دا برخه د ذوزنقې په شکل حک شوېده چي لوړوالي يې څلور متره او سور يې دوه متره او دوه پنځوس سانتي متره دئ ، په داسي حال کي چي د وروستۍ برخي سور يې دوه متره او يو ويشت سانتي متره ته رسيږي ، د ډبرليک دا برخه يوسل او دولس کرښې لري . په ټوليزه توګه د دې ډبر ليک ارتوالی يوسل اوشل متره مريع ته رسيږي.

انځورونه

[سمول]

بيستون کې نور تاريخي اثار

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. سرچينې تړی: https://iranicaonline.org/articles/bisotun-iii.
  2. سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  3. سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  4. Wiki Loves Monuments monuments database". ۶ نومبر ۲۰۱۷.
  5. سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  6. Wiki Loves Monuments monuments database". ۶ نومبر ۲۰۱۷.
  7. سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  8. Wiki Loves Monuments monuments database". ۶ نومبر ۲۰۱۷.
  9. سرچينې تړی: https://iranicaonline.org/articles/bisotun-iii.
  10. سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  11. سرچينې تړی: http://whc.unesco.org/en/list/1222.
  12. پښتو څېړنې - 223 گڼه - کابل
  13. ۱۳٫۰۰ ۱۳٫۰۱ ۱۳٫۰۲ ۱۳٫۰۳ ۱۳٫۰۴ ۱۳٫۰۵ ۱۳٫۰۶ ۱۳٫۰۷ ۱۳٫۰۸ ۱۳٫۰۹ ۱۳٫۱۰ ۱۳٫۱۱ ۱۳٫۱۲ ۱۳٫۱۳ سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/15319.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ ۱۴٫۲ ۱۴٫۳ سرچينې تړی: https://iranicaonline.org/articles/bisotun-iii.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ ۱۵٫۲ ۱۵٫۳ ۱۵٫۴ ۱۵٫۵ ۱۵٫۶ ۱۵٫۷ "Wiki Loves Monuments monuments database". ۶ نومبر ۲۰۱۷.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ ۱۶٫۲ ۱۶٫۳ ۱۶٫۴ ۱۶٫۵ ۱۶٫۶ سرچينې تړی: https://whc.unesco.org/uploads/nominations/1222.pdf.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ سرچينې تړی: http://whc.unesco.org/en/list/1222.
  18. سرچينې تړی: https://iranicaonline.org/articles/bisotun-i.