بهرامچه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
بهرامچه
د بهرامچه انځور
د بهرامچه انځور

کورډېناټونه: ۲۹°۲۵′۰۰″شمال ۶۴°۰۳′۰۰″ختیځ / 29.41666667°شمال 64.05°ختيځ / 29.41666667; 64.05  د کوارډينېټي موقعيت (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړي
ادارې وېش
هیواد  افغانستان
ولایت هلمند ولايت
مرکز بهرام چاه
سیمه
لوړوالی ۱٬۵۴۶ ميټره (۵٬۰۷۲ فوټ)
د نفوس شميرنه
 • ټولټال (۳٬۰۰۰-۳٬۵۰۰)
آخر معلومات
وخت زون + 4.30

بهرامچه یوه سيمه ده چې د افغانستان د جنوب غربي ولایت هېلمند په جنوب کې دپاكستان سره پر پوله پرته ده. ديشو ولسوالي چی مرکز یی بهرامچه ده دهلمند يوه له مهمو ولسواليو څخه ده ځكه چې له ګاونډي هيواد پاكستان سره ۱۶۳ كيلومتره گډه پوله لري.

د خلکو زندگی[سمول]

ددي سيمي خلګ ځينې په پاکستان کې کار کوي، ځينې يې بزګران يا کروندګر دي. او دا سيمه هميشه د طالبانو د مرکز په توګه او يا د هغو د مهمو اسلامي کارو لپاره استعمال سوي کوم.

طالبان[سمول]

دا سیمه د وسلوالو ډير لوى مركز دی دا هغه وخت د وسوالو مرکز شو کله چی امریکا پر کندهار حمله وکړه نو بهرامچه د پټیدلو لپاره یو ډیر خوندی ځای وو دا هغه ځای چی هغو د پاکستان نه په اسانه مرسته غوښتلای سوای او باید یادونه وسی چی له همدې لارې ددولت مخاليفين افغانستان ته وسلې راوړي افغان دولت او بهرنيو ځواكونو په ۲۰۰۵م کال کی دلته عمليات هم كړي دي چی هیڅ نتیجه یی ورنکړه

مواد مخدر[سمول]

د افغانستان پر سطحه هلمند ولایت د تاریاکو د تولید تر ټولو زیات تولید کونکی ولایت ګڼل سوی دی او یو نوم یی له دی لحاظه ډیر مشهور دی، نو ځکه دا ولسوالۍ د قاچاقبرو ډير لوى مركز و، دتيرو سو كلونو راهېسې دنشه يي توكو دقاچاقبرو په لاس كې وه. اوپه عين حال كي دمخدره توكو ليږدونكو په بهرامچه كې ډيرې لويې فابريكي جوړې كړ ې وې .

دپاکستان حملی[سمول]