Jump to content

بنسټيزه توکم پالنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


بنسټيزه توکم پالنه چې سيستماتيک يا منظمه توکم پالنه هم ورته ويل کېږي، د توکم پالنې هغه ډول دی چې د يوې ټولنې يا يو سازمان په قوانينو او مقرراتو کې ځای پر ځای شوې ده. دا توکم پالنه په جرمي عدالت، ګومارنه، کور جوړونه، روغتيايي پاملرنې، زده کړې او سياسي استازولۍ ته ورته برخو کې توپيري چلند څرګندوي. [۱]

د بنسټيزې توکم پالنې Institutional Racism اصطلاح، په لومړي ځل د Stokely Carmichael او Charles V. Hamilton له لوري په ۱۹۶۷ ز کې «د تور پوستو ځواک: د خپلواکۍ سياست» کې رامنځته شوه. يادو دوو کسو په ۱۹۶۷ کې وليکل: په داسې حال کې چې انفرادي توکم پالنه د هغې د څرګند طبيعت له امله د پېژندنې وړ ده، بنسټيزه توکم پالنه د خپل لږ څرګندوالي او خورا زيات نازک طبیعت له امله لږه د ادراک وړ ده. بنسټيزه توکم پالنه «په ټولنه کې د رامنځته شويو او معتبرو ځواکونو په عمليه کې رامنځته کېږي او پر همدې بنسټ د انفرادي توکم پالنې په پرتله خورا لږ عامه محکوميت تر لاسه کوي. [۲][۳]

بنسټيزه توکم پالنه، د انګليستان د ۱۹۹۹ز Lawrence راپور کې د Sir William Macpherson له لوري «د رنګ، کلتور يا توکميز اصليت له امله وګړو د مناسبو او مسلکي خدمتونو په برابرولو کې د يوه سازمان ډله ييز بې پايلې توب په توګه راپېژندل شوې ده. دا په هغو پړاوونو، انګېرنو او سلوک کې کتل او موندل کېدلی شي، چې د توپير يا تعصب، له پامه غورځولو، بې فکريتوب او توکم پالنې تنګ نظري په واسطه توپيري چلند ته رسېږي، چې د لږه کي توکم وګړو ته زيان رسوي.[۴][۵]

ډلبندي

[سمول]

توکم پالنه په تېر وخت کې له تعصب سره په متبادل ډول کارېده، چې د نيمګړو معلوماتو پر بنسټ يې د یوه شخص په اړه نظريه جوړوله. د ۲۰ پېړۍ په تېرو ۲۵ کلونو کې توکم پالنه د اشخاصو په پرتله نظامونو سره ملګرې شوه. په ۱۹۷۷ ز کې David Wellman د «سپين پوستي توکم پالنې انځور» تر سرليک لاندې خپل کتاب کې توکم پالنه، د توکم پر بنسټ د ګټې يو نظام په توګه راوپېژندله. نوموړي دا پېژندنه د بې شمېره سپين پوستو د توکم پالو بنسټونو ملاتړاو د هغوی له لورې د متعصب اوسېدل د نفې له مخې بيان کړه. سپين پوستي له تورپوستو څخه هغه مهال ښايسته کېدلی شي، چې دوی ته ګټه رسونکې منظمې توکم پالنې څخه ملاتړ ته دوام ورکوي. لکه: د پور ورکولو لارې چارې، په ښه ډول تمويل شوي ښوونځي او د دندې موکې. د بنسټيزې توکم پالنې مفهوم، د ۱۹۹۰ ز لسيزې په منځ او وروستيو کې يو ځل بيا په سياسي بيانيو يا ليکنو کې راڅرګند شو، مګر يو کړکېچن مفهوم پاتې شوی دی. بنسټيزه توکم پالنه هغه ده، چې توکم په کې توکو، خدمتونو او موکو ته د ټولنې د بېلابېلو کچو د لاسرسي سبب کېږي.  [۶][۷][۸]

پروفيسور James M. Jones د توکم پالنې درې سترې نظريې رامنځته کړي دي، چې په شخصي ډول منځګړې، دنننۍ يا کورنۍ او بنسټيزه توکم پالنه دي. په شخصي ډول منځکړې توکم پالنه په توکميز ډول د تعصب شوي عمل (د وړتياوو په اړه خرافاتي توپيري انګېرنې، انګېزې او د توکم له مخې د نوور خلکو ارادې) د مشخصو ټولنيز کړو وړو فکر کول، توپيري چلند (د توکم له مخې د نورو پر وړاندې توپيري عملونه او کړه وړه)، تنګ نظري يا يو اړخيز فکر کول، کميسيون او له نظره غورځونه (درناوی نه کول، بدګماني، ارزښت کمول او نامدني کول) رانغاړي. دننۍ يا کورنۍ توکم پالنه په توکميز ډول د توزن شويو وګړو له لوري د خپلو وړتياوو او ذاتي ارزښت په اړه د منفي ادراکونو منښت دی، چې د لږې ځان مننې او د دوی په شان د نورو وګړو د مننې په واسطه مشخص کېږي. دا توکم پالنه د سپينوالي (لکه: په غير سپين پوستو ټولنو کې د پوستکې رنګ له مخې ډلبندي يا قشر بندي) په غېږ کې نيولو، د ځان ارزښت کمولو (لکه: توکيزه بدنامي، لقبونه، د نيکونو يا لرغوني کلتور نفې او داسې نور) او غاړه ايښودنې، ناچارۍ او ناهيلۍ (لکه: له ښوونځي څخه ويستل کېدل، د رايې له کارولو پاتې راتلل، د روغتيا ګواښوونکو چارو کې بوختېدل او داسې نورو) سره څرګندېدلی شي. [۹][۱۰]

ثابته منفي تنګ نظري يا يو اړخيز فکر کول بنسټيزه توکم پالنه پياوړې کوي او د اشخاصو تر منځ اړيکې اغېزمنوي. د توکم له مخې يو اړخيز فکر کول د توکميز اوسېدنې د بېلتون سرې کرښې کولو موډل يا طرحې سره مرسته کوي او د جرم، جرمي سياست او خيريه سياست په اړه نظرياتو ته بڼه ورکوي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې متني معلومات پر يو اړخيز فکر يا کليشې استوار وي. [۱۱]

بنسټيزه توکم پالنه له خرافاتو څخه د منظمو او بنسټيزو سياستونو، لارو چارو او اقتصادي او سياسي جوړښتونو د شتون له مخې بېله شوې ده، چې لږه کي توکميز او لږه کۍ ډلې د يو بنسټ د توکميز يا قومي ډېه کيو سره په اړيکه کې په ناوړه حالت کې ځای کوي. يوه بېلګه يې په متحده ايالتونو کې د دولتي ښوونځيو بوديجه (د سيمه ايزو مالياتو د ترلاسه کولو او ونډو په ګډون) او د ښوونکو کيفيت دی، چې زياتره وختونه د شتمنۍ له ارزښتونو سره لازم او ملزوم دي: شتمن ګاونډيان بايد د زيات اټکل له مخې سپين پوستې وي او بايد د زده کړو لپاره ان په دولتي ښوونځيو کې؛ يو څه غوره ښوونکي او پيسې ولري. د کور جوړونې ټاکلي يا محدود هوکړه ليکونه او د بانکي پور کړنلارې هم د بنسټيزې توکم پالنې د بڼو په توګه لښتليک شوي دي. [۱۲][۱۳]

نورې هغه بېلګې چې ځينې وختونه د بنسټيزې توک پالنې په توګه روښانه کېږي، د امنيتي ساتونکو او پوليسو له لورې د توکميز پېژنيال جوړونه، د کليشه يي توکميز کاريکاتور کارول، په ټوليزو رسنيو کې د معلومه توکميزو ډلو ناسمه استازولي او د توکم پر بنسټ د ګټورې ګومارنې او مسلکي پرمختګ خنډونه دي. د دې تر څنګ توکو، خدمتونو او د ټولنې موکو ته لاسرسی هم د بنسټيزې توکم پالنې په اصطلاح کې شاملېدلی شي. لکه: ناغوړېدلي (نامساعد) سرکونه او کوڅې، ميراثي ټولنيز او اقتصادي بد حالت او معياري شوي ازموينې يا معيارونه (چې هره توکميزه ډله ورته په بېلابېل او زياتې يې په خورا بد يا کمزوري ډول چمتو شوې دي). [۱۴]

د ټولنپوهنې ځيني پلټونکي د بنسټيزې او جوړښتي (چې ځيني وختونه ورته جوړښتي توکميز کول هم وايي) توکم پالنې تر منځ توپير کوي. لومړنۍ هغه يې د يو بنسټ دننه پر اصولو او لارو چارو باندې تمرکز کوي او دويمه يانې جوړښتي توکم پالنه د بنسټونو تر منځ هغو غبرګونونو باندې تمرکز کوي، چې د نا سپين پوستو پر وړاندې توکميز شوې وتنۍ توليدوي. د جوړښتي توکم پالنې يوه مهمه بڼه دا ده، چې دا انفرادي تعصب يا د يو بنسټ مفردې دندې ته نه شي کمېدلی. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

الجيریا

[سمول]

فرانسوي سياسي مفکر Alexis de Tocqueville (۱۸۵۹ – ۱۸۰۵ز) په ټوله کې د زبېښاک، په ځانګړي ډول د الجيريا زبېښاک ملاتړ وکړ. نوموړي د ځانګړي کميسيون په استازولۍ د ۱۸۴۷ ز په جنوري کې ملي شورا ته په دوه وړاندې شويو رسمي راپورونو او د فرانسې د باندينيو چارو په اړه ګڼو ويناوو کې په پرله پسې ډول پرې تنصره کړې کې ده او ياده مسئله يې په خپلې پراخه ځواب وينه کې شنلې ده. Tocqueville په لنډ ډول په شمالي افريقا کې د فرانسوي پراختيا لپاره يو نظرياتي بنسټ رامنځته کړ. هغه ان قرانکريم ولوست او په لند ډول يې پايله تر لاسه کړه، چې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دين د اسلامي نړۍ د زوال اصلي سبب و. د نوموړي نظريې د فرانسوي بريا د لومړيو کالونو او د دې څرنګوالي په اړه لارښودونکې هم وې، چې مستعمراتي حالت د لومړي ځل لپاره څه ډول ترتيب او تنظيم شو. Tocqueville په الجيريا کې د «ټول نفوذ» د لومړني ملاتړ کونکي او د هېواد د انحراف د پای په توګه راڅرګند شو. [۱۹][۲۰]

د ۱۸۳۰ ز جنوري په ۳۱ نېټه Charles X له لورې د الجزيزو نيولو د فرانسې دولت د هغه څه کولو ته اړه کړه، چې بنسټيزه توکم پالنه يې په شمالي افريقا کې د عرب پښت Kabyle يا بربريانو ته رهي کړه؟. د Dey of Algiers په وړوکي برس سره د فرانسې سفير پر مخ وهلو په واسطه د شاهي دولت سپکاوی وکړ او فرانسې دا عمل د بريد کولو او په ګاونډ کې سمندري غلا پای ته رسولو لپاره پلمه جوړه کړه. نارسمي نيوکه، د فرانسوي تاج [شاهي دولت] د حيثيت بېرته رغول او شمالي افريقا کې د خوندي ځای تر لاسه کول وو، چې په دې ډول په مديترانه يې هېوادونو کې د فرانسې پر وړاندې د بریتانيې تر لاسه کېدونکې ګټې مخنيوی وکړي. د July شاهي دولت چې په ۱۸۳۰ ز کې واک ته ورسېد، ياد پېټی په ميراث یووړ. راتلونکي لس کلونه، د فرانسوي پوځ ځواک د تابع ذاتي وګړو ګواه وه. [۲۱]

سرچینې

[سمول]
  1. (په 13 June 2020 باندې). From Cosmetics to NASCAR, Calls for Racial Justice Are Spreading. The New York Times.
  2. Bhavnani, Reena; Mirza, Heidi Safia; Meetoo, Veena (2005). Tackling the Roots of Racism: Lessons for Success. Policy Press. مخونه 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86134-774-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Carmichael, Stokely; Hamilton, Charles V. (1967). Black Power: Politics of Liberation (چاپ November 1992). New York: Vintage. مخونه 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0679743132. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "The Stephen Lawrence Inquiry: Report of an Inquiry by Sir William MacPherson of Cluny" (PDF). خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۳ نومبر ۲۰۱۷. لاسرسي‌نېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Home Office, The Stephen Lawrence Inquiry: Report of an Inquiry by Sir William Macpherson of Cluny, Cm 4262-I, February 1999, para 6.34 (cited in Macpherson Report—Ten Years On in 2009); available on the official British Parliament Website.
  6. Wellman, David (1977). Portraits of White Racism. Cambridge: Cambridge University Press. مخونه 75. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Phillips, Coretta (2 July 2010). "Institutional Racism and Ethnic Inequalities: An Expanded Multilevel Framework". Journal of Social Policy. 40 (1): 173–192. doi:10.1017/s0047279410000565. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "What Racism Looks Like" (PDF). Frank Porter Graham Child Development Institute, The University of North Carolina at Chapel Hill. 30 June 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Jones, J. M. (1997). Prejudice and Racism (2nd ed.). New York: McGraw-Hill. کينډۍ:Isbn
  10. Byrd, W. Michael; Clayton, Linda A. (2003). "Racial and Ethnic Disparities in Healthcare: A Background and History". In Smedley, Brian D.; Stith, Adrienne Y.; Nelson, Alan R. (سمونګران). Unequal Treatment: Confronting Racial and Ethnic Disparities in Health Care. مخونه 455–523. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-08532-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Race, Ethnicity, and the Health of Americans" (PDF). Sydney S. Spivack Program in Applied Social Research and Social Policy. July 2005. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۳ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. J Intravia, KT Wolff, EA Stewart, RL Simons (2014). "Neighborhood-level differences in police discrimination and subcultural violence: A multilevel examination of adopting the code of the street". Journal of Crime and Justice. 37 (1): 42–60. doi:10.1080/0735648X.2013.832480. S2CID 144926935. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: څو نومونه: ليکوالانو نوملړ (link)
  13. "Why Standardized Tests Have Standardized Postracial Ideology". AAUP. 31 October 2016. لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Why Standardized Tests Have Standardized Postracial Ideology". AAUP. 31 October 2016. لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Healey, Richard; Hinson, Sandra. "The Four Faces of Power" (PDF). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "Kirwan Institute brochure" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Snapshot of racialized Poverty in Canada". Employment and Social Development Canada. 16 August 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ فبروري ۲۰۱۴ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. کينډۍ:Cite conference
  19. See De la colonie en Algérie, Complexe, Brussels, 1988, and Nous et les Autres, Seuil, Paris, 1989, "Tocqueville", pp 219–234.
  20. Alexis de Tocqueville, Travail sur l'Algérie, op cit, pp. 699 and 706.
  21. Alexis de Tocqueville, Travail sur l'Algérie in Oeuvres complètes, Paris, Gallimard, Bibliothèque de la Pléiade, 1991, pp 704 and 705.