بلوچستان، افغانستان

بلوچستان ( بلوچي : گۏریچی بلۏچستان ) یا افغان بلوچستان یوه وچه غرنۍ سیمه ده چي د افغانستان جنوبي او جنوب لویدیځ برخه پکښي راځي. یاده سیمه د ایران سویل ختیځ او پاکستان سویل لویدیځ ته پرته سیمه ده چي د افغانستان د بلوڅانو په نوم نومول سوې. [۱]
تاریخ
[سمول]د کلات شپږم واکمن نصیر خان احمدزی د کلات د خاني یو له نامتو او نفوذ لرونکو واکمنانو څخه وو. نوموړي د بلوڅانو د ځواک په ټینګولو، د بلوڅو قومونو په یووالي او د خانیت د سیاسي او اداري جوړښت په جوړولو کي مهم رول ولوباوه. د نصیر خان په واکمنۍ کي د بلوچستان پولي د نن ورځي پاکستان، ایران او افغانستان ځیني سیمي په ځان کي رانغاړلي وې. ددې سیمو شمالي پوله د هلمند او د کندهار تر ځینو برخو ( اوسنئ بلوچستان، افغانستان )، ختیځه پوله تر دیره غازي خان او پنجاب، سویلي پوله د مکران په ساحل کې د عربي سمندر پر غاړه له کراچۍ څخه تر بندر عباس او لویدیځه پوله د پارس بلوچستان (د ایران په اوسني سیستان او بلوچستان ایالت کي پرته سیمه)، کرمان او بندر عباس پوري رسيدلي وې.
د بلوڅانو په توکم کي د سنجرانی ښاخ د شلمي پیړۍ په لومړیو او وروستیو کي د چخانسور په پلازمینه سیستان کي واکمني کوله، [۲] [۳] چي په دوی کي د ابراهیم خان سنجرانی کلا د سنجرانی سردارانو اړوند وه. یاده واکمني په اصل کي د سردار ابراهیم خان سنجرانی او سردار شریف نهروي تر مشرۍ لاندي د بلوچو قومونو یو اتحاد وو. [۴] په ۱۸۸۲/۱۲۹۹ کي د ابراهیم خان سنجرانی بلوچ او عبدالرحمن خان تر منځ جګړه رامنځ ته سول، او ابراهیم خان تر ماتي خوړلو وروسته کلا د فراه افغان والي ته پرېښودل.
د برتانوي هند لخوا د بلوچستان د استعمار او ویشلو تر مخه بلوچستان، افغانستان د کلات خاني یوه برخه وه، چي د نولسمي پیړۍ په وروستیو کي د ایران قاجار او د افغانستان امارت ترمنځ ووېشل سوه.
بلوڅان اوس وخت په افغانستان کي یوه توکمیزه ډله ده، او په سویل لویدیځ نیمروز ولایت کي دوی اکثریت دي. [۵] دوی ددې ترڅنګ په هلمند ، فاریاب ، تخار ، هرات ، کندهار ، بدخشان او د افغانستان په نورو برخو کي هم شتون لري. [۶]
د افغانستان اړوند بلوڅي ويونکي زياتره په نيمروز ولايت کي استوګن دي، او براهوي ويونکي یې په عمومي توګه د کندهار په ولايت کي اوسيږي. ددوی په هاخوا په هلمند کي بلوڅي او براهوي خبري کوونکي بلوڅان ګډ اوسیږي، او د افغانستان په نورو برخو کي بیا په پښتو او دري خبري کوي.
- ↑
{{cite book}}: Empty citation (help) - ↑ . 1987.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2001.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2012.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . December 1, 2010.
{{cite news}}: Missing or empty|title=(help) - ↑ . 2003.
{{cite book}}: Missing or empty|title=(help)
