بسم الله خان وردگ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غازی بسم الله خان وردگ د ملک پادشاه خان وردگ زوی په 1302 هجری لمریز کال کی دوردگو ولایت دشنیزدری دپټانخیلو د کلی په یوه درنه اومنوره کورنی کی سترگی وغوړولی . دنوموړی پلار ملک پادشاه خان وردگ سیمیز قومی مشر او مضبوط پښتون وو.چی په خپله زمانه کی یی دسیمی او ولس لپاره هر اړخیز اجتماعی ستر ستر خدمتونه ترسره کړل. د غازی بسم الله خان وردگ نیکه سپه سالار ملک غازی شاه زمان خان هم دافغانی اردو نومیالی سرلښکر وو .او دهیواد دملی اتل غازی محمد جان خان وردگ دملی قوتونو برجسته متحدوو.چی دانگریزی ښکیلاک گرو څخه دملی استقلال دترلاسه کولو لپاره یی دخپلی سیمی او چاپیریال نه دمبارزینو"مجاهدینواوغازیانو په را ټولولو کی ډیری هلی ځلی تر سره کړی . غازی بسم الله خان وردگ خپلی لومړنی زدکړی دنظامی احضاریه مکتب نه پیل اود حربی پوهنتون د پلی پوهنځی څخه په اعلی درجه فارغ او داردو لیکو ته ورگډ شو. غازی بسم الله خان وردگ 35 کاله دهیواد داردو دبیلابیلو نظامی جزوتامونو دلوی قوماندان او دشهید محمد داوود خان په جمهوری دوره کی دنوموړی د ارشد سلاکار او نږدی همکار په توگه دهیواد لپاره هر اړخیز نظامی "ټولنیز او سیاسی خدمتونه سرته ورسول. غازی بسم الله خان وردگ د اردو په دوره کی په وار وار سره داعلحضرت محمد ظاهر شاه " شهید محمد داوود خان "ډگرجنرال فیض محمد خان "دملی دفاع وزیرجنرال محمد عارف خان او نورو ورته لوړ رتبه چارواکو لخوا په وار وار سره په ډول ډول مډالونو او مکافاتو وستایل شو. د1357 هجری لمریز کال دغوایه دمیاشتی په 7 نیټه کمونیستانو د روس په قومانده کودتا پیل او دهیواد دتباهی او بربادی د ډبری تهداب کیښود. دکمونیستی رژیم په راتگ سره په هیواد کی دوی ناری (هورا او الله اکبر )پورته شوی .اودکمونیستی نظام پر وړاندی د ولسونو او پرگنوملی او اسلامی احساسات راوپاریدل . دروسانو په راتگ سره دهیواد په بیلا بیلو سیمو کی محلی پاڅونونو سر وواهه چی دډیری کمی مودی په تیریدو سره یی ملی او اسلامی شکل اختیار کړ.

دروسانو په تیری او راتگ سره دوردگو اتل او مجاهد ولس دخپلو پلرونو او نیکونوپه شان په ډیره میړانه اوصداقت سره د روسی یرغلگرو پر وړاندی خپلی غیرتی مټی راونغښتی او په دی لاره کی یی ځانونه هر ډول ایثار " مبارزی" فداکاری اوقربانی ته چمتو او دملی اتل غازی محمد جان خان وردگ توره یی یو ځل بیا دقاید الجهاد جنرال غازی بسم الله خان وردگ تر ولسی او ملی قیادت لاندی په ډیره لوړه او هسکه شمله دننگ " همت او غیرت په ډگر کی راوبریښوله . د۱۳۵۸ هجری لمریز کال دکمکی اختر په لومړی ورځ دوردگو دملی پاڅون او جهادی قیادت لومړنی اسلامی بیرغ دوردگو دمشرانو ؛روحانیونو؛پوهانو او ځوانانو دیوی ستری سراسری ټولنی په محضر کی دگربت د تاریخی غره په ( سم غالی ) سیمه کی دملی او اسلامی ولولو په ترسره کیدو سره دیرغلگرو پروړاندی ورپول شو. دکمی مودی په تیریدو سره ډیر شمیر با شهامته مجاهدین دگربت دجهادی قرارگاه دغیرتی اودرانه کاروان سره یوځای شول. دهمدی کال دزمری په میاشت کی دوردگو دمشرانو؛روحانیونو اوعلماوو په وړانديزیوه جرگه دایره شوه. په دی عالی شوری کی مولوی عبدالرحمن اخند زاده ؛دیوسف خیلو اخندزاده ؛دچهاردهی ملک محمد حسین خان؛جهادی مشر مدیرغمی وردگ؛مولوی رفیع الله موذن؛ملک محمد هاشم خان؛دبرات خیلومامور سردار خان؛دباغک حاجی صاحب –محمد وزیر خان او بهاوول خان ؛مولوی فضل قدیم اخندزاده؛دحسن خیل محمد کبیر خان؛دسیداباد قاضی گلاب الدین خان ؛مولوی محمود اخندزاده؛شهید انجینر عبدالمتین خان؛مولوی محمد سعید پاچاه صاحب؛قاضی محمد کریم حیدری؛دسالارو رحیم خان ؛شهید گل وزیر خان؛ څارنوال شاه رسول خان " شهید ډگرمن تازه گل خان؛مولوی محمد حسن اخند؛حاجی اغاجان وردگ " مولوی عبدالصمد زلمی؛مولوی معشوق اخندزاده؛شهید همیشه گل خان ؛شهید ظابط جمعه گل خان؛دتنگی مولوی بابا ؛عبدالرب اخندزاده اوملی خیلو ؛تره خیلو؛شش قلعی؛تنگی؛اونخی؛کمی اوستری ابدری؛ډنډوکی؛هفت اسیاب؛سلطان خیلو؛لړمو؛پتنک؛ټوپ دکلیو اویوشمیر دجغتو ؛جیلگی؛خوات؛عربانو اوچک مشرانوهم گډون درلود چی ټول حدودآ ۲۰۰ کسه مشران دباغک د( شاه کاریز) په سیمه کی راټول شوی وو. دخبرو اترو او مشورو نه ورسته دکمونیستی رژیم پروړاندی دجهاد اعلان ترسره شو.

غازی بسم الله خان وردگ دافغانستان دجهاد یوافسانوی قاید "بینظیره جانباز اوغیرتی شخصیت وو"د ډیرو محدودو امکاناتو په لرلو سره یی دهیواد د دښمنانو سره کلکه مبارزه وکړه. غازی بسم الله خان وردگ دخاص نظامی نبوغ خاوند اوپه سیاسی مسایلو کی یی عمیق فهم درلود . نوموړی یو فکری مکتب "مدرسه"اویو داسی پوهنتون وو چی په هغه کی ټول علوم او فنون "پاکوالی "صداقت او ښی گڼی موجودی وی. ده تل هڅه کوله چی مسایل دمذاکری"مفاهمی او ډپلوماسی له لاری حل شی. هغه نه یوازی یوسرلښکر"یومبارز او یو ملی قهرمان وو بلکه هغه تل پر مظلومانو " یتیمانو او بیوزلانو لاس نیولی وو او ددوخت اوزمانی د ډیرو فرعونیانو اوجابرانو شوم ارمانونه یی دنیل رود ته لاهو کړل. او په ډیر متانت او میړانی سره یی دهر ډول ظلم "جبر او ستم مخه ونیوله. هغه نه یوازی ددی پاکی خاوری یو صادق پالونکی وو بلکه ددی خاوری بچیانو ته یی دایثار "فداکاری "گذشت "میړانی او شجاعت "استقامت او همدردی درس ورکړ. نوموړی دساده ژوند څښتن وو" درباری تجملات یی نه خوښول او دولس سره یی تل متعهد وو د وطن ترک او په بهر کی ژوند - ده او دنوموړی کورنی ته تل مساعد او راحت وو خو دی له خپل ابایی مسکن څخه جدا نشو او دهیواد او ولس سره یی ډیره مینه لرله. هغه یو سنگر شکن "یولوی نظامی "سیاسی او ولسی قاید وو. غازی بسم الله خان وردگ دهیواد د بچیانو لپاره زمونږ د علم پروره او فرهنگ پال ولس اویوتعداد خیریه موسساتو(لکه لجنه الدعوته الاسلامیه "ای ار سی او داسی نورو ) په جلب او همکاری په بیلابیلو سیمو کی مکتوبونو " دینی مدارس "دارلحفاظ " سیار او ثابت روغتیایی مرکزونه پرانیستل. نوموړی په 1383.03.27 نیټه دجمعی په مبارکه ورځ ځان حق ته وسپاره اوجنازه یی دیو لړ شان دارو مراسمو په ترسره کیدو سرو په داسی حال کی چی دهیواد دبیلابیلو ولایتونو او سیمو مشرانو " عالمانو" روحانیونو "سپین ږیرو او ځوانانو گډون درلود دنوموړی په پلرنی هدیره کی خاورو ته وسپارل شوه.