منځپانگې ته ورتلل

برایان آرمسټرانګ (سوداګر)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

برایان آرمسټرانګ ( د ۱۹۸۳م کال د جنورۍ په ۲۵مه زېږېدلی) یو امریکايي سوداګر او پانګه ‌اچوونکی دی. هغه د ډیجیټلي پیسو د تبادلې د مشهور پلټفارم کوینبېس اجرایوي مشر دی، د دغه شرکت بنسټ آرمسټرانګ او فریډ اېرسم یوځای کېښود. آرمسټرانګ د خپلې پالیسۍ له امله په رسنیو کې ډېر یاد شوی، دی غواړي چې د کار ځای له سیاسي فعالیتونو څخه لرې وساتي.[۱][۲][۳]

د ژوند لومړي پړاوونه او زده کړې

[سمول]

آرمسټرانګ د کالیفورنیا ایالت د سان ‌جوسې ښار ته نږدې زېږېدلی دی. د هغه مور او پلار دواړه انجینران وو. آرمسټرانګ خپلې منځنۍ زده‌ کړې د بیلارمین کالج پرېپراتوري (یو خصوصي کاتولیک ښوونځی و) په نوم یو ښوونځي کې وکړې، وروسته یې د ټکساس ایالت د رایس پوهنتون ته لار وموندله، چېرته یې په ۲۰۰۵م کال کې په اقتصاد او کمپیوټر ساینس کې دوه ‌ګونی لیسانس واخیست او په ۲۰۰۶م کال کې یې د کمپیوټر ساینس ماسټري هم بشپړه کړه. آرمسټرانګ د پوهنتون پر مهال یو کوچنی کاروبار هم پیل کړ، هغه داسې پلټفارم جوړ کړ چې زده کوونکې یې له مختلفو ښوونکو سره وصل کول. له فراغت وروسته، آرمسټرانګ یو کال په ارجنټاین کې د یوې ښوونیز شرکت لپاره کار وکړ.[۴]

مسلک

[سمول]

د کاري ژوند په پیل کې، آرمسټرانګ د ای بي ایم په شرکت کې د پروګرام جوړونکي په توګه کار پیل کړ، وروسته یې د ډیلوایټ په نوم یو بنسټ سره د سلاکار دنده ترسره کړه. په ۲۰۱۰م کال کې هغه د بیټ کوین هغه لیکنه ولوستله چې د ساتوشي ناکاموتو تر نوم لاندې خپره شوې وه. په ۲۰۱۱م کال کې، هغه د ایربي ‌اېن ‌بي شرکت سره د سافټویر انجینر په توګه کار پیل کړ، هلته یې د پیسو د لېږد سیسټمونه له نږدې وپېژندل. آرمسټرانګ همدلته معلومات ترلاسه کړل چې جنوبي امریکا ته د پیسو لېږل څومره ستونزمن دي. له همدې امله، هغه د شپې او رخصتیو پر مهال کار پیل کړ او داسې کوډونه یې ولیکل چې د ډیجیټلي پیسو پېر او ساتنه پرې کېدای شوه. په ۲۰۱۲م کال کې، هغه د وای کمبینټر د نوښتګرو پروګرام ته داخل شو او د ۱۵۰ زره ډالرو پانګه یې ترلاسه کړه، چې همدا پیسې یې د کوینبېس د پیل لپاره وکارولې.[۵][۶][۷]

په همدې کال، آرمسټرانګ په هېکر نیوز وېبپاڼه کې د شریک موندلو لپاره یو اعلان خپور کړ، چې ډېر ژر یې پراخه پاملرنه جلب کړه. خو هغه فریډ اېرسم د رېډېټ پلټفارم له لارې وموند او تر پنځوسو زیاتې لیدنې یې وکړې تر څو مناسب شریک پیدا کړي.[۸][۹]

کوینبېس

[سمول]

کوینبېس پلټفارم په ۲۰۱۲م کال کې د آرمسټرانګ او فریډ اېرسم له خوا جوړ شو، څو خلک وکولای شي بیټ کوین او نورې ډیجیټلي پیسې پېر یا وپلوري. آرمسټرانګ د دې شرکت لومړنی اجرایوي مشر و. د کوینبېس لومړنۍ ډیجیټلي بټوه توشي نومېده، چې دا نوم هم د ساتوشي ناکاموتو څخه اخیستل شوی و او هم د آرمسټرانګ د یوې پیشو نوم دی. په ۲۰۱۸م کال کې، د یوې پانګونې پر مهال د شرکت ارزښت شاوخوا ۸.۱ میلیارده ډالرو ته ورسېد. په ۲۰۲۱م کال کې، کوینبېس عامه بازار ته داخل شو او د شرکت ارزښت تر ۸۵ میلیارده ډالرو لوړ شو. د فوربز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲م کال تر مۍ میاشتې پورې د آرمسټرانګ شتمني شاوخوا ۲.۴ میلیارده ډالره اټکل شوې وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ریسرچ هب وېبپاڼه

[سمول]

آرمسټرانګ د ریسرچ ‌هب په نوم یوه علمي وېبپاڼه هم په خپل شخصي لګښت جوړه کړه، څو څېړنیزو لیکنو ته د خلکو لاسرسي اسانه شي. دغه پلټفارم د ګیټ‌ هاب له تګلارې الهام اخیستی و.[۱۸]

د نیو لېمېټ شرکت

[سمول]

آرمسټرانګ د نیو لېمېټ په نوم یو بل شرکت هم لري، د دې شرکت د جوړولو موخه د انسان د روغتیا د مودې اوږدول دي او د زړښت پر بیولوژیکي لاملونو څېړنه کوي. دې شرکت په ۲۰۲۳م کال کې د ۴۰ میلیونه ډالرو پانګه تر لاسه کړه.[۱۹][۲۰]

د ځانګړو اقتصادي سیمو ملاتړ

[سمول]

د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې، آرمسټرانګ اعلان وکړ چې د کوینبېس د پانګونې څانګه به د هندوراس هېواد د پروسپېرا په نوم یوې ځانګړې اقتصادي سیمې کې پانګونه وکړي. آرمسټرانګ مخکې هم په یوې مرکې کې د ازادو اقتصادي سیمو ملاتړ کړی و او ویلي یې وو: زما په اند موږ ټول باید د کریپټو په برخه کې په دې فکر وکړو چې څنګه د اوږد مهاله ازادۍ لپاره فزیکي ځایونه جوړ کړ، ځکه زه فکر کوم چې دا به د کریپټو اصلي برخلیک وټاکي. [۲۱][۲۲][۲۳]

د وړاندوینې بازار لانجه

[سمول]

د ۲۰۲۵م کال په نومبر میاشت کې، آرمسټرانګ له نیوکو سره مخ شو، ځکه د کوینبېس د مالي راپور پر مهال یې قصداً د ډیجیټلي پیسو اړوند ځینې کلیمې وکارولې. ځینو کسانو دا کار د بازار د اغېزمنولو هڅه وبلله او ورباندې نیوکې وشوې.[۲۴][۲۵]

سیاسي لیدلوري

[سمول]

برایان آرمسټرانګ د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کې پر یوه بلاګ لیکنه خپره کړه او پکې یې کوینبېس یو پر موخو ولاړ شرکت وباله. هغه د شرکت کارکوونکي وهڅول چې په کاري ځای کې له سیاسي او ټولنیزو بحثونو او فعالیتونو څخه ډډه وکړي. همداراز هغه کارکوونکو ته چې له دې تګلارې څخه ناراضه وو، د دندې پرېښودو معاوضه وړاندې کړه. د همدې پالیسۍ له امله شاوخوا ۶۰ کارکوونکي (د شرکت د کارکونکو نږدې ۵ سلنه یې جوړوله) له کوینبېس څخه ووتل. تر دې مخکې، آرمسټرانګ (د تورپوستانو ژوند ارزښت لري)غورځنګ ملاتړ کړی و او د جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته یې په ټویټر کې ولیکل: ما پرېکړه وکړه چې غږ پورته کړم. دا د شرم خبره ده چې په دې زمانه کې لا هم دا خبرې کول اړین وي، خو توکم ‌پالنه، د پولیسو زورزیاتی او غیرعادلانه سلوک په بشپړ ډول غلط دي، موږ ټول باید د دې شیانو د ختمولو لپاره هڅه وکړو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د ۲۰۲۳م کال په جولای کې، آرمسټرنګ د امریکا د استازو جرګې له ډیموکراتانو( په ځانګړي ډول د نویو ډیموکراتانو ایتلاف) سره په تړلې ناسته کې ولیدل، په دې اړه ویل کېږي چې د دې ناستې تمرکز د ډیجیټلي شتمنیو پر قوانینو و. د بلومبرګ د راپور له مخې، آرمسټرانګ په واشنګټن ډي سي کې د ډیجیټلي شتمنیو د روښانه قوانینو د جوړولو لپاره د کمپاین مشري کړې ده. د ۲۰۲۴م کال په نومبر میاشت کې آرمسټرانګ له ډونالډ ټرمپ سره هم تړلې ناسته وکړه، ویل کېږي چې ده د ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهمې ادارې لپاره د دولتي ګمارنو په اړه خبرې وکړې.[۳۱][۳۲]

آرمسټرانګ ویلي چې متحده ایالات په ورو ورو د زوال لور ته روان دي، هغه د شبکيز دولت د سیاسي خوځښت ملاتړ کوي، دا مفکوره د کوینبېس پخواني تخنیکي مشر بالاجي سرینیواسن مشهوره کړې ده.[۳۳]

په ۲۰۲۴م کال کې، آرمسټرانګ د اوهایو ایالت د سنا په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند برني مورینو ملاتړ وکړ، څو د درې دورو ډیموکرات سناتور شیروډ براون ته ماته ورکړي. براون د بیټ کوین سخت منتقد و. د آرمسټرانګ له لوري جوړ شوي سیاسي صندوق (فېرشېک) شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر د مورینو د بریا لپاره ولګول.[۳۴]

ستاینه او پېژندنه

[سمول]

په ۲۰۱۷م کال کې، آرمسټرانګ ( هغه وخت ۳۴ کلن و) د فارچون مجلې د څلوېښت کلونو څخه کم عمره بریالیو کسانو په لېست کې لسـم مقام خپل کړ.[۳۵]

په ۲۰۱۹م کال کې، آرمسټرانګ د ټایم مجلې د راتلونکو سل اغېزناکو څېرو په لېست کې شامل شو.[۳۶]

په ۲۰۲۴م کال کې، فوربز مجلې هغه ته د کریپټو شتمنو په لېست کې دوهم مقام ورکړ، چې شتمني یې شاوخوا ۱۱.۲ میلیارده ډالر اټکل شوې وه. همداراز هغه د امریکا د شتمنو ۴۰۰ کسانو په لېست کې ۱۴۵م ځای خپل کړ.[۳۷]

په ۲۰۲۵م کال کې، د فېنټېک مجلې آرمسټرانګ ته د ۲۰۲۵م کال د فېنټېک د سلو مخکښو مشرانو په لېست کې ۴۹م مقام ورکړ.[۳۸]

خیریه فعالیتونه

[سمول]

په ۲۰۱۸م کال کې، آرمسټرانګ لومړنی د کریپټو اجرایي مشر و چې د شتمنۍ د ورکولو ژمنه یې لاسلیک کړه، هغه ژمنه وکړه چې د خپلې شتمنۍ ډېره برخه به خیریه کارونو ته ځانګړې کړي. سربیره پر دې هغه د ګېو کریپټو په نوم یوه خیریه نوښت پیل کړ، څو خلک وکولای شي په ښکاره یا پټ ډول بسپنې ورکړي او له بې ‌وزلو خلکو سره مرسته وکړي.[۳۹]

سرچينې

[سمول]
  1. "Forbes profile: Brian Armstrong". Forbes. بياځلي په 1 May 2022.
  2. "Coinbase CEO discourages politics at work, offers generous severance to employees who want to quit". CNBC. September 30, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  3. "Taking a Stand Against Social Stances". The New York Times. September 30, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  4. "Bitcoin's Guardian Angel: Inside Coinbase Billionaire Brian Armstrong's Plan To Make Crypto Safe For All". Forbes. February 19, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  5. "Bitcoin's Guardian Angel: Inside Coinbase Billionaire Brian Armstrong's Plan To Make Crypto Safe For All". Forbes. February 19, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  6. "Coinbase CEO Brian Armstrong to talk the future of cryptocurrency at Disrupt SF". TechCrunch. May 16, 2018. بياځلي په March 10, 2021.
  7. Kruppa, Miles (March 5, 2021). "Coinbase founder rides crypto boom to Nasdaq listing". Financial Times. بياځلي په March 11, 2021.
  8. "Looking for Co-Founder". Hacker News. May 16, 2012.
  9. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  10. "Newly Minted Billionaire Coinbase CEO Is Already Tired of His Wealth". Observer. December 26, 2018. بياځلي په March 11, 2021.
  11. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  12. "Coinbase CEO Named Cat After Satoshi #shorts". YouTube. 30 October 2022.
  13. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  14. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  15. "Coinbase reveals direct listing application with SEC". The Economic Times. February 25, 2021. بياځلي په March 10, 2021.
  16. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  17. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  18. Kruppa, Miles (March 5, 2021). "Coinbase founder rides crypto boom to Nasdaq listing". Financial Times. بياځلي په March 11, 2021.
  19. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  20. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  21. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  22. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  23. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  24. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  25. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  26. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  27. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  28. "Taking a Stand Against Social Stances". The New York Times. September 30, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  29. "Coinbase CEO discourages politics at work, offers generous severance to employees who want to quit". CNBC. September 30, 2020. بياځلي په March 10, 2021.
  30. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  31. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  32. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  33. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  34. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  35. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  36. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  37. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  38. "Coinbase Story". entrepreneurshandbook.co. May 16, 2021.
  39. "Newly Minted Billionaire Coinbase CEO Is Already Tired of His Wealth". Observer. December 26, 2018. بياځلي په March 11, 2021.