منځپانگې ته ورتلل

بالاحصار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بالا حصار یوه لرغونې کلا ده چي د افغانستان د زاړه کابل ښار په جنوب کي موقعیت لري. ددې کلا د جوړولو اټکل سوې نیټه شاوخوا پنځمي پیړۍ ته رسیږي. بالاحصار د کابل ښار د مرکز سویل ته د کوه شیر دروازې د غره په پای کي موقعیت لري. د کابل دیوالونه په لمړیو وختونو کي ۲۰ فوټه (۶٫۱ م) لوړ او ۱۲ فوټه (۳٫۷ م) غټ وه چي د غره له څوکي څخه د سیند په لور په یوه پراخه منحني کي جوړ سوي وه. دا کلا ته د لاسرسي لپاره څو دروازې شتون لري او د کوه شیر دروازې غر د کلا تر شا پروت دی. کلا په ۱۸۸۰ کال کي د برتانويانو له خوا ویجاړه سوه.

بالاحصار
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
اداري سیمه
هېواد
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۰′۲۰″شمال ۶۹°۱۱′۳۰″ختیځ / 34.5056°شمال 69.1917°ختيځ / 34.5056; 69.1917 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

بالاحصار په اصل کي په دوو برخو ویشل سوې وه:

ښکته کلا، چي اصطبلونه، بارکونه او درې شاهي ماڼۍ پکښي شاملي وې.

پورتنۍ کلا، (اصلي کلا چي د بالاحصار په نوم یادیږي) د کابل د وسلو زېرمه او زندان په همدې کي شامل وو، او د "توري کندې" (سیاه چال) په نوم پیژندل کېدی.

تاریخ

[سمول]
شاه شجاع دراني، د دراني امپراتورۍ وروستی واکمن د بالا حصار دننه په خپل دربار کي.
د بالا حصار د هغه البوم څخه انځورونه چي د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ کلونو ترمنځ د دوهمې انګلیس-افغان جګړې پر مهال نیول سوی وو.

د بالاحصار کلا مخینه ډېره لرغونې خو ناڅرګنده ده. د کوشان له زمانې څخه مخکي لوښي او همدارنګه د هند-یوناني او هخامنشي سکې چي د دې سیمي په شاوخوا کي موندل سوي دي، د لږترلږه شپږمې پیړۍ راهیسي میشت ځایونه په ډاګه کوي. د تاریخونو پر بنسټ د کلا په توګه د دې ځای کارول د پنځمي پیړۍ په لومړیو کي پیل سوي دي؛ چي د دقیق تاریخ په اړه یې لږ شواهد شتون لري.

په بالاحصار کي د پام وړ فعالیت شواهد د مغلو له وخته را پیل کیږي. دا کلا په ۱۵۰۴ کال کي د مغل امپراتورۍ د بنسټ ایښودونکي بابر لخوا محاصره او ونیول سوه. ورپسې وروسته له هغه چي اکبر د خپل پلار ځای ناستی سو او پر کابل یې خپله واکمني ټینګه کړه، بالاحصار د کابل صوبې د صوبه دار (والي) عمومي استوګنځی سو. [۱] د کلا بهرني دیوالونه په دې وخت کي پیاوړي او د موقعیت ساحه یې پراخه سوه. د مغولو بل امپراتور جهانګیر د کلا دننه څو جوړښتونه ونړول او نوې ماڼۍ، د لیدونکو خوني او یو چارباغ یې پکښي جوړ کړل. د هغه زوی او ځای ناستی شاه جهان واک ته تر رسېدو مخکي په کلا کي ځان لپاره یو شمېر کوټې جوړي کړې او په دې توګه یې د جهانګیر ستاینه هم ترلاسه کړه. شاه جهان وروسته په مرکزي آسیا کې د خپلو جګړو پرمهال په بالا حصار کي استوګن سو، او د نوموړي ځای ناستي اورنګزیب په کلا کي د پراختیایي چارو په دوام یو جومات جوړ کړ. [۱] د مغلو په وخت کي دا ځای د یوې مشهوري ماڼۍ او کلا په توګه پراختیا وموندل، او دومره ستروالي ته ورسېدل چي په هغه وخت کي یې د اندازې له مخي د مغولو د پلازمینو اګره او لاهور سره پرتله کېدله.

وروسته له هغه چې مغلو کابل له لاسه ورکړ، بالاحصار کلا له پامه وغورځول سوه، او لمړی فارسیانو او بیا افغان درانيانو لاسونو ته ولوېده، څو چي تیمور شاه دراني په ۱۷۷۳ کال کي واک ته ورسېد. د درانيانو د پلازمیني په توګه د کابل تر ټاکلو وروسته تیمورشاه د کلا دننه یو نوی جوړښت رامنځ ته کړ، او د کلا پورتنۍ برخه یې د دولتي زندان او وسلو په توګه وکاروله. د هغه ځای ناستي شاه شجاع دراني یاده کلا نوره هم پراخه کړه. [۱] ددوی لخوا جوړ سوي ځایونه د مغولو ډیرو پخوانيو جوړښتونو سره ورته والی درلود.

د کابل د اصلي کلا په توګه بالاحصار د لومړۍ (۱۸۳۸-۱۸۴۲) او دوهمې انګلیس-افغان جګړې (۱۸۷۸-۱۸۸۰) پر مهال د څو مهمو پیښو شاهده وه. په کابل کي د برتانوي یرغلګرو سفیر سر پیر لویس ناپلیون کاوګناري د ۱۸۷۹ کال په سپتمبر کي د همدغه کلا په دننه کي ووژل سو، چي له امله یې عمومي پاڅون رامنځ ته او د دوهمي انګلیس-افغان جګړې دوهم پړاو ته یې لاره هواره کړه. انګرېزانو د خپل غچ په پار د بالاحصار کلا ته اور واچاوه، او ورپسې کله چي د وسلو زېرمه وچاودېده، کلا نوره هم زیانمنه سوه. د برتانوي پوځ افسر فریډریک رابرټس غوښتل چي کلا په بشپړه توګه ونړول سي، خو په پای کي د ۱۸۸۰ کال په پسرلي کي د برتانویانو له لوري د خپلو فوځي موخو لپاره بیرته جوړه سوه. رابرټس په کلا کي د مغل او دراني دورې د جوړښتونو د کمولو امر وکړ، او په پایله کي یې د هغوی د معمارۍ ډیري لږي نښي پاته سوې.

شلمه پیړۍ

[سمول]
د بالا حصار سره څېرمه یو ویشتل سوی ټانګ

د ۱۹۷۹ کال د اګست په پنځمه نیټه په کابل کي د بالا حصار پاڅون د حکومت ضد ډلو لخوا تنظیم، او غوښتل یې کمونسټانو ته خنډ پېښ کړي خو په څو ساعتونو کي دننه یاد پاڅون بیرته وځپل سو او لسګونه کسان د کمونیستي رژیم لخوا دار ته پورته سول.

د کمونسټانو تر پرځېدو وروسته بالاحصار په ۱۹۹۴ کال کي د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال د مسعود او حکمتیار د ځواکونو ترمنځ د شخړو مرکزي نقطه وګرځېده، چي له امله یې د کلا ډېره برخه بیا زیانمنه سوه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال بالاحصار د افغان ملي اردو د ۵۵مي فرقې لخوا اداره کېده او د کلا په نورو ځایونو کي د ټانکونو او درنو وسلو پخواني پاته سوي شیان پراته وه.

بالا حصار نن ورځ

[سمول]
بالا حصار او لاندي هدیره

د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۲مه نېټه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر د آغا خان کلتوري بنسټ سره د دیوالونو د جوړښت، بیارغوني او همدارنګه په ساحه کي د لرغونپوهنې پارک د جوړولو په اړه د تفاهم یو لاسلیک ترسره کړ. [۲] هند د دې پروژې لپاره شاوخوا یو ملیون ډالر ژمنه وکړه، خو د طالبانو د کابل تر سقوط وروسته یاده پروژه وځنډېدل. [۳]

سرچينې

[سمول]

https://www.tandfonline.com/doi/abs/10.1080/05786967.2013.11834728

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ . 2009. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 2021-02-22. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2020-11-01. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)