باسپورس تنگی
ونگبڼه
(له باسپورس تنګئ نه مخ گرځېدلی)
باسپورس تنگی (په انګليسي ژبه: Bosphorus Strait) یو طبیعي تنګئ او په نړیواله کچه مشهوره سمندري لاره ده چي د ترکیې په استانبول کي موقعیت لري. باسپورس تور سمندرګي د مارمارا له سمندر سره نښلوي او د اسیا او اروپاد لویو وچو ترمنځ پوله جوړوي. دا تنګی اسیايي ترکیه یا اناتولیا د اروپایي ترکیې یا ټیرس څخه هم بېلوي. باسفورس د نړۍ تر ټولو تنګ تنګئ دی چي د نړیوال تګ راتګ لپاره کارول کېږي. د باسپورس تنګي پر شاوخوا ساحلونو باندي مېشت کسان د استانبول د ښار 17 میلیونه نفوس په ځان کې رانغاړي.
باسپورس تنگی
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| اداري سیمه | |
| هېواد |
| د تاريخي اثارو ډلبندي |
|
|---|
| اوږدوالۍ |
|---|
| برخه د |
|---|
| کورډينېشن |
|---|

د باسپورس تنګئ او د مارمارا په سمندر کي د داردانیل تنګئ دواړه د ترکیې د تنګي په نوم یادیږي.
په استانبول کي د باسپورس شاوخوا څنډي د کانکریټو په مرسته جوړي سوي او ټینګي سوي دي.
انځورتون
[سمول]-
د باسپورس موقعیت په سره رنګ چي د داردانیلز (په ژړ رنګ) او د مارمارا سمندر سره نښتی دی.
-
د باسپورس هوایی لید چي تور سمندر ته نږدې له شمالي پای څخه یې انځور اخیستل سوی دی.
-
د باسپورس تنګي فضايي انځور چي د 2004 په اپریل کي د نړیوال فضایي مرکز څخه اخیستل سوی دی. په پورتنۍ برخه کي یې تور سمندر، په ښکته کي د مارمارا سمندر او په مینځ کي یې د باسپورس د اوبو لاره ده چي دوی دواړه له یو بل سره نښلوي. د باسپورس لویدیځي غاړي د اروپا د لويي وچي د جغرافیایی پیل نقطه رامنځ ته کوي، او د استانبول ښار یې پر غاړو پروت دی.
سرچينې
[سمول]وېشنيزې:
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- هغه پاڼې چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P131 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1435 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P2043 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه