ایکولوژيکي مقاومت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ایکولوژۍ یا چاپېریال‌پوهنه کې مقاومت د ایکوسیستم هغې وړتیا ته ویل کېږي چې د یوه بدلون یا مزاحمت پر وړاندې غبرګون ښيي او بېرته زر رغېږي. په دې بدلون او مزاحمت کې سترې پېښې لکه اور، سېلاب، توپان، د حشراتو یرغل، یا هم انساني فعالیتونه لکه ځنګلونه وهل، د تېلو را ایستلو لپاره ځمکه سپړل، پر ځمکو د کیمیاويي توکو خپرول او یا هم د زهري نباتي او حیواني ژویو را پیدا کېدل راتلای شي. د کافي اندازې یا مودې لرونکی مزاحمت ایکو یا د ژواک سیستم ډېر اغېزمنولی شي او ښايي تر هغې کچې یې واړوي چې د بل رژیم پروسو او جوړښتونو ته ورسېږي. کله چې داسې اندازې له یوه مهم او د بل رژیم تر پولو رسېدونکي حالت ته رسېږي نو دا رژیم بدلېږي یا هم ورته مهم تحول ویل کېدی شي.[۱]

هغه انساني چارې چې د ایکولوژۍ پر مقاومت منفي اغېز کوي لکه د ژویو د بېلابېلوالي کمښت، د طبېعي زېرمو را ایستل، ککړتیا، د ځمکې کارېدل، یا د انساني فعالیت په نتیجه کې اقلیمي بدلون، ټول په ایکو سیستمونو کې د مخ پر ودې بدلونونو لامل کېږي چې دغه بدلونونه ډېری وخت ناوړه او ناسم ډول ته بدلون دی. د مقاومت په اړه د بحثونو په داخل کې اوس د انسان او ایکوسیستمونو تر منځ تړاوونه هم راځي چې دا د ایکولوژیکو سیستمونو او داسې طبیعي سرچینو د مدیریت تر ټولو پایېدونکې بڼې ته د علمي سپړنو د رسولو له لارې کېږي چې “د مقاومت تحلیل، د سرچینو انعطاف‌منونکی مدیریت او انعطاف‌منونکې حکومتولي” یې اصل موخه ده. ایکولوژیک مقاومت اوس په نورو برخو کې هم هڅېدلی او د مقاومت په اړه پخوانی درک یې ننګولی دی.

تعریفونه[سمول]

په ایکولوژيکي سیستمونو کې د مقاومت مفهوم په لومړي ځل د کاناډايي ایکولوژېست «هولینګ» له‌خوا مطرح شو او موخه یې د انټروپوجینیکو یا انساني عواملو له امله د ایکوسیستم د متغیراتو له بدلون سره په مخامخ کېدو کې د طبیعي سیستمونو د تداوم تشرېح کول وو. مقاومت په ایکولوژۍ کې په دوو ډولونو تعریف شوی دی:

  1. تر یوې ګډوډۍ یا اختلال وروسته د تعادل حالت ته د ایکوسیستم د بیا راګرځېدو لپاره د اړین وخت په توګه (چې دا د ځینو لیکوالو له‌خوا د پایدارۍ په توګه هم تعریف شوی دی). د مقاومت دغه تعریف د فزیک او انجنیرۍ په څېر نورو برخو کې هم کارول کېږي او له همدې امله هولیک «د انجنیرۍ مقاومت» هم نومولی دی.
  2. او داسې هم تعریف شوی چې "د یوې ګډوډۍ د جذب او بیا سمون لپاره د یوه سیستم وړتیا، په داسې ډول چې هماغه کړنه، جوړښت او هویت وساتي".

انساني اغېزې[سمول]

مقاومت د اختلال په زغملو او بیا سمون کې د ایکوسیستم پایدارۍ او قابلیت ته ویل کېږي. که اختلال لویوالی یا پوره وخت ولري، ښايي داسې حال ته ورسېږي چې په کې ایکوسیستم د تل لپاره د رژيم تر یوه بدلون لاندې راشي. د چاپېریالي توکو او خدماتو پایدار کارول د ایکوسیستم او د هغه د محدودیتونو د مقاومت درک او پام ته اړتیا لري. سره له دې، هغه عناصر چې د ایکوسیستم پر مقاومت اغېز کوي، پېچلي دي. مثلاً بېلابېل عناصر لکه د اوبو څرخه، باروري، د ژوندیو موجوداتو بېلابېلوالی، د نباتاتو بېلابېلوالی او اقلیم په شدت سره پر یوه او بل او بېلابېلو سیستمونو اغېز کوي.  

ډېرې داسې سیمې شته چې هلته انساني فعالیتونه د ځمکنيو، اوبیزو او سمندري ایکوسیستمونو پر مقاومت اغېز کوي او په هغو پورې اړه لري. په دې کې کرنه، ځنګل وهنه، ککړتیا، د کانونو استخراج، تفرېح، له حده زیات کبان نیول، سمندرونو ته د ضایعاتو او کثافاتو اچول او اقلیمي بدلون شامل دی.

کرنه[سمول]

کرنه د مهمې بېلګې په ډول په پام کې نیولی شو چې د ځمکنيو ایکوسیستمونو مقاومت ته باید پام وشي. په خاوره کې عضوي مواد (کاربن او نایتروجن عناصر) چې ښايي د څو نباتاتو له‌خوا تغذیه شي، د محصول د ودې لپاره د تغذیوي موادو اصلي سرچینه ده. سره له دې، د کرنې د ډېروالي او د بېځایه وښو د کنترول لپاره د واښه ایستونکو د کارولو، د محصولاتو د ودې د چټکۍ او ډېروالي لپاره د کیمیاوي سرو د کارولو او د حشراتو د کنترول لپاره د حشره وژونکو د کارولو په پایله کې د نباتاتو بېلابېلوالی کمېږي او د خاورې د تغذیوي موادو د جبران لپاره د عضوي موادو برابرول او د روانو سطحي اوبو د مخنیوي د کمښت لامل کېږي. دا کار د ځمکې د ښېرازۍ او ګټې اخیستو د کمښت لامل کېږي.

تلپاتې پراختیا[سمول]

دا پوهه موجوده ده چې د تلپاتې پراختیا موخې ته د رسېدو لپاره د ایکوسیستم پر مقاومت ډېر ټينګار او پوهېدو ته اړتیا ده. پرمن او د هغه همکارانو دې ته ورته څېړنه کړې ده. دوی د پایدارۍ یا تلپاتې‌والي له ۶ مفاهیمو څخه د یوه مفهوم د تشرېح لپاره له مقاومت څخه کار اخیستی. "پایدار حالت هغه حالت دی چې د وخت په اوږدو کې د ایکوسیستم د مقاومت لپاره لومړني شرایط برابر کړي". د مقاومت علم په تېره لسیزه کې د بشپړتیا په حال کې و او تر ایکولوژۍ ډېر پراخ شوی دی. دا چې ډېری خلک د اوبو، انرژۍ او نورو سرچینو په کارولو سره ګڼ‌نفوسه ښارونو ته لېږدي، د ښارونو او ښاري ایکوسیستمونو مقاومت ته د پاملرنې لپاره د دغو څانګو ترکیب ته اړتیا ده.[۲][۳]

علمي لیدلوري[سمول]

د ایکولوژیکي او ټولنیزو سیستمونو متقابله تکیه د ۱۹۹۰یمې لسیزې له وروستیو څخه د «برکس» او «فولک» له‌خوا وپېژندل شوه او په ۲۰۰۰ کال کې فولک او د هغه همکارانو پراخه کړه. د تلپاتې پراختیا مفهوم د پایدارې پراختیا له ۳ رکنونو څخه بشپړ شوی تر څو پر اقتصادي پراختیا ډېر سیاسي ټینګار موجود وي. [۴][۵]

سرچینې[سمول]

  1. Scheffer, Marten (26 July 2009). Critical transitions in nature and society. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0691122045. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Perman, R, Ma, Y, McGilvray, J and M.Common. (2003). “Natural Resource and Environmental Economics”. Longman. 26, 52, 86.
  3. "Ecological and Urban Resilience". columbia.edu. 12 October 2011. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hamilton, C. (2010). “Requiem for a Species: Why we Resist the Truth about Climate Change”. Earthscan. 32, 14.
  5. Berkes, F. and Folke, C., (ed Colding, J.) (1998). “Linking Social and Ecological Systems: Management practices and social mechanisms for building resilience”. Cambridge University Press: 1, 33, 429, 433.